د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او پاکستان د ديني عالمانو مناظره

مجیب الرحمان انګار 31.03.2013 13:57

(دخپرونې اهمیت ته په کتو يې له ازادۍ راډیو نه په مننې دلته خپروو): دا خپرونه د دې لپاره ازادي راډیو او مشال په ګډه وړاندې کوي چې هم یې موضوع او هم یې مېلمانه له دوو هیوادونو یعني افغانستان او پاکستان سره تعلق لري.

نن په دې خپرونه کې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان زموږ مېلمانه دي.

 له دوی ټولو څخه، چې له لاهور، پېښور او کابل څخه به راسره وي، مننه کوو، چې زموږ بلنه یې منلې او په دې بحث کې ګډون کوي.

دیني عالمانو تل د اسلامي هیوادونو په سیاسي انکشافاتو او تحولاتو کې مستقیم یا غیرمستقیم رول لرلی دی. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې د جهاد فتوا دیني عالمانو صادره کړه. د مجاهدینو د اکثره ډلو مشري هم روحانیونو کوله چې ورسره په سیاسي صحنه کې د مذهبي ډلو رول لا غښتلی شو.

 خو دیني عالمان هم د سیاستوالو او نورو خلکو په شان نه دي توانېدلي چې د سیمې د مهمو ستونزو په باب ګډ دریځ خپل کړي.

افغانستان او پاکستان دواړه د تروریزم او افراطیت ښکار دي. په دواړو خواوو کې انتحاري او بمي حملې کېږي، ښوونځي سوځول کېږي، ملکیان او امنیتي ځواکونه وژل کېږي. 

د دواړو هیوادونو چارواکي دا بریدونه غندي او د مخنیوي لپاره یې په خپل منځ کې د همکارۍ ژمنې کوي . د دواړو خواوو اکثره دیني عالمان هم د تشدد، انتحاري حملو او افراطیت مخالفت کوي خو بیا هم په یو لړ مهمو مسایلو کې د مشترک دریځ په خپلولو نه بریالي کېږي.

په دې خپرونه کې به، چې دوه ساعته دوام کوي، د دواړو خواوو د اختلاف په مواردو او دغه راز د اختلافاتو د حل کولو پر لارو چارو خبرې وکړو.

 

 

د پاکستان د علماوو د شورا مشر علامه طاهر اشرفي

 

د جمعیت علمای اسلام ګوند مرستیال مولانا ګل نصیب خان

 

د حقانیه مدرسې مهتمم او د سمیع الحق د جمعیت علما د خیبر پښتونخوا ایالتي مشر مولانا یوسف شاه

 

د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

(قاضي محمد امین وقاد د پخواني شوروي اتحاد د جهاد په کلونو کې د حزب اسلامي مرستیال و)

 

د افغانستان د علماوو د شورا غړی مولوي عنایت الله بلیغ

 

او الحاج مولوي مفتي حقنواز. مولوي صاحب حقنواز د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په بېلابېلو پوسټونو کار کړی او یوه موده په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو خاص استازی و

http://pa.azadiradio.org/audio/broadcastprogram/710234.html

http://pa.azadiradio.org/audio/broadcastprogram/710234.html