د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شيريني يا قند او د انسان بدن

سيدساحل 20.10.2011 14:04

په کومه نړی کی چې موږ ژوند کوو نن په هغه نړۍ کي مهمه نقطه د انسان روغتیا ده.او شکره یو له هغو ناروغیو څخه ده چې مخ پر زياتيدو روانه ده، لکه څنګه چي په امريکا کي زېات د ٢٠مېليونه انسانانو څخه په دغه مرض اخته دي،او ورځ په ورځ مخ په زياتيدو دي.لاندي يو څه کم توضيحات دي ددي بيمارۍ د سپپ کيدلو په اړه ذ کر شوي دي:
١)جنونه( genes )
٢)چاقوالي يا د وزن ډير زيا تيدل
٣)تمرين نه کول

دا مرض د قندي يا شيرينو موادو د زياتيدو په صورت کي د ويني په رګونو کي منڅ ته راڅي.
کاربونهايدريت، شحم او پروتين لرونکي غذاګاني د شکري ، کلسترول او ترايګليسيرايدزو عمده منپعو څخه دي. انسولين (يو هورمون دي چي دپانکراس په غده کي ترشح کيږئ او په ١٩٢١ م کال کي کشف شو) يوازيني هورمون دي چي دانسان په پدن کي د قندو مقدار کموي.پوره انسولين درلودل د حل لاره نده ، ځکه چي زيات ګلوکوز پدي هورمون اغيزناک کيدلاي شي او پيا دا هورمون هم شکره زياتيدو ته پريږدي.او په دي صورت کي پانکراس ددي توان د لاسه ورکوي تر څو نور هورمونونه ترشح کړي، او ګلوکوز په يو نوع زهرجنه ما ده تبديليږي چي د لاندي حالاتونو سپپ کيږي:

× د زړه حمله
× د زيګر تکليف
× د اعصاپو حملي
× د شيريان بنديدل او داسي نور .......

او همدارنګه هغه اضعافي قند په کلسترولو تپديليږي.
نو د شکري د کميدو لپاره د قندي يا خوږو موادو څخه پوره ډډه کول ، صحيح او مسلسل تمرين کول او د ډاکټر څخه د اخيستل شوي دوا صحيح تعقيبول دي.