د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

«احدي صاحب» هم «خان آباد» ته روان دی!

انجنیر محمدانعام واک 13.05.2008 22:43
پیښور ته به مې د مهاجرت، خدای مې دې غاړه نه بندوي، لومړی، ۱۹۸۲، کال و. د ټولو مجاهدو تنظیمونو خپرونې به مې ارومرو له نظره تېرولې، خو د ښاغلي حکمتیار صاحب د «حزب اسلامي افغانستان» مرکزي خپرونه، شهادت، به مې ټکی په ټکی لوستله.
یوه ورځ مې د شهادت د یوې ګڼې د «استاذ هم خان آباد ته لاړ» په یوه غوره طنزیه سرلیک سترګې ولګېدې. خان آباد ته د تګ طنزیې، د اتحاد اسلامي افغانستان له مشر ښاغلي استاذ عبدالرب رسول سیاف سره، مودبانه شوخي کړې وه. طنزیې د ۱۹۸۰ کال د جنورۍ په میاشت کې، د کابل د څرخي پله له زندان نه د استاذ سیاف په وتلو، پېښور ته د هغه د مهاجرت او د کیسه خانۍ، د چا خبره، په کوم زاړه سماوار کې د هغه د دیره کېدلو کیسه او خپلو اخواني ورونو ته د هغه نصیحتونه راخیستي ول...
استاذ د پېښور په «فقیرآباد» کې خپل اخواني ورونه په «خانۍ» تورن کړي وو: «اوسیږئ په فقیراباد کې او پېښې، د چا خبره، کوئ د خان آباد!».
طنزیې چې څه موده وروسته پخپله استاذ سیاف تر ټولو غټ خان ولید، نو بیا یې ورته په غټو، غټو تورو ولیکل:
«استاذ هم خان آباد ته لاړ!»...
هو!
څه موده وړاندې مې د آریانا تلویزیون د ماښام د شپږ نیمو بجو په پښتو خبرونو کې د افغانستان د مالیې محترم وزیر ښاغلي انورالحق احدي، چې په خوږه دري ژبه یې په امریکایي ډالرو باندې د افغانستان د ولسمشر، وزیرانو او ولسي جرګې د غړو د معاش زیاتوالی اعلاناوه، ولید...
د لوړ پوړو چارواکو د معاشونو زیاتوالی بلا ورپسې، خو چې لږ ترلږه له ډله ییزو رسنیو نه اعلان شوی نه وای؛ چې د عام ولس او وړو مامورینو او بې وزلو ښوونکو په زخمونو یې، لږ تر لږه، مالګه نه وای دوړولې. سل ځله دې د حکومت او حامد کرزي خو څه کوې، د احدي صاحب غوندې یوه شخصیت، په دې جرئت آفرین وي!
په دري ژبه مې، له ویاړه د احدي صاحب ډکو خبرو ته، د ښي لاس دویمه ګوته، خپله په خپله، د غاښ لاندې شوه: په ۱۹۹۵ کال کې مې د پېښور په حیات آباد کې له احدي صاحب سره په افغانستان کې د پښتو ژبې د سیاسي او کولتوري موقف په اړه جدي خبرې وکړې. احدي صاحب، له ښه مرغه، تر آخره په پښتو ژبه ولاړ پاتې شو. دومره آسانه خبره نه وه، دا زه، ورځه، هغه د چا خبره د جنت خان غروال، پوهاند مجروح، ډاکټر شګیوال، استاذ ذاکرخان، بل او بل په ګوګل باندې د «فقیرآباد» او «خان آباد» د بې غږو تومانچو او کلاشینکوفونو شنو شنو خاپونو ډار کړی وم، خو د احدي صاحب غوندې امریکایي مېشت زړور او غیرتي شخصیت کله له ملي ارزښتونو او پښتو ژبې تېرېده: « دولت مکلف دی د ملي ژبې پښتو د پرمحتګ او تقویې له پاره کار وکړي». هماغه د افغانستان د ۱۹۶۴ کال د اساسي قانون پینځه دېرشمه ماده او د افغان ملت د ګوند د مرامنامې د کاڼې کرښې... خو اوس راشه احدي صاحب ته ګوره او وخت په وخت په دري ژبه باندې د هغه رسمي خبرو ته. هغه «پښتو» او هغه «پښتو ژبه» لاړه اوبه یوړه.
