د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پرته له واسطې هيڅ نه کيږي

اسدالله نوري 10.01.2012 22:49

صفت الله ناصري چې يوه مياشت مخکې روسيې ته راغلى او د روسې هېواد پلازمېنې مسکو ښار دروژ بنارود ( دروسې دخلکو ددوستۍپوهنتون) د انجينيرۍ په پوهنځي کې په زدکړو بوخت دى وايې:((روسيه يو له هغو هېوادونو څخه دى چې دلته هرڅه په لوړه بيه پلورل کيږي، که هغه خوراکې توکې دي او که دساړه موسم جامې او جامپرونه دي ټول جګ دي))

دهغه په وينا يوجوړه بوټ په افغانستان کې ١٥٠٠ افغانۍ وو خو هماغه بوټ په مسکو کې په ٣٠٠٠ روبل دى چې کابو ٥٠٠٠ افغانۍ رازي.

ناصري زياتوي؛ که په مسکو کې افغان محصل واسطه ولري له هغه سره هر ډول مرستې کيږي، هغه ته دافغان دولت لخوا ١٠٠ امريکايې ډالرهم ورکول کيږي؛ خوهغه محصلين چې واسطه نلري هغه له سختو ستونزو سره مخ کيږي او دهغه هيڅ څوک پوښتنه هم نه کوي.

نوموړى وايې:((موږ درس ډېر وايو خو په ٢٤ ساعتونو کې يو وخت ډوډۍ خورو؛ هغه هم سپوره چې دا خوراک دکوم درس چې موږ وايو دهغه په مقابل کې ډېرکم او بې انرژۍ خوراک دى چې يو شمېر محصيلينو ته ديو وخت ډوډۍ خوړلو له کبله ناروغي هم پيداشوې)).

دهغه په وينا ځيني محصلين چې کله روسې ته رازي داقتصادي ستونزو له کبله يا بېرته هېواد ته ستنيږي يا هم دپيسو دنشتون له کبله غريبۍ ته مخه کوي چې درسونه هم ترې نه پاته کيږي.

په مسکو کې دافغان محصيلينو مشر ډاکټر جنت ګل ځاځى هم دغه ستونزي مني او افغان دولت په خصوص ولسي جرګه په بې پامۍ تورنوي.

ښاغلى ځاځى وايې:(( دغه ستونزه دلوړو زدکړو وزارت او پارلمان رامنځته کړې، افغان دولت له هر محصل سره په مياشت کې ١٠٠ سل امريکايې ډالر مرسته کوي؛ خو دغه پيسې هغو کسانوته ورکول کيږي چې دلوړوزدکړو دوزارت لخوا پېژندل شوي وي چې هغوي په پارلمان کې دوستان او واسطې لري)).

دهغه په وينا يوشمېر ځوانان که د دولت دبوجيټ (ددولت له بودېجېنه) ياهم په شخصي پيسو راغلي دي له هغو سره هم دغه سل ډالره مرسته نه کيږي.

نوموړى زياتوي:(( مخامخ چاته اشاره نه کوم خو دلته دمور او مېرې اصول کيږي، ګڼ شمېر محصيلين چې دلوړو زدکړو لخوا معرفي کيږي هغه ډېرى يې دغزني، پنجشېر، پلخمري، بدخشان، دايکندي او ... ولايتونو څخه دي))

دځاځي په وينا مساويانه حق چاته نه ويشل کيږي، هغه ځوانان چې په خپلو شخصي پيسو مسکو ته دزدکړو په موخه راغلي او رازي له ګڼو ستونزو سره مخ کيږي او دهغو ١٠٠ سلو ډالرونه هم محروم دي.

هغه وايې:(( په مسکو کې اقتصادي ستونزي ډيري دي، په ليليه کې يوه وچه ډوډۍ په ٢٣ روبله خرڅيږي چې کابو ٤٥ افغانۍ کيږي.

ښاغلى ځاځى له افغان پانګوالو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د خپلو مرستولومړي توبونه دې په روسيه کې افغانو محصيلينوته ځانګړې کړي.

څه موده مخکې په مسکو کې د روسې دخلکو د دوستۍ پوهنتون له افغانو محصيلينو سره دالکوزي دشرکت لخوا مرسته وشوه چې هر محصل ته؛ درې بوتله غوړي، دوه کيلو بوره، څلورکيلووريژې، څلورپاکټه مکروني، دوه بوتله روب او دوه هم دچاى ګيلاسونه ورکړل شول، چې ١٢٠٠٠ دولس زره روبله اوکابو ٤٠٠٠ څلور زره افغانۍ کيږي.

دياد پوهنتون يوبل افغان محصل احمد سروش يرغل چې دالکوزي شرکت ددغو مرستو څخه برخه مند شوى دى؛ خوښي څرګندوي او وايې:(( ماته دالکوزي دشرکت دغه کمک ډېر شى دى خداى دې اجرونه ورکړي، په مسکو کې چې هرڅه بيه کوې دخداي قهر پرې وريږي)).

هغه وايې:((په دغو راکړل شويوخوراکې توکو باندې مې تر راتلونکو دوه مياشتو پورې ښه مسته ګوزاره کيږي له هغې وروسته هم خداى مهربانه دى)).
نوموړى له نورو افغان پانګه والو څخه هم د داډول مرستو غوښتنه کوي.

دالکوزي د شرکت يو کار کوونکى محمدفهيم سرحد وايې، چې:(( الکوزى شرکت دوه مياشتې کيږي چې په روسيه کې دمسکو؛ دروسې دخلکود دوستۍ دپوهنتون له افغانو محصيلينو سره دمرستو لړۍ پيل کړې چې تر دې مخکې يې هم څه باندې ١٣٥تنو افغانو محصيلينو سره درې ځله يوځل دجامپرونو دوه ځله د خوراکې توکو مرسته کړې ده.

هغه وايې:((دغه راز په مسکو کې ديوشمېر مېشتو افغانو کورنيو او يوه افغان انستيتيوت چې دسړک رغونې په برخه کې دى مرستې کړي دي)).

دغه راز په روسيه کې دالکوزي دشرکت مشرحاجي محمد نادر په وينا ياد شرکت پتېيلې ده چې تردې وروسته خپلو مرستوته دوام ورکړي او دغه راز په پام کې لري چې يو وړکتون دافغانو کورنيو لپاره په مسکو کې پرانيزي.

همدارنګه په روسيه کې دمېشتو افغانانودسراسري ټولنې لخوا هم له افغانو محصيلينو سره مرستي شوي دي.

په روسيه کې دافغانو محصيلينو دچارواکو په وينا روسيه يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې کابو ٣٠٠ افغان ځوانان پکې په زدکړو بوخت دي چې کابو ٢١٠ تنه يې دلوړو زدکړو له دغو ١٠٠ سلو امريکايې ډالرو نه ګټمن دي.