د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولټاکنی او ملی انقلاب

احمدجان تڼی 30.09.2013 21:11

یو ځل بیا په افغانستان کی د ټولټاکنو په نوم لوبه پیل کیږی.تر څو موجوده په تعصب ولاړ ، فاسد ، دیکتاتوري نظام ته د دموکراسۍ جامې ور واغوندي.
یو زیات شمیر زورواکان او د لویدیز څخه راغلی تکنوکراتان مټی رانغاړی چی په ارګ کی د اولسمشری څوکی په وز لوبه کی خپله کړی.
همدارنګه د هیواد په دننه کی هم یو شمیر کسان د واک په څوکۍ د کیناستو خوبونه ویني.
ځینې ډلې ټپلې غواړي د خپل نفوذ او واک څخه په کار اخیستلو سره را روانې ټولټاکنې مهندسی کړي تر څو پایله یی د دوی په ګټه راووځي.
دا چی څوکی یوه ده خو غوښتونکی یی زیات دی نو ځکه کیدای شی ددی څوکی د لاسته راوړلو د پاره د نویو چلونو څخه کار واخیستل شی.
ځینی زورواکان او ددی څوکی غوښتونکی ګاونډیو هیوادونو ( په ځانګړي هغو هیوادونو ته چی د افغانستان په چارو کی مداخلی کوي) سفرونه کوي تر څو په ټولټاکنو کی ترې مستقیم او یا په غیر مستقیمه توګه ملاتړ وکړي . او همدارنګه هڅه کوي چی په کابل کی د بهرنیو هیوادونو سفارتونو سره راشه درشه پیدا کړي.
په مجللو هوټلونو او د یو بل په کورونو کی میلمستیاوې ، یو له له سره چنې او موافقې روانې دي.د شپی یو له بله کلکې ژمنې کوي او چی سهار شی بیا هر یو په خپله لار روان وي. چی خبره ګیلو او په فیسبوک کی د یو بل په وړاندی لیکنو ته رسیږي.
په تیرو کلونو کی د موجوده زورواکانو له خوا هم ددی څوکی د ترلاسه کولو د پاره راز راز لوبی تر سره شوی دی. چی ددوی د ځان غوښتنی له امله په ټول افغانستان کی په زرګونو او یوازی په کابل کی د اویا زرو تنو مظلومو کابلیانو خپل ځانونه له لاسه ورکړل.
د افغانستان اولس مشر ډاکټر نجیب الله ملګرو ملتونو ته د استعفا څخه وروسته دا څوکۍ پرېښوده . چې ددی څوکۍ د تر لاسه کولو د پاره په پیښور کی جوړ شوی حکومت د کابل په لوری حرکت وکړ او حضرت صاحب صبغت الله نجیب الله د دوو میاشتو له پاره د ممثل په توګه په دی څوکۍ کیناست. که څه نوموړی هڅه وکړه چی ددی څوکۍ څخه کښته نه شي مګر چا ورته پرینښود.
دده په ځای استاد برهان الدین ربانی د پیښور د غونډی د فیصلی له امله د څلورو میاشتو له پاره په دې څوکۍ ډډه ووهله . خو خدای بښلی استاد برهان الدین ربانی دا څوکی په کلونو کلونو د ځانه سره وساتله او تر د تخار د خواجه بهاوالدین تر ولسوالی پوری یی د ځانه سره یووړه.
که څه استاد برهان الدین ربانی دا څوکۍ ټينګه د ځانه سره ساتلي وه خو ددی څوکی د تر لاسه کولو د پاره په کابل کی ځای په ځای شوو وسله والو تنظیمونو څو کاله سر پر لپسی جګړی وکړي:
• دوی په کابل کی مستقل څو هیوادونه جوړ کړی و، چی هر یوه یی خپلواک تشکیلات درلودل
• د قومی او مذهبی تر پردی لاندی دوی هڅه وکړه چی د یوه شمیر ساده خلکو ملاتړ تر لاسه کړی.