احدي صاحب د دوه زره یوم ۲۰۰۱ کال د بن تر بد شاګومه تړونه پورې هم، غټ سوسیال دموکرات وو. په سوسیال دموکراسۍ باندې درېدنې خو په ۱۹۹۵ کال کې د ګوند د ریاست مقام ته وم رساوه. د افغان ملتي سوسیال دېموکراتانو له نظره، یوازې او یوازې سوسیال دېموکراسي وه، چې د مختلط اقتصادي سیستم د بیرغ په اوچتلو یې د ټولنې د بې وزلي پوړ سیاسي او اقتصادي ملا تړله. د ۲۰۰۷ کال د جون په میاشت کې په کابل کې د لویې جرګې په کیږدۍ کې د افغان ملت د ګوند په پینځمه کنګره کې د احدي صاحب د مختلط اقتصادي سیستم عالمانه ارزونه، له مارکسیستي اقتصاد نه د کارل مارکس له ارزونې نه لا ډېره عالمانه وه. دا خو احدي صاحب دی، چې د آزاد بازار د اقتصاد او د سکټورونو د شخصي کونې علمي ارزونه کوي، نه هغه بې سواده په اصطلاح افغان ولسمشر. د افغانستان د آزادۍ د دوو ملیونو شهیدانو برخه نن د احدي صاحب د عالمانه ارزونې په برکت، لګیا ده، د خپل سري آزاد بازار او اقتصادي مافیا په جېب کې لوېږي. عام افغان، پرېده چې د ملیاردونو ډالرو په دې باران کې واښه خوري، د ښوونځیو ښوونکي په شپو، شپو نهاره ګرځي، خو وزیر او معین، پلاو څه چې ډالر تفاله کوي. ښوونکی بې وزلی کرایي کور نه نشي نیولی، خو وزیر او معین، په خپل نامه خو پرېده، د خپلو بچیانو په نومونو لا کورونه قواله کوي. له لوږې نه د وښو دې خوړو ته ګوره او هغه، دغه ته په یوه او بل نوم د مالیې د وزارت له شلو زرو نه تر دېرشو زرو پورې میاشتنيو ډالري معاشونو ته! د ټولنې د بې وزلي پوړ د لاسنیوي له پاره د مختلط اقتصادي سیستم انتخاب، هغه مترقیتوب او هغه سوسیال ډېموکراسي لاړه پیشو وخوړه...
یو شمار افغان ملتي مشران له ملي مسایلو سره په برخورد کې شړومبې، د چا خبره، په پوکي څښي او یو شمېر خو د نننیو ملي مسایلو په اهمیت او حساسیت له سره پوهېږي نه، خو چې احدي صاحب پوهېږي، په لوی لاس ځان پرې نه پوهوي. افغان ملتیانو ته، په کار وه، د سر شمېرنې او دې ته د نورو ورته ملي پروژو په سر یې، له هر چا مخکې ملي میدان ته ور دانګلي وای، خو احدي صاحب دا لاره هم ډپ کړې: « اوس یې وخت نه دي، شرایط خطرناک دي، چې ولسمشر شو، بیا به دا ملي مسایل حل کړي!».
طالبان بلا پسې، د طالبانو له نامه لاندې، په لوی لاس د پښتانه د بنسټپال کولو، پښتانه د وژلو، سپکولو او له افغان سیاست نه د پښتنو د ایستلو په وړاندې له یوې خوا، او د غلا، فساد او ملي ارزښتونو د لوټ تالان په وړاندې د احدي صاحب چوپه خوله پاتې کېدل، له بلې خوا، نه یوازې احدي صاحب پخپله، بلکې د هغه په کیڼ جېب کې د افغان ملت پروت ملي ګوند هم د سیاسي ګوښه توب کندې ته وغورځاوه. د هاتي په غوږ کې د افغان ملتیانو پرته مشریزه، د احدي صاحب له ډاره، په روان افغان سیاست کې د موقف نیولو د منطق له دومره پیاوړي بحران سره مخ دي، چې د دې ګوند میاشتنی نشراتي اورګان، افغان ملت، لا خپرولی نه شي. د لوېدیځې نړۍ نوي، احدي صاحب ډوله، دېموکراتان د ختیځې ټولنې له دیکتاتورانو نه ډېر، ډېر ځانچاري وختل.
