د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ځوانانو په مسکو کې کرکټ ټیم جوړ کړ.

اسدالله نوري 28.04.2012 02:57

په مسکو کې دروسانو د دوستۍ په پوهنتون کې دافغان محصیلینو ټولنې دکرکټ دټیم تابیا وکړه.
په یاد پوهنتون کې، دافغان محصیلینو ریس؛ جنت ګل "ځاځي" په وینا:(( درې ورځې کیږي چې، ځوانان په تمرین بوخت دي او ټاکل شوې چې، د می دمیاشتې په (۲۸) مه نیټه له سریلانکا، بنګله دیش، نیپال او هند لوبغاړو سره سیالۍ ته هم ووځي.

ښاغلی ځاځی وایې:(( که څه هم چې، زموږ ځوانانو پوره چمتووالی نه دی نیولی خو باوري یم چې، له ټولو ټیمونو سره به ښه ولوبیږي او بریا به ترلاسه کړي)).

هغه زیاتوي:((دخلکو د دوستۍ پوهنتون چې، یو نړۍ وال پوهنتون دی پکې د ۱۴۵ هېوادونو محصیلین په زده کړو بوخت دي او دغه راز په تېرو کلونو کې دکرکټ په سیالیو کې افغان ځوانان د آسیایې هېوادونو له لوبو څخه بې برخې وو چې، د سریلانکا، بنګله دیش، نیپال او هند ټیمونو لخوا پکې لوبې ترسره کېدې خو له نیکه مرغه موږ وپتیله هغه لوبې چې، د آسیایې هېوادونو تر منځ تر سره کیږي افغان کرکټ ټیم به هم په لوبو کې ونډه ولري)).


دهغه په وینا: دکرکټ لوبه دمګړۍ په ټوله نړۍ کې؛ په ځانګړي ډول په افغانستان کې یوه عامه او پېژندل شوې لوبه ده خو اوس مهال افغان ځوانان په مسکو کې د لوبې دوسایلو له نشتوالي سره مخ دي او دلوبې داړتیا وړ توکي په مسکو کې نه موندل کیږي.

دغه راز دروسې دخلکو ددوستۍ دپوهنتون یو محصل محمد آصف جبارخېل وایې:(( دوه کاله وړاندې مې دنیپال او سریلانکا هېوادونو له ټیمونو سره په سیالیو کې ګډون کاوه خو اوس مهال ډېر خوښ یم چې، موږ په خپله په مسکو کې دکرکټ ټیم لرو))

دیاد پوهنتون یو بل محصل خیبرعلي خيل چې، اوس مهال ددغه ټیم مشري پر غاړه لري وایې:(( که څه هم چې، موږ پوره چمتووالی نه لرو خو هغه روحیه چې، موږ ته د افغانستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو راکړې او دخپلو خلکو په دعا انشاالله بریا به تر لاسه کړو او راتلونکو سیالیو ته به لار وموندو)).

دهغه په وینا په دغه ټیم کې 12 تنه لوبیږي (محمد كبير, شاه جهان، محمد صابر، مشتاق احمد لېوال، احمد فرید اخلاص، نقیب الله امرخېل، محمد آصف جبارخېل، محمد قادر، جنت ګل ځاځی، اسدالله نوری، احمد سروش دودیال، زیارمل یوسفزی او صفت الله ناصري.


ټاکل شوې دراتلونکې شنبې په ورځ افغان کرکټ ټیم په مسکو کې په ۰۹:۰۰ بجو له سریلانکا او بله لوبه دمازدیګر په ۰۵:۰۰ له بنګله دیش ټیمونو سره تر سره کړي.

دځاځي په وینا: په نوموړي پوهنتون کې افغان محصلینو مخکې تر دي د فوتبال او والیبال ټیمونه هم درلودل چې، د آسیایې هېوادونو سره یې لوبې تر سره کړي.

دیادونې وړ دی چې، تيره اونۍ دافغانستان اولمپیک مشرمحمد ظاهر (اغبر) په روسیه کې له افغان ورزشکارانو څخه په مسکو کې دافغانستان په سفارت کې لیدنه وکړه او د روسې دخلکو د دوستۍ پوهنتون له افغان لوبغاړو سره د ورزشي جامو دمرستې ژمنه هم وکړه.