د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انتخابات په هر صورت

عبدالباري جهاني 08.10.2013 15:23

انتخابات د ډیموکراسی ناموس دی. له انتخاباتو پرته ډیموکراسي نسته. هر څومره چي انتخابات شفاف او د جبر، زور او غبن څخه خالي وي، په هماغه اندازه حکومت د خلکو د ارادې ښکارندوی وي. په افغانستان کي، له بده مرغه، هیڅ وخت شفاف انتخابات نه دي سوي او د شهید محمد داوود خان له زمانې څخه تر نني ورځي پوري خو ټول انتخابات بې اعتباره دي. د جمهوریس کرزي د قدرت په زمانه کي خو انتخابات او رایه ګیري بیخي د بې شرمۍ سرحد ته ورسیدل او د جمهوری ریاست د تیر ځل انتخاباتو څخه وروسته پخپله کرزي، په داسي حال کي چي سناتور جان کیري یې څنګ ته ولاړ وو، په یوه لوی خبري کنفرانس کي اعتراف وکړ چي د ده په ګټه په څه باندي یو میلیون رایو کي غبن سوی دی.سړی به په باقي پاته رایو څه باور وکړي. طبیعي خبره ده چي د جمهوریس کرزي رقیب عبدالله هم تر ده پاته نه وو او تقریبا ټولي رایی به یې په غبن، فشار او تطمیع تر لاسه کړي وي. چي د جمهوریس یې دا حال وي نو د پارلمان او ولایتي شوراګانو اټکل موږ پخپله کولای سو او په جرأت سره ویلای سو چي تقریبا یو وکیل به هم له مشروع لاري مرکزي پارلمان او ولایتي شورا ته نه وي ننوتلی. د جموری ریاست د راتلونکو انتخاباتو په برخه کي هم باید له هیچا سره دا تمه نه وي چي ګوندي دا رایه ګیري به یا له غبن، زور، دسیسو او تطمیع څخه خالي وي او یا به لږ ترلږه تر تیرو انتخاباتو بهتر وي. برعکس، که چیري د جمهوری ریاست د مقام لپاره د کاندیدانو سره د ملګرو ټیمونو ترکیب ته نظر وکړو نو، زما په عقیده، په دې انتخاباتو کي به تر بل هر ځل د زیات زور او فشار، پیسو او دسیسو څخه کار اخیستل کیږي.
د ټولي نړۍ د انتخاباتي مبارزو د معمول په خلاف، چي ګوندونه او سیاسي اشخاص د یوه بل په مقابل کي دریږي، خپل پروګرامونه وړاندي کوي او د قدرت د نیولو او خپلو پروګرامونو د عملي کولو لپاره په کلونو او حتی په لس ګونو کلونو مبارزې کوي په افغانستان کي انتخاباتي مبارزه د کوم خاص فکر، عقیدې او پروګرام د عملي کولو لپاره نه بلکه د ارګ د نیولو لپاره د روا او ناروا لوبو یوه مجموعه ده. د جمهوري ریاست لپاره ګڼو کاندیدانو، د پخو قماربازانو په څیر، تر وروستۍ شیبې پوري، د یوه بل د دسیسو له ویري، خپلي قطعې پټي وساتلې؛ او کله چي یې خپل ځانونه او ورسره ملګري اعلان کړل نو داسي کاندید پاته نه سو چي ټولو خلکو د حیرت ګوته په غاښ  ورته ونه نیوله. خو څرنګه چي دا ریښتوني، او یا لږترلږه تقریبا ریښتوني، انتخابات نه بلکه د قدرت د نیولو لوبه ده؛ نو په دغه راز لوبو کي کله کله هر څه روا او پیښیدلای سي، او باید چي د هر ډول پیښو او ترکیبونو انتظار ولرو.
