د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړې دوه عمده عوامل

احمدجان تڼی 29.01.2013 19:17

د هیواد ځینې په اصطلاح سیاسی څیړونکی(چې د خلکو په ګومان د ارګ او یا د سفارتونو څخه معاشونه اخلی) او په منظمه توګه په رسنیو کې کې راښکاره کیږی هڅه کوی چې په هیواد او په سیمه کې د روانو واقعیتونو څخه د خلکو پام بل چیرې واړوي.
په دوی کې ځينې خو په بشپړه توګه د مخالفینو سره د سولې خبرې کول ردوی او یوازې د دې مسلې په پوځي حل باندې ټينګار کوی . خو په دوی کې یو شمیر داسی کسان هم شته چې وایي که چیرې طالبانو د کابل سره سوله وکړی نو به هیواد ګل او ګلزار شي.
په دې په اصطلاح څیړونکو کې داسې سپین سترګې او بې شرمه کسان هم شته د پنجاپ د استعماری – تروریستی ادارې په وړاندې ناوړو موخو ته د افغانستان د خلکو د تسلیمی مفکوره تبلیغ کوی .دوی څرګندوی چې که چیرې د افغانستان خلک او په تیره بیا ټول پښتانه باید د پنجاپ استعماری –تروریستی اداری غوښتنو ته غاړه کیږدي ،په هغه مهال به پنجاپ دې ته تیار شي چې په افغانستان کې د سولی له پاره ګامونه پورته کړي.
دا درې واړه ډلی هڅه کوي چې په واقعیتونو خاورې وشیندي او نه غواړی د جګړو او نا ارامیو اصلی عوامل په ډاګه کړی .
د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه په دې په بشپړه توګه ډاډه شوی دي چې په کابل کې متعصبې کړۍ او د پنجاپ استعماری –تروریستی اداره په افغانستان او سیمه ( ټوله پښتونخوا )کې د جګړی عامل او د سولې د راتګ په لاره کې خنډ دی.
که واقعیتونو ته وکتل شی په کابل کې د ځینو کړیو او د پنجاپ د استعماری- تروریستی ادارې خوځښتونه د خلکو له پاره شکمن او دوی غواړی د سیمې د خلکو او د نړیوالو ذهنیتونه د بې لاری خواته بوزي.
د افغانستان او سیمی د حالاتو څیړونکی وايی چې دواړه خواوی ځینی ګډې ګټي او موخې لری او د هغو د تحقق له پاره دوی خپل فعالیتونه تر ډیره بریده په پټه او ښکاره توګه تنظیم کړي دی.
په ظاهری توګه دواړو خواوې د تروریزم ؟ په وړاندې مبارزې ته ژمن پاتې شوي دي. دواړو خواو هڅه کړی ده چې په دې لاره کې ځانونه نړیوالو ته سپین په ډاګه کړي.
خو کوم تروریزم ؟
• هغه تروریزم چې مشران یې د پنجاپ د پوځونو په فامیلیو او قشلو کې اوسیږی د هغه ځایه جګړه تنظیم کوی په دوی پورې تړلی جنګیالی په زور سره په وزیرستان او نورو قبایلی سیمو کې ځای په ځای شوی او د هغوی لګښتونه په خپله د پنجاپي پټو منابعو له خوا ورکول کیږی او د هغه ځایه په ټوله لویه پښتونخوا ، امریکا، لندن ، هند باندې بریدونه تنظیم کیږی ؟
• یا هغه عرب جنګیالی دی چې د استاد ربانی په حاکمیت کې د افغانستان تذکرې او پاسپورټونه تر لاسه کړی او په ټوله نړی کې اوس د افغانانو په نامه تیت شوی دی؟
• خو د متعصبو کړیو په نظر ، تروریستان ټول هغه څوک دی چې په پښتو ګړیږی ، خت پرتوګ اغوندی او لنګوټه په سر تړی . دوی هغه پښتانه چې دریشي اغوندی او نیکټايي تړی هغوی ته نکټایی لرونکی تروریستان وایی.
