د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

وضعي ( د بشر په لاس جوړ شوي) اقتصادي نظامونه

خالد عبدالرحیم زی 13.04.2013 23:34

کپیټالیزم (پانګوالي)
په منځنیو پیړيو کې د هغو ټولنیزو او اقتصادي حاکمو ظروفو نتیجه ده چې په اروپایي ټولنې یې واکمني درلوده په مادي برخه کې د اشرافو ، ځمکه والو فیوډالي واکمني وه او په روحاني او معنوي برخه کې د کلیسا د دیني رجالو او شخصیتونو د متناقضو افکارو سلطه وه ، کلیسا د اشرافو طبقې په چوپړ کې قرار درلود دریمه طبقه د بزګرانو وه . ددغه غبرګونې سلطې په سیوري کې د شخصي ازادۍ نارې اوچتې شوې.
د فردي آزادۍ فکر چې د پانګوالې فکري بنسټ تشکیلوي ددغه فکر په ګړندیتوب کې لاندې مهمو عواملو ارزښتناکه رول لوبوي چې ځینې یې په لاندې توګه دي:
1- قومي دولتونو څرګندېدل په ځانګړي توګه د اروپا په لوېديځ کې
2- د جغرافیایی اکتشافاتو جوړښت
3- علمي او فکري نهضتونه او ددينی تحریک اصلاح
4- صنعتي انقلاب هغه چې د کرنې پرمختګ یې هم له ځانه سره درلود
5- په معاملاتو کې د پیسو په کار لوېدل
6- د فیوډالي نظام کمزورتیا ښارونو ته د غلامانو راتښتېدل
7- د استوګنو ډېرښت او له قومي مشرانو سره د سوداګرو تعاون
په دې توګه پانګوالي نظام رامینځته شو په داسې حال کې چې په لومړي سرکې یې سوداګریزه بڼه درلوده بیا وروسته یې صنعتي شکل غوره کړچې په اوسنۍ پانګواله نظام سره شهرت لري خو اوس ځینې تغیرات او بدلونونه په کې رامنځ ته شوي دي.
کولای شو په لاندې توګه هغه اساسات او بنیادونه په لنډه توګه ذکر کړو چې پانګواله نظام پرې ټینګښت مومي:
1- د توليد په ټولو عناصرو کې شخصي ملکیت: پانګواله نظام د ملکیت په لاس ته راوړلو او لګښټ کې د قانون په چوکات کې خلکو ته آزادي ورکوي.
2- فردي اقتصادي آزادي: په ټولو اقتصادي فعالیتونو کې برابره خبره ده چې تولیدوي او استهلاک فرد پوره آزادۍ څخه برخمن دی.
3- د ګټې تشویق: د اقتصادي فعالیتونو او کارته د مخ ګرځولو بنسټيز محرک دی. اقتصادي رقابت (سیالي) چې د تولید په زیاتوالي او ښه توب کې ستره ونډه لري د نرخونو په ټیتېدلوکې مهم رول ادا کوي.
4- د قیمت ماشین: دا هغه آیینه ده چې د استهلاک کونکو رغبت تولیدونکو ته منعکس کوی چې په دې سره پخپله توازن ټینګښت مومي.
5- د دولت عدم مداخله: د تمدن له پرمختګ سره د حکومت په ځان لازمه بولي چې خپلو هېوادوالو ته د پوره اسوده ژوند شرایط وړاندې کړي دغه هدف ته د رسېدو لپاره د دولت د مداخلې څخه پرته بله چاره نشته.

د پانګوالي نظام نیمګرتیاوې
پانګوالي نظام ټولنیزې ګټې په نظر کې نه نیسي بلکې د یوې ځانګړې طبقې ترڅنګ ودرېږي او پر ملاټر یې لاس پورې کوي هغه چې د تولید ټول وسایل یې په لاس کې وي ، د تولید د وسایلو په احتکار لاس پورې کوي یواځنی هدف د ډيرې ګټې لاس ته راوړل دي.
۱: ملي شتمنۍ په ډېره بدترینه توګه د خلکو ترمینځ ویشل کېږي ټولنیزې او سیاسي ناوړه کتلې د یوه واحد قومیت په محدوده کې را څرګندېږي. د ټولنیز عدالت په ټینګښت کې ددغه نظام ناکامي څرګندېږي.
۲: د ګټې وټې زیات فرصتونه له لاسه ورکړل کېږي دا ځکه چې ډېرې تولیدي موسسې دداسې سامان په تولید کې سره سیالي کوي چې د خلکو مخه ورته زیاتوي خو د تولیدي اهدافو په لوري یې پام نه وي.
۳: د مزدور اجورې په ټاکنه کې انساني عاطفه او زړه سوی نه وي په مزدور هم د عرضې او تقاضا قانون چلند مومي د اجورې په ټاکنه کې د کار خاوند پوه شه او خپله خوښه یې
۴: دغه نظام د اقتصادي استقرار د نابودۍ لامل ګرځي ځکه دوراني اقتصادي ستونزې ددې نظام له ځانګړتیاو څخه دی.
۵: په دغه نظام کې په پراخه پیمانه بیکاري رامینځته کېږي هلته چې تولید له ضرورته زیات وي.
۶: دغه نظام د نړبوااو اړیکو په ویجاړتیا کې لویه ونډه ترسره کوي داځکه چې د پانګوال تولید لویه برخه د وسلې په جوړښت مصرفېږي له همدې کبله زیاتره پانګوال د جګړو اور ته لمن وهي ترڅو د وسلې د خرڅلاو لپاره لار پیدا کړي.
۷: په دې نظام کې شخصي آزادي وهمي بڼه لري نه حقیقي د ساري په توګه یو کارګر د خپل کار په انتخاب کې آزادي نلري دا ځکه چې ده ته په مناسبه بیه کار نه پیدا کېږي مجبور دی چې په بل کار کې په لږه بیه لاس پورې کړي.
۸: پانګوال نظام په داسې اقتصادي چارو لاس نه پورې کوي چې د ټولنې اسوده ګي په کې خوندي وي بلکې هدف یې یواځې د ګټې لاس ته راوړل دي.
۹: پوره سیالي او رقابت په دغه نظام کې د ټولنې د اقتصادي مواردو د تباهۍ باعث ګرځي دغه نظام که له يوې خوا تولیدونکي تشویقوي چې د تولید وسایل پرمخ ولاړشي له بلې خوا د خپل سامان د خرڅلاو د ترویج لپاره په اعلانونو لاس پورې کوي په حقیقت کې ددغه ټول لګښت بار په استهلاک کوونکو غورځېږي