د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه او امریکا

احمدجان تڼی 18.02.2013 21:43

د رسنیو د راپورونو سره سم د امریکا ( په عمومی ډول د افغانستان خلک کله چې د امریکا کلمه استعمالوي د هغې څخه یې موخه د امریکا متحده ایالات وي ) د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی جان کیری ویلی دی چې د افغان شخړی د هواری له پاره لومړنی لاره سوله ایز حل دی. خو که په دې ونشوه دوی به په سختو اقداماتو به لاس پورې کړي.
مګر دلته یوه پوښتنه رامنځته کیږی چې ایا په رښتیا دا « افغان شخړه » ده او که دا شخړه د سیمې شخړه ده او د بل چا له خوا رامنځته شوي په افغانانو او په ځانګړي توګه په پښتنو ورتپل شوي ده مګر په غلطی سره د « افغان شخړه » نوم پرې ایښودل کیږي.
په افغانستان کې زیاتره په درجنو سیاسی څیړونکی شته والی لری چې د خلکو په باور زیاتره د ارګ او د سفارتونو څخه معاشونه اخلی دخلکو د ذهنیتونو د مشوش کولو او خپلو بادارانو ته د چوپړ له پاره په تلویزیونی پروګرامونو کې په اوتو بوتو سر وي. دوی زیاتره مهال زیار باسی چې واقعیتونه پړمخې وښيي . د دوی څخه زیاتره یې د افغانستان خلکو او په تیره بیا پښتنو ته شا کړي او په خپلو خبرو کې د پنجاپ ، ایران او د افغان حکومت ( د کابل اداره) د ګټو بیانونکی دي .
دوی د پښتنو ( په ټوله لویه پښتونخوا کې ) په وړاندې په روانه جګړه باندې سترګې پټوي دې جګړې او نا ارامیو ته د پنجاپ او د کابل د متعصبو واکمنو کړیو له سترګیو ګوري.
نږدې یوولس کاله کیږی چې د پښتنو په سیمو کې د پښتنو ضد د جګړې دریم پړاو روان دی. په دې نږدې ورځو کې به کنړ او وردګو ولایتونو کې د ملکی کسانو د شهادتونو خبرونه ورکړل شوی دي او دا لړی دا یوولس کاله روانه ده . په دې جګړه کې تر اوسه په سلګونو زره تنه بېګناه پښتانه وژل شوی د دوی کورونه ویجاړ شوی او زیات شمیر کلی له منځه تللی دي.
دا شخړه اوسنی نه بلکې په واقعی مانا سره د پنجاپ د استعماری –ترهګرې ادارې په جوړیدو سره رامنځته شوی ده خو روانه جګړه د سردار محمد داود خان د جمهوریت په مهال کې د پنجاپ له خوا پیل، او د ډاکټر نجیب الله په استعفا سره دوهم پړاو ته ننوتله.د جګړې دریم پړاو هم د طالبانو په نسکوریدو سره پیل شوی او تر اوسه روانه ده.
دې جګړې ته که هر نوم ورکول کیږي خو زیان یې پښتنو ته رسیږي خو په دې پړاو کې اساسی بار د امریکا د متحده ایالاتو په اوږه دې . په سلګونو میلیاردونه ډالر د امریکا متحده ایالاتو دلته ولګول او په زرګونو د هغه هیواد سرتیري دلته ووژل شول. خو تر اوسه پورې ددې جګړې کوم منطقي پای نه لیدل کیږي.
د یادولو وړ ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا نه ده په ډاګه کړي چې دا سخت اقدامات به د چا په وړاندې کیږی. د پخوا په شان به د پښتنو په سیمو کې جګړه ایز عملیات او بمباری زیاتیږی او که دا عملیات به د پنجا پ د استعمارې ادارې په وړاندې چې ټوله سیمه او نړی یې نا ارامه کړيده د هغې په وړاندې به کیږي.
د افغانستان خلک په دې باور دي چې د پنجاپ استعماری –تروریستی اداره په دې هڅه کې ده چې د وسلوالو لاس وهنو له لارې خپلو ستراتیژیکو موخو ته ځان ورسوی . د پنجاب استعماری –تروریستی ادارې د تروریستی فعالیتونو لومړی موخه پښتانه او هند دی او دوهمه موخه یې ټوله سیمه او په دریم پړوا کې لویدیز د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون تشکیلوي. په دوه زره یو کال کې امریکا متحده ایالاتو په افغانستان باندی د تروریزم د ورکولو په نامه بریدونه پیل کړل. په داسی حال کې چې د تروریزم سټه او جرړي په پنجاپ کې او شاخونه یې نه یوازې پښتني سیمو بلکې د نړی زیاتو برخو ته خپاره شوي و پښتون اولس د یوې خوا د پنجاپ له خوا د تنظیم شوي تروریزم د بریدونو موخه ګرځیدلی و ، او د بلی خوا د لویدیز بریدونه په پښتنی سیمو کې متمرکز شول. نو لدې امله په دې جګړه کې کور د پښتنو تباه شو، او تر اوسه تلفات پښتنو ته اړول کیږي.