 جمهوریس کرزي په دې لوبه کي تر ټولو کاندیدانو او حریفانو مخکي فعالیت پیل کړی دی. هغه په کابینه کي تر ټولو کمزوری وزیر ډاکټر ځلمی رسول مخکي کړ. تقریبا ټول افغانان په دې عقیده دي چي هغه غواړي د روسیې د جمهوریس ولادیمیر پیوټین او د پخواني جمهوریس میدویدوف لوبه تکرار کړي. جمهوریس کرزی غواړي چي د ځلمي رسول د بریالي کیدلو په صورت کي، چي دی یې ښا یی پر بریالي کیدلو یقین هم ولري، د پر دې تر شا قدرت په لاس کي ولري، او که ژوند وفا ورسره وکړه، د ځلمي رسول د قدرت د پنځه کلني دورې د بشپړیدلو څخه وروسته به ځان کاندید، او بیا به د لسو کالو لپاره دوې دورې قدرت په لاس کي ولري. که ستاسي په یاد وي جمهوریس کرزي څه موده مخکي د کابل په بوهنتون کي، د جمهوري ریلست د مقام په باب، محصلینو ته وویل چي( ماندن والایش نیستم)
 بله خطرناکه لوبه، چي جمهوریس کرزی غواړي روانه یې کړي، د لویی جرګې رابلل دي. جمهوریس کرزي اعلان وکړ چي د اکټوبر د میاشتي په پای کي، د متحده ایالاتو سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو په منظور، لویه جرګه را غواړي. په دې، په اصطلاح، لویه جرګه کي به څه باندي دوه زره کسان برخه لري او د خپلو دریو ورځنیو غونډو په جریان کي به د ستراتیژيک تړون په باب خپله وروستنی فیصله صادروي. موږ په یقین سره ویلای سو چي په دې څه باندي دوو زرو وکیلانو کي به، چي ټول یې، د بل هر وخت په څیر، د جمهوریس کرزي او د هغه د غوړه مالو سلاکارانو په خوښه انتخابیږي، سلو کسانو نه ستراتیژیک تړون لوستی او نه هم په ټاکلو دریو ورځنیو تشریفاتي غونډو کي د تړون د لوستلو او پر هغه باندي د بحث کولو وخت لري. ډیر خلک فکوي چي خبره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کیدلو نه بلکه د جمهوریس کرزي د قدرت د تمدیدولو او دایمي کولو ده. په دې جرګه کي ښایی ، د مخکي له مخکي پلان سره سم، څو سوه غوړه مال وکیلان پییشنهاد وکړي چي جمهوریس کرزی دي خپل کار ته دوام ورکړي. جمهوریس کرزی به د نادر افشار او نادرشاه په څیر د هغوی د غوښتني له منلو څخه انکار وکړي. ځکه چي یو خو اساسسي قانون هغه ته د قدرت د دوام اجازه نه ورکوي او بل دا چي دی ډیر ستړی دی!! دوی باید یو بل څوک انتخاب کړي او دی پخپله په یوه بله ساحه کي د وطن خدمت ته دوام ورکوي!! د غوښتنو شمیر به، لکه څرنګه چي مخکي یې پلان جوړ سوی دی، ډیر زیات سي او حتي ښایی ځیني وکیلان د ټګیو اوښکي هم توی کړي او جمهوریس کرزی د قدرت د درانه بار بیا منلو ته مجبور کړي. جمهوریس کرزی په خپلو دواړو دسیسو کي ځان بریالی ویني.
اوس نو خبره دا ده چي افغانان به څه کوي. ایا د جمهوریس کرزي د دسیسو عملي کیدلو، د دې تیرو دوولس کلنو بې قانونیو، فساد او بې عدالتیو تکراریدلو ته منتظر سي او که په دې راتلونکو انتخاباتو کي د خپل وس سره سم یو څه وکړي.
اوس حاضر، د جمهوریس کرزي په مقابل کي، تر ټولو قوي کاندید ډاکټر اشرف غني دی. کله چي سړی د اشرف غني او د هغه دوو مرستیالانو دوستم او سرور دانش ته وګوري نو حیران پاتیږي. ځکه چي اشرف غني له دوستم سره له سره په ژبه نه پوهیږي. اشرف غني یو عالم سړی دی چي زیاتره عمر یې په اکاډیمیکو موسسو او فعالیتونو کي تیر سوی دی. ښایی په ژوند کي یې یوه مرغۍ هم نه وي وژلې. دوستم په خپل ټول ژوند کي پرته له انسان وژني بل کار نه دی نه کړی او مکتب یې هم نه دی لوستی. خو اشرف غني په دې پوهیږي چي دا انتخابات نه بلکه یوه لوبه ده. سړی به لوبه نه کوي، او که لوبه کوي نو باید چي هدف یې د لوبي ګټل وي. ډاکټر اشرف غني په دې ښه پوهیږي چي په انتخاباتي مبارزه کي، د پروګرام په وړاندي کولو، تکړه او د ځان په څير پوهو خلکو په ټاکلو او ریښتونو رایو انتخابات نه سي ګټلای. هغه باید د دوستم د ډنډه مارانو او ډالرو او د سرور دانش د ملګرو له زور او قوت څخه کار واخلي او ځان هدف ته ورسوي او یا د تیر ځل په څير په سلو کي دریو رایو په ګټلو بسیا سي او د لوبي حتمي بایللو ته منتظر کښیني. که جمهوریس کرزی د لویي جرګې د رابللو او په هغې کي د خپل قدرت د دورې د تمدیدولو په دسیسه کي بریالی سو، او د افغانانو هیڅ زور ورسره ونه رسیدی، نو د افغانستان دي خدای مل سي. ښایی افغانان  په لس هاوو کلونه وروسته بیا د کرزیانو د رژیم د بدلولو فرصت پیدا نه کړي.
