د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پولي بازار

خالد عبدالرحیم زی 12.02.2013 22:02

د هر څه نه وړاندې غواړم لمړۍ د مالي بازارونو په هکله یو لنډه وینا ولرم ، مالي بازارونه هغه بازارونو ته ویل کېږي چې په هغه کې مالي منابع د هغه خلکو څخه چې ورسره زیاتې وي هغو کسانو ته چې هغوی د مالي منابعو کمښت سره مخ وي لېږدول کېږي.
مالي بازارونه ددې زمینه برابروي چې مالي منابع د سپما کوونکو څخه پانګوالو ته لار پیدا کړي، ددغې اسانتیا په برابرولو سره مالي بازارونه مرسته کوي ترڅو کورنۍ تولید زیاتوالۍ ومومي او په مجموعي ډول مثمریت په اقتصاد کې رامنځ ته شي. دغه بازارونه د مصرف کوونکو مالي وړتیا د مالي معیادي منابعو په ورکولو سره زیاتوي ترڅو وکولای شي توکي و پلوري او د خپل د ژوند سطحه پرې لوړه کړي.
د مالي بازارونو وېشنه
مالي بازارونه په دغه بازارونه کې د شته مالي وسایلو په اساس وېشل کېږي، هغه بازارونه چې د لنډې مودې لپاره د پورونو سره سراوکار لري د پیسو د بازار په نوم یادېږي او هغه بازارونه چې د اوږدې مودې لپاره پورونه سره معامله کوي د پانګې د بازار په نوم یادېږي.
د پیسو بازار
د پیسو بازار د لنډې مودې پورونو لپاره یو مالي بازار دی. په اساسی ډول دغه بازار د پور اخیستونکو د لنډې مودې اړتیاوو سره سراوکار لري او پور ورکونکو لپاره د نقده پیسو سیالیت ور په برخه کوي، په تخنیکي ډول سره د پیسو بازار هغه ادارې چې د لنډې مودې لپاره پورونه ورکوي سره راټولوي.
په دغه بازار کې سوداګریز بانکونه د پور ورکونې اړين رول لوبوي او د مرکزي بانک شتون د نظارت کوونکي په توګه ډېر اړين او ارزښتناکه دی.
د پیسو د بازار ځانګړنې
د پیسو د بازار ځانګړنې چې دا بازار د نورو بازارونو څخه بېلوي په لاندې دول دي:
1) د پیسو د بازار جوړونکي عوامل: دغه بازار د نورو بازارونو په شان درې جوړونکي عوامل لري:
i) پلورونکي او پیرېدونکي لري د پورورکونکو او د پور اخیستونکو په ډول شتون لري.
ii) هغه توکي چې د پیسو په بازار کې پرې معامله کېږي د لنډې مودې مالي منابع دي. لکه د ترېژري او سوداګریز بېلونه (Treasury and Commercial Bills) .
iii) د سود نرخ په ډول د پیسو د بازار توکي بیه لري.
2) د پیسو د بازار معامله کوونکي: د پیسو په بازار کې پور اخیستونکي د لنډې مودې پوراخیستنه تنظیموي او پوراخیستونکي د خپل اضافی پیسو سره پور ورکوي او لوړ سود ترلاسه کوي. د لنډې مودې دغه پورونه د مرکزي بانک ، سوداګریز بانکونو او نورو مالي اداراتو لخوا ورکول کېږي او ددغه پورونو اخیستونکي په خپله دولت ، سوداګریز بانکونه ، سوداګریزې خونې او دپیسو تبادله کوونکي دي.
3) مختلط مارکېټ: د پیسو بازار په یواځیتوب سره په ځان ولاړ بازار ندی بلکې د بېلابېلو برخو (سکتورونو) څخه جوړ شوی دی چې د لنډې مودې خاصو پورونو سره سراو کار لري.
4) پیسو ته نژدې توکي : د پیسو بازار په نقده پیسو باندې معامله نه کوي له هغه توکو سره اړیکه لري چې ژر په پیسو باندې بدلېږي ، سیال دي او دلنډې مودې لپاره وي.
5) د فزيکي شتون اړتیا نشته: د پیسو بازار داسې یو کړنلارې پورې تړلۍ دی چې په هغه کې پور اخیستونکي خپل د اړتیا وړ پیسې د لنډې مودې پورونو په ډول ترلاسه کوي او پور ورکونکي د خپل اړتیا څخه زیاده پیسې پکار اچوي او پور اخیستونکو ته يې د لنډې مودې لپاره پور ورکوي ، ددې کار لپاره اړتیا نشته چې پور اخیستونکي او پور ورکونکي له نژدې نه په یو ځانګړي ځای کې وویني هغوی کولای شی چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د ټېلیفون ، اېمېل ، انټرڼټ او داسې نورو لارې سره اړیکه جوړه کړي او سره معامله وکړي.

