د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د عبدالله د ټيم غورځي پرځي د څه لپاره؟

عبدالرحمن 22.06.2014 20:31

د عبدالله د ټيم غورځي پرځي د څه لپاره؟  -  څوك به د دغو اوباشانو د بدمعاشيو مخه نيسي؟

د اصلاحات او همپالني ډلي په انتخاباتو كي نه يوازي شرمناكه ماته وخوړه بلكي ټول ولس ته جوته شوه چي دې ډلي په مخكنيو انتخاباتو كي هم يوازي د درغليو او تقلب له لاري خپل صندوقونه په جعلي او تقلبي پاڼو ډك كړي وو، دا ځل چي په نسبي توگه د دوى د خيانتونو او درغليو مخنيوى وشو نو د جعلي رأيو ماهيت ئې ټولو ته بربنډ شو.

د دې پر ځاى چي دا ډله واقعيتونه ومني او پر خپلي ماتي اعتراف وكړي، په خلاف ئې شرارتونو ته پناه وړي، گواښونه كوي، پر خپلو برېتونو لاس راكاږي، وسلې خوځوي، د ټوپك په زور او د گواښونو له لاري غواړي خپلي ناروا غوښتني پر افغانانو تحميل كړي، د مزار او كابل په ښارونو كي ئې پر جمعه خان همدرد او معصوم ستانكزي نامردانه او غلجكي بريدونه وكړل، په مظاهرو ئې لاس پوري كړ، په ډېري بې شرمۍ سره ئې اعلان وكړ چي د انتخاباتو د نتائجو په اړه د انتخاباتو د كميسيون پرېكړه نه مني، بايد رأى شمېرنه متوقف شي!! د خپلي ماتي لپاره داسي توجيهات وړاندي كوي چي يوازي خپل شيطان پرې قانع كولى شي، هيڅ شريف او عقلمن انسان ئې له دوى سره نه مني، ما تر دغي شېبې د دوى له هيچا داسي دليل نه دئ اورېدلى چي څه وزن او ارزښت ولري او په اورېدو وارزي، د انتخاباتو كميسيون، ارگ او حزب اسلامي تورنوي چي د دوى د بريا مخه ئې نيولې!! خو دا نه شي ويلى چي دغو تورنو د دوى په خلاف او د انتخاباتو د نتائجو په تحريف كي كوم غلط كار كړى، چېري او څنگه ئې د دوى په خلاف لاسوهنه او تقلب كړى!! كه احياناً دا ورسره ومنو چي د دوى د سيال رأيي د درغليو له كبله زياتي شوې، پوښتنه دا ده چي د عبدالله رأيي ولي دومره لږ ختلې دي؟! ولي دومره هم نه دي چي دې ټيم په يوازي توگه په لومړي دور كي ترلاسه كړې وې؟!!

له گواښونو او مخالفتونو د اصلاحات او همپالني د ټيم موخه دا ده چي غواړي امريكايان منځگړيتوب وكړي او يو ځل بيا د مخكي په څېر په راتلونكي حكومت كي د دوى برخه وټاكي، كه دا نن څو وزارتونه او د مزار په شمول څو ولايتونه دوى ته وركړى شي نو هم به خپل اعتراضات بېرته واخلي او هم به د خپلو غورځو پرځو لړۍ بنده كړي!!

دې ټيم ته وايو: كه د انتخاباتو نتائج نه منئ نو د خپلو بې وزنو او بې خوندو مظاهرو په هنداري كي خپل مخ وگورئ او د خپل قد او قامت اندازه ولگوئ، د گوتو په شمېر ځوانكيو ستاسو دعوت ته لبيك ووايو او په څو وړو مظاهرو ئې لاس پوري كړ!!

د ابتدائي معلوماتو له مخي په دې انتخاباتو كي احمدزي تر عبدالله څه باندي يو مليون رأيي زياتي ترلاسه كړې دي، په ټولو ولاياتو كي د عبدالله رأيي تر مخكني دور لږ دي، ارقام ښيي چي د مخكني دور په پرتله د ده رأيي څه باندي يو مليون كمي شوې دي، دا په داسي حال كي چي په دې دور كي د زلمي رسول، سياف او گل آغا شيرزي په څېر ځيني اشخاص او ډلي هم له دوى سره يو ځاى شوي، خو د دغو ټولو له يو ځاى كېدو سره سره ده دومره رأيي هم نه دي ترلاسه كړې چي د ده ټيم (د اصلاحات او همپالني ټيم) په يوازي توگه په لومړي دور كي ترلاسه كړې وې!! پوښتنه دا ده چي د دې حيرانوونكي توپير لپاره به څه توجيه وړاندي كوي؟ آيا له دې پرته بل تعبير درلودى شي چي په لومړي دور انتخاباتو كي د دې ډلي او ملگرو رأيي ئې جعلي او تقلبي وې، دا ځل چي د دوى د درغليو او تقلب مخه ونيول شوه نو له نويو ملگرو سره ئې په گډه دومره رأيي ترلاسه نه كړې چي په يوازي توگه ئې ترلاسه كړې وې؟!

