د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحادې بريالۍ ټاکنې

اسدالله نوري 06.03.2014 19:37

غونډه د "په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې دويمه عمومي غونډه!" تر سرليک لاندې جوړه شوې وه، چې غونډه د قاري عبدالصمد په تلاوت پيل شوه.

د غونډې ويندويي د يادې اتحاديې پخواني مرستيال مير عبدالله آغا کوله، چې ګډونوال يې د افغانستان د ملي سرود په درناوي ودرېدو ته را وبلل.

په غونډه کې د سراسري اتحادې د مشرتابه غړيو سر بېره د روسيې د سوداګريزو مارکېټونو، کلکتيفونو او ولايتي فعالينو، د يادې اتحادې د اړوندو نمايده ګيو د مسولينو ګډون، چې له هغې جملې څخه د سانکت پيتر بورگ، کرسنادار، ورونيژ، پتی گورسک، ريزان او ايوانوه استازو، په مسکو کې د افغانانو د سياسي او فرهنګي خوځښتونو مسولينو برخه لرله.

مير عبدالله آغا په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحاديې پخوانی مشر الحاج اختر محمد ساپي ته د خبرو کولو بلنه ورکړه، چې نوموړي د تېرو څلور کلونو په فعاليتونو او نيمګړتياوو خپل چمتو کړی راپور او وينا ګډونوالو ته وړاندې کړه.

اختر محمد ساپي داتحادې له کاري ټيم په ځانګړې توګه د خپلو مرستيالانو له همکارۍ څخه مننه وکړه.
په راپور کې راغلي و: (( په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحاديه، چې په ۲۰۱۰ کال کې د روسيې په فدراتيف کې په رسمي ډول وپېژندل شوه تر نن يې خپلو افغانانو ته هر اړخيزه مرسته او همکاري رسولي ده)).

هغه زياته کړه:(( زه له ټولو هغو دوستانو څخه هيله کوم، چې په نوي يانې د سراسري اتحاديې په دويمه دوره کې د سراسري اتحاديې چارې ورسپارل کېږي بايد تر ټولو دمخه د خپل ملي هويت ساتلو په موخه مسولانه او کوټلي ګامونه پورته کړي، او د دويمې دورې کاري پلانونه د يوه ځانګړي ميکانيزم په چوکاټ کې د خودکفا پاته کېدو په موخه د لګښتونو په برخه کې سراسري اتحاديه بايد مالي فونډ پرانيزي تر څو د حق العضويت او د مرستو راټولونې سيسټم د اساسنامې په توګه جوړ کړای شي.

د نوموړي په وينا: د مهاجرو افغانانو ستونزو ته رسېدنه، له مذهبي او ديني ورځو څخه نمانځنه، د نوروز او اخترونو نمانځل، اتم د مارچ نمانځل، د فرهنګي فعاليتونو ترڅنګ د سترو نندارتونونو پرانيستل، د افغانانو د خوښۍ په موخه د افغان هنرمندانو را بلل او د کنسرتونو وړاندې کول، د افغانستان لرغوني اثار، لاسي صنايع، افغاني کلتور نندارې ته وړاندې کول او دېته ورته نور فعاليتونه د تېرې کاري لړۍ لاس ته راوړنې دي.
اختر محمد ساپی زياتوي:(( موږ په خپلې څلور کلنې کاري دوره کې ځيني نيمګړتياوې هم لرلې خو له ټولو ستونزو سره سره مو په هره برخه کې د خپلو افغانانو لاس نيوی کړی او ان تر خپلو شخصي لګښتونو هم تېر شوي يو)).

د ښاغلي ساپي په حواله په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحادې د افغانستان د روښانه راتلونکې په موخه له نړيوالو هېوادونو سره خپلې اړيکې دوام داره ساتلي او د ۲۰۱۰ زېږديز کال را پدېخوا د يو شمېر نړيوالو کنفرانسونو کوربانه هم پاتې شوي يو.

((په روسيه کې د مېشتو افغانانو سرتاسري اتحاديه د روسې د فدراتيف په سوداګريزو مرکزونو سده ود، لوبلينو، پراژسکی، مارينه، دوبروفکه، سلاويانسکي مير، کيفسکي او په مسکو ښار کې استازې لري او د ورونژ، پيرم او والگا گراد په ولايتونو کې د نماينده ګيو په لرلو سره سل ګونو تنوافغانانو د يادې اتحادې غړيتوب تر لاسه کړی او د غو کسانو د نوموړيو نماينده ګيو په پرانسته او د سراسري اتحادې په کاري برخو کې فعاله ونډه اخيستې ده)).

