د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډۍ اودلنډیودثبتولوستونزه (دریمه برخه)

پوهندوی آصف بهاند 11.02.2014 12:09

                                پــخـوا ګــودر و اوس فیسبــوک دی
                               فیسبوک کې نه شته دګودرنرم بادونه
                               وطــنه تــــه بــــه چـــې جــوړیــــږې
                               پـرما به کوټې وي دخاورو درمندونه

له کومومآخذونونه چې لنډۍ را اخیستل کیږي،داوسنیولاس لرلو موادوله مخې چې زموږ په واک کې دي،هغه مجموعې دي چې په سم یا نا سم ډول،ځینې یې دعلمي ــ رسمي مراکزو له خوا اوځینې یې بیا په مستقل ډول خپرې شوې دي.
دلنډیو هغه مجموعې چې ترنن پورې ما لیدلي اویا اوریدلې دي،هغه دادي:
۱ــ پښتني سندرې:
 دلنډیو دا ټولګه دپښتوټولنې له خوا،په ۱۳۳۴ لمریزکال دمحمد دین ژواک په اهتمام خپره شوې ده.دمجموعه ما په کابل کې لیدلې اولوستلې ده،خوپه واک کې یې نه لرم.
۲ــ پښتولنډۍ،داستادعبدالروف بینوا په زیار،لومړی چاپ:۱۳۳۷ ل،دویم چاپ،۱۳۸۷ ل کال.
ددې مجموعې لومړی چاپ له رنګه انځورونو(نقاشي)سره دلنډیودري اوانګلیسي ژباړه هم درلوده.په دویم چاپ کې له دري اوانګلیسي ژباړې سره اردوژباړه هم ورزیاته شوې ده.دلنډیودا ټولګه ما په کابل کې لیدلې اولوستلې وه اواوس یې دویم چاپ (۱۳۸۷) په واک کې لرم.(۱۰)
۳ــ پښتولنډۍ،دلنډیودا ټولګه دافغانستان دعلومواکادیمۍ دشفاهي ادب اوفولکلور ديپارتمنت ګډه پروژه ده اودافغانستان دعلومواکاډیمۍ دژبواوادبیاتومرکزله خوا په ۱۳۶۴ل کال چاپ شوې ده.دلنډیودا ټولګه ترټولوهغوټولګوډیرې لنډۍ اودلنډیوپه باب څیړنه سره رانغاړي چې تراوسه ما لیدلي دي.په دې ټولګه ګې راټولې شوې لنډۍ څلورسوه څلورنوي مخونوکې خوندي شوي دي اورسره ګټورې مقدمې اوڅیړنې هم راغلي دي.اوس یې په واک کې لرم.(۱۱)
۴ــ روهي سندرې،لومړی ټوک،دسلما شاهین په همت،۱۹۸۴م کال تدوین اودپیښوریونیورستي دپښتواکادیمۍ له لوري خپره شوې ده.
۵ــ روهي سندرې،دویم ټوک،دسلما شاهین په همت،۱۹۹۴م کال تدوین اودپیښوریونیورستي دپښتواکادیمۍ له لوري خپره شوې ده.(۹) دادوه وروستۍ مجموعې مې نه لیدلي،نه مې لوستلي اونه یې په اختیارکې لرم.
۶ــ ګل ټپې،په دریوټوکونوکې،ګل محمد نومي راټولې کړې دي اودکوټې داکادیمۍ له لوري خپرې شوې دي(۹، ا-۳مخونه)
۷ــ سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه،ډانمارکي محقق ینس اِنه فولدسین) Jens Enevoldsen ) دپښتولنډیواومتلونویوجونګ،له انګلیسي ژباړې سره خپورکړ.په دغې ټولګې کې یوه مقدمه،سل لنډۍ،سل متلونه،شپږانځورونه اوپه پای کې دنومونویوفهرست راوړل شوی دی.داټولګه مې په بل ځای کې له نظره نه وه تیره شوې،کله مې چې د۲۰۱۲کال په اوږدوکې په ډنمارک کې دلومړي ځل له پاره ولیدله،نومې ژر فوتوکاپي کړه او اوس مې په واک کې ده.دغه ټولګه دوه ځلې چاپ شوې ده.لومړی ځل په ۱۹۶۹م کال او دویم ځل په ۲۰۰۰ م کال.دواړه ځلې په پیښورکې چاپ شوې ده.(۷)
