د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اقتصادي رکود (Stagflation )

خالد عبدالرحیم زی 30.01.2013 19:15

د نړۍ پرمختللي هېوادونه د ۱۹۶۰م کال څخه راهیسې د بېکارۍ او د بیو لوړوالي دوه ګونې ستونزې سره مخ دي. اقتصادي رکود د بېکارۍ او انفلاسیون (پیسو پړسوب) د شتون څخه منځ ته راځي. اقتصاد پوه سمیولسن (Samuelson) په وینا: اقتصادي رکود د بیو لوړوالۍ او مزدونو یوځای زیاتوالۍ رانغاړي ، وګړي نشي کولای کار پیدا کړي او کارخانې نشي کولای خپلو تولیدي توکو لپاره پیریدونکي پیداکړي.
اقتصادي رکود د پیسو پړسوب (انفلاسیون) څخه لویه او جدي ستونزه ده چې په اقتصاد کې کورنۍ تولید زیانمن کوي او بېکارۍ سطحه لوړه بیایي چې دا ددې لامل ګرځي څو مجموعي عواید پانګوالو باندې ووېشل شي او په ټولنه کې ثبات له منځه ځي او ناانډولي رامنځ ته کېږي دا پدې مانا بې وزله نور هم بې وزلي کېږي او شتمن لا زیات شتمن کېږي.
اقتصادي رکود د رامنځ ته کېدو لاملونه
ګن شمېر لاملونه شته دي چې اقتصادي رکود رامنځ ته کوي ، دا لاملونه څو اړخیزه بنه نلري خو له یو بل سره په ځنځیري ډول اړیکه لري ، اوسنۍ نوې پرمختګونه د رکود پړسوب لاملونه په لاندې ډول بیانوي:
په مجموعي عرضې کې کموالۍ
د اوسني عصر اقتصاد پوهانو په اند د اقتصادي د رامنځ ته کېدو لاملونه څخه یو عمده لامل په اقتصاد کې د توکو د مجموعي عرضې کموالۍ دی.
کله چې د توکو په عرضې کې کرکېچ او کموالۍ رامنځ ته شي نو د بیو کچه لوړېږي او د روزګارتیا او کورنۍ تولید په اندازه کې کموالۍ رامنځ ته کېږي. په مجموعي عرضې کې کموالۍ کېدای شي درې لاملونه ولري : لمړۍ – د اومه موادو د لګښت لوړوالۍ ، دوهم – د کارګرې قوې په عرضې کې کموالۍ ، دریم – دولتی کړنلارې او تګلارې (پالیسۍ).
1. د اومه موادو د لګښت لوړوالۍ : په مجموعي عرضې کې کموالۍ کېدای شي چې د تولید د اومه موادو د لګښت د لوړوالي له امله وي. د اومه مواد بیې لوړوالۍ ، د مزدونو په کچه کې زیاتوالۍ او د وارداتي توکو زیاتوالۍ. ددغه منابعو د لګښت زیاتوالی د بیو د لوړوالي او د تولید د کموالي لامل ګرځي.
2. د کارګرې قوې په عرضې کې کموالۍ: د کارګرې قوې د عرضې کموالۍ د توکو په تولید باندې منفي اغېزه کوي که چېرې د کارګرانو د عرضې کموالۍ ددې امله رامنځ ته شوی وي چې مزدونو منځنۍ کچه لوړه شوې وي نو دا د تولید او روزګارتیا کمښت د بیو لوړوالي لامل کېږي.
3. د مالیې زیاتوالۍ: د غیر مستقیم مالیاتو ګړندۍ زیاتوالی د کورنیو توکو تولیدي لګښت او بیه لوړوي چې په پایلهکې د تولید او روزګارتیا په کچه کې کموالۍ رامنځ ته کېږي.

د اقتصادي رکود (Stagflation) د مخنیوي لارې چارې
د بیو د کچې د کمولو او د روزګارتیا د کچې لوړولو لپاره ګڼ شمېرې لارې کارول کېدای شي ، دغه لارې چارې په لاندې ډول دي:
1. دولت باید خپله هڅه وکړي ترڅو د اقتصادي رکود په مرمال د مزدونو حداقل (اضغري) کچه لوړه نشي.
2. هغه کارخانې او تصدۍ چې د مزد سطحه د ټاکل شوې حداقل کچې نه ښکته ساتي باید د هغوی څخه دولت د ماليې کچه کمه واخلي ترڅو پدې کار باندې نور هم تشویق شي او هغه تصدۍ او کارخانې چې د مزد حداقل کچه د ټاکل شوي حد نه لوړوي باید د هغوی څخه د کاروباري مالیې ترڅنګ جریمه واخیستل شي.
3. د مزدونو زیاتوالي سره برابر په تولیدي وړتیا کې هم باید زیاتوالۍ راشي.
4. شخصي او کاروباري ماليې باید را کمې شي تر څو د کورنیو تولیداتو په لګښت کې کموالۍ راشي.
5. د وګړو عامه پوهاوي په مرسته باید د کارګرانو په عرضې کې زیاتوالۍ راشي ترڅو د بېکارۍ د کچې را کمولو سره مرسته وکړي.
6. ترانسپورت ته باید پراختیا ورکړل شي ترڅو په تولیدي سیمو کې کارموندنې لپاره آسانتیاوې برابرې شي.
7. دولت باید پرمختیایی پروګرامونه لاس لاندې ونیسي ترڅو خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.