د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارواښاد غلام محمدزرملوال یوه خاطره

انجنیر محمدانعام واک 14.02.2013 00:01

یوه ورځ به دې غږ وشي علیخانه
چې پلانی هم لکه ګرد او غبار تېر شو

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبرپه یوولسمه مو د ناروې له « تروندهایم » نه « اکه شوس » ته کډه را وکړه ... سبایي د وخته را ورسېدو، سخت باران ورېده ... د بزګر صیب مېنې ته ورغلو ... له سباناري وروسته مو په کوم تلویزیوني چاینل کې دنړۍ د سوداګرۍ په تامیرونو باندې، په نیویارک کې، د سپرلیو د الوتکو د ور ننوتلو پېښه ولیدله  ...
بیا وروسته دالقاعدې او طالبانو په ټس کې په افغانستان باندې د یرغل خبرې وشوې ... په افغانستان باندې د یرغل خبره راباندې ډېره بده ولګېده، د ۱۳۵۸ کال د جدي د میاشتې شپږمه مې مخې ته ودرېده ... په همدې توره ورځ د هیواد شمال، شبرغان، ته روان وم ... په شمالي سالنګ کې وم چې د پخواني شوروي اتحاد د څلوېښتم لښکر پوځي لارۍ، محاربوي ماشینونه، ټانکونه، زره پوشونه او پوځي جیپان مخې ته راغلل ...
په افغانستان باندې مې د امریکې د یرغل له خبرې سره، د امریکې د هغه وخت ولسمشر،جیورج ډبلیو بوش، ته، د یوه برښالیک د لیکلو تکل وکړ ... لیک مې په پښتو ژبه ولیکه، انګرېزۍ ژبې ته د لیک د اړولو په لټه کې شوم ... بزګز صیب را ته د زرملوال صیب نوم واخیست، اړیکي مې ورسره نه درلودې، خو لیک مې د هغوی په پته، تېر ماخستن و، ور واستاوه ... سباسبایي مې د خپل برښالیک له پرانیستو سره د زرملوال صیب برښنالیک ولید ... لیک ژباړل شوی و ... لیک مې ډېر ژر جیورج ډبلیو بوش ته ور واستاوه، ځواب یې هم، خدای شته، ډېر ژر راغی ... خو امریکا، و نه کتل، لاړه، افغانستان یې لاندې کړ ...
په لیک مې د زرملوال صیب تبصره بیا له ډېرو دوستانو سره شریکه کړه :
« ... وروره خدای دې ښه درسره وکړي ... ښه دې لیکلي ... پرون شوروي، نن امریکا را باندې را دانګي ... جیورج ډبلیو بوش ته دې ښه مشوره ورکړې ... رښتیا هم همداسې ده ... پښتنو ته د طالبانو او طالبانو ته د پښتنو په سترګه کتل ډېره غټه سیاسي غلطي ده ... له پښتانه سره دښمني، په رښتیا چې، د اوسپنې د نینو چیچل دي ... وروره، شکه نشته، امریکا به هم د شورویانو په سرنوشت اخته شي ...» .

۲۰۱۳، د فرورۍ دیارلسمه
ناروې