د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوشعر،یوه خاطره

پوهندوی آصف بهاند 04.01.2014 23:09

په ۱۳۵۵ل کال مې دکانکورآزموینې له بریالتوب نه وروسته دکابل پوهنتون ادبیاتوپوهنځي کې خپلې زدکړې پیل کړې. په دې وخت کې زموږ په هیواد افغانستان کې دتلویزیون اوټرن په باب څه ویل هسې دخیال خبرې،یا لکه دچا خبره یوخیال پلو و اوبس.
موږ څوتنه هم صنفیان اوهم دوره محصلین ووچې کله به دتفریح په وخت اوکله به هم په کوم بل فارغ وخت کې سره کیناستواولکه دچا خبره بنډاربه موکاوه.دهمدې بنډارونوپه لړکې یوه ورځ خبره په ترقي اوپرمختګ باندې یاده شوه.کوم یوه غږوکړ چې دا دی سردارصاحب لګیا دی تلویزیون جوړوي.بل په کې وویل چې هلکه « غریب سړی،برګ یې سپی » موږتلویزیون څه کوو،خلک دخوراک ډوډۍ نه لري،سردار صاحب تلویزیون ورته جوړوي.په دې کې له کومې بلې خوا زموږیوهم صنفي چې روح الله نومیده اودکنړونواوسیدونکی و،ډیر ځیرک اوښه با مطالعې هلک و،غاړه تازه کړه اوپه جدي ډول یې داسې وویل:
«ګورئ انډیوالانو! پرټولنه اوټولنیزژوند اوخلکوباندې خبرې کول دټوکو خبرې نه دي.که لوږه ده ،که هرڅه ده،سردار صاحب ډیرنیک اقدام کړی دی او...»
روح الله خپلې خبرې پسې اوږدې کړې.خبرې یې ډیرې علمي اوښې خبرې وې،خو دټولوخبروشیره یې په دې جمله کې سره راغونډه کړه:
« یو وطن چې تلویزیون اوټرن ونه لري،داسې به وي لکه یوانسان چې پښې اوسترګې ونه لري.»
دسردارصاحب هڅې بریالۍ شوې او۱۳۵۷ ل کال په پسرلي کې افغانستان ته خدای یوه سترګه یعنې تلویزیون ورکړ.له هغه وخت نه اوس لږاوډیر شپږدیرش کاله تیردي،اوخدای دهغوسترګو شمیر له پنځوسو هم اړولی دی،خوله بده مرغه چې موږافغانان بل ځای څه چې خپله مخه اوخپله لاره هم نه شو لیدلای.
په هرصورت دتلویزیون دخپرونو له پیل سره زموږکورته هم زموږ دکورنۍ کوم لالا یوپایه روسی کریم( krim ) تلویزیون راوړ.دا تلویزیون ښه ډبل اوداسې غټ وچې په لیدویې سړي ویلای شول چې:« دبختورسړي به غټ تلویزیون وینه ».دا پدیده لالا تریوه ځایه په ټکسي کې او وروسته په لاسي کراچۍ کې دکورانګړته راورساوه.کوټې ته موپه څلورتنو ننیست او« په بسم الله قدم راواخله» په ویلوسره موپه ډیر احتیاط دکوټې په یوه کنج کې ځای پرځای کړ.
دا نوې پدیده به اول په عذر چالانیده،یعنې دا چې زموږ دکلي برق دومره ضعیف وچې دې پدیدې ته یې انرژي نه شوه رسولای.دې کې دکورنۍ کوم غړي غږ وکړ چې:« زر په لالي پورې،دا شل یې دبنګړو» بیا دبرق دتقویې وړوکی ماشین را پیدا شو،کله چې تلویزیون ته روزي پوره ور ورسیده،نوبیا به په غومبس لګیده.داسې وخت هم راغی چې ترڅوبه چا په سوک ونه واهه، نه به لګیده.
زه هم لکه کریم روسی تلویزیون،دفیسبوک لوستلوته،دګڼودلایلو له مخې ډیر زړه نه ښه کوم؛خوآغه بله ورځ لکه روسی تلویزیون چا په سوک د مخکتاب لوستلوته اړایستلم.کله مې چې مخکتاب پرانست،د همایون خان نومي سندغاړي په غږکې دوې خوږې سندرې،دهادي هادي اوفاروق فردا یو یو شعر،دلطیف لالا دوو لنډو شعري ژباړو لږڅه سره مصرف کړم ،خوبیا له یوې غوښتنې یا پوښتنې سره مخ شوم.ښاغلي نور محمد لاهو یا له تنګ زړه نه ،یا په ټوکو اویاهم په رښتیامینه ورکه کړې اودکرکې په ازغنه صحرا کې د مینې ګدايی کوي اومینه داسې ورنه ورکه ده چې اوس یې لا په پورغواړي:« یوڅوک شته چې ماته مینه په پور راکړي؟»
دلاهوصاحب ځواب به دهرچا دنظر،تجربې اوسترګو لیدلي حال له مخې فرق سره کوي. ما خپل ځواب دیوه شعرپه قالب کې ورته لیکلی دی.
له عنوان سره سم پاس یوه خاطره او داهم شعر:

دلته دکرکې زړی شین شو
مینه والوتله لاړه مهاجره شوله                                              
زه هم پښې یبلې تلې
له خپل ګودر،کلي اوکوره ځينې
پسې راوتلی یمه
دا دی داشل پسرلي
په شلوکلوپسې وګرځیدم
د ورکې مینې پته
خوشې له لرې چا راونه ښوده
هسې مې نښه هم ترسترګونه شوه
چې مې زهیرې او اوښلنې سترګې
لږڅه راوچې شي بیا
مېنه اوکلی مې دبل تر ولکې
زما پټکی غاړه کې پروت
اوله دردمنې ملامې
یوه ریښکۍ راتاو ده
دشعرکچکول مې را ترغاړې ګرځم
دخپلوتوروسترګوخیرمې
له شین سترګوغواړم
بل څوک څه نه راکوي
تنها دخدا پرښتې
دشعرپه مات کچکول کې
دشعرڅو وللي توري
کله را وغورځوي
خوزما سترګې لټوي آ مروره مینه
پښوکې مې نور وس نه شته
چې په لټون پسې یې
کوم بل تکل وکړمه
دغه وروستی ټکی دی
ددنیا پای ته رسیدلی یمه
ښايي لږ وړاندې دخدای کلی وي بس
او ...
که دې په کاروي کرکه
نوکابل جان ته لاړشه!
افغانستان ته لاړشه!

                       02,01,2014
                              هیدرسلیف  
                         دنمارک