دا یو واقعیت دی چې په کابل کې د متعصبو کړیو او د پنجاپي استعمارچیانو د تروریزم څخه موخه مظلوم او ځوریدلی پښتانه دي . پښتانه د هغو پروګرامونو قربانیان دي چې د دوی د ځپلو پروګرامونه د پنجاپ د استعماری – تروریستی ادارې د پوځ په مرکزونو او یا د کابل د متعصب کړیو په بنګلو کې ترتیب کیږي.
په سیمه او نړیواله سویه پراخ بدلونونه راتلونکی دي. ددې بدلونو په نظر کې نیولو سره د کابل ځینې کړی هم اړې دی چې د دې بدلونو سره ځانونه برابرې کړي. د ګواښونو څخه ځانونه وساتی او نوي موخې تر لاسه کړي.
په دې ټول خلک خبر دې مخکی له دې چې د کابل د ادارې مشر د واشنګټن په لوري وخوځي ، ده د واکمنو کړیو د مشرانو سره غونډه درلوده په دې غونډه کې چې د کابل ادارې مشر ته څه وویل شول هغه جوت نه دي .
د کابل د ادارې د مشر ښاغلی حامد کرزی سفر کې د خپلو خبرو له جملی څخه په ځينو مسایلو باندې ډیر ټينګار د هیواد خلک په شک کې واچول.
امریکا ته ښاغلی کرزي په سفر کې په څو ټکو ټينګار وکړ:
۱: د امریکايي پوځونو سره د افغان بندیانو سپارل.
۲ : د کابل د ادارې له لارې د مرستو مصرف
۳: د راتلونکو ټولټاکنو په هکله خبرې
۴: په بین الافغانی ( ؟)مذاکر اتو باندې ټینګار.
د کابل په ادارې پورې تړلی ډنډورچیان وايی چې ددې غوښتنو او ټینګار څخه موخه د ملی حاکمیت ته د درناوی په منظور کیږي. خو ځینې کتونکی دې ټینګار ته د شک په سترګه ګوری دا کتونکی وايی :
کله چې د ایران اولس مشر د کابل د ادارې دمشر په حضور کې د امریکا په وړاندې تحریک کونکی وینا وې کولی په هغه ځای کې به هم د کابل مشر ورته ویلی وای چې دا کابل دی نه تهران.
دا چې پنجاپ پوځونو په لس ګونو زرو توغندیو او توپچي مرمیو کنړ او یا د هیواد نورې سیمې ویشتلی . د خلکو د ژوندانه د ساتلو د پاره به یې د پنجاپ د سفارت دروازه ورتړلی وای او نړیوالو ته به یې ویلی وای چې پنجاپ په ختیزو ولایتونو بریدونه کوی.
سیاسی کتونکی وایی یو هیواد چې د ټولټاکنو له پاره د بهرنیانو روپیو ته اړ واوسی او یا د امنیتي پوځونو د ساتلو له پاره د بهرنیو مرستو له پاره یې سترګې نیولي وي هغه څومره د یوې خپلواکې ادارې په توګه ځان په ډاګه کولی شي؟
لس کاله مخکی د کابل د ادارې د بهرنیو او کورنیو چارو د وزیرانو له خوا د بهرنیانو پوځيانو ته په خلاص مټ جنګی فعالیتونو ته د اجازی لاسلیک شوی کاغذ ته د کابل د ادارې مشر په کومه سترګه ګوري؟
د کابل ادارې بندیخانې د زرګونو د بیګناه کسانو د ځورولو مرکزونه دي .
د کابل په بندیخانو کې په زرګونو بی ګناه کسان شپې او ورځې تیروي. هره ورځ په سل ګونوکسان په بې ځایه تورونو سره نیول کیږي او بندیان کیږي.
