د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راضيه هوتکي په روسيه کې د افغان مېرمنو مشره وټاکل شوه

اسدالله نوري 13.03.2014 12:08

غونډې ته د سلګونو افغانو مېرمنو او ماشومانو ترڅنګ بهرني ښځينه مېلمنې هم راغلې وې.

د پرګرام د سټېج چارې آغلې فاطمې پر غاړه لرلې، چې په پيل کې يې د سراسري اتحادې د ښځو چارو او په فدراتيفه روسيه کې د افغانو مېرمنو د شورا مشره ډاکټر راضيه هوتکي ته بلنه ورکړه.

راضيه هوتکي مېلمنو ته له ښه راغلاست وروسته د ښځو د نړيوالې ورځې مبارکي ورکړه او زياته يې کړه:(( ښځه د کور او ټولنې څراغ ده، که ښځه نه وای ژوند به نه و، زموږ ربړېدلو خويندو په هېواد کې او له هېواد بهر له ګڼو ستونزو سره سختې شېبې تېرې کړي دي، چې د هېواد ناسمو حالاتو لا هم يو شمېر افغانې مېرمنې د هېواد دننه له خپلو حقوقو څخه محرومې پاتې کړي)).

آغلې هوتکي په مسکو مېشتو افغانو مېرمنو غږ وکړ، چې تر څو لاسونه سره ورکړي او په خپل ټولنيز او مدني ژوند کې فعال او ګړندي ووسي.

دغه راز په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحادې مشر انجينير عزيزالله انيس دريز ته وبلل شو.

ښاغلي عزيزالله انيس د تالار ناستو مېرمنو ته اتم د مارچ د (ښځو نړيواله ورځ) مبارک وويله او ښځه يې د ټولنې او کورنۍ لومړنی بنسټ وباله.

نوموړي د خبرو په ترڅ کې زياته کړه:(( ښځه هغه څوك ده چې په يو لاس ځانگو ځنګوي او په بل لاس ټوله نړۍ ښوروى، که موږ د تاريخ په اوږدو كې وگورو د مور مرتبه او حيثيت د ماشومانو په پالنه كې ډيره لوړه ده، چې دهمدې سالمې پالنې له امله لوى لوى علما، فيلسوفان، اديبان او محققين نړۍ ته وړاندې شوي او هغه پرمختګونه، چې نن په ټوله نړۍ كې تر سترگو كيږي د مور د زيار او كوښښ برکت دی)).

ښاغلي انيس د يوشمېر پېښو پر بنسټ د افغانو مېرمنو پر وضعيت خواشيني څرګنده کړه او وويل:(( ښځې د ټولنې يو ستر قشر جوړوي او بايد، چې حقوق يې ورته د اسلامي قانون په رڼا کې ورکړل شي، چې له بده مرغه دې ټکي ته پام نه دی شوی)).

انجينير انيس مسکو مېشتي افغانې مېرمنې يوالي ته را وبللې تر څو د کډوالۍ په ژوند کې خپلې شخصي او اجتماعي ستونزو ته دوي په خپله حل لار ومومي او رسېدنه وکړي.

د غونډې بله برخه واله، مېرمن مهوش پويه ګر دريز ته را وغوښتل شوه، چې نوموړې په فدراتيفه روسيه کې د افغانو مېرمنو شورا د مشرتابه غړيو نوی نوم لړ غونډه والو ته وړاندې کړ.

د شورا د رهبرۍ په نوي نوملړ کې د مسکو په ګډون د روسيې له يوشمېر ولاياتو څخه ۲۱ تنه هغه فعالې مېرمنې ګډون لري، چې په تېرو کلونو کې يې هم له سراسري اتحادې سره فعاله ونډه لرله.

په فدراتيفه روسيه کې د افغانو مېرمنو د سراسري شورا د رهبرۍ لست وروسته له مشورتي ناستې څخه جوړ کړای شوی، چې په ترتيب سره په فدراتيفه روسيه کې د افغانو مېرمنود سراسري شورا مشره ډاکټر راضيه هوتکي، مرستيالانې آغلې ډاکټر نسرين او آغلې مهوش پويه ګر ټاکل شوي ول، چې د رايو په توافق سره د ګډونوالو له لورې ومنل شول.

آغلې هوتکي د ښځو د سراسري شورا په استازيتوب له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، چې په رښتينولۍ سره به د افغانو ښځو خدمت وکړي.

نوموړې هيله څرګنده کړه، چې په فدراتيفه روسيه کې د افغانو مېرمنو د سراسري شورا په شتون سره به د هرې افغانې ښځې ستونزو ته رسېدنه وشي تر څو په راتلونکې کې ياد شورا د افغانو مېرمنو ستونزو ته د رسېدنې يواځينی مرکز وي.

له ټاکنو وروسته د پرګرام په بله برخه کې د (مور) تر نامه لاندې په فدراتيفه روسيه کې د افغانو مېرمنو لپاره د مرستو صندوق کښېښول شو، چې ۱۲۶۰۰ روبله د ګډونوالو له لورې دوطلبانه د لومړي پيل په توګه راغونډې شوې. او برخه والو ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به د ښځو له سراسري شورا سره خپلې مرستې دوامداره ساتي.

په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحادې مشر انجينير عزيزالله انيس په فدراتيفه روسيه کې د افغانو مېرمنو د شورا مشرې ډاکټر راضيه هوتکي، مرستيالانو او د شورا د رهبري هيئت غړيو ته له مبارکې وروسته آغلې هوتکي ته د ګلو ګېډۍ ډالۍ کړه.

د غونډې وروستۍ برخه کنسرت ته ځانګړې شوې وه، چې په روسيه کې مشهور افغان سندر غاړي نورالله نصيب د خپلو مستو او وطني سندرو په ويلو سره د تالار په فضا کې د خنداګانو او خوښيو شور جوړ کړ.

دوو ۲ افغانو پېغلو "ديانا خيال او طليعه ساعي" هم د مستو او مينه ناکو سندرو په ويلو سره کنسرت ته رنګ ورکړ.

بايد وويل شي، چې په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحادې په تېرو کلونو کې هم د ښځو له نړيوالې ورځې (اتم ۸ مارچ) څخه نمانځنه کړې.

په مسکو کې د ښځو د نړيوالې ورځې نمانځغونډه په يوه نيمه بجه پيل او د مازيګر تر شپږو بجو يې دوام وکړ.

د يادونې وړ دی، چې د روانې مارچ مياشتې په پيل کې دېته ورته په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحادې ټاکنې هم بريالۍ ترسره شوې.