د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اسعارو تبادله (بهرنۍ تبادلې)

خالد عبدالرحیم زی 26.01.2013 12:24

په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې په پوره توګه په ځان متکي وي، خامخا د هېوادونو ترمنځ د توکو او خدماتو تګ راتګ وي. کله چې توکي او خدمات د یو هېواد څخه بل هېواد ته صادرېږي پیسې د بهرنیو هېوادونو څخه ترلاسه کیږي او کله چې توکي او خدمات واردېږي د هغه په مقابل کې پیسې ورکول کیږي. د پیسو ترلاسه کول او تادیه کول یو هېواد ، یو تصدۍ یا یو وګړي ته په بهرنیو هېوادونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ وي ددې ستونزو له ډلې نه لمړۍ د هېوادونو ترمنځ د تبادلې د واحد انتقال ، دوهم د یو هېواد د ملي پیسو تبادله د بل هېواد د پیسو سره. په نړیوالو تادیاتو کې دغه ستونزې به ډېرې نه وای که چېرې د ټولو هېوادونو لپاره د منلو وړ یو پولي واحد شتون درلود . لکه څرنګه چې اوسمهال هر هېواد خپل ځانګړۍ پولي واحد لري د بېلګې په ډول : ترکیه – لیره ، استرالیا – استرالیایی ډالر ، هندوستان - روپۍ ، نایجریا – نایره ، بنګلدیش- تکه، سعودی عربیه – ریال ، د اروپا ټولنه – ایرو ، افغانستان – افغانۍ او داسې نور
د یو هېواد پولي واحد (پیسې) په نورو هېوادونو کې په قانونې ډول د چلېدو وړ ندي نو ځکه د د اسعارو د تبادلې ستونزه د هېوادونو ترمنځ را ولاړه شوې ده.
د اسعارو د تبادلې (بهرنۍ تبادلې) مانا او مفهوم
د اسعارو تبادله د بهرنۍ سوداګرۍ په تادیاتو کې ډېر مهم رول لري ، لکه څرنګه چې پو مونږ پوهېږو د یو هېواد پولي واحد نړیوالو پورونو او نړیوالو تادیاتو لپاره د منلو وړ ندی نو ځکه د پور ورکونکي هېواد د پولي واحد سره تادیه کېږي .
هغه کړنلاره او میکانیزم چې د هغې له لارې نړیوال راکړې ورکړې د ملې پولي واحدونو د تبادلې په مرسته تنظیم کېږي اسعارو تبادلې سره مستقیمه اړیکه لري.
د اسعارو دتبادلې یا بهرنۍ تبادلې اصطلاح په لنډ او پراخ مفهوم سره کارول کېږي:
په لنډ ډول سره د اسعارو تبادله یا بهرنۍ تبادله د یو بهرنې هېواد پولي واحد مانا ورکوي د بېلګې په ډول د جاپان – ین د پاکستان لپاره یو بهرنۍ اسعار دی او همدارنګه پاکستانۍ روپۍ د جاپان لپاره یو بهرنۍ سعر دی.
په پراخ مفهوم سره د اسعارو د تبادلې (Foreign Exchange) اصطلاح هغه کړنلاره او میکانیزم سره اړیکه نیسي چې د هغې په مرسته تادیات د نړیوالې سوداګرۍ لپاره صورت نیسي. دا هغه میتودونه را نغاري د کوم په مرسته چې لمړۍ د یوهېواد پولې د بل هېواد پولي واحد سره تبادله کېږي ، دوهم هغه بېلابېلې کړنلارې چې د پیسو د تبادلې لپاره کارول کېږي او دریم هغه نسبت چې د پیسو تبادله پرې کېږي.
د اسعارو د تبادلې (بهرنۍ تبادلې )اهمیت (Importance of Foreign Exchange)
د اسعارو د تبادلې یا د بهرنۍ تبادلې اهمیت د یو ځانګړي هېواد د لیدلوري له پلوه په لاندې ډول ده:
1- اقتصادي ځواک: مالي زېرمې د یو هېواد د مالي توانایی او اقتصادي ودې ښکارندوی وي ، که چېرې یو هېواد د بهرنیو اسعارو ډېرې زېرمې ولري دا د نوموړي هېواد د اقتصادي ثبات ، پرمختیا او غوروالی ښکاروي.
2- تادیاتو بیلانس:که چېرې یو هېواد د بهرنیو اسعارو د کمښت سره مخ وي او تادیاتو بېلانس یې له فشارو لاندې وي نو دا ښکاروي چې نوموړۍ هېواد اقتصاد په ډېر بد حالت کې دی.
3- قوي (با ارزښته) پیسې لرونکۍ هېواد: د یو هېواد د اسعارو د تبادلې بیلانس د تبادلې په بیې باندې مستقیم تاثیر لري ، کوم هېواد چې د هغه پیسې په زیاته اندازه تبادله کیږي نو د تبادلې بیې یې تر ډیره بریده ثابته وي او د ځواکمنې (با ارزښته ) پیسې لرونکی هېواد وي.
4- نړیواله سوداګري آسانه کوي: نړیوال تادیات د پور ورکونکي هېواد د پولي واحد سره صورت نیسي چې دا کار نړیواله سوداګري ډېره آسانه کوي.
5- د تبادلې نرخ:‌ د تبادلې نرخ چې د هغې په اساس د بېلابېلو هېوادونو پیسې سره تبادله کېږي چې دا د توکو د قیمت سره په کورنی او نړیوال بازار کې مستقیمه اړیکه لري.
6- اعتباري موقعیت: د بهرنیو اسعارو د تبادلې په زیاتوالي سره د یو هېواد اعتباري موقعیت په نړيوال بازار کې زیاتېږي.
د بهرنیو اسعارو د تبادلې بازار او دهغه دندې
د بهرنیو اسعارو د تبادلې بازار هغه ځای دی په کوم کې چې د بهرنیو اسعارو تبادله صورت نیسي ، د کایندلبرګر Kindleberger اقتصادي عالم په وینا : د بهرنیو اسعارو د تبادلې بازار هغه ځای ته ویل کیږي چې په کښې د بهرنیو اسعارو پېر او پلور کیږي.
د بهرنیو اسعارو د تبادلې بازار دندې:
دغه بازار درې اساسي او اړينې دندې لري چې په لاندې ډول دي:
1- د انتقال دنده: ددغه بازار اساسي دنده داده چې ددې له لارې بهرنی اسعار د هېوادونو ترمنځ انتقالېږي.چې دغه دنده د لیتر آف کریدت ، بېل آف ایکسچنج او الکترونیکي انتقال په وسیله ترسره کېږي.
2- پور ورکونې دنده: دده بازار بله دنده داده چې واردونکو ته پور ورکوي ، چې دغه پور د Bill of Exchange په ډول ورکول کېږي.
3- د تامیناتي پېر او پلور دنده: د بهرنیو اسعارو د تبادلې بازار واردونکو ته سهولت برابروي چې د واردېدونکي توکو بیه په بهرنیو اسعارو تادیه کړي او د اسعارو د تبادلې له کبله احتمالی مالي خطراتو څخه ځان وساتي.