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې په متعصبو کړیو پورې د تړلو رسنیو له خوا په منظمه توګه د پښتنو په وړاندې یو پراخ کیمپاین روان دی چې غواړی پښتون اولس د نورو اولسونو په وړاندې د تروریزم په تور تورن کړي. او د پښتنو د نسل وژنې جګړې ته د مشروعیت جنبه ورکړي.
د پښتنو په سیمو کې د روانې جګړې ګټه نه امریکا او نه لویدیز ته ورسیده او نه هغه موخې چې امریکا درلودې تر لاسه کړې خو په مقابل کې دا جګړه ددې سبب شوه چې اصلی تروریزم ( د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره، متعصبې کړۍ، تهران ) د مخکی څخه لا زیات تقویه او د امریکا د متحده ایالاتو بالقوه متحدین کمزوری شي .
په نړیواله سویه د تروریزم مخکښ حکومت ( پنجاپ) اوس نه یوازې نړی ته د وسله والو ډلو په لیږلو سره ګواښ پیدا کوي بلکې دا اداره په اټومی وسلو سره د نړی هره برخه په ځانګړی توګه افغانستان، هند او امریکا د ګواښ سره مخامخ کوي. یعنی په دې کی شک نه شته چې د پنجاب لومړي اټومی بمب به په کابل ، دوهم بمب به دهلی او دریم بمب به امریکا استعمالیږی. د پنجاپ اتومی بمونه د ایران تر اتومی بمونو زیات د لویدیز له پاره خطرناک دي. د ایران د اټومی بمونو لومړنی ټارګيټ هم افغانستان دی .
د کابل ادارې د بهرنیو چارو وزارت د هغو ایرانی او پنجاپی اټومی بمونو د ګواښ څخه چې افغانستان ته متوجه دی هیڅ خبرې نه کوي او نه دې له پاره تیاری نیسی چې څنګه د ایران او پنجاپ د اټومی بمونو څخه افغانستان وژغوری . تر اوسه د کابل د ادارې د بهرنیو چارو وزیر( چې یو ټکی پښتو یې هم زده نه ده او یا یې د کوم تعصب له مخې زړه نه غواړی د پښتون اولس په ژبه خبرې وکړي) دا یې نه دي غوښتلی د نړیوالی ټولنې پام دې ټکی ته را اړوي چې د اټومي وسلو څخه خلاصه اسیا او یا داسیمه رامنځته شي. د کابل اداره تر ډیره بریده د ایران او پنجاپ د ګټو سره سم حرکت کوی.
پښتون اولس په سیمه کې په څلورو ټوټو د بریتانوی استعمار له خوا ویشل شوی دی او اوس مهال د پښتنو زیاته برخه خاوره د پنجاپ د استعماری اداری تر اشغال لاندې ده او په افغانستان کې هم پښتانه محکوم او د سیاسی واک څخه ګوښه دي . د کابل اداره د پښتنو سره دښمنانه او ځپونکی چلند کوي. په هغه اندازه چې پښتانه په تیره لسیزه کې په تاریخ کې نه دي ځپل شوي. په اوسنی نظام کې پښتانه دریمه کتیګوری خلکو ته راکښته شول. په لومړی کتیګوری کې دیګان ، هزاره ګان او ازبکان قرار لری په دوهمه کیتګوری کې پشه ییان، نورستانیان، شغنیان، ترکمنان، بلوڅان ، جټان او نور قرار لری او دریمه کتیګوری چې په افغانستان کې د محکوم او دښمن اولس په سترګه ورته کتل کیږي پښتانه دي.
د استعمارچیانو په وړاندې په تیره یوه نیمه پیړۍ کې پښتنو د خپلواکی او ازادی له پاره په میلیونو تلفات ورکړی دی او دا مبارزه تر اوسه روانه ده . د یووالی او ازادی له پاره د پښتون اولس مقاومت تراوسه په یوه جبهه کې تنظیم شوی نده ، په ټوله لویه پښتونخوا کې د پښتانه د ظلم او استعمار په وړاندې ولاړ دی او په مختلفو بڼو سره مبارزه کوي.