• په ارګ کی د واک د څوکی د ترلاسه کولو د پاره دوی داسی جنایتونه تر سره کړل چی د نړی په تاریخ کی یی ساری نه لیدل کیږي.
همدا خبره ده چی خلک اړ شول چی ددی جنایتونو او نا ارامیو څخه د ځان د ژغورلو د پاره د طالبانو ملاتړ وکړی. طالبانو هم د هیواد نږدی پنځه نوی سلنه خاوره لاندی کړه. ډیر تلفات یې ورکړل خو هغه څوکۍ د مرحوم استاد برهان الدین له خوا خواجه بهاوالدین ته لیږدول شوی وه تر لاسه نکړه .
ددی څوکۍ په درلودلو سره مرحوم استاد تر پایه د ملګرو ملتونو له خوا د هیواد د اولس مشر په توګه پیژندل کیده او د مختلفو هیوادونو له خوا پرې مرستې را روانې وې.
کله چی نړیوالو پوځونو د طالبانو د امارت په وړاندی پوځي عملیات پیل کړل او ورسره جوخت یی د المان د بن په ښار کی هغه ډلې راټولي کړی چی یوی یې هم د خلکو ملاتړ نه درلود . په دی غونډو کی د بخت مارغه د ښاغلی حامد کرزی په سر د ارزګان په غرونوکې کیناست او د لنډی مودی د پاره په دی څوکی د کیناستو اجازه ورکړل شوه . استاد ربانی هم چی دا څوکی د ځانه سره ساتلی وه ،ښاغلی حامد کرزی ته په دوه زر ه لومړی کال کی وسپارله.
د همغه کال را پدی خوا ښاغلی کرزی په دی څوکی باندی د ناستی لسیزه پوره کړه خو په واقعی توګه په افغانستان کی ډیر ظاهری بدلونونه رامنځته شوی دی چې چارواکی او د هغوی ملاتړ کونکي یی په لاندې ډول سره یادونه کوي:
• د لویدیز پوځونه شته والی لری.
• د قانون حاکمیت را منځته شوی دی.
• د اردو ، پولیسو او امنیت په نام وزارتونه او ریاست فعال شوی دی.
• په ټول هیواد کی والیان او ولسوالان شته دی چی په ودانیو یی د کابل بیرغ رپیږي.
• د نړی په زیاترو هیوادونو کی ددی اداری په ظاهری توګه سفارتونه شته والی لری.
• د کابل اداره د نړی د زیاتو هیوادونو له خوا په رسمیت پیژندل شوی ده.
• په افغانستان کی پوهنی یو څه وده کړی ده .
• د بیان ازادی شته ده
• تش په نامه ځینی پروژی پلی شوی دی.
• خلک د رایه ورکولو کارتونه اخلی او ټولټاکنو کی برخه اخلی.
• ښځو ته هم په اساسی قانون کی حقوق ورکړل شوی دی
• افغانستان کی پرمختګ رامنځته شوی دی
خو خلک وایی چی دا پورتنی لاسته راوړنی سطحی او تیر ایستونکی دی دوی وایی چی :
• دلته دموکراسی نه شته ، زورواکی او متعصبه کړۍ په بشپړه توګه حاکمیت لری.
• د قانون حاکمیت هیڅ نه شته.
• د ښځو د حقوقو تامین تش په نامه دی دلته په متعصبه کړیو پوری تړلی ښځي په واک کی دی.
• په نړیواله سویه افغانستان د فساد د شتون له امله په لومړي کتار کې دی.
• په نړی کی نا امن هیواد دی.
• د کوکنارو په کښت او قاچاق کی یی خپل لومړی مقام ساتلی دی.
• تر ټولو زیاتی دولتی ځمکی په اوسنی اداره کی د چارواکو له خوا غصب شوی.
• زیاتره رسنی په زورواکانو پوری تړلی چی د ګاونډیانو له خوا یی ملاتړ کیږی دلته بیان ازادی یوازی د زورواکانو له پاره موجوده ده.
