د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راځئ خپله غذا په ګازری غني کړو

سيدساحل 29.01.2014 16:24

بسم الله الرحمن الرحیم
ګازره یعنی د خوړو پادشاه یا قهرمان!
ډیر کم نور سبزیجات موجود دی چی په دی اندازه کاروتین ولری او په بدن کی په ویتامین A تبدیل شي.
دا سبزي ریشتیا هم هر کاره او د ویتامین B او Cغني منبع ده همدارنګه کلسیم او پيکتین فایبر لري چی د دی فایبر دنده د کلسترولو کمول دي.
بلی ګازره داسی یو نبات ده چی ۸۷٪ اوبه لري د منرالي مالګو او ویتامینونو سره.
ګازره د ویتامین A، پتاسیم، ویتامین C و B6، مس، فولیک اسید، تیامین او مګنيزيمو غنی منبع ده.
په لوړه سویه بیتا کاروتین لري چی د ګازری د نارنجی رنګ سبب شوی.
د ګازری مثبت تاثیرات په بدن: د جلد، ويښتو او نوکانو ښکلا
که هره ورځ وخوړل شي نو د وينی فشار او کلسترولو ټیټیدلو سبب کیږي
د سرطان مخنیوی
که هره ورځ د ګارزی جوس وڅکل شي د مایکروب مقابل کی بدن مقاومت پیدا کوی او د اندوکراین غدو او ګردو له خاص ارزښت لري.
د قلبي حملو مخنیوی
د Anemia (کم خونی) سره مبارزه
په وینه کی د قندو تنظیم
د سترګو سلامتیا
او داسی نوری ډيری ګټی... خو په مناسبه اندازه د ګازری جوس او یا خام خوړل ډیره ګټه لري د اندازی څخه زیاد خوړل یی تاوان لري
د ګازری جوس په یو وخت کی ډیر مه څکی صبر وکړی تر څو معده تیر جوس څخه خالی شی
یو وخت کی څو ګیلاسه څکل ستاسی د جلد په رنګ بدی اغیزی لري او ستاسی بدن د سرطان سره مبارزه کوي نو ډیر antioxidants ته ضرورت لری
Carotenemia یوه طبی اصطلاح ده چی په وینه کی د کاروتین د زیاتوالی له امله منځ ته راځی چی د ښه صحت په معنا نده
نو زه تاسی له هره ورځ ۱ ګیلاس توسعه کوم .