د کابل ادارې د ایران په وړاندې د خپلو اتباعو د ساتنې له پاره کوم په ځای اقدام کړی دی؟ د ایران په مذهبی تعصب ولاړه اداره په منظمه توګه خوار او بیګناه افغانان اعداموی خو دلته چارواکی چوپ ناست دی.
د ملی حاکمیت د کلمی اخیستل یو پلمه ده چې وړاندې کیږي . کتونکی وایی چې هغه په دوه دلایلو غواړی ټول بندیان ورته وسپارل شي:
• لومړی داچې کله وار د امریکایانو له خوا بندیان خوشي کیږي ، نو که چیرې دا بندیان د امریکایانو له خوا ورته وسپارل شي نو دهغوی دخلاصیدو امکان به لیرې شي.
• دوهم ، د کابل اداره ددې له پاره بندیان غواړی چې په خپل لاس کې ولری تر څو د ټولو بندیانو په واک کې درلودلو سره په اولس او هم په مخالفینو باندې د فشار په توګه د هغوی څخه استفاده وکړي.
دا به ډیره ښه خبره وي چې یو افغان هم په کوم بهرنی هیواد او یا د بهرنیانو سره بندي نه وي. د کابل ادارې په بندیخانو کې یو بیګناه وګړی هم د بندیتوب شپی او ورځی تیرې نه کړی او ټولو بندیانو ته د دوی قانونی حقوق تامین شي.
د کابل د ادارې د مشر د امریکایي چارواکو سره د کتنو دوهم مهم ټکی د په اصطلاح د حکومت له لارې د مرستو لګول و.
په دې کې د افغانستان خلک کوم شک نه لری چې د کابل اداره فاسده او د هغه په اړخ کې د خلکو په ګومان یو شمیر مهم چارواکی په قومی تعصب ککړ کسان دي.
دا چارواکی د یوې خوا دندو د اجرا استعداد نه لری او د بلې خوا دوې زیاتره قومی اجندا لری او په دې فکر کې دي چې څه ډول کولی شی دا مرستی په خپلو شخصی ، قومی او سیمه ایزو ګټو سره ولګوي.
په تیرو لسو کلونو کې د کابل ادارې ، یو کال هم انکشافي بودجه نیمايي هم نه ده لګولی. او حتې په ډیرو مواردو کې د ځینو وزارتونو او ادارو له خوا د دې بودجې لګول ډيره لږه اندازه ده.
یوه اداره چې په لسو کلونو کې یې هر کال نیمايي بودجه نه وی لګولی که نوره بودجه ورکړل شی هغه به څومره نوره ورلګوي؟
دا کسان په قصدي توګه پښتون میشته سیمې د انکشافي پروګرامونو څخه بې برخې ګرځوی . په خپله د کابل د ادارې مشر تر اوسه نوموړو چارواکو کومه یادونه ونکړه چې پښتانه هم د خدای مخلوقات او د افغانستان اوسیدونکی او خلک دي.
د امریکا متحده ایالات او نورو مرستندویه هیوادونو د پي ارټي ګانو له لارې په پښتون میشته سیمو کې ځینې انکشافي پروژې پلی کړي دي. د حکومت د بودجه په چوکاټ کې د امریکايی مرستو لګولو څخه د کابل د ادارې د مشر غوښتنه په خپله په بشپړه توګه د انکشافي پروګرامونو څخه د پښتنو بې برخې کولو د پاره تر سره کیږي.
د کابل او واشنګټن په خبرو کې دریمه مهمه خبره د راتلونکو ټولټاکنو په هکله وه. په ظاهري توګه په دې خبرو کې په راتلونکی کې په رڼو ټولټاکنو باندې ټینګار وشو.
د کابل د ادارې له خوا د دا ډول خبرو مطرح کولو څخه موخه دا ده چې د واکمنو کړیو د اولسمشری څوکی نوماند د بریالبتوب له پاره زمینه برابره شي.