• د قمیتی کاڼو قاچاق روان او د کانونو مافیا رامنځته شوی ده.
• زیاتره د قدرت معامله ګرانو هر یوه د یوه میلیارد څخه تر شپږو میلیاردو ډالرو پوری شتمنی په غیر قانونی توګه راټولی کړی دی.
• دولت کی اساسی واک د هغو کړیو په لاس کی دی چې ځانونه د تاجکانو ، هزاره ګانو او ازبکانو استازی بولی. په مقرریو کی هم دوی ته لومړیتوب ورکول کیږی.ددی دری توکمونو څخه نور ټولو توکمونو ته ځانونه پردی ښکاری.
• لوږه او وزګارتیا تر ټولو لوړ پړاو ته رسیدلی ده.
• اخلاقي فساد ( چی د ناوړه اقتصادی حالت نتیجه ده ) مخ په زیاتیدو دی.
• اوسنی اداره د اقتصادی انکشاف او پرمختګ په لار کی خنډ ده
• دا اداره په قومي تعصب ولاړه او پښتون وژنه ( د مختلفو اړخونو له خوا د منظم او سنجول شوي پلان له مخې) خپل اوج ته رسیدلی ده.
خلک اړ دی چی دی ستونزو ته پای ټکی کیږدی دا ځکه چی نوره دا حالت د زغم څخه وتلی دی . که څه هم دا حالت د داخلی جګړو په تناسب ډیر ښه دی خو بیاهم حالات د خلکو له پاره ستونزمن شوی دی.
خلک په واک کی د متعصبو کړیو په شتون سره په راتلونکی باندی باور نه لری او د تیرو داخلی جګړو څخه د ناوړو حالاتو د راتګ څخه تشویش کوي. دوی وایی چی واکمنې ډلې جوتې او پټی ملیشاوې لري چې هره شیبه د جګړې د پاره چمتو دي.
پورتنی یادونه په دی مانا نه ده چی په تیرو لسو کلونو کی څه پرمختګونه نه دی شوی بلکی تر ډيری اندازی د افغانستان بڼه بدله شوی ده. ذهنیتونه بدل شوی دی .
په عمومی ډول سره هیواد د سیاسی ستونزی سره مخامخ دی. چی عبارت دی له:
• یوه لویه ستونزه د سیاسی – ملیشايی – توکمي ډلو واکمنی ده.ددی هرې ډلې مشران او غړي ځانونه د ځانګړی توکم اجاره داران بولی.
• د ملی او مترقی سیاسی ګوندونو او شخصیتونو تشه موجوده ده د دا ډول ګوندونو او وګړو په رامنځته کیدو کی ګاونډی هیوادونه او واکمنی متعصبی ډلی خنډونه پیدا کوي.
• واکمنو کړیو او متعصبو ډلو د توکمونو او خلکو تر منځ د بی باوری فضا د رامنځته کولو د پاره لمن وهی.
• لویدیز او ګاونډی هیوادونه د هیواد په ټولنیز او توکمی جوړښت کی ناوړی مداخلی کوي. نږدي درې زره د پښتنی ټولنی مشران د متعصبو کړیو ، پنجاپ او د هغوی متحدینو له خوا وژل شوی دی.
خو که چیری په تیرو دولسو کلونو کی لوټمارو اومتعصبو کړیو واکمنی په ځای اولسی واکمنی وجود درلودای او قانون حاکم وای . اوس به پورتنی ستونزی نه وای او افغانستان به د اوسنی پرمختګ په ځای سل واری زیات پرمختګ کړی وو.
نو ځکه ویل کیږی چی اوسنی واکمنی کړی د ټولنی او هیواد د پرمختګ په لاره کی ستر خنډ دی او باید د ا خنډ لری کړل شی تر څو هیواد خپل تاریخی پرمختګ ته دوام ورکړي. د واک څخه د زورواکانو او متعصبو فاسدو کړیو لیرې کول د زورواکی نظام د ختم په مانا دی چی د اساسی قانون د حکم سره سم واک د خلکو لاسته ورشی او دې ته کیدای شی انقلاب وویل شی.