له هغه وروسته د سراسري اتحادې د تفتيش او څارنې کميسيون مخکنی مشر ډګروال جمعه دار خان دريز ته را وغوښتل شو، چې د تېرې څلور کلنې دورې لاسته راوړنو، لګښتونو او اقتصادي چارو په هکله خپل معلومات غونډه والو ته وړاندې کړ.

ډګروال جمعه دار خان په خپلو خبرو کې زياته کړه:(( د څار او تفتيش کميسيون د پرله پسې څېړنو په پايله کې د سراسري اتحادې ټول مالي لګښت يوازې يو کس پر غاړه درلود چې هغه الحاج اختر محمد ساپی و)).

د ښاغلي جمعه دار خان په وينا:((د تېرو څلورو کلونو د لګښتونو پړه يوه کس پر غاړه لرله، چې دا په خپله د اتحادې د اساسنامې له قوانينو څخه سرغړونه وه، زه له ټولو افغانانو څخه هيله کوم، چې د سراسري اتحادې په راتلونکې دوره کې د خپل هويت او فرهنګ ژوندي ساتلو په برخه کې د مالي لګښتونو په اچولو ټول ځانونه مسوول وګڼو)).

د روسيې په سانکت پيتربورګ ښار کې د افغانانو د اتحادې مشر انجينير نعيم ګل او د کرسنادار په ښار کې د افغانانو د اتحادې مشر حاجي فريد هم د خپلو اتحاديو او فعاليتونو په هکله ګډونوالو ته معلومات واورول او د سراسري اتحاديې سره يې د همکاريو ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د سراسري اتحادې په همدې غونډه کې يوه افغان اقتصاد پوه شکرالله رحماني د اتحادې د مالي برخې لپاره د خودکفايۍ په موخه خپله جوړه کړې طرحه ګډونوالو ته وړاندې کړه، چې له هغه وروسته ښاغلی جنرال محمد عوض، حيدر شاه خيال، انجنير عبدالطيف، مير حميدالله، ډاکټر شاه محمد گويا، بصير عمر، حسن خان وياړ، ډگروال نصير خسروي، ډاکټر راضيه هوتکي او مهدي کلانترزاده هم په وار خپلې ويناوې واورولې.

په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې دوهمه عمومې غونډه له دېرش دقيقو "دمې" وروسته د ډاکټر شېر حسن حسن په وينا پيل شوه.

ښاغلي شېرحسن په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې اساسنامه د غونډې ګډونوالو ته واوروله چې له نيم ساعت کره کتنې وروسته د اساسنامې په ځينو بندونو او مادو کې بدلون راوستل شو.

د يادې اتحادې اساسنامه په اوو پاڼو کې چاپ شوې، چې اوو څپرکي او کابو ۹۰ مادې لري.

د اساسنامې د څپرکو سرليکونه:

لومړی څپرکی: موخې او دندې، ۲ په سراسري اتحاديه کې د غړيتوب شرايط، ۳ د غړيو حقوق او دندې، ۴ د غړيتوب لغوه کول، ۵ د سراسري اتحاديې جورښت ( الف: د سراسري اتحادې عمومي غونډه، د سراسري اتحادې د عمومي غونډې دندې او صلاحيتونه – ب: د سراسري اتحاديې لارښوده شورا، د لار ښودې شورا دندې او صلاحيتونه – ج: د سراسري اتحاديې اجرائيه کمېټه، د اجرائيه کمېټې دندې او واکونه – د: د سراسري اتحاديې د تفتيش او نظارت کميسيون – ح: د سراسري اتحاديې ولايتي، ښاري او محلي شوراګانې، د ولايتي، ښاري او محلي شوراګانو اختيارات او دندې، ۶ د سراسري اتحاديې مالي چارې او ۷ د سراسري اتحاديې انحلال.

د سراسري اتحاديې د نوماندانو د شورا د دوهمې دورې د مشرتابه غړيو نوملړ د ديپلوم انجينير عزيزالله انيس له لورې وړاندې شو، چې ۱۲۶ تنو يې غړيتوب لرلو او په عين وخت کې دوه تنو د شخصي بوختياوو له کبله ونه غوښتل، چې د سراسري اتحادې په دوهمه دوره کې ګډون وکړي په غوښتنو يې نومونه له نوملړ څخه ويستل شول او په ورته وخت کې د اکثريتو موفق رايو په تر لاسه کولو سره مېرمن مهوش هم د سراسري اتحاديې غړيتوب تر لاسه کړ.

