د افغانستان د قومي جوړښت په اړه
18.03.2008 22:55د ټول افغان د درنې پښتو ویبپاڼې درنو چلوونکو!
هیله ده زما سلامونه او نېکې هیلې ومنئ.
پرون مې د بېنوا د درنې پښتو ویبپاڼې د نویو لیکنو او مقالو په برخه کې د ګرانې خور رحیمه ساپۍ د (( ايا د «فارسي ژبي مثلث» تيوري د پلي کېدا وړ ده؟)) د سرلیک لاندې یوه ارزښتناکه لیکنه ولوستله. خور د خپلې لیکنې په یوه برخه کې لیکلي چې ((د اتنيکي جوړښت له مخې په افغانستان کې ۵۰ سلنه پښتانه، بلوڅ، ازبک، ترکمن، پشه يان، ايماق او... اوسيږي او د افغانستان دوه برخې نفوس او ژبه جوړوي))...
پښتانه د افغانستان د قومي جوړښت له پورتنۍ سلنې سره، له سره، جوړ نه دي. پوی نه شوم چې خور ساپۍ د سلنې د ۵۰ دغه عدد یوازې د پښتنو له پاره کارولی که د ټولو یادو شویو قومي ګروپونو له پاره؟
پښتانه، په یواځې ځان هم، په سلو کې د افغانستان د ټول نفوس لږ تر لږه ۶۳ دري شپېته نفوس جوړوي. د پښتنو ژبنۍ سلنه هم نن سبا د هغوی په قومي سلنه لګېږي. دا چې کمزوری ولسمشر، دغه هغه وزیر او مشاور پښتو ژبې ته د یوې سیاسي ژبې په سترګه نه ګوري، بېله خبره او بېله ملي ستونزه ده...
زه د درنې خور ساپۍ نه په مننه د دې خبرې د سپیناوي غوښتنه کوم.
یادونه:
بېنوا ویبپاڼې، په کار وه، د خپل ژورنالستیک مسئولیت له مخې زما دغه څو کرښې، چې پرون مې ور ولېږلې، خپرې کړې وای، خو هغوی د دود او نرخ په ماتولو غوږونه کاڼه کړل!
انجنیر محمدانعام واک
ناروې