۸ــ نننۍ لنډۍ (دناکراره کلونوټپې)،ټولونکی محمدا جان غلجی:
دلنډیودا ټولګه دښاغلي محمداجان غلجي په زیار ټوله شوې اوچاپ شوې ده.ددې ټولګې په سریزه کې ښاغلی غلجي ددې ټولګې دمآخذونوپه باب ویلي چې ده په ډیرې امانتدارئ سره خپلې راټولې کړې لنډۍ دلنډیو دوو لویومجموعو( پښتولنډۍ دافغانستان دعلومواکاډیمۍ د۱۳۶۴ کال چاپ،اوروهي سندرې(ټپې)لومړی،دویم ټوک) سره له مقایسې اوچاڼ وروسته،په خپله ټولګه(ننۍ لنډۍ) کې یې یوازې هغه لنډۍ خوندي کړي دي چې په یادوو ټولګوکې نه دي راغلي.(۱۲)
له ما نه پا تې شوې وطنه
که چنارونه دې لونګ شي څه بې کړمه
دهریپورکمپه اور واخلې
نه درکې ونه،نه مې سیوری ولیدنه
۹ــ ویښې جذبې،روغ توپانونه(دجهادي لنډیوټولګه)،لومړی ټوک،ټولونکی:عوض الدین صدیقي(۱۳)
دایوه تیلیغاتي ټولګه ده چې لنډۍ کې دلاسوهنې په ډول دجهاد،برحق توب اودکابل دحکومت اوروسانوپرضد لنډۍ اړول شوي دي .دلنډیوداټولګه عوض الدین صدیقي له خوا راټوله شوې ده،د ۱۳۷۰کال په حمل میاشت کې خپره شوې اواوس یې زه یوه کاپي په اختیارکې لرم.په پیل کې دراټولونکي په قلم یوه سریزه راغلې اوبیا لنډۍ دالفبا په ترتیب تقریبآ ۹۱۴ لنډۍ په کې راټولې شوې دي.دلنډیو په دې جونګ کې دلنډیو محتوی ډیره سلنه له مینې نه پل وړاندې ایښی دی.په دې لنډیوکې دحماسي مضمون منفي اړخ ته عمدآ زور ورکړ شوی اوددښمنیو،غچ اخیستنې،تورلګولواوبد رد ته زور ورکړل شوی دی اودښمنۍ،وینې تویولو،وراني اوتضادونوته لمن وهل شوې ده.ددې ټولګې په پای کې یونومښودهم راوړل شوی دی.
کومې لنډۍ چې افغانان له هیواد نه دباندې تخلیقوي،خامخا به ډیروطني رنګ ونه لري،رنګ بدلوي اوځانته په مثبت یا منفي لوري تغییرورکوي.دپردي چاپیریال نوې نومونې،نوې تکنالوژي،نوي ترکیبونه،نوي فکرونه او... ځان په کې څرګندوي اوخامخاپه کې راځي؛نوپه دې اساس ویلای شو:کومې لنډۍ چې له وطني چاپیریال بهرپه نورومحیطونوکې تخلیقیږي،لږیا ډیره سلنه دهماغوځایونورنګ اواثربه په کې ښکاري.اوهمدا پښتانه چې په هروطن کې میشت دي،دهماغوځایونومنفي اومثبت اثرات به دلنډيودویونکودزړه دتڼاکویا غوټيوپه څیرپه لنډیوکې سر اوچتوي اوانځوریږي به.یوازې یومثال:
زما لالی ترکوچوسپین دی
له پیرنګي سره نوکردی توربه شینه
دایوه پخوانۍ لنډۍ ده،که دکوم مجبورزوریدلي زړه له نغري نه،په بیلابیلوځایونوکې یوآه یا غږراجګ شي اودهماغه وطن اوځای حالت په کې انځورکړای شي،نوداسې به وي:

