د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسامه،پولیو، عقامت او کوپار


شهیر 22.01.2014 10:57

اسلام یو ډیر ښکلی دین دی. افسوس چې نن مسلمانان یې په خپلو کړنو او ټمبلیو ډیر بد رنګوي. په مدینه او مکه کې منافقینو د اسلام تر سیوري لاندې ډیر کارونه کړي. نو آیا مسلمانانو نور په اسلام عمل نه کولای؟

له هغې وروسته ډیرو حالاتو کې د دیني ملانو، پاچاهاو، سیاست والواو کوپارو له خوا د اسلام تر چتر لاندې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کارونه شوي نو آیا مونږ باید نور په اسلام عمل نه کولای؟

همدا تیر جهاد کې د امریکا په مرسته هغه کتابونه چاپ شوي چې ټـ - ټوپک، ج- جهاد به پکې لیکل شوی و. امریکا د افغانستان او اسلام له غمه نه وه مړه یواځې یې خپل حریف ته ماتې ورکوله او اسلام یې کارولو. 

ممکن د اسامه په وژلو کې له داسې لارې کار اخیستل شوی وي چې د اسامه د کورنۍ ډي، این،اې تر لاسه کړي. په اغلب ګمان باندې هغه ساحه کې د پولیو کمپاین پیل شوی و. که د اسامه کورنۍ انکار کولای نو بیا هم شک پرې کیده. مجبوره و چې واکسین یې کړی وی او شاید د همدې لارې یې ډي،این، اې تر لاسه کړي وي چې هغه یې وروسته د اسامه له پخوانۍ ډي،این،اې سره پرتله کړه او یقینې شول چې همدلته اوسي. 

اوس خو به یې د پولیو له لارې خپل هدف تر لاسه کړی وي چې اړتیا ووینې په بیا بیا به اسلام هم وکاروي نو آیا مونږ باید اسلام هم پریږدو؟

پولیو یو وایروسي ناروغي ده چې په ماشومتوب کې یو څوک دغه وایروس باندې اخته شي نو د هغه عصبي رشتې فلج کوي. که چیرې د تنفسي سیستم عصبې رشتې فلج کړي خو نفس نه شې ایستلی او مړ کیږي او که د پښو ته تلونکې عصبې رشتې فلج شي نو شل کیږې. 
پاکستان کې پنځه دیرش لکه ماشومان له واکسین څخه پاتې دي. پدې کې به اکثریت پیښور او شاوخوا قبایلې منطقو کې دي. دوی نویو پیدا شویو ماشومانو ته هم دغه ناروغي انتقالولای شي.

فلج ماشوم به ټول عمر د کورنۍ د اوږو بار وي!

بدبختي داده چې اوس په پاکستان کې د پولیو واکسین ورکونکې وژل کیږي!

که هغوی ته اجازه نه شته خپله طالبان د واکسین خلکو ته ورکړي خو خلک د نه معیوبوي.
 


د پولیو د واکسین پیل :

د پولیو واکسین د اصلې وایروس نیمه مړ شکل دی چې د ناروغی سبب نه کیږي. کله یې چې ماشوم ته ورکړی نو د هغوی وجود یې مقابل کې دفاعي مواد جوړوي. کله چې اصلې وایروس د ماشوم وجود ته داخل شي نوهغه پخواني جوړ شوي دفاعي مواد په آسانۍ سره وایروس له منځه وړي. که چیرې ماشوم نه وي واکسین شوي نو تر څو چې زمونږ وجود دفاعي مواد جوړوي وایروس خپل تخریبي کار کړی وي ماشوم فلج کوي!

کله چې دغه واکسین جوړ شو نو دوی غوښتل چې یواځې په غرب کې تطبیق شي او مسلمانان باید د پیسو مقابل کې دغه واکسین واخلي یا یې هیڅ تر لاسه نه کړي. بیا دوی سره دا ویره وه چې که غرب له وایروس پاک هم شي نو که کوم مسلمان غرب ته راشي شاید ورسره نقل یې کړي او دوی مجبوره دي چې بیا ټول غرب له سره واکسین کړي. دغه اوس وقت چې دوی د پیسو مصرف ورکوي زمونږ له ماشومانو سره کومه مینه نه لري فقط کوشش کوي دغه وایروس له نړی ورک کړي. پاتې نړی کې نشته یواځې پاکستان، یوګانډا او افغانستان کې موندل کیږي. افغانستان ته هم له پیښوره راځي.

شنډول:
توګه هیڅ داسې لاره نه شته چې د پولیوواکسین له لارې خلک شنډ شي. 
ښځې:- چې غواړي شندې شي نو باید رحم وباسي یا یې د هګیو د انتقال رګونه قطعه شي. نارینه:- باید د خوټو رګونه چې سپرم انتقالوي د عملیات پوسیله قطعه کړي.

دابیخې دروغ ده چې دوی غواړي د مسلمانانو نفوس کنترول کړي. د نفوس کنترول د یوه هیواد لپاره ښه کار دی. ځکه پدې توګه هر وګړي ته مناسب د ژوند شرایط برابریږي. که فرض کړو چې غرب هر بد شی د مسلمانانو لپاره غواړي نو بیا خو به یې خپل نفوس نه کنترول کولو!
پاکستان کې اوس نیږدې ۱۹۰ میلیونه وګړي اوسي. چې ۱ میلیارد هم شي غرب یې کیسه کې هم نه دی. 

اسامه:
شیخ اسامه ته د الله پاک بښنه وکړي. په ژوندون یې پښتانه وژل کیدل. له مرګه وروسته یې زمونږ ماشومان فلج کیږي.