كه د عبدالله د ډلي له ادعاء سره سم د گډون كوونكو شمېر شپږ مليون ونيسو، نو د احمدزي رأيي به درې نيم مليون او د عبدالله رأيي به دوه نيم مليون وي، په دې توگه د عبدالله رأيي تر مخكني دور نږدې پنځه لكه كمي دي، دا ځكه چي په مخكني دور كي د ده رأيي نږدې درې مليونه ښودل شوې وې، كه په دې دوه نيم مليون رأيو كي لږ تر لږه يو مليون د نويو ملگرو اړوند رأيي وگڼو نو معنى ئې دا ده چي دا ځل د عبدالله له خپلو مخكنيو پلويانو يوازي يو نيم مليون وگړو ده ته رأيه وركړې!! او نتيجه ئې دا چي په تېر دور كي لږ تر لږه يو نيم مليون جعلي رأيي د ده په صندوقونو كي اچول شوې دي!!

عبدالله او ملگرو ته ئې وايو: تاسو يا ډېر ساده لوح او د هېواد د اجتماعي واقعيتونو له درك عاجز يئ يا د قدرت طلبۍ په جنون اخته شوي يئ، څنگه گمان كوئ چي د افغانستان په څېر ټولني كي به ولس هغه متعصبي ډلي ته رأيه وركوي چي شعار ئې قومي او ژبني تعصب دئ، د يوه اقليت واكمني غواړي، هغه هم د پرديو او اشغالگرانو د مټو په زور، پښتانه د هېواد د نفوس شاوخوا پنځه اويا سلنه جوړوي، هغه ډله چي د پښتنو په شمول له ټولو قومونو سره جنگېدلې څنگه دا طمع لري چي د ولس اكثريت به دوى ته رأيه وركړي؟!! تاسو ته له پښتنو پرته نورو قومونو هم رأيه نه ده دركړې، په پښتنو كي له څو سپېرو ايمان پلورو پرته بل چا رأيه نه ده دركړې، دا ځكه چي ستاسو ډله د تېرو دريو لسيزو بحران او جگړو عامله ده، له پښتنو سره جنگېدلې، ټول ولس ئې ځورولى او ملت ترې كركه لري، يوازي د پرديو د مټو په زور او د هغوى د جهازونو تر وزر لاندي او د درغليو او تقلب له لاري كولى شي په قدرت كي پاته شي، په خپله اعتراف كوئ چي د كابل امريكايي حكومت د نړۍ تر ټولو زيات مفسد حكومت دئ، دا حكومت خو ستاسو د ډلي حكومت دئ، خلك په خپلو سترگو گوري چي تاسو او ستاسو مفسد حكومت دومره ستر ستر خيانتونه كړي چي د افغانستان په تېر تاريخ كي هيڅ واكمن؛ د كمونستانو په شمول؛ دومره خيانتونه نه دي كړي، حقيقت دا دئ چي افغانان له دې مفسد نظام او ذليلو او سپېرو واكمنو ئې كركه لري، ژور او اساسي بدلون غواړي، تر ټولو وړاندي خپلواكي او آزادي، د اشغال او جگړي دائمي پاى او د ډاډمني صلحي تأمين غواړي، دا د پرديو د وسلو په زور مسلط شوى منحط نظام او هغه مفسد او نااهل واكمنان چي اشغالگرانو پر هېواد او هېوادوالو تحميل كړي او په فساد او خيانت كي تر ستوني غرق دي نور نو ملت ته د زغملو نه دي، هر افغان پوهېږي چي د دغو پرديپالو او خائنو واكمنو له تعويض پرته نه جگړه پاى ته رسي، نه ډاډمنه صلح تأمينېدى شي او نه د وطنپالو افغانانو هيلي ترسره كېدى شي.

عجيبه دا ده چي دوى د انتخاباتو له كميسيون سره په داسي حال كي مقاطعه اعلانوي چي رأى اچونه پاى ته رسېدلې، جدولونه د اړوند مسئولينو او ناظرانو له لوري لاسليك شوي او د مركز په لوري ئې لېږد پيل شوى، هغه مهال چي دوى ته د خپلو رأيو شمېر معلوم شو او پر خپلي ماتي پوه شول!! تر دې وړاندي ئې نه اعتراض درلود او نه شكايت!! كرزى په داسي حال كي تورنوي چي د ده ورور محمود كرزى او د ده د خوښي نوماند زلمى رسول له دوى سره ولاړ دي!! حزب اسلامي تورنوي په داسي حال كي چي تر پرون ئې ويل: حزب اسلامي د ارغنديوال تر مشرۍ لاندي د دوى په ټيم كي شامل دئ!! دوى ته وايو: ستاسو د ماتي اصلي عامل ستاسو د ډلي ناسم تركيب، غلط شعارونه، توره سابقه، قومي او ژبنى تعصب، د پرديو غلامي، د جنگ پر دوام ټينگار، هېواد پلورنه، له اشغالگرانو سره ملگرتيا، د غلو او مفسدينو ټولى جوړول... دئ، بريا ته نه بلكي تور برخليك او بدو پايلو ته انتظار وكړئ. په بې مروته ترورونو سره هيڅ نشئ ترلاسه كولى، كه دا دروازه پرانيزئ نو د مزار او كابل په څېر ښارونه به هم درته تنور شي، د هېواد په هيڅ گوټ كي به د ټېكي او پناه ځاى ونه مومئ!! نه په غرونو كي او نه په ښارونو كي، كه نه ئې منئ نو وئې آزمويئ، دوام وركړئ او نتائج ئې په خپلو سترگو وگورئ. كه تاسو د نورو شپېته ووژنئ نو دومره تاوان نشئ وررسولى لكه چي ستاسو د شپږو په وژلو سره درسېږي، هغه شپږ چي ټول ئې پېژني، د ترورونو مهندسين ئې گڼي او په وژل كېدو سره ئې ستاسو د ډلي ټغر د تل لپاره ټولېږي.