د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښوونیز نظام موخې

ډاکټر فیض الله (ثاقب) 01.05.2013 14:15

د ګڼ شمېر وګړو په اند ښایی د ښوونیز نظام لویه موخه په آسانه د یوې ګولې ډوډئ ګټل وی، د ځنی نورو په اند ښایی د ښوونیز نظام موخه له زده کوونکی څخه سړئ جوړؤل وی.
ولی که ښه غور وکړو نو یواځې په آسانه روزی ګټل او له انسان څخه سړئ جوړؤل د ښوونیز پروګرام موخه نه برېښی. ډېر ځل ښوونیز پروګرام د یوه انسان څخه ناوړه او بې لارې وګړئ هم جوړوی. د بېلګې په ډول د هندوانو په ښوونیز نظام کی یو روزل شوی وګړئ ښایی یو ښه هندو وی، په بی دینه ښوونیز نظام کی یو روزل شوئ وګړئ یو لوئ بې دینه وی، په روسی ښوونیز نظام کې یو روزل شوئ وګړئ ښایی یو ښه روسئ وی او دې ته ورته په یوه امریکایی بریالی ښوونیز نظام کې روزل شوئ وګړئ ښایی امریکایی ګټو ته په بشپړ ډول ژمن نامسلمان انسان وی چی یو یی هم زمونږ په اند ښه سړئ نه بریښی.
هغه وګړی چی د ټول انسانیت د تباهئ په موخه کیمیاوی او هستوی وسلې جوړوی هم په ښو وګړو کی نه راځی ځکه د انسانیت موخه د انسانیت د ژوند ژغورل او د هغه خدمت کول دی نه د انسانیت تباه کول. پدې ډول وییلئ شو چی یو ښه او بریالئ ښوونیز نظام یو ښه وګړی او په پایله کی یوه ښه ټولنه جوړوی مګر د دی پرخلاف یو ناوړه او ناکام ښوونیز نظام یو فاسد وګړي او په پایله کی فاسده ټولنه جوړوی.
پورته یادو ټکو ته په پام سره دا پوښتنه پیدا کېږی چی د ښوونیز نظام موخه څه ده؟
ولی یوه ټولنه ښوونیز نظام او ښوونې او روزنې ته اړتیا لری؟
ولې د یوه هیواد ډېره لویه برخه بودجه په ښوونه او روزنه لګول کېږی؟
یو بریالئ ښوونیز نظام کوم ده؟ او یو ناکام ښوونیز نظام کوم ده؟
دا ټولې هغه پوښتنې دی چی ځواب موندلو ته اړتیا لری.
که ښه غور وکړو ښوونیز نظام د یوه زده کوونکی په رویه کی داسی بدلون راوړی چی د ټولنې د وګړو خدمت وکړی، ټولنې ته ګټه ورسوی، د ټولنې د دردونو درملنه وکړی. دا چی د هرې ټولنې ګټې او ارزښتونه د بلې ټولنې سره توپیر لری نو ښوونیز نظامونه یی هم له یو بل سره بشپړ توپیر لری. د بېلګې په ډول په یوه بریالی هندی ښوونیز نظام کی یو روزل شوئ وګړئ ښایی د هندو ټولنې لپاره یو ښه وګړئ وی، د هندوانو ښه خدمت وکړی، د هغوئ د دردونو درملنه او د ارزښتونو ساتنه وکړی مګر په اسلامی ټولنه کې ښایی هغه یو ښه وګړئ نه وی او د مسلمانی ټولنې د درد درملنه ونشی کولئ. همدارنګه په یوه بریالی اسلامی ښوونیز نظام کی یو روزل شوئ وګړئ ښایی د یوی هندی، روسی، امریکایی یا بلې نامسلمانی ټولنې لپاره یو ښه وګړئ نه وی، د هغو په درد ونه خوری، خدمت ورته ونشی کولئ او د هغوئ د ارزښتونو ساتنه ونشی کولئ. پدې بنسټ وییلئ شو چی غوره او بریالئ ښوونیز نظام هغه ده چی یوی هندی ټولنی ته ښه هندو، یوې امریکایی ټولنې ته ښه امریکایی، یوې روسی ټولنې ته ښه روسئ او یوی مسلمانې ټولنې ته ښه مسلمان وګړئ وړاندی او اړونده ټولنې ته ورته ټولنه او دولت ورته جوړ کړی.
