د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تاريخ سبقونه چاپ شو

مجیب الرحمان انګار 19.12.2013 18:51

د تاريخ سبقونه د نوموتي ليکوال او څېړونکي ډاکټر مبارک علي د هغو تاريخي مقالو کتاب دی، چې خوږ ژبي ليکوال اسدالله غضنفر پښتو کړی.
دا ګټور کتاب مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په تيراژ په ښکلې بڼه او ښه صحافت خپور کړی. 
د کتاب پښتۍ د پښتونخوا وتلي انځورګر کمال خان ډيزاين کړې او ټول ۴۲۴ مخونه لري.
په دې کتاب کې ۱۳۴ عنوانه بېلابېلې مقالې دي چې هره يوه په خپل ځان کې بشپړه ده او ځانګړې موضوع رانغاړي.
د تاريخ له نورو کتابونو سره ددې کتاب يو توپير دا دی چې پېښې او واقيعتونه يې د اوس وخت ستونزو او غوښتنو ته په پام سره هر اړخيزې څېړلې او چاڼ شوې خبرې پکې راټولې دي.
ډېرې مقالې يې د مغلو د اوج او زوال، د ملايانو رول او له نوي تمدن سره د دوی پر چلند څرخي او د کليسا په کړنو او نورو نړيوالو تاريخي موضوعاتو مو خبروي.
ددې کتاب لوستل په خوند سربېره د ټولنې د خير لارې چارې هم راښۍ.
د کتاب په اړه ښاغلي غضنفر خپلې خبرې په دې هيله راټولي کړي : ( زه به ډېر خوشاله يم چې ځوان کهول د مبارک علي مقالې ولولي او د پرون له تجربو څخه د خپلې ټولنې د نن د بهتره کولو لپاره استفاده وکړي.)