د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

یوه ناروغه مهاجره عاجلو مالي مرستو ته اړتیا لري

مجیب الرحمان انګار 19.06.2012 11:06

د یوې ناروغۍ میرمنې ژوند وژغورئ

د اسلام اباد په شفا انټرنیشنل روغتون کې د رحیمه بي بي په نوم یوه افغانه میرمن چې له اوږدې مودې راهیسې بستري ده ستاسو عاجلو مالي مرستو ته سخته اړتیا لري.

دغه میرمن چې له کابله راغلې لومړی يې په پيښور کې تر څو میاشتو پورې علاج معالجه کړې خو چې کله د پيښور د ډاکترانو تداوۍ نتیجه ورنه کړه اسلام اباد ته راغله او په شفا انټرنیشنل روغتون کې بستري شوه.

دلته يې تر شاوخوا یوې میاشتې پورې درملنه روانه وه، او بیا وروسته د لنډو ورځو لپاره خارج کړل شوه.

په دویم پړاو کې يې جراحي عملیات وشول خو دا مهال د عاجلې پاملرنې یا ICU خونه کې بستري ده.

ښايي ډيری خویندو ورونو ته به معلومه وي، چې لومړی خو په شفا انټرنیشنل کې درملنه تر نورو روغتونونو څو وارې ګرانه ده او بیا د شفا د ICU فیس دومره لوړ دی چې هر څوک يې د ورکړې توان نه لري.

دغه میرمن باید تر نامعلومې مودې پورې په دې خونه کې وي، ځکه چې زړه، ګردې او نور غړي يې د ماشینونو په مرسته فعالیت کوي او که له دې خونې وایستل شوه نو هرڅه به يې له کاره ولویږي او سا به ورکړي.

ستونزه داده چې کورنۍ يې نوره کنګل شوې او حتی د یوې ورځې مالي اخراجات هم نه لري.

ټولو دردمنو او شتمنو خویندو ورونو ته خواست دی چې له دې بیچارګۍ سره مرسته وکړي او ژوند يې وژغوري.

د رحیمه بي بي د زوی ( خیبر) د موبایل شمیره : 00923334482334

د شفا روغتون د جراحي څانګې ، ډاکتر ناصر خان مومند : 00923449102648

د تحقیق او نورو معلوماتو لپاره له اسد دانش سره هم تماس نیوی شئ : 00923005908528

پروفیسر ډاکتر ناصر خان مومند

شفا انټرنیشنل روغتون، اسلام اباد، پاکستان