د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکمتیار صاحب خپله مینه څرګنده کړه

شهیر 16.01.2014 14:42

دا کومه د فرانسې د اولس مشر  د مینې پټه خبره نه ده !
د افغان ټوکر، ټوکر اولس سره د حکمتیار صاحب د مینې خبره ده. له پخوا څخه حزب اسلامي د ټولټاکنو له لارې د زعیم د ټاکلو پلوی دی. یواځې مشکل په دې کې و چې حکمتیار صاحب به شرطونه ایښودل چې پورته کول یې په کنډ او کپر افغانستان کې شون نه درلود. کله چې د ډاکتر نجیب حکومت سقوط وکړ او شمالي ټلوالې کابل قبضه کړ نو ریښتیا هم د هغه تنظیم لپاره چې د روسا  نو مقابل کې یې اویا فیصده جګړه دوی کړې وه د کابل قبضه د منلو وړ  کار نه و. خو که د کورنۍ جګړې په وروستي کال چې حکمتیارصاحب د مسعود سره کوم تړون وکړ په اول کې کړی وی نو د افغان جهاد نوم به نه بدیده او کابل به سره له اویا زره کسانو له منځه نه تلو. حزب اسلامي له همغه دوستم سره چې نوم به یې د ټولو بد راتله یو ځای شو او له همغه مسعود سره یوځای شو چې څلور کاله یې ورسره وهلي و له کابل شمال ته پناه یو وړه. 
که یې اول په لږ څه قناعت کړی وی ښه به نه و؟ 

تر کومه ځایه چې زه خبر یم د کورنۍ جګړه په وقت کې به چې کله هم حزب اسلامي د خبرو تکل وکړ ای،اس،ای به قاضي حسین احمد چهار آسیاب ته را ولیږه او حکمتیار ته به یې ویل چې جګړه بس نه  کړې مسعود به ګونډو کوو. له بلې خوا به همدې ای،اس،ای له مسعود سره مرسته کوله. 
د پاکستان سره د حکمتیار صاحب د اړیکو پایله څه وه؟
کله چې د حکمتیار صاحب مور بي، بي وفات شوه نو دی تهران کې و او د پاکستان سفارت ورته ویزه ورنه کړه تر څو یې جنازه یا دعاء کې شرکت وکړي. ځکه هغه وقت کې حکمتیار صاحب پاکستان ته ارزښت نه درلود او طالبانو د پاکستان چوپړ کولو. 

دا چې حزب اسلامي یواځې حکمتیار نه دی نو د حزب اسلامي ډیرو غړو شرایطو ته پام سره د کرزي صاحب په خوا کې د خپلو اولس چوپړ ته ملا وتړه او د بهرنۍ نړی په امکاناتو یې ړنګ وطن یو څه راجوړ کړ. که چیرې ټولې مرستې سمې لګلیدلې وی خو ډیره ښه به وه ولې تر هیڅ خو څلویښت فیصده هم ښې دي !
د کورنۍ جګړې په وقت کې ریښتیا هم د حزب اسلامي په پوستو کې په خلکو ظلمونه وشول ولې ډیری حزبیان په کورو ناست و. د طالبانو وقت کې همدې کورو کې ناست حزبیانو هم داسې د ذلت ژوند تیرولو لکه د افریقاء غلامان . د کرزي صاحب د ادارې په راتلو سره اکثریت مهم ځایونه د حزب اسلامي لاس ته ورغلل او همدا علت و چې خلکو ته یې چوپړ وکړ. 

شاید اوس د ښه خبر خوا کې د پورته ټکو یادول به ښه نه وي ، ولې هدف دادی چې د تیرو پالیسیو خرابو پایلو ته اشاره وکړو. 

د ټولټاکنو په هکله د حزب اسلامي وروستۍ دریځ د ستایلو وړ ګام دی، خو چې د حزب اسلامي خپله فیصله وي او د شیطانستان د شیطانو ادارو هیڅ کومه مداخله پکې نه وي!
ځکه د پاکستاني پوځ هره د خیر پالیسې دافغانستان په مقابل کې شر له ځانه سره لري او شر خو یې هسې هم شر د !