په تیرو لسو کلونو کې متعصبو کړیو په دولتی اداره باندې بشپړ کنترول درلود. په دې کلونو کې ټول هغه کسان چې په ښکاره توګه د متعصبو کړیو سره یې کومه اړیکه نه درلوده خو په ماهیت کې یې د کابل په اداره کې د د واکمنو د مامورینو په توګه یې دندې تر سره کړی او تر سره کوي یې . دا کړۍ ددې له پاره چې واک د ځانه سره وساتی دا هڅه کوي چې د پخوا په شان د فرمایشي ټولټاکنو په تر سره کولو سره چې پنجاپ استعماری-تروریستی اداره به هم ( په پښتنې سیمو کې ټولټاکنو ته د خلکو د رایه اچولو د مخنیوي له لارې) ورسره مرسته وکړی تر څو د واک واګې په خپلو لاسونوکې وساتي .
واکمنی کړۍ پوهیږي که چیرې د سولې خبرې د امریکا د متحده ایالاتو او د مخالفینو تر منځ مخې ته ولاړې شي او د خبرو په بهیر کې یو شمیر موافقې تر لاسه رامنځته شی په هغه صورت کې د امریکا متحده ایالات اړ دی چې د خپل نفوذ او قدرت څخه په استفادې سره په واکمنو کړیو باندې فشار راوړي تر څو د هیواد په سیاسی واک کې ځینې بدلونونه رامنځته شي.
په همدې خاطر د کابل د ادارې مشر او د ده متحدین هڅه کوي چې دې خبرو ته په اصطلاح افغانی ؟ رنګ ورکړی. په داسی حال کې چې نه د کابل اداره او نه اوسنی وسله واله مخالفې ډلې د افغانانو استازیتوب کوی.
پوره لس کاله کیږي چې جګړه روانه ده. دا جګړه یوازې د پښتنو په سیمو کې محدوده ساتل شوي ده. ددې څخه ښکاری چې د جګړې عمده ټارګیټ پښتون اولس دی.
داسی جوتیږی چې ددې جګړې د لوبې د په مخ بیولو په سکرین باندې د پنجاب د استعماری – تروریستی ادارې او د کابل د متعصبه کړیو تر منځ موافقه شوی ده. یوازې په همدې سکرین ( د پښتنو کلی او سیمې) کې چې ریموټونه یې د پنجاب او د کابل د متعصبه کړیو په لاس کې دی دواړه غاړې یوله بله سره کلکه همکاری لری . د جګړې لوبه روانه ده چې اصلی موخه یې د پښتنو د اولس تباهی ده.
اوس دا پوښتنه رامنځته کیږي چې ایا واقعا په کابل کې متعصبې کړۍ او د پنجاپ استعماري – تروریستی اداره په رښتیا سره غواړی چې په دې هیواد او یا په سیمه کې سوله رامنځته شي.؟
او که ددې ډنډورو څخه د دوی موخه د نویو سیاسی موخو د تر لاسه کولو د پاره د وسایلو په توګه کار اخیستل کیږي؟
ځينې کتونکي د افغانستان څخه د بهرنیو پوځونو په بشپړ وتلو سره کیدای شی حالات هم بدلون ومومي. په هغه صورت کې اوسنیو واکمنو ډلو او یا زورواکانو چې په سل ګونو او یا په زرګونو میلیونه ډالرو شتمنۍ یې په غیر قانوني ډول سره راټولې کړي دي د ګواښ سره مخامخ شي.او یا به دوی د سیاسی واک څخه به ګوښه شي .
لدې امله زیاتره زورواکان او متعصبه کړۍ په دې لټه کې دي چې امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتی شی تر څو دوی وکولای شي د امریکايي پوځيانو تر چتر لاندې خپل واک ته د پخوا په شان دوام ورکړي.
د بلې خوا یو شمیر روڼ اندې په دې فکر کی دي چې د امریکايي پوځیانو په وتلو سره به افغانستان کې د پخوا په شان خپل منځي جګړې پیل شي او هیواد به بیرته د ایران اوپنجاپ د لوبو ډګر وګرځي. نو ځکه دوی د امریکايي پوځیانو د پاتې کیدو غوښتونکي دي.