زما لالی ترکوچو سپین دی
                       له ډنمارکي سره نوکردی توربه شینه
                       له جرمني سره نوکردی توربه شینه
                       امریکايي سره نوکردی توربه شینه
                       له عربي سره نوکردی توربه شینه
                      پاکستاني سره نوکردی توربه شینه
او...
دا چې دافغانستان په میډیا کې دلنډیوپه باب څومره څیړنیزې مقالې خپرې شوې،یا دلنډیوجونګونه،یا دلنډیوپه باب کتابونه خپاره شوي دي،داوس له پاره زه ځکه څه نه شم ویلای چې ډیرو لږو موادو ته لاسرسی لرم اوهغه څه چې ما لیدلي دي،خامخا مې معرفي کړي دي.داوس له پاره دومره ویلای شم چې کاربه خامخا شوی وي.
دنوې تکنالوژۍ په رامنځ ته کیدواوعامیدوسره،ډیرومسایلوبریښنایي پاڼوکې سرراښکاره کړ.لنډیوهم په دې نوې کړکۍ کې خپل کاکل اوپیکی په نوي سینګارسره راښکاره کړ.تراوسه پورې په پښتوژبه یوشمیرویبپاڼې خپرونې کوي،چې له هغې ډلې نه په ځینوکې لنډیوته هم یا وړوکی،یا لږلوی ځای ځانګړی شوی دی.
ویبپاڼوچې په خپله لمن کې لنډیوته ځای ورکړی دی،ښايي دخپلولوستونکودزیاتوالي په موخه وي اویا هم پښتوژبې اوادب ته دخدمت له پاره،خوپه هرنیت چې وي،دا یوښه کاراونیک عمل دی اوباید دپښتولنډیودخوندي کولو له پاره یوښه ګام وګڼل شي.
ډیرو ویبپاڼوبه لنډۍ ثبت کړي وي اودلنډیو په باب به یې معلومات وړاندې کړی وي،خوزه به دلته دنمونې په ډول دځینوهغوویبپاڼوپه باب لنډ معلومات وړاندې کړم چې ما دهغوپه پاڼوکې لنډۍ اویا دلنډیو په باب معلومات لیدلي دي:
۱ـ هیواد دات کام)  HEWAD.COM):
دغې ویبپاڼې دلنډیو په باب دلنډیوپه ځانګړې برخې کې دپام وړ کارونه کارترسره کړي دي.دلنډیو په باب یې دبیلابیلولیکوالواودنظرخاوندانومقالې اونظریات راټول اوخپاره کړي دي.
په پیل کې یې د « لنډۍ څه ته وايي؟» ترسرلیک لاندې داستاد حبیب الله رفیع دمرکې هغه متن را اخیستې دی چې رفیع صاحب له « آلمان غږ» رادیو سره کړې ده.کلونه پخوا استاد رفیع په خپل ډیر غنیمت اثر« دخلکوسندرې » کې دلنډیوپه باب بحث کړی و.په دې مرکه کې هم دهماغوخبروپه سلسله کې رفیع صاحب دلنډیودتعریف،شکل اومحتوا په باب په لڼډ ډول داسې ویلي دي:
« لنډۍ سیلابیزاوڅپه ایزجوړښت لري اولکه له نامه څخه یې چې ښکاري یولنډ بیت دی چې دوه مسرۍ په کې دي،یوه لنډه نه(۹)سیلابه اوبله اوږده دیارلس(۱۳)سیلابه.ددې سیلابونوپه غیږکې دلوی نه لوی مطلب په ډیراعجازخوندي کیږي اوادبي کیږي.(۱۴)
پرځان دګلو لښته ناخلې
پرما دې تیرکړل دکوتکو ګوزارونه
په بله برخه کې « دپښتولنډیوژوند څلورنیموزروکلونوته رسیږي »ترسرلیک لاندې بیا هم داستاد حبیب الله رفیع سره دهارون حکیمي مرکه راوړل شوې ده چې دلنډیو دتعریف،تاریخ،شکل اومحتوی په باب معلومات په کې ترلاسه کیدلای شي.(۱۵)
دغرغرې میدان ته راشه
سبا مې ستا په تهمت دارته خیژوینه

