د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان، دیموکراسي او وروستی ټولټاکنې!

عبدالصمد عطايي 23.04.2014 12:24

افغانستان: له ۱۳ کلونو او له میلیاردونو ډالرونو وروسته، افغانستان اوس هم د نړی تر ټولو نورو هیوادونو یو ډیر خوار هیواد دی:

د حکومت بنسټونه یې په ډیر فساد ککړ دي،

ډیری حکومتي چارواکي یې په دفترونو کې ټوله ورځ په خبرو تیروي،

ډیری حکومتي چارواکي يې د خلکو ستونزو ته پاملرنه نه کوي،

لوی ښارونه یې معیاري سړکونه، معیاري خدمات، او معیاري عامه ترانسپورت نلري،

لوی ښارونه یې له کثافاتو، د موټرونو له دوده، او سړکونه او کوڅې یې له خاورو ډک دي،

عام خلک یې د ښارونو پداسي کوڅو کې ژوند کوي چې په مکررو لیدو سره یې انسان پدې فکر کې شي چې اې الله، د دې هیواد چارواکي په کوم خوب کې تللي دي،

د دې خوار هیواد ډیری لوړ پوړي چارواکي سهار له خپل درې منځله کور څخه راوځي او په فورنیر موټر کې خپل دفتر ته ځي،

د دې خوار هیواد د لوړ پوړو چارواکو دفترونه هغه میزونه، چوکی، کوچونه، قالیني، پردې، او د میزونو په سر میوي لري چې د اروپا د هیوادونو په دفترونو کې هم نه لیدل کیږي،

دا پداسي یوه هیواد کې دي چې د ښوونځیو ډیری شاګردان يې په ځمکه ناست وي او ډیری یې په ټوله ورځ کې یو یا دوه ساعتونه درس وايي،

ښوونځي او پوهنتونونه یې د کیفیت وړ زده کړه نلري،

د لوړو زده کړو وزیر يې هر کال د کانکور د آزموینې له کبله تر پوښتنو لاندې راځي،

د افغانستان ډیری ځوانان بې کاره دي، او که د کار حالت پدغه ډول دوام پیدا کړي، نور ډیر ځوانان به هم په هیروینو او مخدره ټوکو اخته شي،

هڅه کیږي ترڅو افغانستان خوار وساتل شي، او د نړی په کلي کې یو داسي خوار هیواد وي چې لکه یو خوار کس په کلي کې هر چا ته بلی صاحب ووايي.

دیموکراسي: افغانانو ته ویل کیږي چې هو تاسي دیموکراسي لری، او یوه بیلګه یې په لسهاوو تلویزیونونه دي:

دا هغه تلویزیونونه دي چې لکه مافیا، مافیا ۱، مافیا ۲ ... او د پابلو ایسکوبار پروګرامونه ښيي،

له اندازې ډیره موسیقي ښيي، ترڅو ځوانان پدې بوخت شي او زده کړه هیره کړي،

په دیموکراتیکو هیوادونو تلویزیونونه عامو خلکو ته حقیقت وايي،

مفسد چارواکي خلکو ته ورپیژني،

حکومتي چارواکي او خلک هڅوي ترڅو له خپل وطن سره مینه پیدا کړي او د خپل وطن لپاره کار وکړي،

مګر د دغو تلویزیونونو ډیری پروګرامونه مهندسي شوي، ترڅو د دوی فنډ ورکوونکي خوشهاله وساتل شي او هڅه کوي ترڅو د افغانستان عام خلک په تیاره کې وساتي،

په دیموکراتیکو هیوادونو کې، ترټولو مهمه مسله د قانون حاکمیت دی، او تلویزیونونه هم د قانون په چوکاټ کې نشرات کوي،

د یوه هیواد د قانون اصلي دلیل دا وي ترڅو د دغه هیواد ګټي او خلک په ښه توګه وساتل شي،

په افغانستان کې چې هرچا یوڅو ډالر پیدا کړل یا کوم بهرني هیواد یو څو ډالر ورکړل، هغه بیا یو تلویزیون جوړوي،

افغانانو ته ویل کیږي چې دوی د دیموکراسی نوري ډیري بیلګي هم لري (پارلمان، د بشري حقونو کمیسیون، د مدني ټولنو سازمانونه، د جندر مسلي، ټولټاکني او نور)،

په یوه هیواد کې چې د زده کړې، کار، قانون حاکمیت او اقتصاد حالت يې خراب وي، یووازې په نوم دیموکراتیک بنسټونه کومه معنی نلري.

وروستی ټولټاکني: په دیموکراتیکو هیوادونو کې، د خلکو مشران په خلکو باندې باور لري او د دغو هیوادونو مشران او خلک تقلب او درغلی نه پیژني،

د افغانستان په تیرو دوو ټولټاکنو کې هم درغلی او تقلبونو شوي وو،

پوښتنه دا ده چې آیا د ټولټاکنو سیستم دغو درغلیو ته لار پرانیزي او یا دا چې د افغانستان ځینې مشران غواړي چې په هر قیمت که وي، دوی باید پدې خوار هیواد کې خپل دریځ وساتي،

مګر، سره لدې چې په ۲۱ پیړی کې د افغانستان د ټولټاکنو سیستم یو معیاري سیستم ندی، خو بیا هم ډیری افغانان له خپلو کورونو پدې هیلو او پدې فکرونو راووتل چې د دوی په پاکو او مشروع رایو سره به یو ډیر فعاله او پاک سړی د دوی ولسمشر شي، او افغانستان به لدغو اوسنیو بدمرغیو څخه وژغوري،

او لدغسي یوه فعاله او پاک ولسمشر سره به رښتیني دیموکراتیک بنسټونه هم منځ ته راشي او دغه دیموکراتیک بنسټونه به د افغانستان د هیواد او د خلکو رښتیني ارزښتونه هم په پام کې ونیسي.

افغانان اوس هم ډیره تمه لري چې دا کار به د ټولټاکنو په لمړني پړاو یا دویم پړاو کې وشي، او له الله څخه دا هیله لري ترڅو پخپل دربار کې د دوی دعاګاني ومني، او له هغو چارواکو څخه یې نور وژغوري چې د دې وطن له خاورې او خلکو سره مینه نلري.