د پیسو د بازار اهمیت
که چېرې د پیسو بازار په کافي ډول پرمختللی وي او په ټول هېواد کې پراخ وي نو د هېواد اقتصادي پرمختیا سره اړینه مرسته کوي. مرکزي بانک خپله پولي پالیسۍ په موثر ډول کارولای شي او په اقتصاد کې د سوداګریزې او صنعتي پرمختیا لپاره خپل د غوښتنې وړ بدلونونه راوستلی شي. د پیسو د بازار اهمیت په ځانګرو ټکو کې په لنډ ډول داسې لیکلۍ شو:
1) د صنعت تمویلونکۍ: د پیسو یو ښه او پرمختللی بازار صنایعو سره مرسته کوي ترڅو د خپل د اړتیا وړ کاري پانګه د لنډې مودې پورونو څخه برابره کړي ، چې پدې ډول د پیسو بازار صنایع او تولیدي خونې د ناروغۍ او زیان څخه ساتي.
2) د سوداګرۍ تمویلونکۍ: د پیسو یو پراخ او پرمختللۍ بازار د کورنۍ او نړیوالې سوداګرۍ د تمویل لپاره ځانګړۍ رول ادا کوي. سوداګر کولای شي خپل د اړتیا وړ پیسې د بانکونو څخه د لنډې مودې پورونو په ډول ترلاسه کړي.
3) سودي او ګټوره پانګونه: د پیسو بازار سوداګریزو بانکونو سره مرسته کوي ترڅو د خپلو اضافی مالي منابع (پیسې) د پانګونې څخه سود ترلاسه کړي ، داسې چې سوداګریز بانکونه د Treasury Bill او Bill of Exchange په پیرېدلو سره خپلې زیاده او اضافي پیسو پانګونه وکړي او پدې ډول د پیسو د بازار څخه اعظمي سود ترلاسه کوي.
4) سوداګریزو بانکونو په ځان متکي کېدل: سوداګریزو بانکونو لپاره د پیسو د بازار شتون ډېر اړين او ارز‎ښتمند دی ، داسې چې کله بانکونه پیسو لپار اړتیا پیدا کړي د پیسو د بازار څخه خپلو لنډې مودې پورونو په ترلاسه کولو سره خپله اړتیا پوره کولای شي.
5) د پولي پالیسۍ موثره تطبیق کېدل: د پیسو یو پرمختللی بازار مرکزي بانک سره په هېواد کې د پیسو دجریان په کنترول او تنظیم کې مرسته کوي. مرکزي بانک د اضافي سیالیت په صورت د پیسو په بازار کې د ‌‌‌Treasury Bill په پلورلو سره او سیالیت ته د اړتیا په صورت کې ددغه بل پپه پيرلو سره د پیسو د بازار څخه سیالیت ترلاسه کوي چې پدې ډول مرکزي بانک کولای شي په ځان متکي او پولي پالیسۍ په موثره ډول تطبیق کړي.
6) د اقتصادي پرمختیا تشویق کېدل : که چېرې د پیسو بازار په ښه ډول منظم وي کولای شي سیالیت څخه په ښه توګه ساتنه وکړي او مالي توکي په امن کې وساتي چې دا د اقتصادي پرمختیا ، سپما او پانګونې درې ګونې دندې تشویق کوي.
7) د دولت مرستیال: د پیسو پرمختللی او منظم بازار دولت سره مرسته کوي چې د خپل د اړتیا وړ پیسې د Treasury Bill په پيريدلو سره په لږ سود سره ترلاسه کړي ، چې پدې ډول دولت د کسر څخه ځان ساتلی شي او کولای شي اضافي پیسې چاپ کړي چې دا کار دبیو د عمومي سطحې لوړوالۍ رامنځ ته کوي.
8) د منابعو په خای کارول: د پیسو په بازار کې د پور ورکونې وړ مالي منابعو لپاره عرضه او تقاضا تعادل حالت ته راځي، د ټولنې سپما ګانې په پانګونې باندې بدلېږي چې پدې سره د مالي منابعو په ځای کارونه رامنځ ته کېږي.