 ورشه دیار خبردې واخله
چې بې دیدنه دې ساته لیونی شونه
دهیواد دات کام ویبپاڼې دلنډیو په برخه کې دریم مضمون دښاغلي رفیع الله ستانکزي دی چې  « لنډۍ،مصرۍ،ټپۍ » سرلیک ورکړل شوی دی.په دې لیکنه کې هم دلنډیو په بیلابیلواړخونواوله ټولنې اوټولنیزژوند سره یې داړیکوپه باب خبرې شوي دي اودمقالې په پای کې یې ګڼ شمیرلنډۍ رانقل کړې دي.(۱۶)
بیا « په لنډیوکې طنزي اوخندونکي توکي »ترسرلیک لاندې د پرکاره طنزلیکونکي ښاغلي محمود نظري مضمون راوړل شوی دی چې دطنزدځینواړخونوپه رڼا کولوسره ځای ځای دطنزي لنډیومثالونه هم راوړي.(۱۷)
چې اوږه نه خوري بوی ترې نه ځي
چې یاري نه کړي،څوک پرې نه وای تهموتونه  
                      
حسن دې ورځ په ورځ زیاتیږي
زکات یې باسه چې نظرنه شې مینه
ورپسې دمحمد حامد حلیمي په نامه دیولیکوال لیکنه راوړل شوې ده چې سرلیک یې « لنډۍ دګلونوپه سمندرکې »دی.دا لیکوال هم دلنډیو دتعریف ترڅنګه دلنډیودارزښت اونوروځانګړنوپه باب له مثالونوسره خپل بحث ته دوام ورکوي.اوپه خپل بحث کې پرهغولنډیوغږیږي اومثالونه یې راوړي چې د ګلاب ګل،لونګ،کشمالي،غاټول،نرګس،رامبیل چامبیل نومونه په کې یاد شوي دي.(۱۸)
جینکونوی دود جاري کړ
دکشمالي باغچې په بام کې جوړوینه

شبنم له ګل سره میلمه دی
نرګس له شرمه سترګې نه پورته کوینه
 ورپسې د « دپښتولنډیوپه اړه یوڅوخبرې » ترسرلیک لاندې دښاغلي ولایت خان ځدراڼ مضمون راوړل شوی دی.په دې مضمون کې هم لکه دنورولیکوالوپه څیردلنډۍ په باب عمومي معلومات راوړل شوی دی،خولومړني مثالونه یې دنارینه اوښځوله لوري دسوال او ځواب په بڼه رواړل شوي دي(۱۹)
سوال:
ددې مصرۍ ځواب مې راکړه
کورمې دسیند په غاړه دی له تندې مرمه
ځواب:
ددې مصرۍ ځواب دې دا دی
څوک چې مین شي اوبه خوند نه ورکوینه
دهیواد دات کام په ویبپاڼه کې دلنډیودبحث په وروستۍ برخه کې  دالفبا په ترتیب له « الف » څخه تر« ی » پورې یوشمیرلنډۍ راوړل شوي دي.ددې لنډیوپه پیل کې دراټولوشویولنډیودمآخذ په باب لیکل شوي دي:
« دهیواد ویبپاڼې درنومینه والو!
موږدلته دپښتولنډۍ دمختلفوکتابونو،ویبپاڼواوسندرغاړوڅخه راغونډې کړې دي.موخه مویوازې همدا ده چې دوس تربریده دپښتولنډۍ مینه والوته لنډۍ په یوه ځای راټولې کړو.»(۲۰)
په دې ترتیب په دې ویبپاڼه کې د الف ب په ترتیب سره ټولې ۹۳۸ لنډۍ راټولې شوې دي.

۲ـ بینوا دات کام ) benawa.com ):
دبینوا ویبپاڼې دلومړي مخ په پاسنۍ برخه کې.ددې ویبپاڼې دمحتویاتوپه لیک لړکې د « کلتورـ ادبیات » برخې دلست دنورو ګڼو موادوپه لړکې،دلنډۍ سرلیک هم شته.کله چې کلیک شي،پرته له بحث اوڅه ویلونه د « الف ـ ب » په ترتیب یوشمیرلنډۍ راوړل شوي دي.هرتوری چې کیښکودل شي،دهماغه توري اړوندلنډۍ دصفحې پرمخ راښکاره کیږي(۲۱)؛خوله بده مرغه چې دبینوا دلنډیوپه برخه کې یوازې د « الف ـ ب ـ پ » تورو لنډۍ ترلاسه کیدای شي اونورتوري چې کیښکودل شي،هغه نه ښکاره کوي.زه ورباندې پوه نه شوم چې دا به تخنیکي ستونزه وي اوکه به څه شی نه وي انلاین؟
په پاسنیویادو درې تورو کې ټولې یوسلو پنځه ( ۱۰۵ ) لنډۍ خوندي شوې دي.
آخربه وران شې پیښوره
دننګرهارنجونې ښیرا درته کوینه