په هره ټولنه او هیواد کی چی موجوده اداره او یا نظام د پرمختګ په لاره کی خنډ کیږی په هغه صورت کی د انقلاب را منځته کیدل ضروری دي.
ددی ټولو ستونزو په نظر کی نیولو سره بیا هم د خلکو په منځ کی نوی خوځښت را منځته کیږی. دا خوځښت د قومی او ژبنی چوکاټ څخه وځي او په مخ ځي.
دا خود بخودی اولسی خوځښت دی چی د خلکو په منځ کی پیل شوی او خلک یو بل ته د شته ناخوالو د لیری کولو د پاره لاسونه سره ورکوي:
اوس تر هر مهال څخه زیات په افغانستان کی د انقلاب او یا ستر پاڅون له پاره زمینه برابره ده. دا پاڅون کیدای شی په مختلفو شکلونو او یا د مختلفو پیښو په رامنځته کیدو سره پیل شی:
لومړی : سوله اییز او د قانون سره برابر انقلاب:
دا انقلاب کیدای شی د وروستیو ټولټاکنو په نتیجه کي پیل شی. هغه دا چی په افغانستان کی رڼې بی پرې د بهرنیو او کورنیو کړیو او حکومت د مداخلی پرته په ټول هیواد کی تر سره شی.
په دی ټولټاکنو کی د افغانستان خلک وکولای شی خپل وړ کاندید ته رایه ورکړي او بریالیتوب ته یی ورسوي.
کله چی نوموړی کاندید د واک په څوکۍ کیناست باید ژر تر ژره په دولتی اداره کی اصلاحات راولی.
د کابل اداره د زورواکو ، فاسدو او متعصبو کړیو څخه پاکه او په ځای یی ملی ، باتجربه ، تحصیل کړی او پاک وګړی د هغوی د توکم ،مذهب او ژبی د په نظرکی نیولو پرته مقرر کړی.
په ټول افغانستان کی انکشافی اقتصادی پروګرامونه په متوازن ډول سره تطبیق کړل شی او په دی پلانونو کی هغو سیمو ته چی په تیرو دوولسو کلونو کی د سترګو غورځول شوی وی او تر ټولو وروسته پاتی دی لومړیتوب ورکړل شی.
په ټول هیواد کی سراسری احتساب پیل کړي په ټول هیواد کی هغه کسان چی د غیر قانونی لارو یی شتمنی راټولی کړی دی ، دولتی او شخصی جایدادونه یی غصب کړی دی د هغوی سره شرعی او قانونی حساب وکړل شی او ناقانونه شتمنی بیرته بیت المال ته مسترد کړل شی.
ټول هغه کسان چی په جنګی جرمونو ، بشر د حقوقو په تر پښو لاندی کولو باندی تورن دی عادلانه محکمی ته وروپیژندل شی. او محاکمه شی.
افغانستان وسله وال ځواکونو کی د تنظیمونو نفود ختم او په ملی روحیه سره د سره تنظیم شی.
په افغانستان کی د توکمی واکمنی په ځای ملی واکمنی رامنځته شی . پښتانه باید د خپل شته والی تر اندازی پوری د وړ او ملی شخصیتونو له لاری( اویا سلنه ) ځان په واک کی وګوری.
د هیواد ملی ګټی تر هر څه لومړی وګڼل شی. یعنی په دی مانا چی باید د طبعی افغانستان خاوره ورته معلومه وی او هغه ټوټی چی د ګاونډیانو له خوا په زور تری بیلی کړل شوی دی بیرته ددی خاوری سره د یو ځای کیدو له پاره یی هڅه وکړي .
د ډیورینډ د کرغیړنی کرښی هغی خواته د پنجاپ له خوا د اشغال شوی افغانستان د خاوری د ازادی له پاره عملی او اغیزمن ګامونه پورته او هلته د افغانستان سره د بیرته یو ځای کیدو له پاره د ملی ازادی بښوونکی غورځنګ ،کلک ملاتړ وشي.