خو تر هر څه د مخه د افغانستان خلک په هیواد کې د جګړې د اور د مړه کیدو غوښتونکی دي. د هیواد خلک د جګړې د اور د مړه کیدو له پاره ډیره ښه لار د خبرو لاره مناسبه بولي.
د کابل د ادارې مشر ددې له پاره چې عامه ذهنیت تیر باسي تل هڅه کوي چې په مختلفو مناسبتونو کې په وسله والو کسانو باندې د سولې د خبرو له لارې د جګړې د پای ته رسیدلو د پاره غږ کړی دی. خو په دې هکله کې یې داسې کوم ګام نه دی پورته کړی چې په رښتیا هم د هیواد خلکو ته د سولې د خبرو په بهیر کې د رښتینوالی باور تر لاسه کړي.
د خلکو د ډیر فشار له امله د کابل ادارې مشر اړ شو چې تش په نامه د سولې مشورتی شورا جوړه کړی . یو شمیر خلک په دې ګومان شول چې ښايي افغانستان د سولې خوا ته وخوځيږی .
خو کله چې ددې جرګې مشرتوب مرحوم استاد برهان الدین ربانی ته وسپارل شو. او وروسته دا مشرتوب د هغه زوی صلاح الدین ربانی ته په میراث ورسید. خلکو د کابل په اداره باندې د خبرو له لارې د سولی د تامین لپاره په بشپړه توګه باور د لاسه ورکړ. دا ځکه چې د هیوادخلک وایی چې کله د استاد ربانی ډله په کابل کې واکمنه وه نږدې اویا زره کابلیان په کی ووژل شول. همدارنګه په استاد ربانی پورې د تړلي ډلې د ځان غوښتونکو موخو له امله دوه لسیزې کیږی چې ټول هیواد نه ارام دی.
په دې ډول د کابل د ادارې مشر یوه فرمایشی شورا د سولی د عالی شورا په نوم د استاد ربانی تر مشرتوب لاندې جوړه کړه.
د دې شورا په جوړیدو سره خلک په دې بشبړ متیقین شول چې د کابل اداره د سولې په هکله دوه مخی ده . دا اداره د خلکو د تیرایستلو د پاره د سولې خبرې کوي او په ماهیت کې د سولې په لاره کې خنډونه راپیداکوي .
د خلکوپه ګومان که چیرې د کابل اداره د خبرو له لارې د سولې د تامین په لاره کې رښتیني وای نو به یې داسی شورا جوړه کړي وای چې په هغه کې به ملی ، غیر تنظیمی، بې پرې او د خلکو د پاره د باور وړ کسانو ته ځای ورکړل شوی واي.داسی ملی شخصیتونه په افغانستان کې په سل ګونو پیدا کیږي. دا کسان هم د خلکو د باور وړ او هم دا استعداد لری چې په هیواد کې د سولې د بهیر لارښوونه وکړي.
پنجاپ هم په کابل د واکمنو متعصبو کړیو په شان دوه مخی سیاست په لاره واچوه. د پنجاپ استعماری تروریستی ادارې ورانکاری ( تروریستی ) ډلې تقویه او په ټوله پښتونخوا کې یې د جګړو له پاره وګومارلې. دې ډلو په وزیرستان، دیر ،سوات، باجوړ، کورمه ، او نورو پښتني سیمو کې پراخې جګړې مخې ته بوتلی . په دې سیمو کې هغه خلک په بې رحمانه توګه وځپل شول چې د پښتنو د یووالی او ازادې پلویان و.
دا جګړې ددې سبب شوي دي چې په هیواد کې په سل ګونو زره تنه پښتانه ووژل شي او په سلګونو زره تنه نور بې ځایه شي. او دا بهیر همداسې روان دی.