 له ډیرو افغانانو سره دا اندیښنه ده چي که اشرف غني د دوستم په مرسته قدرت ته ورسیږي، بیا به په کوم زور او قوت د هغه د خودسریو مخه نیسی. ځکه چي دوستم خو هم یوازي د مرستیالی د مقام د ګټلو لپاره میدان ته نه دی راغلی. دوستم خپل پلانونه لري؛ او د پلانونو د عملي کولو لپاره له خپلو خاصو تاکتیکونو څخه کار اخلي. که چاته د اکبربای کیسه په یاد وي نو بیا د هغه د تاکتیکونو په باره کي نورو توضیحاتو ته اړتیا نسته. اشرف غني به د دوستم او د هغه د قاتلو ګلم جم ملیشو د مخنیوي لپاره د چا پر زور او بازو تکیه کوي. پوځ او پولیس او امنیتی قوه خو په خپل منځ کي داسي ویشلې او کمزورې سوې ده چي که امریکایان نه وي نو نه د تعرض او نه د دفاع توان ورپاته دی. په مقابل کي دوستم خپل شخصي پوځ او مسلکي قاتلان او ډنډه ماران لري، او د اشرف غني په څیر اکاډیمیکو او منورو جمهوروریسانو زور نه ورسره رسیږي. که چیري ډاکټر اشرف غني د انتخاباتي مبارزې، یا رواني سیاسي لوبي، په جریان کي داسي څوک ورسره ملګري کړای سي چي سبا، د بري په صورت کي، د دوستم مخه ورباندي ونیولای سي نو خبره به تر یوه ځایه پوري حل وي او کنه نو د کرزي د اوسني فاسد نظام پر ځای به داسي  قاتل نظام منځته راغلی وي، چي نه به د چا سر او  نه به د چا مال او ناموس خوندي وي. په هغه صورت کي، خدای مه کړه، د یوه داخلي جنګ د پیل کیدلو احتمال تقریبا حتمي دی.
دا خبري لا موږ په داسي صورت کي کوو چي طالبان مو بیخي له نظره غورځولي وي. طالبان نن ورځ د افغانستان په تقریبا ټولو پښتني منطقو کي یو مسلط او تهدیدونکی قوت دی. کلونه کیږي چي له هغوی سره د سولي او روغي جوړي د خبرو موضوع طرح ده او کله کله خو یې لا رسمي نمایندګۍ هم پرانیستي دي. خو تر اوسه پوري په دې برخه کي تقریبا هیڅ ډول پرمختګ نه دی راغلی. اوس خو داسي ښکاري چي د کندوز په ولایت کي ډیر زیات زور لري او ویل کیږي چي په بدخشان کي یې درې اولسوالی په بشپړه توګه په کنترول کي دي. طالبانو له لومړي سره د هر ډول انتخاباتو سره مخالفت ښودلی دی، او په دې راتلونکو انتخاباتو کي به د امنیت د خرابولو لپاره خپل ټول وس تماموي. د افغانستان په برخه کي، د ګاونډي هیواد، پاکستان نیت څرګند دی؛ که چیري د امنیت په ټینګولو کي مرسته کوي نو ټول هغه امتیازات به ورکول کیږي چي د ورکولو نه دي او ځیني خو یې ښایی د افغانستان ملي ګټو او حتی تمامیت ته صدمه ورسوي. انتخاباتو ته ډیرلږ وخت پاته دی او تر اوسه پوري نه په داخل او نه په بهر کي له داسي قوتونو سره چي د رایه ګیری جریان ته تاوان رسولای او یا حتی ګډوډولای سي جدي تفاهم سوی دی. نو که په راتلونکو انتخاباتو کي د اوسنیو کاندیدانو او د هغوی د ملګرو ترکیب، د جمهوریس کرزي په نظر کي نیولي دسیسې او د انتخاباتو په جریان کي احتمالي ناوړي پیښي په نظر کي ونیسو، وضع چنداني امید بخښونکې نه ښکاري. خو که انتخابات ونه سي نو څه به کیږي؟ دا وضع باید بالاخره تغیر وکړي. افغانستان تر قیامته د مخدره موادو او لنډه غرو قاتلانو د مرکز په حیث نه سي پاته کیدلای. ګران افغانستان ملي هویت او حیثیت ته ضرورت لري. انتخابات که هرڅومره د غبن او دغلیو څخه ډک وي یوه ورځ نه یوه ورځ شفافو انتخاباتو ته لاره هواروي. له انتخاباتو څخه هیڅ چاره نسته او کنه نو اوسني واکداران په روان اداري فساد، بې قانونیو او خپل سریو کي د هیڅ ډول تغیر سره علاقه نه لري.