د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شین پسرلی

پوهندوی آصف بهاند 13.01.2014 19:09

                                            (داستاد صدیق پسرلي مړینه)

ما ته دخپل ژوند په اوږدوکې یووارداستاد صدیق پسرلي دلیدلوویاړراپه برخه شوی دی،هغه هم په دې ډول:
په کابل کې دتنظیمي ایله جاریانوپه راتګ سره داسې غوبل جوړشوچې په تاریخ کې به یې ساری یا هیڅ نه وي اویا به ډیرلږ تیرشوی وي.هرڅه په سره اوربدل شول.زه هم دخپل کور،کلي اوهرڅه پریښودوته اړشوم.
دوروستي ځل له پاره مې داستاد دوست شینواري دجنازې په مراسموکې ګڼ شمیرفرهنګیان ولیدل.دافغانستان دعلومواکادیمۍ غړي،دپوهنتون استادان،ژورنالستان،لیکوالان،شاعران او...
ټولویودبل په تندیواوسترګوکې دیآس اونا امیدۍ کرښې لوستلې.یوبل ته موسره کتل اوهرچا دمقابل لوري په تندي کې درحمان بابا دا بیت لوسته:
                                   پـــه سـبــب دظــا لــما نوحـاکمانو          
                                   کوروګوروپیښوردرې واړه یودي
دټولوله پټوخولواوکتلونه په یوپیام باندې سړی پوهیده چې: کابل خوګورشو،منډه ترپیښوره ده،که هغه هم ګورشي نو...
دټولومړاووکتو له یوبل نه پوښتنه کوله چې:بیا به سره وګوروکه نه اوکه به هرچاته خپل کورګورشي اویابه دبل کوم ملک بندیوان شواو...
هیڅ کله به مې هیرنه شي چې دا وخت کابل اوکابلیان دتنظیم واکۍ اوټوپکسالارۍ په وحشت اوسره اورکې نینې نینې وو.زه له کابل نه،له اوراخیستي کابل نه،له سوي سکاره کابل نه،له خپلې ځالې نه چې خاورین دیالونه یې اوډبرین دیوالونه یې دوحشت اورلکه د « کلوخکې » لوټې په سره انګاربدل کړي وو؛دپيښورپه لوري روان شوم.د۱۳۷۲ ل کال دثورپه یودیرشمه نیټه پیښورته ورسیدم اودلومړي ځل له پاره مې دمهاجرت مزه وڅکله.
په پیښورکې زما شخصي اوفرهنګي دوستانودځای ځایګي اوبهرته دتګ داسنادودجوړولودمرستې په ترڅ ځینې ځایونه اواشخاص هم راوښودل چې د دوو په لیدلومې ځان ډیرخوشاله اونیکمرغه احساس کړ.یودپښتوژبې دسترمفکراوعارف رحمان بابا زیارت ته ورتګ واوبل داستاد صدیق پسرلی لیدل و.
سره له دې چې په وطن کې روانو حالاتو،دمهاجرت چاپیریال،بې سرنوشتي اونامالومې راتلونکې زما وجود،ذهن اوضمیرلکه دلړم نیش هره شیبه چیچه،خوکله کله به داسې څه یا څوک اوحالت سره مخ شوم چې بیا به مې دامید نری باد دزړه اوذهن په کرونده کې راولوت.
یوه ورځ چې دویزې اواسنادوله کارونویوڅه بېغمه شوو،نوانځورصاحب راته وویل:
راځه چې نن پسرلی صاحب وګورو.ما هم وویل درځه.
دپیښور ګڼه ګوڼه،ځه پسې ځه.چې یو وارانځورصاحب ووې:آصف ګله دا سیمه « نوته » نومیږي،پسرلی صاحب دلته اوسیږي.دې کې یې یوې داسې ځای طته ورسیخ کړم چې پخه کانکریټی کوڅه وه اوپه منځ کې نرۍ ویاله غځیدلې وه.یوې دروازې ته ورسیدو،کله چې کورته ورننوتو،ومې لیدل چې یوه ډنګر بنده بوغبندته شاورکړې وه اوځنګنونه یې په نس پورې داسې نښلولي وو،چې ته وا نوربه جدا نه شي.
زه دوطن حالاتوداسې چیچلی وم چې زیړزبیښلی وم.کله یې چې وروپیژندلم سړی وروراجګ شو،روغبړیې راسره وکړ.کیناستو،له یوڅوپوښتنواوخبرو وروسته چې استادخبرې پیل کړې،نوزما پرذهن،ضمیراوبدن باندې بل کړای شوی اوراوزیړمنی یې به پسرلي باندې بدل کړ.سړی په رښتیا پسرلی و،اودعلم اوهنرداسې خزانه چې زما دذهن په مړاوې کرونده کې یې هیلې اوګلان راوغوړول.دا خزانه اود علم اوهنریونه تمامیدونکی ګنج،صدیق پسرلی واولکه دافغانستان ترخاورولاندې خزانې،دپیښورپه « نوته » کې په یوه زړه کوډله کې پروت و.
په هغې ورځې موښې مرکې وکړې،ما په زړه کې اچولي ووچې بیا کله سره ګورو،خوحالات داسې راغلل چې موږلکه وچه پاڼه بادونوپسې واخستو چیرته لرې یې په یوبل پردي وطن کې ورغوزارکړواو...
استادصدیق پسرلی په پښتوادب اوشاعرۍ،په ځانګړي ډول غزل کې وروسته له استاد حمزه شینواري نه،دپښتوغزل یومنل شوی اوحقداره استاد دی،اوددې ښه ګواهي دده خپاره شوي آثار دي.
مرګ حق دی،دخدای رضا ده اودټولو لار،استاد صدیق پسرلی هم په خپل وارپردې لارې باندې روان شو؛خوله ځان نه یې ډیرڅه پریښودل.ښايي ده دفرهنګ په ډګرکې ټول هغه څه چې غوښتل،نه یې وي کړي،خوزما په عقیده چې ډیره ډیره سلنه یې ترسره کړل.
صدیق پسرلی لاړ،خوله ځانه یې ډیرڅه په میراث پریښودل.داسې میراث چې نه یوازې کورنۍ اوافغانان به ورباندې ویاړي،بلکې دبشریت دبډای فرهنګ لویه برخه به هم ورباندې فخرکوي.
صدیق پسرلی دغزني دقره باغ نه،دکندزدخان آبادنه،بلکې دټول افغانستان شین بڼ اوتاند پسرلی دی اولکه ځان غوندې یې شین،ښیرازه اوباثمره بڼ پریښود.
دی لاړ،خوده له ځان نه ،ځان غوندې شین پسرلی پریښود،داسې بڼ یې پریښودچې شنې با ثمره ونې په کې ولاړې دي،دده آثاراودده عالمه کورنۍ،دپسرلي راپاتې هرڅه شنه دي،باغونه دي اوپسرلي دي،دده افکاراوآثار دخلکودفکرونوکروندې شنې کړي اوشنې کوي یې پسې.
دپسرلی دشخصیت،آثارو اوافکارو دتشریح له پاره ویناوې،خبرې،شعرونه،مقالې بسنه نه کوي پرده باندې به کتا ب نه،بلکې کتابونه ولیکل شي.
استادصدیق پسرلی به تل شین پسرلی وي دده آثاراوافکاردیوې شنې کروندې اوشنه پسرلي حیثیت لري اودده په جوړ کړي شنه بڼ اوبا ثمره ونونه به تل خلک دخوند اورنګ استفاده کوي.
زه داوس له پاره دده آثارو ته لاس رسی نه لرم چې څه پرې ووایم،خودخپل ذهن اوکور په آرشیف کې مې سمدلاسه دده دغه دوه شعرونه پیدا کړای شول چې دلته به یې دده دکلام دنمونې په ډول وړاندې کړم:

                               آشنــا راځــه،فرصــت درســره پلـی راولــه
                               پسرلی دنیکمــرغۍ تــرلاس نیــولی راولــه
                               څادرورباندې خپورکړه،له میناسره کړه پام
                               شیخان ګرځــي،محــفل ته ساقي غلی راوله
                               دنــویــوخــوشــالیـووړکــه نه یونوخــاونـده
                               پــه تیــروبهــارونــوکــې یــوښکلی راولــه
                               یــا مــا درســره بــوزه شنــولمنوته سپرلیه
                               یــا بــوی دشنــوشــوتلونښتیـځــلـی راولــه

                                           ×××××××××××
                                           ×××××××××××

                        وښوسرنه هسک کړل،ښايي بیا راځي بهار        
                        چــې بیابــه مرور وي،که پخلاراځي بهـار
                        نـه کـډې ورلیښلې،نه چاتیږه منځ کې ایښې
                        لـمــنوتـه بـه څـه رنـګه تنهـا راځــي بهــار
                        چــاووې چــې ســږهــم،دماینونولــه شامته
                        دوریځــوپــه ډولۍ کې یک تنهاراځي بهار
                     څه سا به یې شي جوړه دباروتوپه لوګي کې
                     مجبــوردی دمــوسم په تقاضا راځـي بهـــار
                     دزخــم تبســم وي تـرجمــان دسویوڅړیــکو
                     زمــوږوطن ته ځکه،په موسکا راځي بهار
                    راتلل یې ښايی بیا هم دحسرت دوړې راپریږدي
                    نه موږ ورپسې تلای شو،نه په شا راځي بهار
                    دهیلــوشــګوفې چـې وي دیــآس ږلۍ وهــلې
                    راځي خوزموږخواته،نیمه خوا راځي بــهار
                   په زړه باندې مې ګرځی،په راتلویې خبر نه شم
                   دا څــوکلــونــه هرځلــې په غــلا راځــي بهار
                   پسرلیه زه یې څه کړم چې وطن دښاپیرو ته
                   رعنــا راځــي بــهاراوکه زیـبا راځــي بــهار

                                                                      پای