په دې کې هم هیڅ شک نشته که چیرې ټول پښتانه د بادغیس څخه تر کشمیره او کراچۍ پورې د یووالی او خپلواکی له پاره یو خوځښت رامنځته کړی په هغه صورت کې د پنجاپ استعماری اداره د شګو د څلی په شان نړیږي . او د نړی څخه به یو لوی ترهګر حکومت ( پنجاپ استعماری اداره ) کډه کړي وي. د کابل په اداره باندې به متعصبو کړیو هم واک د لاسه ورکړی وي.
د پښتون اولس په سیمه او نړۍ کې ځینې ستراتيژیک دښمنان او دوستان لری . چې د امریکا متحده ایالات په دې کتیګوریو کې راځي او که نه ، دا باید په غور سره وڅيړل شي.
اوس داسی پوښتنه پیدا کیږي چې د پښتنو او نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه د پښتنو او امریکا اړیکي څه ډول تعریف کیدای شي؟
په سیمه او افغانستان کې روانی جګړې ته د تروریزم په وړاندې د جګړې نوم ورکول کیږي . چې ظاهرا دا جګړه د تروریزم په وړاندې د جګړې په نوم چې په امریکا کې نیویارک د سوداګری په نړیوال مرکز باندې د برید له امله پیل شوه.
دا چې په نړیوال سوداګری مرکز باندې چا برید وکړ، یا چا دا برید تنیظیم کړ، او داسی نور داسې پوښتنې دی چې تر اوسه د هغه په هکله قانع کونکی ځوابونه نه دې ورکړل شوي. خو هغه ځه چې روښانه دي هغه دا دي چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا ددې بریدونو پړه د القاعده په سازمان باندې ورواچول شوه په هغه مهال کې د لومړی ځل له پاره د افغانستان خلکو د القاعده د سازمان نوم واورید. ډیرو خلکو د یوه او بل څخه پوښتنی کولی چې د القاعده سازمان چیرې او څوک دي او وروسته پوه شول چې دا هغه وسله وال بهرنیان او یا عربان دي چې په افغانستان کې اوسیږي.
خلک وايی چې القاعده د پاکستاني منابعو په مرسته په افغانستان کې ځای په ځای شوي وه او د القاعدې وګړو هم د پاکستان له لارې په ازادانه توګه افغانستان ته تګ او راتګ کاوه. چې دا ټول حرکات د پاکستاني ادارو تر نظر لاندې تر سره کیدل او کیدای شي د هغوی له خوا یې ملاتړ هم کیده.
امریکایي منابعو ادعا وکړه چې د پورتنیو بریدونو پلان په افغانستان کې جوړ شوي و.دا ددې بریدونو پلان په افغانستان کې چا او څه وخت او د کومو امکاناتو په سنجولو او تیارولو سره جوړ کړې و، تر اوسه په رسنیو کې کوم د منلو وړ راپور چا نه دی لیدلی.
خو هغه څه چې روښانه دي ددې پلان په جوړولو او تطبیق کې یوه پښتون هم رول نه درلود او نه پرې خبر و. خو دا ښاید په بشپړه توګه سمه خبره وي چې وویل شی چې په امریکا کې په سوداګریز مرکز باندې د بریدونو په هکله پنجاپی پټ سرویسونه خبر و. او یا دې سرویسونو برید کونکو ته لازمی اسانتیاوې برابری کړي وې. ډیر دا امکان لری چې دا پلان په افغانستان کې نه بلکی د پاکستان کې جوړ شوی وي .
پښتانه افراطي کرکتر نه لري او نه په نورو باندې تیری خوښوي او نه د کوم تیري کونکی مرییان ګرځي .پښتانه په دین مین د خپلو پښتونوالي اوصولو له مخې معتدل او منځ لاري خلک دي.. نېږدې دیرش کاله کیږي چې پښتانه د ډيورینډ لاین دواړو خواوته د پنجاپ له خوا د رامنځته شوي تروریزم قربانیان دی.
د مداخلی، تروریزم او افراطیت د پنجاپ د استعماری ادارې د بهرني او کورنی سیاست یوه برخه ده چې د هغه څخه په استفادې سره غواړي خپلو موخو ته ځان ورسوي. د پاکستان په دې لوبه باندې د امریکا د متحده ایالاتو سیاستوال او همدارنګه استخباراتي ادارې ښې پوهیدې او پوهیږي چې د نړي په هره برخه کې چې په اصطلاح په تند لارو پورې کوم تروریستي عمل تر سره کیږي او یا شوی دې د هغه ریښه په پای کې پنجاپ ته رسیږي.