ټولی د خاورو هغه ټوټی چی د افغانستان د وجود څخه د هیواد په شمال او لویدیز کی بیلی کړل شوی دی بیرته د افغانستان وجود سره ونښلول شی.
دا پورتنی غوښتنی یو خیال نه بلکی یو ضرورت دی تر څو ټوټي ټوټی شوی افغانستان بیرته سره یو او په سیمه کی د یوه ځواک په توګه تبارز وکړي.
داسی هم امکان لری:
چی راتلونکی اولسمشر د ښاغلی حامد کرزی په شان د ټولټاکنو په لومړی دوره کی تر اویا سلنه زیاتی رایی خپلی کړي خو چی کله څوکی باندی کینی بیا اولس او وطن ته شا او زورواکانو ته مخ او ددوی واک د پخوا څخه زیات کړی.
یعنی ښاغلی حامد کرزی هغه سوله ایز انقلاب چی د لوټمارانو ،زورواکانو په ضد،نوموړی ته درایو په ورکولوسره پیل کړی و ، په ماهرانه توګه د ماتي سره مخامخ کړ.
په هغه مهال خلک بیا د سوله ایز انقلاب څخه مخ اړوي.
د متعصبه ، زورواکانو اتحاد:
دا ډله اوس په دی پوه شوي ده چی په خلکو کی پراخ خوځښت رامنځته شوی دی او دا خوځښت امکان لری ددی سبب شی چی د زورواکی استبدادی نظام ته خاتمه ورکړی .
نو ځکه دوی ټول په دی هڅه کی شول چی د واک په هغه څوکی چی څو میاشتی وروسته به یی ښاغلی حامد کرزی خوشی کړي د یو بل سره سیالی ونکړی بلکی د یوه بل سره مرسته وکړی ترڅو دا څوکۍ تر لاسه او خپل واک ته دوام ورکړي.
دا زورواکان که د یوی خوا اتیا سلنه لوړی څوکۍ د دوی سره دي خو هغه کسان چی په پاتی شل سلنه څوکیو ناست دی هغوی هم د متعصبو کړیود اجندا سره سم کار کوي. یعنی اوسنی اداره او اپوزیسیون دواړه یو وجود دی.
د متعصبو کړیو ځینی غړی دا څرګندوي چی دوی د هزاره ،ازبک او یا تاجک توکمونو رایی د دوی سره دی. یو وایی چی ما سره دری میلیونه رايی دي، بل وايی چی ماسره څلور میلیونه دي ، بل په درواغو وايی چی زما مور د پلانی توکم او پلار می د پلانی توکم دی. نو ځکه دواړه توکمونه رایی راکوي. او ددی له مخی د یوه بل په منځ کی د قدرت په ویشلو کی چنې وهي.
په دی ډول دوی په اوتو بوتو سر دی .
دلته د پنجاپ لوبه ماهرانه ده پنجاب نه غواړی چی پښتون په دی څوکی کینی . دا ځکه چی پنجاپ د پښتون اولس مشر څخه ځانته ګواښ ویني.
د کتونکو په باور اوس پنجاپ ډیر فعال شوی دی. غواړی د متعصبو کړیو او زورواکانو څخه یو ( غیر پښتون ) نوماند را مخکی او هغو ډلو ته چی پنجاب سره یی ښی اړیکی درلودی د هغه سره د یوځای کیدو لارښوونه وکړي. او د بلی خوا به پنجاپ پښتانه نه پریږدی چی د ټولټاکنو مرکزونو ته ولاړ شی .
په دی صورت کی به د پنجاپ پلان عملی کړل شی او یو سړی (چی د پنجاب د اجندا سره سم حرکت کوي ) به رییس جمهور شی . چی دا توطیه ډیره خطرناکه او د هیواد شته والی د ګواښ سره مخامخ کوي.