د غونډې په وروستيو شېبو کې د سراسري اتحادې مخکني مرستيال خواجه مير احمد له لورې اوو ۷ تنه د سراسري اتحاديې د مشرتابه غړيو په توګه معرفي شول، چې په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د دوهمې عمومي غونډې په پايله کې ديپلوم انجينير عزيزالله انيس د رييس، جنرال عبدالغني کوهستاني، همايون کوره گاني، ډگروال جمعه دار خان، ميرويس داودي، گل آقا انوار او سيد مجتبی د سراسري اتحادې د مرستيالانو په توګه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړای شول.

په عين وخت کې د غونډې په تالار کې ټاکنې ترسره شوې، چې د لسو مخالفو او اکثريت موفق رايو په ترلاسه کولو سره عزيزالله انيس د مشر او ياد شپږ ۶ تنه د مرستيالانو په توګه وټاکل شول.
دغه راز په ترتيب سره د تفتيش او څار کميسيون غړي؛ ډگروال گل احمد مروی، ډگروال ناصر خان، څارنوال اورنگ کوچی، محمد آصف او الله محمدوړاندې کړای شول، چې د اکثريت موفق رايو په ترلاسه کولو سره د ګډونوالو له لورې تاييد شول.

د ټاکنو په پای کې د غونډې د دريز او مشرۍ چارې د سراسري اتحاديې نوي مشر عزيزالله انيس او مرستيالانو ته يې وسپارل شوې.

عزيزالله انيس د خپلو خبرو په ترڅ کې د مننې ترڅنګ ټولو افغانانو ته مبارکي ورکړه او د ورسپارل شوې دندې د روښانه راتلونکي په هيله يې له ټولو د همکارۍ غوښتنه وکړه او زياته يې کړه ((خدای دې قوت راکړي تر څو دا دروند مسووليت چې نن ستاسو په اعتماد را وسپارل شو په سمه او ښه توګه ترسره کړم)).

ښاغلي انيس د سراسري اتحادې بنسټ اېښودونکو په ځانګړي توګه د اتحادې د پخواني مشر الحاج اختر محمد ساپي هڅې او فعاليتونه وستايل او ژمنه يې وکړه، چې دی به په روسيه کې د مېشتو افغانانو له قانوني حقوقو څخه په کلکه دفاع وکړي.

په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحاديه دوه مجلې (اتحاد او ناديه انجمن) چې په مياشت کې يوځل په ۴۰ پاڼو کې رنګه چاپيږي او د دوه خبري سايټونو په لرلو سره روسيه مېشتو افغانانو ته د هېواد په دوه ژبو پښتو او دري معلومات خپروي او د هېواد له حالاتو څخه يې خبروي.

په روسيه کې د مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې دوهمه عمومې غونډه ورو ورو ورستيو شېبو ته رانږدې شوه، د غونډې په پای کې ګډوالو پرېکړه وکړه، چې د ښځو د نړيوالې ورځې او نوروز مېلې د نمانځلو په موخه نغدې پيسې راغونډې کړي، چې دوطلبانه ۳۴۳۵۰۰ روبله نغدې پيسې راټولې او د مالي کميسيون مشر عبدالمبين پرواني ته وسپارل شوې.
" په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحاديه" چې وروسته له دې به د "سراسري اتحاديه" په نوم ياديږي، او په روسيه کې د مېشتو افغانانو يواځينی اجتماعي دمکراتيک، خپلواک او قانوني ارګان دی.

د اتحادې روسي نوم: "Афганская диаспора"Межрегиональная общественная организация

دغه اتحاديه د اساسنامې پر بنسټ د غړيو د دوطلبانه اتحاد پر اساس په ۲۰۱۰ کال رامنځ ته شوې ده او د فدراتيفې روسيې په عدليه او ماليه وزارتونو کې د افغانانو د يو رسمي سازمان په توګه ثبت کړای شوی.

په پای کې جنرال محمد ايوب منصور د غونډې د سپين ږيري او مشر په توګه سټيج ته وغوښتل شو، چې نوموړي د سراسري اتحادې دغه نېک او سپېڅلی ګام وستايه او ټول افغانان يې يوالي ته راوبلل.

قاري عبدالصمد د غونډې د پای دعايه وکړه، چې وروسته ګډونوال د دريز پر سر راغونډ او هر يوه په وار عزيزالله انيس ته مبارکي ورکړه.

غونډه د سهار په يو لسو ۱۱ بجو پيل د ماخوستن تر لسو ۱۰ بجو دوام وکړ، چې د ماښامنۍ په خوړلو سره پای ته ورسېده.