باټۍ دتیلوپه زورسوځي
ماته دیارغمونه اورشول ویې سومه

پاچايي تخت مې په کارنه دی
ما دې دیارله څنګه نه جدا کوینه


۳ـ زرلښت ( zarlakht.net ):
دزرلښت ویبپاڼې دلومړي مخ په ښي اړخ کې ددې ویبپاڼې دمحتویاتولست راوړل شوی دی.په دې لست کې چې د« لنډۍ اومتلونه » برخه کلیک شي،داسې پاڼه راوزي چې هلته دبیلابیلو اشخاصوله خوا لنډۍ راټولې شوې دي.ددې برخې دهمکارانوله خوا دلنډیودراټولوترڅنګه دلنډیو په باب عمومي معلومات اوخپلې تبصرې هم راوړې دي.(۲۲)
په دې ویبپاڼه کې راوړل شوې لنډۍ که په ځیرسره ولوستل شي،یوڅه املايی ستونزې په کې لیدل کیږي،چې جلا بحث ته اړتیا لري اوزه دلته نه ورباندې غږیږم.
څومره ساده اوس عاشقي شوه
په اس ام اس کې کار کوژدې ته رسوینه

دځوانۍ لښتې مې کږې شوې
دغم ثمریې پرسرو وهي ټالونه

حج دې مکه کې قبول مه شه
ستا دمالت کونډې،بچیان خپل خرڅوینه

۴ـ افغان ننګ دات کام ( afghannang.com ):
په دې ویبپاڼه کې هم دلنډیوله پاره ځای بیل کړای شوی دی.علي خان صافي دلنډۍ په باب هغه لنډ معلومات چې په ځینونورو ویبپاڼوکې یې خپور کړی دی،په دې ویبپاڼه کې یې هم له یو څولنډیوسره د « په لنډیوکې دپښتنوخویونه ) ترسرلیک لاندې خپورکړی دی.
په افغان ننګ کې دلنډیوپه باب دسلیمان لایق نظریات هم راوړل شوي دي چې ښاغلي باز محمد عابد ثبت کړي دي.ددې بحث په پیل کې ښاغلی عابد داسې لیکلي دي:
« د۲۰۰۸ میلادي کال داګست په ۲۱ نیټه قلم نړیوالې ټولنې دلنډیوپه هکله سلیمان لایق غږولی واوما ثبت کړی وچې دادی کټ مټ یې ستاسې په وړاندې خپروم.»(۲۳)
له دې وروسته دلنډیوپه باب دښاغلي محمد حامد حلیمي مقاله راغلې چې سر لیک یې دی:« لنډۍ دګلونوپه سمندر کې»په دې مقاله کې هم دلنډیوپه باب عمومي معلومات وړاندې شوی دی.
بیا دښاغلي هارون حکیمي سره داستاد حبیب الله رفیع مرکه راوړل شوې ده چې سرلیک یې دی: « دپښتولنډیوژوند څلورنیموزروکلونوته رسیږي»
وروسته له هغه په یوه ځانګړي بحث کې د«په پښتولنډیوکې ښځینه محرومیتونه» ترسرلیک لاندې دښاغلي جانان مقاله راغلې ده اوپه پښتني سیموکې دښځوپرمحرومیتونو اوپه لنډیوکې دهغوانعکاس باندې خبرې شوې دي.
سرمې دپلارپه کورکې سپین شو
لکه ډوډۍ په تناره وسوم مینه

دغرونوترخې مې خوراک وای
خوراک مې نه وای دموزي دکورغمونه
په افغان ننګ ویبپاڼه کې بله تحقیقي مقاله دښاغلي ولایت خان ځداراڼ ده چې د « دپښتولنډۍ په اړه یوڅوخبرې » ترسرلیک لاندې راغلې ده.عمومي معلومات اودلنډیويوڅونمونې وړاندې کوي.
په دې پاڼه کې دلنډیوپه باب په زړه پورې مقاله دښاغلي محمودنظري ده چې د «په لنډیوکې طنزي اوخندونکي توکي » نومیږي.په دې مقاله کې دطنز دتعریفونو سره سم دلنډیونمونې هم راوړل شوي دي:
په ګودرڅه ټکه لویدلې
چې کشره خوریې څنګ په څنګ ورسره ځینه
ورپسې دلنډیوپه باب د « په پښتوکې لنډۍ څه ته وايي» ترسرلیک لاندې داستادحبیبالله رفیع یوه مقاله راوړل شوې ده،چې دلنډیو په باب عمومي معلومات وړاندې کوي،
دغه رازدلنډ يوپه باب  دښاغلي پوهنمل سرفراز مومندیوه مقاله راغلې چې دلنډیوپه باب عمومي معلومات په کې راوړل شوی دی.خوددې ویبپاڼې دپاملرنې وړبرخه دښاغلي عبدالقادرمسعود له خوا برابرې شوې انځوریزې لنډۍ دي چې په ځینو نورو ویبپاڼوکې یې هم چاپ کړي دي.ښاغلي مسعودله بیلابیلولنډیوسره ځینې انځورونه راوړي دي چې دهرلوستونکي پام ځانته اړوي.
لادې یوکال ژړلي نه دي
داسې آسانه به خوله ولې درکومه

