د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بیوګرافي

پوهندوی آصف بهاند 09.01.2014 21:14

کلونه پخوا استاد بینوا دخپلومعاصرلیکوالوبیوګرافي دیوه ځانګړي سبک په قالب کې په داوسني لیکوال ترسرلیک لاندې،په دریوټوکونوکې ولیکله.دا اثراوس په عام ډول دافغانستان په فرهنګ اوپه خاص ډول په پښتني فرهنګ کې دیولوی مآخذحیثیت لري،خواوس دبیوګرافي لیکلو یونوی ډول په میډیا کې سر راپورته کړی دی.
ښاغلي قانع تقربیآ هرورځ دافغانستان په باب اودافغانستان دسیاسي اوټولنیزونیمګړتیاوو په باب په هنرمندانه ډول یوڅه لیکي.په۰۷،۰۱،۲۰۱۴ نیټه یې په « تا ند » کې د « دنن غم وخورې »  ترسرلیک لاندې یوه مهمه موضوع طرحه کړې وه اوویلي یې وچې تیرپریږدئ،داوس غم وخورئ.ددې لیکنې په ترڅ کې ښايي په سهوه ښاغلي دانش ته اشاره شوې ده چې د دانش دژوندلیک یوې څنډې ته اشاره غوندې ګڼل کیدای شي.
زه خپله هم ورباندې خوابدی شوم اوپه لوستلوسره مې په زړه کې تیرشول چې:« دوه پکه ،هغه هم سره ورکه » ډیروخت لا تیر نه وچې  دښاغي قانع دلیکنې په ځواب کې ددانش صاحب له خوا بله لیکنه آنلاین شوه(زه اوقانع – ۰۹،۰۱،۲۰۱۴).په هغې کې بیا دقانع دبیوګرافۍ منفي اړخونه په نښه شوي وو.ښايي دا لړۍ دوی وغځوي.
زه دافغانستان په دې کړکیچن سیاسي اوټولنیزحالت کې،دپښتني فرهنګ په دې خزان وهلي بڼ اومخ په وچیدو وضعیت کې ددې خبرومخالف یم.زه د اوس له پاره دقانع اودانش په زدکړواودسیاسي پس منظرپه څرنګوالي پسې نه ګرځم،یوازې یې په ترسره کړوفرهنګي خدمتونوفکرکوم.زما دمعلوماتو له مخې دوی دواړوفرهنګي خدمت کړی دی.دواړودکتاب خاورې دتیلي څراغ له دودسره تنفس کړي،دځیګر په وینویې ګذاره کړې اودخزان وهلي فرهنګ په ازغنه لار یې قدم ایښی دی اودواړه حق لري چې ووايي: « مینه مې کړې څه ګناه خونه ده...»
دوی به جلا ټکي ډیرلري،خو ګډ ټکی یې دادی چې له توپانونونه دتیښتې په وخت کې په یوه لار تللي دي،دواړویوه دروازه ټکولې ده،اوهغه هم داسې آدرس ته ورغلي دي چې نا سم اوغلط آدرس و،خوبیا یې هم هغه لارې پرې ایښې ده اودخلکواو وطن دخدمت لاره یې غوره کړې ده.که دوی اوس په تیرو اوبوپسې بیلونه راواخلي اودتیروپوده ټانټوپه زدویلوسره خپل طلایي وخت له لاسه ورکړي،نوبیا به اول قانع دکړواولیکلوخبروپرضد ودریږي(دنن غم وخورئ) اوورپسې به همدا لار دانش هم پسې تعقیب کړې وي.
درنوفرهنګیانو،ښاغلوقلموالو!
یودبل بیوګرافي داسې مه لیکئ لکه قانع اودانش یې چې لیکي.دا خپله لمن په خپله پرسراړول دي.زه ډاډه یم چې دهرفرهنګي په ژوند لیک کې دلیکلوله پاره ډیر مثبت اوښه ټکي هم شته چې ولیکل شي.نورخلک په ځینواشخاصوکې ډیرمنفي ټکي پټوي اودهغه پرځای هغه ښیګڼې ورپورې نښلوي چې په یاد تن په شخصیت کې هیڅ نه وي؛خو موږبرعکس.
زه فکرکوم ښه به دا وي چې هرڅوک خپله بیوګرافي لکه شپون صاحب،خپله ولیکي(و،نه و،یوشپون و) هرډول یې چې لیکي په راتلونکې کې به یې « ویاړاومسولیت » خپل وي،اوکه  موږیودبل بیوګرافي لیکو،اوحقایقوته هم دکرکې له کړکۍ ګورو،نوخپله لمن به موخپله پرسراړولې وي.
استاد بینوا چې داوسنیولیکوالوترټولوستربیوګرافر و،ده به هم دهغه وخت له فرهنګیانوسره څه شخصي،رسمي یا سیاسي ستونزې درلودې،خوبینوا دمحبت اومینې له عینکو هغوته کتلي دي اودهغوی دژوند انځوریې په هنرمندانه ډول ایستلی دی؛موږولې دکرکې له کړکۍ نه یوبل ته وګورو؟
                       پای