د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان د پخواني شوروي په رول کې او F.C.R



شهیر 09.05.2014 13:42

پخواني شوروي اتحاد په افغانستان کې د غرب د مخنیوي په مقصد هغه افغان محصلین چې هلته یې زدکړې کولې د افغان حکومت په ضد هڅول. د خپل پلان د ښه سرته رسیدو لپاره یې د خلق او پرچم ګوندونه جوړ کړل. د اړتیا په صورت کې یې یو په بل وهل یا نازول. البته شوریان په یوه ګوند هم نه و مین یواځې د لوښوګټه یې ترې اخیسته تر څو امریکایان افغانستان کې نفوذ ونه کړي. زمونږ مسلماني یا کمونستي دوی ته کومه د اهمیت وړ خبره نه وه. ښه تابع مسلمان تر ریښتیني افغان کمونست ډیر ورته په درد خوړل تر څو دوی خپل اهداف پوره کړي. 

له تیرو ۱۳ کالو راهیسې پاکستان او ایران له یوې خوا په طالب منلې چې د تاجک او هزاره په کلي ،کور او ولسوالۍ کې به د خلکو په تعلیم، د مرستندویه ټولنو او حکومت په کار، ټولټاکنو، سیاسي هلو ځلو او نورو انکشافي کارو هیڅ غرض نه لري. 
ښکاره مثال یې بامیان، مزار شریف ولایتونه او په غزنې کې پښتون میشتې ولسوالۍ دي. حتا داسې هم کیږي چې پښتون میشته ولسوالۍ کې پښتون مامور وژل کیږي خو هزاره او نورو ته څه نه وایې. په پښتون میشتو ساحو کې د زرو څخه زیاتو رایه ورکولو مرکزونو تړل کیدل یې یو ساده او ښکاره ثبوت دی. 

پایله یې د غیر پښتون نسبي عروج او پښتون نزول دی. په لوی لاس په پښتني سیمو کې د ښځو د تعلیم دمخالفت په وجه ۵۰٪ پښتون په هیڅ کې هم نه شمارل کیږي ځکه د ټولټاکنو په اهمیت دوی نه پوهیږي، دوست او دښمن دوی نه پیژني بس د اسلام په نامه بازي ورکوه نور چې هر څه پرې کوې کوه یې. 

که اولس مشر پښتون هم وي د پښتون ټبر د غیر فعال توب له کبله مجبوروي چې له نورو سره معاملې وکړي. همدغه معاملې د ایران او پاکستان له خوا اقلیتو ته یوه سیاسي رشوت دی. ددې معنا دا نه ده چې د پاکستان او ایران په اقلیتو زړه سوځي. دوی غواړې په همدې توګه پښتون محروم وساتي او نور ته یو څه امتیازات ورکړي تر څو پایله کې اقلیت له ډاره د پاکستان سره د ډیورند کرښې موضوع او له ایران سره د اوبو او لبناني کیدو موضوع ومني. 

البته دویمه مرحله کې بیا اقلیت دې ته مجبوروي چې تر آمور پورې د پنجاب حاکمیت قایم شي سره له دې چې عبدالله خیل به یې ډیرې غوښتنې عملي کړي خو طالب به تر هغه ساتي چې تر آمور پورې د پنجاب بیرغ رپاند شي. بیا به په افغان اقلیت هغه کارونه وکړي لکه په بلوڅو او سندیان یې چې کوي. پښتون به دومره ضعیفه وي چې که اقلیتونه ورسره همکار هم شي څه به مو تر لاسه نه شي.  اقلیتونه باید د بنګال د  مسلمانانو حالت له هیره ونه باسي. پنجاب هلته دری میلیونه خلک ووژل او دوه لکه ښځې یې بې عزته کړې. همدې پاکستان د کورني جګړې په وسیله زمونږ خلک پاکستان ته مجبور کړل. هلته مو هر ځای په عزت تیری کیده. حامد میر پنجابي ژورنالست چې کله بلوڅو او بنګالیانو باندې د پاکستاني پوځ د ظلم خبره رابرسیزه کړه نو مرګونۍ برید یې پرې وکړ. پاکستاني جنرالان د خپلو شومو اهدافو لپاره هر څه کوي. 

 له  تیرې لسیزې  راهیسې یې د پښتون د ځپلو، ټولټاکنو کې د نه ګډون، وژلو، بې تعلیمه کوله او ماغزو مینځلو دنده  طالبانو ته سپارلې. لکه شوروي چې ځینې غریب محصلین له لارې ایستل پاکستان غریب افغان ته د اسلام تر نامه لاندې افغان دښمنه درس ورکوي. شوریان بیا هم ښه و کمونیزم تر نامه لاندې یې زمونږ وطن ورانولو، پاکستان د هر نامشروع کار لپاره د اسلام پاک دی په دیرې بې رحمۍ سره کاروي. که همدا طالبان یې خلقیان حساب کړو پرچمیان یې د شمالي ټلوالې ډله ده چې د مجاهد تر نامه لاندې یې پالې. 