د پنجاپ د تیری کونکی پوځ په میلمستون کې د اسامه بن لادن وژل کیدل ټولو نړیوالو ته په ډاګه کړه چې تروریزم د کومه ځایه سرچینه نیسی.
د پنجاپ له خوا د تروریزم د صدور له امله افغانستان ، هند ، منځنی اسیا او لویدیز هیوادونه ارامه ورځ نه لري. دامریکا د متحده ایالاتو تر ټولو لویه تیروتنه دا وه چې ددې په ځای چې د تروریزم په اصلي تولیدي او صادراتي مرکز (پنجاپ ) باندې برید وکړي او ټوله نړي د تروریزم له شره وژغوري له بده مرغه یې دوی په افغانستان او په ځانګړي توګه پښتانه چې د تروریزم اصلی قربانيان و د خپلو وژونکو بریدونو موخه وګرڅول.
د افغانستان او په ځانګړي توګه د پښتنو سره دا پوښتنه موجوده وه او ده چې د امریکا متحده ایالات په دومره لوی استخباراتی جال چې په سیمه کې یې لری بیا هم د پنجاپ د استعماری-تروریستي ادارې د ناوړه پلان قربانی شوه او په پښتون سوله دوست او اعتدال خوښوونکی اولس باندې سخت ګوزارونه وکړل.
مخکی مو اشاره وکړه چې هر وګړی او یا هر اولس ځانته خواخوږی او سیالان او یا په بله مانا دښمنان هم لري . د هغې له جملې څخه د پښتنو هم دا حالت دی:
د ستراتیژیکي مطالعاتو له مخې جوتیږي چې په دې نیمه وچه کې د څو کوچنیو هیوادونو په اړخ کې درې ځواکمن هیوادونه کیدای شي وجود ولری . هغه پارس، افغانستان، هند. دا دری هیوادونه د شپږ زره کاله کیږي چې په سیمه کې په طبعي ډول سره موجود و. دې درې واړو دولتونو په سیمه کې یو د بله سره ښې اړیکی ، سیالی او حتې دښمنی پاللی دي .
د دې له پاره چې په دې لویه نیمه وچه کې ستونزې شته وي د بریتانیا استعماری دولت له خوا د پاکستان تر نوم لاندې د پنجاپ استعماری –تروریستي اداره رامنځته کړل شوه. دا اداره نه یوازې د هند له پاره د سر درد شو ، بلکی د پښتنو د ډيرې برخې په لاندې کولو سره د پښتنو، سندیانو، او بلوڅو خلکو خپلې ازادی د لاسه ورکړې.
د پنجاپ د استعماری – تروریستی ادارې ژوند د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې د لاس وهلو او په دننه کې د مذهبی برخوردونو په رامنځته کولو، او د تر واک لاندې قومونو په ځپلو کې نغښتی دی. د پنجاپ د استعماري – تروریستی ادارې د ستراتیژیستانو په قول ددې له پاره چې د ډهلی سره سیالی وکړای شي باید د کابل حکومت ړنګ او یا داسی اداره کې په کې رامنځته شي چې د پنجاپ تر اغیزې لاندې واوسي. دا په دې مانا چې پنجاپ غواړی د افغانستان په له منځه وړلو سره د هند په وړاندې په جګړه کې د شا څخه ځان ډاډه کړي.
د موجوده شرایطو په نظر کې نیولو سره هند د پښتنو طبعي متحد دی. پښتانه کولی شی د پنجاپ د استعماری ادارې او د ایران د پراختیا غوښتونکی سیاست په وړاندې د هند ملاتړ خپل کړی. خو له بده مرغه هند هم په تیرو شلو کلونو کې د متعصبه پښتون دښمنه کړیو سره اړیکی ساتلی او د هغوی څخه یې ملاتړ کړی دي.
په سیاست کې همیشنی دښمنان او یا دوستان وجود نلری بلکې دا دښمنان او دوستان د موجوده شرایطو او د ګټو له مخې ټاکل کیږي. مګر یو ټکی تر هر څه روښانه دی چې د استعماری-تروریستی اداره به هیڅکله د افغانستان او پښتنو دوست او خواخوږي نه شي. بلکی هره شیبه به د افغانستان او د پښتنو د تباهی له پاره پروګرامونه ترتیب او عملی کوي. ښاید د کابل ځینې کړۍ په ځینو ټکو ( د پښتنو تباهي ) کې د پنجاپ سره متفقې واوسی .