د ټولټاکنو ځنډول :
په دی کي هیڅ شک نه شته چی که چیری پنجاپ ، زورواکی او متعصبه کړۍ وغواړی په ټول هیواد کی سراسری رڼی ټولټاکنی تر سره شی، په هغه صورت کی به په ټولټاکنو کی لږې ستونزی وجود ولری . دا ځکه چی د رڼو او سراسری ټولټاکنو په لار کی تر زیاتې اندازې دوی خنډونه ایجادوي.
دا ځکه چی پنجاپ په پښتنو په سیموکی امنیت ګډوډ کوی او د متعصبو کړیو ملیشاوی د مخالفو وسله والو ډله په نوم د پښتنو په سیمو بریدونه کوي تر څو ټولټاکنو کی ګډون ونکړی.
که څه هم د هیواد په بیلو بیلو برخو کی د پنجاپ او زورواکو کړیو لاسوهنو خلک په دی باوری کړی دی چی که چیری ټولټاکنی تر سره شی هغه به نیمګړی او د پنجاپ له خوا را منځته شوی نوماند به بریالی اعلان شی. نو ځکه غواړی چی بدلون ته بله بڼه ورکړي.
دوی وایی چی روانی ټولټاکنی دی تر دوه زره اتلسم کال پوری وځنډیږی او اوس دی د لویی جرګی په جوړیدو سره یو موقته ملی اداره رامنځته کړل شی.
تر څو دا اداره یو شمیر مثبت بدلونونه لکه چی پورته ورته اشاره وشوه عملي کړي او رڼو ټولټاکنو ته زمینه برابره کړي.
خو دا پلان د زورواکوکړیو او په خپله د کابل د اداری د مشر له خوا په څو څو ځله رد کړل شوی دی. دوی په ټولټاکنو ټینګار کوی. خو که پوه شی چی راتلونکی ټولټاکنی کیدای شی د ملی انقلاب پیل وی بیا دوی به هم ټولټاکنی وځنډوی اوبی د موقتی اداری څخه اوسنی واکمنان به حکمرانی ته دوام ورکړي.
د ټولټاکنو په دا ډول ځنډول به هیواد د نوي او ستر بحران سره مخامخ کړي.
خلک بدلون غواړی ، هغه مترقي او مثبت:
اوس د خلکو تر منځ دا ګونګوسې دي چی که دوی په ټولټاکنو کی ګډون وکړي نو به رایی د توکم ، ژبی او مذهب په نوم نه ورکوي بلکی دوی به وړ وګړي ته چی په هر توکم پورې تړلی وي رایه ورکوي.
اوس مهال خلک دی ته منتظر دی چی په هیواد کی رڼی ، سراسری ټولټاکنی تر سره شی. او په دی توګه واک د متعصبو ، فاسدو ، زورواکوکړیو څخه خلکو ( د دوی له خوا ټاکل شوی اولسمشر ) ته په سوله ایزه توګه ولیږدول شي.
او داسی رییس جمهور په ټاکلو سره چی د خلکو اراده تمثیل او د خلکو غوښتنی عملی کړی د واک په څوکی کینوي.
نوموړی رییس جمهور باید د روان انقلاب موخې په سوله ایزه توګه تطبیق او د پرمختګ په لاره کی ټول خنډونه لیری کړي. او هغه وکولی شی د خلکو په ملاتړ سره مترقي او مثبت بدلون رامنځته کړي.
که چیری د بدلون له پاره په سوله ایزه توګه شرایط برابر نه شول نوکیدای شی اولسی خوځښت بله بڼه ځانته ونیسی.
سوله ایز لاریونونه او کاربندی:
تر اوسه اکثریت لاریونونه چی په هیواد کی تر سره شوی دی د زورواکو کړیو په اشاره او ملاتړ سره تر سره شویدی. او د هغوی ګټی یی خوندی کړی دي.
خو اوس خلک د زورواکو او مزدورو کړیو د اغیزی څخه وځي . غواړی خپل برخلیک په خپله وټاکي.
