د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

عبدالرحمن 02.11.2011 17:51

افغان یم، افغان یم، بیا هم وایم چې افغان یم
همدا سندره ښه ده، په همدي زه مسلمان یم

ته که ئې هر څو راته بد ووائې
دامې شیرنۍ ، او زه ئې یوسف خان یم

نوم ئې څومره ښه، خو دی معذور غوندي
بيرته به با ختر او خراسان شم خير که اوس افغانستان يم

تا سره ئې چې نه کوم نو چا سره!
هسی چې بی مینی پاتی کیږم، نو په خدائ چې بی ایمان یم

داساختګي کرښې ئې زما په زړه را کښلې دي
دا پرهر به رغوم، که لمسی دغزنوی او احمدخان یم

ستا چې څوک ښه نه غواړي اوبد غواړي
هروخت شرميدلی کړيدلی پری ګواه يم