بنجاب د تروریزم ( د روالپنډی په پوځي قرارګاو کې رامنځته کړل شوي تروریزم) په پلمه نه یوازې خپل مخالفین وځپل بلکې د پنجاپ پوځونو د تروریزم تر نوم لاندې ټولې قبایلی سیمې لاندې کړی. د پخوانیو موافقو په بنست پنجاپ دا حق نه لری چې ازادو قبایلي سیمو ته پوځونه ولیږي او یا پوځي قرارګاوې جوړې کړی. د پنجاپ پوځ د تروریزم په نوم جګړه کې قبایلی سیمې اشغال کړې بلکې په ختیزو او جنوبی ولایتونو کې یې ډیره خاوره لاندې کړه.
په دې اوس ټول خلک خبر دي او هم نړیوال مطبوعات پرې رپوټونه برابروي چې د کابل اداره ، ملي اداره نه ده په دې اداره کې د هیواد اتیا په سلو کې خلک خپل ځانونه نه ويني پښتانه خو ددې ادارې سره خپل ځانونه پرادي ګڼي . په دولتی څوکیو باندې په مقرریو کې په متعصبو کړیو پورې تړلو هزاره ګانو او دیګانو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
پورته اشاره وشوه چې په پښتونخوا دې روانې جګړې موخه یوازې د پښتنو د سیمو ځپل دي. ددې جګړو ریموټ کنترولونه د پنجاپ ، او د متعصبو کړیو په لاس کې دي او نړیواله ټولنه په دې جګړه کې په چل او دوکه سره را ښکیل کړل شوي ده.
خو ددې په اړخ کې دا روانه جګړه ځینې کورنی او بهرني عوامل لري :
• تر هر څه لومړی په افغانستان کې د راتلونکو د ناارامیو او بې عدالتیو بنسټ د بن په لومړي کنفرانس کې کیښودل شو. ملګرو ملتونو د بن په ښار کې د طالبانو د نسکوریدو څخه وروسته هغه ډلې او ټپلې راټولې کړې چې یوې یې هم د افغانستان د خلکو په منځ کې ځای نه درلود په دې غونډه کې نوموړو ډلو ته دا واک ورکړل شو چې د هیواد د برخلیک په هکله تصمیم ونیسي. په دې کنفرانس کې د افغانستان خلکو غوښتنو او هیلو ته هیڅکله پاملرنه ونشوه او خلک په ځانګړي توګه پښتانه په بشپړه توګه له نظره وغورڅول شول
• د کتونکو په باور په افغانستان کې د جګړې او د دولت څخه دخلکو د واټن عمده عامل په واک باندې د هغو متعصبو زورواکو قبضه ده چې د دوی د خپل منځي جګړو له امله د هیواد زیاتره برخې او په ځانګړي توګه د کابل ښار په کنډوالو بدل شو.. دې ډلو دا ډول د بشر ضد جنایتونه تر سره کړل چې د نړی په تاریخ کې ساری نه لري . همدارنګه د ‌طالبانو د رژیم د نسکوریدو څخه وروسته په زرګونو جګړې ته په زور د بیول شوو کسانو چې تسلیم شوی و په بې رحمانه توګه ووژل شول . دې زورواکو ډلو نه یوازې په راز راز جنایتونو کې لاس درلود بلکې هیواد یې هم لوټ کړ . د خلکو د یاده ندي وتلی چې د اوسنی ادارې د واکمنانو له لاسه په بادغیس کې میرمنو خپل ځانونه د خپلو ماشومانو سره دریاب ته واچول.
• د پنجاپ او ایران ناوړه مداخلې ، په دې ټوله نړی ښه پوهیږی چې د تروریزم د روزلو او صادرولو مرکز پنجاب دی د پنجاپ استعماري – تروریستی اداره د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو د پاره مذهبي تند لارې ډلې جوړې کړی او د دې ډلو څخه د هیواد په د ننه او یا بهر کې کار اخلی. سیاسی کتونکي د مذهبي تند لارو ډلو ته د پاکستان پټ پوځ وایی .
