د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مولوي عبدالمنان هوتك د ملا محمد عمر ځاى ناستى شو؟

عبدالرحمن 18.05.2014 13:45

د طالبانو رهبري شورى (د كويټي شورى) لومړى د مولوي عبدالقيوم ذاكر د
استعفاء خبر اعلان كړ او ورپسې ئې څو ورځي وروسته د ملامحمد عمر د ورور
مولوي عبدالمنان هوتك په اړه دا اعلاميه خپره كړه چي نوموړى د رهبري شورى
د پرېكړي له مخي د معاون او نظامي چارو د ناظر په توگه وټاكل شو!! په دې
اړه له ډېرو سره دا پوښتني راولاړي شوې:
    د داسي مهمو پرېكړو په ارتباط ولي د ملامحمد عمر د حكم، موافقې او
منظوري هيڅ يادونه نه كېږي، حتى د ده نوم هم نه اخيستل كېږي؟!!، دا خو له
هر چا سره دا اندېښنه راولاړوي چي ښايي ملامحمد عمر يا له خپل امارت لاس
اخيستى، يا بندي دئ او يا وفات شوى!! د ملا آغا جان معتصم او شهيد مولوي
عبدالرقيب په څېر ډېر طالب مشران همدا خبره كوي چي ملا عمر په تېرو دريو
كلونو كي نه چا ليدلى، نه ئې د ده كوم شفاهي او تحريري پيغام ترلاسه
كړى!! ويل كېږي شهيد مولوي عبدالرقيب له دې كبله ترور شو چي په يوې غونډي
كي ئې دغه خبره كړې وه او ويلي ئې وو چي بايد بل مشر وټاكل شي.
    دا هم ويل كېږي چي مولوي عبدالقيوم ذاكر له دې كبله له خپلي دندي لري
شو چي د معاون په توگه د مولوي عبدالمنان هوتك له ټاكني سره موافق نه وو
او دا ئې د زعامت موروثي كېدل گڼل!!، حقيقت دا دئ چي د معاون او نظامي
چارو د ناظر په توگه د عبدالمنان هوتك ټاكنه له دې پرته بل تعبير نه لري
چي دى به ډېر ژر د ملا عمر ځاى ناستى شي، هم به د سياسي چارو ټول واك ده
ته انتقال شي او هم د نظامي چارو!! لومړى به د رهبري شورى مشري ترلاسه
كوي او بيا به اميرالمؤمنين شي.
    آيا د طالبانو تحريك د موروثي كېدو په لوري روان دئ؟ كه داسي نه وي
نو ولي د امير ورور پر داسي مهمي دندي گمارل كېږي او د ځاى ناستي كېدو
لار ورته پرانيستل كېږي؟ آيا په طالبانو كي تر مولوي عبدالمنان هوتك غوره
غړى نشته؟ ولي د معاونيت او نظامي چارو مسئوليت يوه كس ته او هغه هم د
امير ورور ته سپارل كېږي؟ دا خو د غيراسلامي ټولنو ځانگړتيا ده چي اقتدار
د زعيم په كورنۍ كي له يوه بل ته انتقالېږي، د اسلامي ټولني مهمه
ځانگړتيا دا ده چي زعامت د مسلمانانو له لوري افضل او اصلح ته سپارل
كېږي، نه له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) مشري د ده د كورنۍ كوم غړي
ته انتقال شوه او نه د ده له څلورو يارانو ابوبكر، عمر، عثمان او علي
(رضي الله عنهم)، د دې معنى دا ده چي په موروثي توگه د زعامت انتقال هم د
سنت خلاف عمل دئ او هم د صحابه وو د منهج خلاف. هغه ټولني چي فكري
بنسټونه  ئې كمزوري وي، د قوم او ژبي پر بنسټ راغونډ شوي وي، نه د كوم
فكر او معنوي ارزښت پر بنسټ، يا مالي او مادي اغراضو سره يو ځاى كړي وي
او دا اغراض د كوم شتمن او ځواكمن په خوا كي لټوي؛ د هغوى زعامت موروثي
وي.