کله چې افغانانو د جکړې په وقت کې د امریکا سکر بیست، سي، شصت...توغندې په ورین تندې او موسکا باندې منل تر څو کابل، کندهار او نور ښارونه پرې وولي نو که امریکا دلته شتون پیدا کړي او مالي مرسته راسره کوي ولې ترې انکار وکړو؟
ډاکتر فاروق، همدرد، ارغندیوال، د زراعت وزیر صاحب...په امریکایانو باندې مین نه دي !
خو دوی پوهیږي چې اوس وقت کې د امریکا مالي او سیاسي ملاتړ ته ډیره اړتیا شته تر څو د افغان اولس حالت په نسبي شکل ښه شي. حزب اسلامي د جهاد وقت کې تر ټولو لوی خدمت د تعلیم ډګر کې پانګونه وه. نو دوی ته د تعلیمي چارو مصارف ښه څرګند دي ،آیا په کمو امکاناتو باندې اوس د څو میلیونه متعلمینو مصارف امکان لري!

د افغان اولس مشکلاتو او د ایران او پاکستان ابلیسي پالیسیو ته په کتو سره پکار ده چې حزب اسلامي په افغانستان کې امریکایې عسکرو محدود شمیر ، نظامي اډې او ستراتیژیک تړون هم د اوس لپاره ومني تر څو د کال اوه ملیارده مرسته چې دری یې ملکي او څلور یې نظامي برخه کې له افغانستان سره وشي. که لسو کالو کې افغانان په اقتصادي او سیاسي لحاظ ښه شول او چا ته مو اړتیا نه درلوده نو  بل ځل دې تړون نه امظاء کوي، که په ګټه مو و بیا یې د امضاء کړي. مطلب دا چې د حزب اسلامي دریځ باید د افغان اولس د ګټو په اساس بناء وي. خیالي پالیسۍ غیر عملي دي !
د یوه افغان وګړي په توګه د حکمتیار صاحب له وروستي دریځ څخه مننه کوم او الله پاک دې ترې راضي شي. خدای پاک دې وکړي چې افغان اولس د حزب اسلامي کاندید ته رایه ورکړي. هر مشر چې د خپل اولس د سوکالتیا لپاره له خپلو خواهشاتو تیریږي هغه مشر تل د د اولس په زړه کې وي چې اولس ترې راضي شي الله پاک هم راضي کیږي .

او طالبانو ته پکار ده چې له سر زوری، کله شخۍ او د پاکستان له غلامۍ څخه ځانونه را خلاص کړي، ټولټاکنو کې برخه واخلي او خپل کسان دې اولسي جرګې او حکومت ته راولي. طالبانو له ۱۹۹۵ میلادې کال راهیسې ټوپک را اخیستی حد اقل دغه راتلونکې لس کاله دې جګړه بنده کړي او د سیاست له لارې د خلکو ته کار وکړي چې پایله یې څه کیږي!

بله ځل د جګړې له لارې امارت عبارت دی له بل ځل بندیزو څخه او په رسمیت نه پیژندو څخه چې پایله یې د افغان اولس غربت او د الله پاک له خوا وچکالي ده، ځکه په کیبل باندې چې خلک آراموې نو الله پاک باران نه درباندې اوروي. 
چې ټوله نړی اړیکې راسره وشلوي نو ټول ښه پوهیږو چې په خپله وږی پاکستان به څه مرسته راسره وکړي. د طالبانو وقت کې یې کوم یو کیلومتر سړک جوړ کړ؟؟؟

که طالبانو هم د ټولټاکنو له لارې د اولسې جرګې یو تعداد چوکۍ، وزارتونه او نورې دندې تر لاسه کړي له موجوده په رسمیت پیژندل شوې ادارې اوامکاناتو نه ګټه واخلي او خلکو ته دې بې له فساده خدمت وکړي. 

که تر ۲۰۲۴ میلادې کاله پورې  ټولټاکنو او سیاسي عمل ښه پایله نه لرله نو بیرته د جګړې پیل کول خو کوم سخت کار نه دی. ایراني او پاکستاني پوځي جنرال ته چې نیمه شپه دروازه کې ودریږي او افغانستان کې د جګړې لپاره مرسته وغواړې نو په نیمه شپه د خوب کالیو کې راوځي او مرسته کوي.