• نړیواله ټولنه ددې په ځای چې د تروریزم په ضد جګړه په بهیر کې د تروریزم اصلی منابع په پاکستان کې له منځه یوسی او هلته د تروریستانو د روزلو کیمپونه او مرکزونه له منځه یووسي .د دوی جګړه هم په هغه سکرین کې( چې د پنجاپ او د کابل د متعصبو کړیو له خوا ځانګړی شوی ) محدوده پاتې شوه .
ددې له پاره چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږی او خلک په مرکزی اداره باندې راټول شي اړینه ده چې لومړی د جګړې او نا ارامی عوامل له منځه ولاړ شي.
چې په دې عواملو کې کورني عوامل ټاکونکی رول لري.
د یادولو وړ ده چې ښاغلی کرزی د افغانستان د خلکو او نړیوالو د تیرایستلو د پاره د لومړیو وختونو څخه د سولې د خبرو اترو له لارې د جګړې د پای ته رسیدو په هکله وړاندیزونه کړی دی . خو تش بې محتوا وړاندیزونه.
ده د مرور او خفه شوو وروڼو کلمې د هغو کسانو له پاره چې د کابل ادارې په وړاندې جنګیږی استعمال کړي دي او غواړی په دې ډول د جګړې او نا ارامی اصلی عوامل پټ کړي.
د هیواد اولس مشر دې ټکي ته پاملرنه نه کوي چې اوس ټول اولس د کابل د ادارې څخه بیل شوی دی . اولس په دوکو سره نه پخلا کیږي.
ښاغلی اولسمشر د خلکو د تیرایستلو د پاره د ښاغلی صبغت الله مجددی تر مشری لاندی د سولې د ټینګښت تر نامه لاندې کمیسیون جوړ کړ.
د ځینو راپورونو سره سم دې کمیسیون په سل ګونو میلیونو ډالر ولګول او یا یې جیبونو ته کړل خو د خلکوپه نظر د هغوی د کار کومه مثبته پایله نه لیدل کیږي. په افغانستان کې به داسې سیمه نه وی چې ددې کمیسیون د فعالیت له امله پکې سوله ټینګه شوی وي .
دې کمیسیون ویل چې د دوی د کار او زیار له امله د لسو زرو تنو څخه زیاتو طالبانو او د حزب اسلامی غړو د جګړې څخه لاس اخیستی دی. خو کتونکی دا ډول خبرې درواغ بولی.
د ویلو وړ ده چې د سولې خبره او د جګړو د اور مړ کولو له پاره ټاکلی او ازمویل شوی مکانیزمونه شته چې د افغانستان خلکو په تیرو زروګونو کلونو څخه ورڅخه کار اخیستی دی.
دا میکانیزم په دې ډول دی:
• لومړی د یوه بې پرې وګړي او یا ډلې له خوا د جګړې د خواوو تر منځ د سولې د کولو هوډ او کار.
• دریمګړي وګړی او یا ډله چې د سولې خبرې په غاړه اخلی باید دواړو اړخونو د پاره د منلو وړ وي.
• سولې خبرو ته د لازمو شرایطو تیارول.
1. موقتي اوربند او د هغې بدلول په دایمي اوربند باندې
2. د یو بل په وړاندې د متخاصمانه فعالیتونو مخنیوي
3. د بندیانو تبادله او ازادول.
4. د یوه او بل تر اغیزو لاندې سیمو ته د خلکو د ازادانه تګ او راتګ
5. د دواړو اړخونو تر منځ د باور د فضا پیدا کول
• منځګړی اړخ باید ددې توان ولري چې وکولای شی د اختلاف وړ ټکو کې مقابلو خواو ته قناعت وړکړي او هغوی سره نږدې کړي.
• منځګړی اړخ باید د خبرو او پخلاینې بهیر په سم لور بوځي.
• د خبرو د نتایجو او فیصلو د تطبیق تضمین
په دې باید د هیواد اولس مشر ښاغلی حامد کرزی او دده سلاکاران پوه شي چې د هیواد خلک د دوی کړنې په ژوره توګه څاري .