په افغانستان کې ځینې متعصبی کړۍ او یا ساده او یا تیرایستونکی سیاسي څیړونکي وايي چې په افغانستان کې د پنجاپ د مداخلی او تیریو بریدونو اصلی سبب دا دی چې د پنجاپ اداره د ډیورینډ د منحوسی کرښي په رسمیت پیژندل غواړي.
مګر واقعیت دا دی چې پنجاب د ډیورینډ د منحوسی کرښې په رسمیت پیژندل نه غواړی . پنجاپ په خپلو سیاستونو کې مهمه موخه د پښتنو( هغه که په افغانستان کې دي او یا د پنجاپ د استعمار له خوا په اشغالی سیمو کې دي ) کمزوری او تباه کول ،د افغانستان په بشبړه توګه د له منځه وړل ، او یا د داسی ادارې تشکیل چې د پنجاپ په اشارو سره و ګډیږي، غواړی.
د پنجاپ استعماري – تروریستی اداره د پراخې د امپراتوري په شکل د یوه هیواد د رامنځته کولو خوبونه وینې چې چې طبعی منابع او واګی یې د پنجاپ پاشیستی استعماری ادارې په لاس کې وي .
په دې کی هیڅ شک نه شته چې د افغانستان د شته والی اساسی توکی د پښتون اولس شته والی دی. تر هغه چې دا اولس په افغانستان کې ځواکمن او ددې اولس او د نوروتوکمونو تر منځ اړیکي د وروری واوسي په هغه صورت کې د افغانستان شته والی او استقلال د ګواښ سره نه مخامخ کیږي.
همدا سبب دی چې د پنجاب او د تهران د ناوړو موخو اساسی ټارګيټ په خپله پښتون اولس او د نورو توکمونو سره ددې اولس د نیکو اړیکو خرابول تشکیلوي.
د افغانستان او په تیره بیا د کابل ښاریانو د یاده نه دي وتلی چې په کابل کې په لس ګونو زره تنه ( پښتانه) د افغان په نوم د متعصبو ډلو له خوا په ډیره وحشیانه توګه ووژل شول .ددې جنایت کارو ډلو موخه داوه چې د یوې خوا دا اولس په فزیکی توګه کمزوری کړی او د بلی خوا د مختلفو توکمونوتر منځ د وروری اړیکي په دښمنی واړوي.
دا چې په امریکا متحده ایالاتو کې په نړیوال سوداګریز مرکز باندې د برید څخه موخه ، د برید کونکو سازمانو څه وه جوته نه ده. خو هغه څه چې جوت دی د پنجاپ استعماري ادارې او متعصبو کړیو ددې پیښې څخه د پښتنو په وړاندې ډیره ناوړه استفاده وکړه.
د پښتنو لویه ستونزه د ملی مشرتوب نشتوالی دی . په اوسنی مهال کې په افغانستان کې زیاتره په اصطلاح پښتو ژبی لوړپوړي چارواکي د متعصبه کړیو مزدوران دی د دې له پاره چې د متعصبو کړیو پاملرنه را جلب کړي تر ټولو لومړی یې د پښتنو سره خپله دښمني تر سره کړي ده. د ساري په ډول د پوهنې د وزارت له خوا په ښکاره او پټه مورنیو ژبو د زده کړو مخالفت، په پښتنی سیمو کې د ښوونځيو جوړولو ته نه پاملرنه ، تش په نامه د تړل شوو ښوونځیو نه پرانستل او په پښتني سیمو کې د پرمختګ د پروژو د تطبیق څخه سترګې پټول او نور د کابل د ادارې روانه پالیسی جوړوی .
د تروریزم په وړاندې په جګړه کې په متعصبو کړیو او د پنجاپ په استعماري – تروریستي ادارې باندې د امریکا متحده ایالاتو ډډه لګول د امریکا د متحده ایالاتو ستره تیروتنه وه چې نه یوازې پښتون اولس یې د ډیرو ستونزو سره مخامخ کړ ، بلکې دوی هم و نشول کولی چې په واقعی مانا سره د تروریزم اصلی سرچینې له منځه یوسي.
دې ډلو د هیواد په شمال کې په زرګونو پښتانه ( د هغه ځوانانو په ګډون چې د طالبانو له خوا په زور جګړې ته بیول شوي و) په ډیره بې رحمانه توګه ووژل . په زیاترو شمالی ولایتونو کې د پښتنو جایدادونه یې ونیول او حتې په ماشومان یې جنسي تیري وکړل .
په دې ټولو جنایتونو د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړي دي. خو د خلکو په سترګو کې د هغه پيښو تصویرونه ګرځي راګرځي.