راځئ پدې ټکی ښه غور وکړو، که د امریکا، روسیی، انګلستان، هندوستان او داسی نورو غیراسلامی هیوادونو په ښوونیزو نظامونو کی داسی وګړی وروزل شی چی لوېې لوېې ږیری ولری، پنځه وخته مونځ وکړي، روژه ونیسی، زکات ورکړی، حج وکړی، د نېکټایی او پتلون په ځای ساده جامی واغوندی او لنګوټئ ووهی، شراب څښل کبیره ګناه وګڼی، له زنا سره کلک مخالفت وکړی، غوره کړو وړو ته بلنه وکړی، په غوره کړو وړو امر وکړی او له ناوړه کارونو وګړی منعه کړی نو آیا یاد هېوادونه به یی یو غوره او بریالی ښوونیز نظام وګڼی؟ آیا نوموړی ولسونه به یی یو ناکام او ناوړه ښوونیز نظام ونه ګڼی؟ له شک پرته چی نوموړی ټول ولسونه به دا ډول نظام یو ناکام او ناوړه ښوونیز نظام بولی او په خلاف به یی تند غبرګون ښیی.
دې ته ورته کله چی د یوی اسلامی ټولني د ښوونیز نظام څخه داسی وګړی ټولنې ته وړاندې کېږی چی نوی په سلو کی یی بډې اخلی، مونځ نه کوی، د ولس د خدمت په ځای د لېوانو په څېر د ولس غوښې او هډوکی خوری، په خوله مسلمان وی خو کړه وړه یی د یوه بی دینه وګړی څخه ډېر بد وی، په اداری، اخلاقی او ډؤل ډؤل فساد ککړ وی، څېره، جامه، نظریات او داسی نور یی د روسی، امریکایی، هندی او نورو بی دینه ټولنو وګړو ته ورته والئ لری، وګړو ته د غوره کارونو امر ونکړی او له ناوړه کارونو یی منعه نکړی، دینی ارزښتونو ته درناوئ او بلنه ونکړی، د ټولنې د دینی او کلتوری ارزښتونو ساتنه ونکړی نو دی ډول ښوونیز نظام ته باید څه ډول نظام وویل شی؟
پدې ټکی ټول یوه خوله دی چې ښوونیز نظام، ښوونځئ او ښوونکئ د راتلونکې ټولنې بنسټ ږدی نو هر کله چی ټولنه، دولت او نظام فاسد وی له شک پرته یی پړه د ښوونیز نظام په غاړه ده ځکه دا نظام پدې کې پاتی راغلئ چی د ټولنې د وګړو په ذهن او رویه کې داسی بدلون راوړی چی د ټولنی د وینی څښلو په ځای د هغی خدمت وکړی، د هغې د دردونو درملنه وکړی. ددې ډول ناوړه ښوونیز نظام په پایله کی ډېر ځل د عام ولس او دولت تر منځ لوی واټن او ستونزې موجود وی او کله کله دا ستونزې دومره ژورې شی چی ولس د نظام په خلاف پاڅون وکړی، سوله ایز چاپیریال ګډوډ شی او د فساد د ګڼ شمېر نورو ډولونو لپاره لاره هواره شی.
لدې کبله وییل کېږی چی د ښوونیز نظام موخه د وګړو په رویه کی مثبت بدلون راوړل دی داسی چی د ټولنې د اړتیاؤ سره سم د هغې خدمت وکړی، د دینی، ټولنیزو، کلتوری او نورو ارزښتونو ساتنه او استازیتوب یی وکړی او هغه وخت بریالئ ښوونیز نظام بلل کېږی چی پورته یادې شوې پایلی تری لاس ته راشی. زمونږ لویه بدمرغی ښایی همدا وی چی څومره والی ته ډېر پام کوو مګر څرنګوالئ له پامه غورځؤو، په هره ناسته کې دا ټکئ یادؤو چی د تېر په خلاف څو ځله ډېر وګړی ښوونځیو ته ځی، ښوونځئ، پوهنتونونه او نور ښوونیز مرکزونه د پخوا په پرتله څو ځل ډېر شوی مګر دا ټکئ له پامه غورځؤو چی لدی ښوونیزو مرکزونو څخه خلاص شوی په سلو کې څو وګړی مو ښه روزلی دی، په سلو کی څو وګړی یی بډې نه اخلی، په سلو کې څو وګړی یی ژبنئ، سیمه ایزې، توکمیزې او نوری اړیکی نه پالی او په ټوله کې څومره یی د یوې افغانی اسلامی ټولنی د دینی، ټولنیزو، کلتوری او نورو ارزښتونو ساتنه او استازیتوب کوی.
په درنښت.