د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درنو پښتنو روڼ آندو او لیکوالو ته

انجنیر محمدانعام واک 09.08.2009 14:24

سلامونه او احترامونه!
په دې وروستیو کې د ګران اسمعیل یون په اړه ډېرې افراطي او احساستي لیکنې وشوې او لا روانې دي. دا زما یوه هم، له بده مرغه، دغسې یوه درواخلۍ!
هر څوک پوهېږي، چې د دې نیمې کاسې لاندې څو دانې پوره کاسې ایښې دي. زموږ دښمنان، لګیا دي، موږ پخپلو کې سره اچوي....
خدای پاک دې یون صاحب ته توان ورکړي، چې زر نور کتابونه هم چاپ کړي، خو بل ځلي په یو وار نه! په هر حال ډېر ښه کار وشو، چې موږ د نورو دېرشو ارزښتناکو کتابونو خاوندان شولو. زه په خپل وار یون صاحب ته په دې اړه مبارکي وایم. د کتاب چاپول، چې په هره ژبه وي اهمیت لری، خو زموږ پښتنو له پاره د کتاب چاپول، په کولتوري ارزښت سربېره غټ، غټ سیاسي ارزښت هم لري.
پښتون د شمار له مخې له ټولو نه د سیمې غټ، خو د ژبې له مخې له ټولو نه د سیمې کوچنی قوم دی. پښتون، په دې سربېره، د سیمې غټ سیاسي، خو د سیاسي مشرۍ له امله د سیمې د نورو سیاسي قومونو په شمار کې له سره راځي نه! همدلته ده، چې موږ پښتانه په کولتوري ستونزې سربېره د سیاسي مشرۍ له مرګونې ستونزې سره مخ یو.
پښتنه سیاسي مشریزه په سیمه ییز کچ، د یوه لږ تر لږه شپېته ملیوني او د افغانستان په کچ لږ تر لږه د یوه شل ملیوني قوم په کچ و مېچ د فکر او غور وړ ده. پښتنه سیاسي مشري د افغانستا په کچ هم څه د ټوکو او احساساتو خبره نه ده. بیا لا زموږ د هیواد په دغه حساس پړاو کې، چې زموږ یو شمېر په نامه ملي ګرا پښتنو سیاسي مشرانو او ګوندونو... په دې مشری باندې سوداګري وکړه ... خو د خامو او احساستي پښتنو، پښو ته د پښتانه د سیاسي مشرې اچول د هغې سوداګرۍ بدیل هم په هیڅ وجه نشي کېدای.. ړوند، خو هره ورځ امسا نه ورکوي. . زږ ته لاس اچول له وړاندیني سیاسي تاوان نه لا پسې بل غټ سیاسي تاوان دی... موږ، په کار ده، دا وار غلط نشو. په دې اړه، په کار ده، له پوره زغم او پوهې نه کار واخلو!
«دغه» په عمر او تجربه پوخ او «هغه» په عمر او تجربه خام، خو د چاخبره په ړندو کې چغر، پښتانه په اصطلاح مشر او روڼ آندي په ځانګړي ډول دا موږ پښتانه روڼ اندي او په عمومي ډول دا موږ ټول پښتون قوم له ژوبلې ګوتې نیولي یو... موږ پښتانه، خو، په کار ده، نور په دې واقعیت پوی شو او په اصطلاح «دغه» یا «هغه» مشر او روڼ آندی هم په دې پوی کړو، چې، دا خو سیاسي انصاف نه دی، چې په بې وزلۍ او بې چوکۍ توب کې دې دوه آتشه پښتون، په مړښت او «چوکیدارۍ» کې غیر پښتون او هم دې د پښتانه د سیاسي مشرۍ دعوه دار، بلا پسې، چې د پښتنو دښمن دې هم شي!
دا موږ پښتانه روڼ اندی، په کار ده، له خپلو دغو «دغه» او «هغه» سره نه هومره عقده یي برخورد وکړو او نه دې دومره احساساتی شو، چې د ستر، خوشالخان اوبل بل نومونه ورکړو... زه خو پخپله په دې باور لرم، چې زموږ ګران یون د پوهنتون د یوه استاذ او پوی سړي په توګه د شخصیت پرستۍ له کاذب ډول سره له سره جوړ نه دی. نو هغه عزیزان، چې دا پېرزوینې کوي لومړی دې په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړي او بیا دې لږ تر لږه له ګران یون نه پوښتنه وکړي.
په پای کې له ټولو هغو عزیزانونه، چې د ګران یون په پلوۍ لیکنې کوي او که د دې لیکنو ځواب وایي، د ورورۍ غوښتنه کوو، چې نور دې خپل ګران وخت نه ضایع کوي....

په پوره پښتني درنښت
واک
۲۰۰۹ کال، د اګست نهمه، ناروې