دوهمه او مهمه تیروتنه د لویدیزو هیوادونو دا وه چې پورتنی ډلې په بریالي ډول د کابل په ښار ننه ایستل شوې او په دولتي ادارو یې خیټې واچولې د دوی څخه چا ځانونه وزیران او چا رییسان جوړ کړل او دوی تر ننه په قدرت خیټې اچولي دي چې له دی لارې ددې کړیو ایتلاف په مهم نظامي، سیاسی ، ادارې، مطبوعاتی او اقتصادي ځواک باندې بدل شو.
د بلی خوا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د یوې ادارې د جوړولو د پاره د جرمني هیواد د بن ښار ته داسې ډلې او کسان را وبلل چې په افغانستان کې د خپلو ناوړو کړنو له امله د خلکو په منځ کې ځای نه درلود او نه یې لري. دا زیاتره ډلې د ګاوندیانو تر اغیزې لاندې وې. د بن لومړی کنفرانس په ښکاره په افغانستان کې ملی یووالی د له منځه وړلو او په راتلونکی نظام کې د پښتنو ګوښه کولو تیږه کیښوده . افغانستان خلک په دې و پوهیدل چې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا په افغانانو باندې په زړه بوګنونکو جنایتونو تورنې ډلې او کسان تپل کیږي. نو دوی د موجوده ادارې سره ځانونه بیګانه وګڼل.
د امریکا متحده ایالاتو او د هغه متحدینو د قدرت اصلي مزي د څو متعصبو ځانګړو ډلو ته چې ځانونه په مشخصو ملیتونو پورې تړلي بولي په لاس کې ورکړل. دوی په بشپړ ډول پښتانه ، نورستانیان، بلوڅان، پشه ییان، قرغیزیان، شغنیان، ترکمنان، ایماق او نور د قدرت څخه بې برخې او یوازی څو تنه غوړه مال پښتو ژبي په لوړو څوکیو پاتې او یا مقرر شول.
دا ځکه که چیرې اوسنی څو تنه غوړه مال پښتو ژبی چارواکی په لوړو څوکیو کې نه وای په هغه مهال کې افغان اولس پوهیده چې د متعصبو کړیو سره څه ډول چلند وکړي . د هیواد د راتلونکی برخلیک په هکله څه ډول تصمیم ونیسي . دا کسان تر ټولو زیات ټول افغانستان او په ځانګړي توګه پښتنو ته ډیر زیانمن تمام شول.
د لومړی بن په کنفرانس کې لویدیز ، مغرضو ګاونډیانو او واکمنو متعصبو کړیو په افغانستان کې د نوي سیاسی بحران د پیل بنسټ کیښود. د خلکو نارضایت او د نړیوالې ټولنې سره د دوی واټن ددې سبب شو چې د پاکستان استعماری – تروریستي اداره د پخوا څخه زیات خپلو ناوړو فعالیتونو ته مخه کړی.
ددې جګړی نیږدې لس کاله په تیریدو دي خو جګړه تر پخوا لا سخته شوي ده دا ځکه چې د تروریزم اصلي تولیدي او صادراتي مرکز چې عبارت له پنجاپ څخه دی فعال او اوس ایران هم مرسته ورسره کوي.
دا چې په افغانستان کې ولې ارامي نه راځي د نړیوالې ټولنې سیاستوال اصلي ستونزی او خپلو تیروتنو ته ګوته نه نیسي. ددوی سیاسی او د ستراتیژیکو مطالعاتو څیړونکي په راز راز اوتو بوتو سر وي او راز راز نظریې ورکوي خو د ځینو نظریات خو په بشپړه توګه د افغانستان او نړیوالو له پاره زیان لرونکي دي.
ددې له پاره چې واقعیتونه را برسیره شي باید وکتل شي چې په افغانستان کې څه ډول نظام حاکم دی. که چیرې په افغانستان کې اوسنیو حالاتو ته وکتل شي دا به درته جوته شي چې په افغانستان کې دموکراتیک یا ولسواک نظام نه بلکې دیکتاتوري او په قومی تعصب ولاړ نظام حاکم دی چې په دې کې د هیواد اکثریت خلک د عام اولس د ټولوسیاسي حقوقو څخه بې برخې دی.
اوس مهال د هیواد اقتصاد او اداره د څو مشخصو متعصبو ډلو په لاس کې ده . دا مغرضې ډلې که د یوې خوا د هیواد د اکثریت اولس سره دښمني مخې ته بیایی مګر په د هغه په اړخ کې دوی د امریکا متحده ایالاتو ا و نړیوالې ټولنې ته هم صادقې نه دي. دوی زیاتره د پنجاپ استعماری ـ تروریستی ادارې او ایران لوړتیا غوښتونکی اخوندی نظام سره راشه درشه لری او د ډیرو کتونکو په باور ، دا ډلې د لویدیز د ډالرو څخه ځانو ته بانکونه ډکوی خو حرکت یې د ایران او پنجاپ په اشارو سره کیږي.
