د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مجیب الرحمان انګار

19.12.2013 17:51    |   مجیب الرحمان انګار د تاريخ سبقونه چاپ شو

د تاريخ سبقونه د نوموتي ليکوال او څېړونکي ډاکټر مبارک علي د هغو تاريخي مقالو کتاب دی، چې خوږ ژبي ليکوال اسدالله غضنفر پښتو کړی.

31.03.2013 11:57    |   مجیب الرحمان انګار د افغانستان او پاکستان د ديني عالمانو مناظره

دا خپرونه د دې لپاره ازادي راډیو او مشال په ګډه وړاندې کوي چې هم یې موضوع او هم یې مېلمانه له دوو هیوادونو یعني افغانستان او پاکستان سره تعلق لري. نن په دې خپرونه کې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان زموږ مېلمانه دي. له دوی ټولو څخه، چې له لاهور، پېښور او کابل څخه به راسره وي، مننه کوو، چې زموږ بلنه یې منلې او په دې بحث کې ګډون کوي.

21.03.2013 11:23    |   مجیب الرحمان انګار د خیبر پښتونخوا چارواکي دې د افغان کډوالو ستونزو ته جدي پام وکړي

په اسلام اباد کې د افغانستان لوی سفير محمدعمر داودزي د خیبر پښتونخوا پر دولتي مقاماتو غږ کړی، چې د افغانستان کډوالو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي. ښاغلي داودزي په پيښور کې د خیبرپښتونخوا له نوي ټاکل شوي والي – ګورنر- انجنیر شوکت الله خان سره وکتل او هغه يې د افغان کډوالو له ستونزو خبر کړ.

15.11.2012 15:03    |   مجیب الرحمان انګار اسرار اتل ډاکتر شو

د کوزې پښتونخوا ځوان لیکوال، شاعر او ژورنالیست محمد اسرار خان اتل په پوره بریالیتوب سره د پي اچ ډي یا دکتورا له تیزس نه دفاع وکړه. نوموړې په هغه غونډه کې، چې نن د پيښور پوهنتون د پښتو څانګې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه د دې څانګې د یوشمیر پروفیسرانو، محصلینو او نورو ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل او له خپل تیزس يې دفاع وکړه. اسرار اتل ( په پښتو ادبیاتو کې راپور تاژ لیکنه او د راپورتاژ تاریخ) پر موضوع څیړنه کړې او تیزس یې لیکلی.

20.10.2012 07:56    |   مجیب الرحمان انګار پاکستاني پولیسو له یوه افغان څخه د هغه میرمن ایساره کړه

پاکستاني پولیسو د مهاجرت کارتونو نه لرلو له امله له یوه افغان مهاجر نه د هغه تور سرې ایسارې او په تاڼه کې بندې کړې. دا پيښه د جمعې په ورځ د حسن ابدال او هریپور ترمنځ د لويې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې.

12.09.2012 09:53    |   مجیب الرحمان انګار له ناروغ سره مرسته وکړئ

د پيښور په لیډي ریډينګ یا جرنیلي روغتون کې ناڅرګندو غلو بستري افغان ناروغ لوټلی. دوی وايي چې د افغانستان له شماله پيښور ته د درملنې لپاره راغلي او له څو ورځو په جرنیلي دولتي روغتون کې پراته دي. ددغه ناروغ په خبره څو تنه افغانې میرمنې راغلې او په ډیر مهارت يې جیب ترې پرې کړی.

14.07.2012 10:17    |   مجیب الرحمان انګار پاکستان د افغان کډوالو پر ځینې کمپونو بریښنا بنده کړې

د افغان مهاجرینو د کمپونو بریښنا د قرارداد یا ټیکه داري سیستم له مخې کنترولیږي. انجنیر مسکین چې ددغو کمپونو د بریښنا ټیکه دار دی تیره اونۍ ازادي راډيو ته وویل، چې صوبايي حکومت غواړي د کمپونو د بریښنا بیه د ښاري سیمو په نسبت څو وارې زیاته کړي، خو زیاته يې کړه چې کډوال لا د اوسنۍ بیې توان هم نه لري. هڅه مو وکړه چې په دې باب د نوموړي او د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت د اړوندو مقاماتو نظر هم واخلو خو له پرله سې هڅو سره سره له هغوی سره اړیکې ټینګې نه شوې.

19.06.2012 10:06    |   مجیب الرحمان انګار یوه ناروغه مهاجره عاجلو مالي مرستو ته اړتیا لري

دلته يې تر شاوخوا یوې میاشتې پورې درملنه روانه وه، او بیا وروسته د لنډو ورځو لپاره خارج کړل شوه. په دویم پړاو کې يې جراحي عملیات وشول خو دا مهال د عاجلې پاملرنې یا ICU خونه کې بستري ده. ښايي ډيری خویندو ورونو ته به معلومه وي، چې لومړی خو په شفا انټرنیشنل کې درملنه تر نورو روغتونونو څو وارې ګرانه ده او بیا د شفا د ICU فیس دومره لوړ دی چې هر څوک يې د ورکړې توان نه لري. دغه میرمن باید تر نامعلومې مودې پورې په دې خونه کې وي، ځکه چې زړه، ګردې او نور غړي يې د ماشینونو په مرسته فعالیت کوي او که له دې خونې وایستل شوه نو هرڅه به يې له کاره ولویږي او سا به ورکړي.

04.04.2010 13:22    |   مجیب الرحمان انګار بغداد: د ايران او المان سفارتونو ته څېرمه بمي چاودنې شوې

بغداد: د ايران او المان سفارتونو ته څېرمه بمي چاودنې شوې

26.02.2008 09:19    |   مجیب الرحمان انګار لومړنی پښتو کيسه ډایجسټ چاپ شو

12.10.2007 02:00    |   مجیب الرحمان انګار دکند هار يا داښتونه