په افغانستان کی یو زیات شمیر شنونکی او سیاسی څیړونکی په دی باور دی چی په افغانستان کی د مصر، لیبیا، یمن، سوریا شان شرایط راتلونکی دی ځکه چی واکمنه متعصبه مافیا هیڅ کله دی ته تیاره نه ده چی په ټولنه کي مثبت او دموکراتیک بدلونونه رامنځته او مرکزی ملی اداره واک په لاس کی ولری .
په کابل کی واکمنو متعصبه فاسدو کړیو د ناوړو کړنو له امله خلک اړ کیږی چی د خپلو روا حقوقو او د نوي نظام د رامنځته کولو د پاره کوڅو ته راووزي.
د افغانستان خلک د دوو خواو له خوا تر فشار لاندی دی:
• متعصبه واکمنه اداره او د هغه بهرنی ملاتړی
• پنجاپ ،تهران او د هغوی مزدوری ډلې
د افغانستان په خلکوباندی د هر اړخه فشار ددی سبب شویدی چی ظلم او استبداد په وړاندی پاڅون شا ته وغورځوي.
د انقلاب پیل او بریالی کیدل خپل شرایط لري:
یوانقلاب ته هغه وخت زمینه برابریږی چی خلک ونه غواړی واکمن ټولی په واک کی پاتی او فاسد نظام دوام ومومی. بلکی د بدلون غوښتونکی وي .اوس په ټول افغانستان اکثریت خلک د موجوده اداری څخه سرونه ټکوي او د هغه د بدلون غوښتنه کوي.
همدارنګه واکمنی کړۍ ونکړای شی چی خپل واک ته په زور او نورو غیر قانونی لارو دوام ورکړي. د کابل اداری هم دا حال دی. خلک په مختلفو بڼو سره د واکمنو کړیو په وړاندی مقاومت کوي او دا مقاومت ورځ په ورځ زیاتیږی.
په دی کی هیڅ شک نه شته چی د خلکو د خوا د ټولټاکنو له لاری د متعصبو او فاسدو کړیو د واک د ختمولو د پاره د هلو ځلو د ناکامی په صورت کی ، خلک اړ دی چی د فاسد نظام د ړنګولو د پاره نورو لارو ته لاس واچوي . چی یوه د هغو لارو څخه پراخ سوله ایز لاریونونه دي.
خو د کابل واکمنی کړۍ ددی زغم نلری چی خلک سوله ایز لاریونونه وکړی او له دی لاری د پرمختګ په وړاندی خنډونه لیری کړی. د کابل اداره حتما د خلکو په سوله ایزو لاریونو باندی خپلو پوځونو ته د ډزو امر ورکوي او هڅه به وکړی چی د خلکو سوله ایز پاڅون وځپي.
په دغه صورت کی کیدای شی هیواد د ستری تراژیدی سره مخامخ شی. که څه هم یو شمیر سیاسی کتونکی خلک دی ته هڅوی چی د عربی هیوادونو په شان پاڅونونه وکړی خو خلک اوس تر پخوا ډیر ویښ شوی دی.
خلک په دی باور دی چی د ظلم ، استبداد، لوټ ،تعصب په وړاندې د دوی انقلاب بریالی کیدونکی دی خو دوی تر ډیرې اندازی هڅه کوی چی دی موخې ته د تدریجی تحولاتو او ټولټاکنو د بهیر له لارې ورسیږی.
نو ځکه د هیواد په سیاسی بهیر کی اوسنی ټولټاکنی اهمیت پیدا کوي.
ملی ، هوښیار ، پیاوړي او قاطع نوماند څخه ملاتړ:
په دی کی شک نه شته چی د افغانستان د عادی خلکو سیاسی ذهنیت او پوهه د نړیوالواو افغانستان د پوهنتونونو د پروفیسرانو څخه لوړه ده. د خلکو تحلیل د سیاسی او امنیتی موضوعاتو څخه څو درجی د کابل د ا داری د وزیرانو د تحلیلونو څخه ژور دی او د وتلو مناسبی لاری پیشنهاد کوي.