مور یې دکلي شړومبې غواړي
لوریې په سپینه روپۍ خوله نه ورکوینه

۵ـ خوست ویب دات نیت (  khost-web.net ):
دا ویبپاڼه هم دلنډیوله پاره جلا ځای ځانګړی کړی دی.ددې ویبپاڼې دهنراوادبیاتوپه برخه کې دلنډیوسرلیک هم راغلی دی،چې په هغه کې لنډۍ اودلنډیوپه باب نظریات اوبحثونه هم راوړل شوي دي،خودلته دلنډیوله پاره دبحث په لړکې له بده مرغه بل ډول حالت سره مخامخ کیږو.دلته له ورایه لیدل کیږي چې افرادو لنډۍ خپل مال ګڼلی دی.دلنډیودتاریخ اوتعریف پرخلاف لنډۍ په افرادوپورې تړل شوي دي.دغو سرلیکونوته پاملرنه وکړئ:
ـ دښاغلي امرالدین سرحد لنډۍ،
ـ دښاغلي عظیم جان کړم لنډۍ،
ـ دآغلې شغله رحماني خوږې لنډۍ،
ـ دښاغلي سیف الله بریال خوږې ټپیزې،
ـدښاغلي شمس خوستي خوږې لنډۍ،
او ...(۲۴)
دلته که منظور دا وي چې دا لنډۍ چې هرشخص رالیږلي دي ،ځکه دهغوی په نامه ثبت شوي دي،نوسمه ده اوباید دتیروتنې دمخنیوي له پاره داسې ورسره لیکل شوي وای چې:دښاغلي ... رالیږلې لنډۍ،نودا به کومه ستونزه نه وای،اوس به خبره دومره نه اوږدیده دابه د راتلونکو څیړنوله پاره هم دیوې ستونزې په ډول دلنډۍ څیړونکواولنډۍ ټولونکوپه مخکې پرته وي.
په هر صورت که له ځینونیمګړتیاوو سترګې پټې شي،نوویلای شوچې خوست ویبپاڼې ښایسته ډیرې لنډۍ په خپلو پاڼوکې خوندي کړې دي،چې کاریې دقدر وړ دی.
دغرغرې میدان ته راشه
سبا مې ستا په تهمت دارته خیژوینه