    د طالبانو په نامه گڼ شمېر دفترونه پرانيستل شوي او د نورو د
پرانستېدو انتظار كېږي، له هر چا سره دا پوښتنه راپيدا شوې چي كوم دفتر د
طالبانو اصلي استازيتوب كوي؟ په قطر، اماراتو، تركيه، كابل، كندهار او
كويټه كي دفترونه پرانيستل شوي، آبله ورځ په كابل كي د طالبانو د پخواني
معروف قومندان اكبر آغا په مشرۍ (د افغانستان د خلاصون لار) تر نامه
لاندي  بل تنظيم اعلان شو، آغا جان معتصم ځان د تحريك مشر گڼي او ادعاء
كوي چي د طالبانو ډېرى مشران او قومندانان د ده ملاتړ كوي!! حقيقت دا دئ
چي كه طالبان په خپلي تگلاري كي بيا كتنه ونه كړي، له مجاهدينو سره له
شديد عناد او دښمنۍ لاس وانه خلي، د ملت په وړاندي په صريحو الفاظو ونه
وايي چي د عاريتي وسلې په زور پر افغانانو د حكومت كولو اراده نه لري، دا
د ملت مسلم او اسلامي حق گڼي چي خپل زعيم او مشر په خپله خوښه او له هر
راز فشار او گواښ پرته غوره كړي، له حزب اسلامي سره خپل يو اړخيز جنگ
متوقف نه كړي نو حتماً به له لازياتو بدو پايلو سره مخامخ شي او ټول
هوښيار طالبان به له دوى بېل شي.
    ډېره عجيبه ده چي په همداسي كړكېچن حالت كي چيني طالب ليكوال د دې پر
ځاى چي خپلي داخلي ستونزي وڅېړي، خپلو داخلي پراخو او ورځ په ورځ
زياتېدونكو مشكلاتو ته د حل لار ولټوي؛ پر حزب اسلامي نيوكي كوي،
امريكايانو او د كابل حكومت ته د زرگونو طالبانو تسليمېدل نه ويني، خو دا
د حزب په ضد د تبليغاتو په توگه كاروي چي فلاني پخواني حزبي د فلاني
نوماند ملاتړ وكړ!! دې ته ئې پام نه دئ چي ولي هر نوماند د دې هڅه كړې چي
يو حزبي په خپلي خوا كي ولري او ولس ته ووايي چي دا دئ د حزب اسلامي ځيني
مشران د دوى په څنگ كي ولاړ دي، غواړي په دې توگه د ملت ملاتړ او تأييد
ترلاسه كړي، كه حزب اسلامي په ملت كي ژوري جرړي نه درلودى او د ولس غوڅ
اكثريت د حزب خواخوږي نه وى نو نه به عبدالله د ارغنديوال ډلي ته د
جمهوري رياست معاونيت او گڼ شمېر وزارتونه او ولايتونه منل، نه به زلمي
رسول له يو شمېر حزبيانو سره د گڼ شمېر وزارتونو او ولايتونو ژمنه كوله،
نه به د اشرف غني احمدزي ټيم دا ويل چي د حزب اسلامي يو مهم اړخ د ده
ملاتړ كوي، نه به سياف د ولسي جرگې مشر عبدالرؤف ابراهيمي په هري غونډي
كي خلكو ته ښودو چي د حزب د خواخوږو ملاتړ ترلاسه كړي. پوښتنه دا ده چي
ولي هيچا د طالبانو يادونه ونه كړه، په داسي حال كي چي ډېرو طالب مشرانو
په پټه او څرگنده توگه د يوه او بل نوماند ملاتړ كړى؟!! كه كوم نوماند دا
گمان كړى وى چي كولى شي د ملت د يوې برخي حمايت او تأييد په دې توگه
ترلاسه كړي چي كوم تسليم شوى طالب په خپلي خوا كي ونيسي نو يقيناً چي
ډېرو به دا كار كړى وو!! خو گورو چي ډېرو د طالبانو په ضد د شديد او جدي
دريځ غوره كولو او سختو الفاظو د كارولو له لاري د ملت د حمايت ترلاسه
كولو هڅه وكړه!! هر څوك پوهېږي چي د دې وجه څه ده!! كه دوى داسي انگېرلې
وى چي د طالبانو ضد اظهارات د ملت يوه برخه له دوى ناراض كوي نو هيڅكله
به ئې دا كار نه وو كړى!! طالب مشرانو او ليكوالو ته وايو: حزب اسلامي
خپل جهاد ته پرېږدئ، هغه د اوږدې مبارزې په لوړو ژورو كي پوخ شوى، كافي
تجربه لري، پوهېږي څه وكړي، څنگه د دښمن د توطئو مقابله وكړي، تاسو خپلو
پراخو ستونزو ته خپل وخت وقف كړئ او خپل پام واړوئ، د حزب په ضد له
تبليغاتو او دښمنۍ به څه ترلاسه كړئ؟ متأسفانه ځيني طالبان د كركجني رخې
او حسد له كبله وخت ناوخت د حزب اسلامي په ضد تبليغات كوي او حزب دې ته
اړباسي چي ځواب ئې ووايي، ځيني نور ئې داسي دي چي د ادب او اخلاق ټولي
پولي نړوي او د حزب مشرانو او مجاهدينو ته داسي ښكنځلي كوي چي هيڅ شريف
انسان ئې په خوله نشي تكرارولى!! د دين او ايمان خاوند خو د داسي پوچي
خولې كارولو تصور هم نشي كولى!!