خو بیا هم ددی له پاره چی خلک د پنجاب او د زورواکو متعصبو واکمنو کړیو د ګډو توطیو څخه خبر شی باید د هیواد روڼ اندی خلکو ته د موجوده نوماندانو په هکله ریښتینی معلومات ورکړي. چی کوم نوماند کیدای شی په ټولنه کی مثبت بدلون را منځته او شته ناخوالی له منځه یووسی.
همدارنګه دا ټکی خلکو ته برسیره کړی چی که چیری خدای مکړه دوی نا اهله نوماند ته د ناوړه تبلیغ له امله رایی ورکړي .په هغه صورت کی به هیواد د ستری فاجعی سره مخامخ شی. داسې فاجعه چی هیواد به د ګواښ سره مخامخ کړي.
دا یو ټکی باید په زغرده وویل شی چی د هزاره ، ازبک اوتاجک توکمونه چی ځینو زورواکان د هغوی رایی خپلی او ځانونه د هغوی د ملاتړ څخه برخمن ګڼي ، تر ټولو زیات د مثبت او ملی بدلون غوښتونکی دي.
دا ځکه چی نوموړو زورواکانو ددی اولسونو څخه هرډول د بیان او سیاسی ازادی اخیستی دی د ټوپک او دولتی زور څخه په استفادی سره یی ددی خلکو ژوند ډیر تریخ کړی دی.
پورتنی اولسونه هم تیار دی چی د ملی انقلاب په بری کی ( چی د ټولټاکنو په بڼه کی تر سره کیږی) غوڅه برخه واخلی.
خو یوه اندازه د دوی په ذهنیتونو کی د زورواکانو او متعصبه کړیو له خوا د نورو توکمونو په وړاندی بدګومانی را پیدا کړل شوی دی چی ټینګه اړتیا ده چی د هیواد روڼ اندی دا بدګومانی د دوی د ذهنیتونو په روښانولو سره له منځه یووسی.
اوس پنجاپ او زورواکی کړۍ هڅه کوی چی د پښتنو رایی وویشی. پنجاب ددی له پاره یو شمیر هغه کسان او ډلې چی پخوا ورسره همکاره وې او اوس هم ښې اړیکي ورسره لری ، دی ته ګومارلی دی چی په هره بڼه چی کیږی د پښتنو رایی سره بیلی او د زورواکانو تله درنده کړي.
همدارنګه پنجاب د زورواکو او متعصبو کړیو سره د مرستی له پاره به پښتنی سیمی نا ارام کړی تر څو پښتانه و نه کولی شی خپلې رایی استعمال کړي.
د پورتنی توطیی د شنډولو د پاره باید ټول روڼ اندی لاسونه سره ورکړي پرېنږدی چی زیات نوماندان رامنځته شی . تر څو د ځوریدلی اولس رایی ونه ویشل شی. همدارنګه مخالف وګړی په دی قانع کړی چی د ټولټاکنو په بهیر کی د خلکو سره مرسته وکړي.
روڼ اندی باید زیار وباسي چی پښتانه د ملی او وړ شخصیت څخه ملاتړ وکړی.اوهمدارنګه زیار وایستل شی چی ټول خلک او د هغوی له جملې پښتانه ( نارینه او ښځینه ) د رایو ورکولو صندوقونو کی د خپلی خوښې نوماند ته رایی ورکړي او دا نړیوالو ته ثابته کړي تر ټولو زیات د دموکراسی او پرمختګ پلوي دي.
د اولسونو په منځ کی د زورواکو او متعصبو کړیو له خوا د تعصب او کرکې ذهنیتونو د ایجاد له پاره هڅی کوم ځای نه نیسی افغان اولس ( د اموسینه تر اباسینه) یو وجود و ، دی او وي به.
خو د پنجاپ د واکمنانو او د هغه متحدو متعصبو کړیو د غړو او مشرانو مخونه به د تل د پاره تور پاتی شي.
د لوی ادیب عبدالروف بینوا د خبرې سره سم:
غلۍ شانته انقلاب دی بدلوي د زمانې رنګ