۶ـ پښتونخوا دات کام ( Pashtoonkhwa.com ):
ددې ویبپاټې دلومړي مخ د ښي لاس په لاندنۍ برخه کې د« لنډۍ » سرلیک راغلی دی.کله چې کلیک شي،دښاغلي انجنیرعبدالقادرمسعود په زیارترتیب شوې لنډۍ راځي.دلته لیدل کیږي چې زیات شمیرلنډۍ له بیلابیلوکورنیواوبهرنیومنظرو،عکسونو،غروبونو،ګلونو،خوړونوسره یوځای،په داسې ډول برابرې شوې دي چې دهرلوستونکي اولیدونکي پام ځانته وراړوي(۲۵)
دلته غواړم په تکرار سره ووایم چې زه ادعا نه کوم چې زما دا څیړنه په ټوله مانا بشپړه ده کیدای شي چې په نورو ویبپاڼوکې هم دلنډیو په باب کارشوی وي ،لنډۍ راټولې شوې وي اومايي یادونه نه وي کړي.هغوویبپاڼوچې دلنډیوپه باب څه خپاره کړی وي اويا یې لنډۍ خوندي کړې وي اومايې دلته یادونه نه وي کړې،دهغوله مسؤلینونه بښنه غواړم.دلنډیوپه باب داسې څیړنه چې دمیډیا په ټولوبرخوکې یې په څیړنه،ثبتوونه اونظریاتوورکولوپسې وګرځو؛دا یوې لويې پروژې ته اړتیا لري.
داسې ویبپاڼې هم شته چې په لومړي مخ کې یې دلنډیو په باب دیوې جلا ویبپاڼې آدرس یا پته ښوولې ده،خوچې کلیک شي ترلاسه کیدای نه شي.په دلیل یې هم داوس له پاره زه نه پوهیږم.دساري په توګه دلراوبر ( Larawbar.net ) په ویبپاڼه کې دنورو ویبپاڼودپتې په لست کې د « انځوریزې لنډۍ» ترسرلیک لاندې ویبپاڼه هم شته،خوترلاسه کیدای نه شي.
له ویبپاڼونه چې ورتیرشو،په افغانستان کې دننه اوله هیواد نه دباندې په چاپي رسنیوکې هم ښايي چې لنډۍ چاپ شوي وي اودلنډيوپه باب بحثونه اوتشریحات راغلي وي.دنوې تکنالوژۍ په برکت،سره له دې چې نړۍ په یوه کلي بدله شوې ده،خوټولوخپرونو(غږیزې،انځوریزې،چاپي،بریښنايي)ته لاسرسی اوپه دې خپرونوکې لنډۍ اودهغوپه باب بحثونه په کې لټول یو څه ستونزمن بریښي.په اوسني وخت کې که دلنډۍ په باب څه نوي وویل شي،هغه به داسې وي چې:
اوس باید لنډۍ له کیږدیو،ګودرونو،بامونوکوڅو،کنډونو،بڼونو،غرونو،کمرونو،کلیواو...نه برسیره دښارونو،ښوونځیو،پوهنځیو،پوهنتونونوفیسبوک،ایمل،کمپیوتراوبریښناپاڼوسیموته ځان ورسوي،قدم په کې کیږدي اوځان خلکوته وښيي:
که دې زما دیدن یادیږي
فیسبوک دې خلاص کړه ګل په لاس ولاړه یمه
 له اشارونه مسیژۍ شوه
مسیژمې نه زده،یاري خاورې ایرې شوونه
که پخوابه مینانو له باد نه دیارپوښتنه کوله:
سبا به لوړچنارته خیژم
باد به پوښتم چې یارمې څه ویلي دینه
خواوس دځوانانواومینانوپه منځ کې پوښتنې،خبرې،احوالونه،لیکونه،مسیژونه اودیدنونه دنوې تکنالوژۍ له برکته ډیرآسانه او وړیا دي.په فیسبوک کې،په ایمل کې لیکونه اوپه سکایپ کې دیدونونه بې ریباره ،بې غمازه اوبې له ډاره ترسره کیدای شي:
ته په فیسبوک احوال کیږده
زه به ډاډه زړه درته درکړم ځوابونه
په سکایپ کې راغلې برابره
دهو اونه به راته وايې ځوابونه
اوس خولا داحالت هم راغلی دی چې له دیدنونو،خبرواوموافقې نه وروسته،ریباریانې هم دهمدې تکنالوژۍ په مټ کیږي.ایملونه، اِس  اِم  اِسونه خوشیبه په شیبه جاري وي.پخوابه له سپوږمۍ نه هیله کیده چې له مینانوسره مرسته وکړي:
سپوږمیه سروهه راخیژه
زما لالی دتوروغرومزل کوینه
خواوس نوې تکنالوژي ده،موبایل،ایمل،فیسبوک،سکایپ او... چې نړۍ یې یوموټی کړې،لارې یې لنډې کړي اوزحمتونه یې لرې کړي دي اودژوند په بیلا بیلوبرخوکې یې حیرانوکې آسانتیاوې رامنځ ته کړي دي،اودغه ټول مسایل نیغ په نیغه په لنډیوکې انځورشوي دی اوانځوریږي:
یارمې دغرونواستوګن دی
چې موبایل یې اوس آنتن نه ورکوینه

فیسبوک دې خلاص که ځوانیمرګ شې
دا څلور ورځې انتظار ولاړه یمه

لاس دې مات شوی دی که څنګه
چې ځواب نه شته دی زما دمسیجونه

بازمې کارغانوسره لاړو
مردارې غوښې بې خوراک شي مړبه شینه
                                                 ددریمې برخې پای