په غیر پښتون میشتو سیمو کې د نسبي آرامۍ نښه خو یې یوڅه پټه وه. اوس د ای،اس،ای غیر رسمي ویاند حمید ګل په ښکاره له شمالي ټلوالې ننګه کوي. سفیر یې په د عبدالله او محقق سره ګډ مجلسونه کوي. دا ځل خو د پاکستان، ایران له مرستې او د شمالي ټلوالې د ټولو جعل کاریو سره سره دوی ونه توانیدل چې ټولټاکنې یوسي. 

اوس چې پوه شوي چې ټولټاکنې به دویم پړاو ته ځي نو خیبر په نامه یې عملیات اعلان کړل کوم چې پښتون میشتو سیمو کې به پښتون ځپي او ټولټاکنو به یې راګرځوي تر څو ددوی سره کړې وعدې د عبدالله د ډلې له خوا پوره شي. 

طالبان پدې خوښ دي چې که ټولټاکنې عبدالله یوسي نو پښتون به له دوی سره شي او کورنۍ جګړه کې به طالب برلاسی او بیا پنجابي امارت قایم کړي. که هغه څه چې پاکستان او ایران یې غواړي عبدالله خیل ورسره ومني بیا نو پاکستان په طالب څه کوي؟
تر هغه چې عبدالله خیل د پاکستان ټول خواهشات پوره کوي طالب په یوه یا بل شکل ژوندی ساتي. 
روسانو هم تر آخره نه خلقیان پوره څملول نه پرچمیان. نو همدا لوبه به روانه وي. ددې لپاره چې دواړه خپل لاس کې ونیسې کیدای شي کله کله د عبدالله خیلو څخه او کله د طالبانو څخه ځینې اشخاص ترور هم کړي یا یې ونازوي.

له بلې خوا تیر ځل چې طالبانو شمالي ټلواله پسې واخیسته نو یواځې له څو زره نیمه فعاله جنګیالیو سره جنګیدل. اوس ۳۵۰ زره یواځې ملي اردو ده چې اکثریت یې شمالي ټلوالې ته وفاداره دي. نظر پخوانۍ شمالي ټلوالې ته ډیر مجهز ، ښه امکانات لري او نړیوال ورسره مرسته کوي نو طالب ته ناشونې ده چې بیا امارت قایم کړي. له بلې خوا عبدالله خیل دومره د قدرت تږي دي چې له پاکستان سره هر ډول سودا ته تیار دي. 


پاکستان او ایران د امرالله صالح او بشردوست غوندې یو افغان نه شي برداشت کولای. دوی فقط د هغو ملاتړ کوي چې د پاکستان او ایران سره ښه سودا وکړي.
په افغانستان کې FCR قانون ځکه عملي شوی چې د هر کلي لپاره پاکستان یوپولیټیکل اجنټ ټاکلی چې یو بې سواده طالب دی. همدا طالب کولای شي یو څوک بې دلیله وټکوي، بندي کړي، ووژني یا یې خوشي کړي. یواځې د ډلیزې سزاء مرحله یې تر اوسه نه ده عملې کړې. طالب فقط د کوټې له شوار امر مني چې هغوی ته له اسلام آباده راځي.
طالب ته پکار ده چې یو ځل ښه فکر وکړي چې دا ځل د پښتون منعه کول له ټولټاکنو څومره لوی خیانت دی. که طالب تغیر د فکر نه کوي پکار ده  چې د اندړو غوندې پاڅونونه وشي تر څو د پنجاب دغه یو لاس خو له افغانستان څخه قطعه شي. که پښتانه نر او ښځې دا ځل له طالبه وډار شول یا یې د ټمبلۍ له کبله رایه ونه کاروله نو د پنجاب یو سل او څو کلنې راتلونکې غلامۍ ته دې تیار شي. هغه داسې غلامي ده چې نه به مړ کیږې نه به ژوندی وې لکه د بلوڅانو او پښتونخوا اولس  چې د هیڅ شي د پوښتنې حق نه لري. حتا د خپلو مشرانو نومونه په تعلیمې کتابو کې نه شي یادولی.
په همدې دلایلو تاجک،ازبک، هزاره ، پښتون او نورو ته پکار ده چې دا ځل خپله رایه اشرف غني ته ورکړي تر څو مو هیواد له راتلونکې سل کلنې پنجابي بدبختۍ وژغورل شي. که داسې مو نه کړل نو لومړی مرحله کې به پښتون وځپل شي او یو څو کاله چې د پاکستان ځینې اهداف پوره شول په پاتې افغانانو باندې ناتار ګډ کړي. که له راتلونکو لسو کلونو څخه وروسته د امرالله صالح یا بشردوست غوندې افغانان د اولس مشری لپاره ودریږي نو بیا پکار ده چې ټول قومونه له دوی څخه ننګه وکړي او د تاجکو او هزاره  وروڼو ګیله ورکه شي.