په نوییمه لسیزه کې مې، په پېښور کې، د افغان ملت د ګوند د درانه مرکزي نشراتي اورګان، افغان ملت، د مسئول مدیر په توګه، څو، څو ځلي له احدي صاحب سره د افغانستان په ټول نفوس کې د دغه یا هغه قومي ګروپ په سلنه تودې خبرې وکړې. احدي صاحب به چې ډېر راټیټ شو، د پښتنو له پاره به په سلو کې د پنځوسو( له امریکايی ډوله) شمېره نه راټیټېده، خو احدي صاحب، د سږنۍ راتلونکې سرشمېرنې د ملي ضد او افغاني ضد پروژې له لارې، له پښتنو نه د اقلیت جوړونې د «ستمي – ایراني» بهیر په وړاندې غلی ناست دی. د سرشمېرنې داسې یوه پروژه، چې د افغانستان له سیاسي ژوندانه سره نېغې اړیکې لري. دا «نکټایي پوش» او «ګوډ» پښتانه وزیران، خو دلته او هلته د ړانده طالب د ځای، ځای ټک، ټوک په زور د اسمان په شنو کې ګرځي، خو که دې ستمیانو - ایرانیانو، پښتون یو وار په رسمي توګه په سلو کې د احدي صاحب له پنځوسو هم پسې راټیټ کړ، بیا به دا اوتو کړي پښتانه وزیران او چپنکي ولسمشران له «شېرچور» او «ګلخانې» نه، په رڼا ورځ، پسې واخلي.
یو شمېر ډېر پښتانه او غیر پښتانه روڼ آندي، پروسږکال، په یوه انترنتي ویدیویي فلم کې، د پنجشېر د مجاهدینو د پخواني کومندان، احمدشاه مسعود، د شهادت په کومه کلیزه کې، د احدي صاحب سیاسي غوړه مالۍ، چې ان پوهاند برهان الدین رباني ورته ګوته له غاښ لاندې نیولې وه، لا پسې په احدي صاحب شکمن کړل. احدي صاحب، احمدشاه مسعود ته، په ټوله آتیایمه او نوییمه لسیزه کې، د «کومندان» (کومندان مسعود) نه جیګه درجه ور نه کړه. د پنجشېر د مجاهدینو له کومندان نه ملي اتل جوړول او له میرویس نیکه، احمدشاه بابا، سلطان محمود غزنوي، سلطان شهاب الدین غوري او غازي امان الله خان سره په یوه تله د هغه تلل، د افغانستان د ملي اتلانو له سپکاوي نه بل شی نه شي کېدای. د حامد کرزي له دې کار سره د احدي صاحب څه کار؟ د احدي صاحب د ملي اتلولۍ لقب ورکونه د احدي صاحب هغه خپله خبره د «پوهېدو وړ نه ده». حامد کرزي د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې له پنجشېریانو سره له خپلې هومره ژورې دوستۍ سره سره، بیا هم له پنجشېر نه تش لاس راوت. چا یوه ټکه، یوه رایه، ور نه کړه!
حامد کرزي غوندې ولسمشر او د هغه واکمن ټولي، د درېیم قوت منځمهالي او په اصطلاح مترقي، دموکراتان او سوسیال دموکراتان په شرمو وشرمول. ننني درېیم قوت د آبل پروني لومړي او پروني دویم قوت مخ سپین کړ. د درېیم قوت ملي ګرایان د لومړي قوت له کمونستانو، او دویم قوت له اخوانیانو نه ډېر کمزوري او د ملي ارزښتونو سوداګر او غله وختل. د افغان ملتي سوسیال دموکراتانو ګوتې په شمار بې کفایتې مشرۍ د درېیم قوت سیاسي میدان هومره شغالي کړ، چې پینځو تنو ایراني ډوله ستمیانو «سوسیال دموکرات ګوند» جوړ کړ او د ولسي جرګې په امریکایي فېشن سنباله یوه، نیمه پښتنه ستمۍ مېرمن لګیا ده «درېیم قوت» جوړوي. د پیره دارانو له بې غیرتۍ نه ګیدړان په بامو ګرځي.
نه د افغان ملت په ګوند کې چا احدي صاحب ته غوڅه ملی مشوره ورکړه او نه احدي صاحب، په خپل وار، امریکایانو ته سپینه خبره وکړه. له حامد کرزي نه خو هسې هم د ملي تفکر او امریکانو ته د سپینې خبرې تمه نه کېده او نه کېږي.
احدي صاحب په رښتیا چې د افغانستان د عام ولس او روڼ آندو ملي هیلو ته ارزښت ور نه کړ.
هو!
«احدي صاحب» هم «خان آباد» ته روان دی!