د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پيشلمي کی څه وخورو او څه ونه خورو؟؟؟

سيدساحل 09.07.2013 13:58

اول د روژی مبارکی مياشت را رسيدو مبارکی ټولو مسلمانانو ورونو ته وايم !
لکه څنګه چی ورځی اوږدی دی نو د روژی نيول هم سخت دی بايد پيشلمی کی داسی غذاګانو څخه استفاده وشی چی په کافی ډول انرژی ولری .
مناسب پيشلمی کول ټولو روژه نيونکو ته په کار ده په پيشلمی کی بايد داسی غذاګانی وخوړل شی چی نه تنها انرژی بلکه پروتين او ويتامين هم ولري.
ډيره هڅه وکړی چی د روژی په مبارکه مياشت کی د دواګانو څخه استفاده ونکړی چون ټولی دواګانی زهری مواد لری نو هم د تندی سبب کيږی او هم په ځګر بد اثر لری ، همدارنګه هغه غذاګانی چی د تندی سبب کيږی په پيشلمي کی تری کمه او يا هيڅ استفاده مه کوی لکه پنير،کباب،سری شوی غوښی او داسی نور..
ډير کوشش وکړی پيشلمي کی پخی شوی غذاګانی وخوری لکه وريجي،مکروني،سره غوښه ، سبزي خو غذاګانی بايد په مالګه تروی نه وي په آخر کی هم يو ګيلاس ماسته يو دوه خرما لږه ميوه او په کافی درجه اوبه او نور مايعات مو له ياده ونه باسی!

په درناوي