د سیمې د اوسني حالاتو په څیړلو سره د امریکا متحده ایالات او پښتانه ډیر ښه دایمي او ستراتیژیک متحدین کیدلای شی .دا هغه حقیقت دی چې د پنجاب او ایران واکمنان ترې ویريږي.پښتانه او د امریکا متحده ایالات په سیمه او نړی کې د خپلو ستراتیژیکو هدفونو د ترلاسه کولو د پاره د یوه بل همکاریو ته اړتیا لري. د دوی دواړو ګټې سره یو دي.
په دې ټول څیړونکي ښه پوهیږی چې د رضا شاه پهلوی د ایران د پاچا په حاکمیت کې ، ایران د امریکا د متحده ایالاتو متحد و. ایران حکومت او امریکا په سیمه کې د یوه بل د ګټو څخه دفاع کوله . په ایران کې د شاه رژیم د امریکا د مرستو څخه په سیمه ایزه او هم د هیواد په دننه کې ډیره ګټه واخیستله. د شاه رژیم د پارسیانو څخه په غیر نور قومونه په ډیره وحشیانه توګه وځپل او ددې خلکو د دموکراتیکو غوښتنو په هکله یې ددوی غږ تربت کړ.
په ایران کې د اخوندي رژیم په رامنځته کیدو سره د امریکا سره د اتحادی رول د پاکستان پنجاب په غاړه واخیست. مګروروسته داسې ښکاره شوه چې پنجاب پورې تړلي سخت دریځو په سیمه او نړی کې د امریکې ګټو ته ګواښ پیدا کړ. نو لدې امریکا اوس د پنجاب په نیتونو شک ده.
اوس د امریکا متحده ایالات په سیمه کې یوه داسې متحد ته اړتیا لری چې په مرکزي او جنوبې اسیا په چارو کې د امریکا سره همکار واوسي.
اوس مهال د پارسیانو او پنجاپیانو ګټې د امریکا د متحده ایالاتو سره په ټکر کې دي . دواړه هیوادونه زیار باسی چې په سیمه او نړی کې د پوځي لحاظه ځواکمنوهیوادونو په توګه راښکاره شي دواړه هیوادونه ددې له پاره چې دې موخې ته ورسیږی د خلکو په منځ کې د امریکا او د لویدیز ضد احساسات را پاروي او په نړیواله سویه د لویدیز د ستراتیژیکو ګټو په وړاندې ودریږي.
د لویدیز او په ځانګړی توګه د امریکا د متحده ایالاتو ستراتیژیستان چې زیاتره یې د بریتانوي ، ایرانی او پنجاپی څيړونکو تر اغیزې لاندې دي په سیمه کې د پښتنو د مثبت رول په هکله فکر نه کوي . بلکی دوی خپل حکومتونه د پښتنو د ځپلو له پاره رابولی .
د پورتنیو تیروتنو له امله په افغانستان کې ستونزه د پخوا څخه پراخه او ژوره شوه. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ایا په خپله د نړیوالې ټولنې دا خوښه وه چې په افغانستان کې د پښتنو سره داسې ناوړه چلند وکړي او که د پنجاپ ، تهران او متعصبو ډلو د توطیو ښکار شول؟
د افغانستان د پیښو د څیړونکو په ګومان د امریکا متحده ایالاتو او لویدیز ته اړینه ده چې په خپل سیاست د سره کتنه وکړی. اصلی تروریزم ( د پنجاب استعماری – تروریستی اداره )او د تروریزم قربانیان ( پښتانه ) سره بیل کړی.
د امریکا متحده ایالات او د هغه نږدی متحد د بریتانیا هیواد ( چې تل د پنجاپ ګټی ساتي )باید دې ته پام وکړی پښتون ملت کولای شي په جنوبې او مرکزی اسیا کې د سولې په ټینګښت کې مثبت اوفعال رول ولوبوي. چې دا رول به د نړیوالې ټولنې ( د اسلامي هیوادونو په ګډون ، دا ځکه چې پنجاپ او تهران په خپله د اسلامي هیوادونو په کورنیو چاروکی د لاسوهنو له امله نوموړو هیوادونو ته لوی ګواښ دی) په ګټه او د هغوی ګټې به خوندي وي. دا ځکه چې:
• د پښتون اولس د کراچۍ څخه نیولی تر کشمیر، بادغیس او درقد پورې پروت دی د پښتنو د ستراتیژیک اهمیت د سیمې د نورو هیوادونو څخه زیات دی. دا اولس د نړیوالی ټولنې د پاره بالقوه او قوی متحد دی او دا اولس باید د سولی او نړیوال امنیت په لاره کې د دوی په بالفعل متحد باندې بدل شي.
• پښتون اولس تعرضی روحیه نلری او نه د تروریستی او افراطیت له لارې خپلی ګټې خوندی کوي
• یوازینی اولس دی چې د پنجاپ او پارسیانو د استبدادي ترهګرو ادارو په وړاندې دریدلی شي دا اولس کولی شی چې د روس پراختیا غوښتونکی پلانونه په سیمه کې شنډ کړی.
• پښتون اولس د نورو قومونو سره د وروګلوی اړیکي پالی. بلوڅان ، سندیان او کشمیریان د پښتنو تاریخی او طبعی متحدین دی
په مقابل کې پښتانه هم د امریکا او لویدیز ملاتړ ته اړتیا لری. دا ځکه چې:
• پښتانه په سیمه کې د یوه متحد هیواد ( له امو سینه تر اباسینه او کراچی پورې ) د درلودلو د پاره د نړیوالې ټولنې او په ځانګړی توګه د امریکا ملاتړ ته اړتیا لری. دا ځکه چې د پښتنو زیاتی سیمې د پنجاپ د استعماری – تروریستی ادارې تر اشغال لاندې دي.
• پښتانه د پنجاپ او د کابل د واکمنی ادارې له خوا په قصدی توګه د اقتصادی پرمختګ څخه بې برخې ګرځول شوی دي. په همدې منظور باید پښتانه دخپل اقتصادی او عملی پرمختګ له پاره د لویدیز پراخې مرستی راجلب کړي.
د سیمې او نړی په سیاسی معادلاتو کې اوس پښتانه مهم فکتور دی. او د دوی اهمیت د ورځې په تیریدو سره نور هم زیاتیږي دا ځکه چې اوس د پښتنو په منځ د یووالی په لور د تګ روحیه نوره هم تقویه کیږی. دوی هم اوس په دې فکر کې کیږی چې یو وار بیا د سیمې او نړی کې د یوه متحد او سوله خوښوونکی هیواد په توګه تبارز ومومي. په نړیواله سویه معلوماتی تکنالوژی د ودې له امله اوس پښتانه یو له بله نور هم سره نږدی شوی او دا بهیر په ډیره چټکتیا سره روان دی.
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی جان کیري باید پوه شي چې دلته د «افغان شخړه» نشته بلکې د سیمې او نړیواله شخړه ده چې په لومړی درجه یې پښتانه قربانیان دي په افغانستان کې نه ارامی دوه ( کورنی او بهرنی ) مهم عوامل لری:
• د امریکا د متحده ایالاتو او د لویدیز له خوا د افغانستان په خلکو په باندې د په جنایتونو تورنو لوټمارو ډلو تپل او په قدرت باندې ساتل
• د پنجاپ استعماري- ترهګریزې ادارې له خوا د ترهګری صدور او د ایران اخوندی لوړتیا غوښتونکی حکومت مداخلی
امریکا ته اړینه ده چې د پنجاب د استعماری-ترهګرې ادارې او د متعصبو کړیو په هکله په خپلو سیاستونو باندې د سره کتنه وکړي او د پښتنو په سیمو کې د جګړې د اور په مړه کولو سره خپل پام د تروریزم اصلی ځالو ( د پنجاپ د استعماری – تروریستی ادارې پوځي مرکزونو ) او په تهران کې اخوندي رژیم ته واړوی .
امریکا متحده ایالاتو ته اړینه ده چې د پښتون اولس سره په یوه هیواد کې په راټولیدو او جوړیدو کې مرسته وکړي په تیرو لسو کلونو کې چې څومره پښتنی سیمو ته د بې پیلوټه الوتکو ، د پنجاپ د اشغالګر پوځ ، د کابل ادارې او د بهرنیانو د پوځونو له خوا زیان اوښتی دی د هغو د جبران له پاره د هر ډول مرستو څخه صرفه و نه کړي.
په هغه مهال کې به په سیمه کې به نسبتا سوله تامین او د امریکا د متحده ایالاتو او افغانانو او ټولو پښتنو تر منځ د اوږدې مودې له پاره د دواړو په ګټه ستراتیژیکه ملګرتیا ته زمینه برابره او په سیمه کې به هغه پښتونخوا رامنځته شی چې لوی احمدشاه بابا جوړه کړي وه.