اوس خلک په دې باور دي چې د کابل اداره داسی سوله غواړي چې اوسنیو متعصبو او زورواکو ډلو حاکمیت پکې نور هم ټینګ او د پنجاب استعماری – تروریستی اداره پکی خوشاله وساتل شي.
که د کابل اداره دخبرو له لارې د جګړې پای ته رسول غوښتل نو ورته اړین و:
1. لومړی به یې د مخالفینو په وړاندې د تبلیغاتو کول بند کړي وای.
2. یو طرفه اوربند به یې اعلان کړی وای.
3. د طالبانو په نوم به یې د وګړو نیولو او یا وژلو څخه ډډه کړي وه.
په دې ډول مقابل لوری به یې هم ورته غبرګون ته تشویق کړی وای .
یو شمیر تش په نامه سیاسی کتونکی او یا د خلکو په قول د اوتو بوتو ویونکی دا مفکوره د رسنیو له لارې غواړی خلکو ته ورکړی چې د وسله والو مخالفینو په راتګ سره به دې سیمه کې سوله ټینګه شي. مګر دا د خلکو د تیرایستلو د پاره یوه دوکه ده.
په ټوله پښتونخوا کې دجګړې دوه مهم علتونه موجود دي تر هغه چې دواړه علتونه له منځه ولاړ نه شی . دلته د سولې راتګ ناممکن دي.
• په سیمه کې د پنجاپ استعماري - تروریستی ادارې شته والی
• په کابل کې د یو شمیر متعصبو او انحصارګرو کړیو نفوذ
د پنجاپ استعماری-تروریستی ادارې د پښتونخوا ډیره برخه اشغال کړیده . ددې له پاره چې د بښتنو په سیمو کې د خپلواکی له پاره د غورځنګو د پیاوړي کیدو مخه یې نیولی وي نو هڅه کوی چې په دې سیمو کې په مختلفو نومونو او بڼو سره د جګړې اور بل وساتي. تر څو پښتانه کمزوری او د دوی تر منځ د یووالی د راتګ روحیه ووژل شي.
که چیرې د طالبانو او د اسلامي ګوند ډله د اوسنی ا دارې سره یوځای شی بیا هم نه شی کیدای چې د کابل د ادارې او د خلکو تر منځ واټن له منځه ولاړ شي. دا ځکه چې واکمنی کړۍ دې ته تیارې نه دي چې د هیواد اساسی قانون په واقعی مانا سره تطبیق شي.
که چیرې په یوه هیواد کې د هیواد د اکثریت خلکو روا حقوق ترې غصب شوي وي په هغه صورت کې اکثریت خلک د ناهیلی احساس کوي او په دې لټه کې کیږي چې خپل حقوق تر لاسه کړی. د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو د پاره مبارزه کیدای شی مختلفې بڼې ونیسي. دا مبارزه کیدای سوله ایزې واوسی مګر واکمنی کړۍ کله چې ووینی د دوی واک ته د خلکو له خوا ګواښ رامنځته کیږی بیا نو وسلو ته لاس اچوي . په دې ډول جګړه پیل او دوام مومی.
دا واټن هغه مهال له منځه تللی شی چې په کابل کې یوه ملی، د تعصب او فساده پاکه او خلکو ته خدمت کونکي ا داره جوړه شي.
ددې له پاره چې په سیمه او نړی کې نوی سلنه تروریستی فعالیتونه ختم شي اړینه ده چې د پنجاپ استعماری- تروریستی اداره ړنګه شي. د پنجاپ استعماري-تروریستی ادارې شته والی د ټولی نړی له پاره لوی د سر درد دی.
د پنجاپ د استعماری- تروریستی ادارې په ړنګیدو سره به پښتانه او د افغانستان خلک به د ارامی څخه خوند واخلی او هند به هم د جنجالونو څخه وژغورل شی.
کله چې دا دواړه اصلی عوامل( په کابل کې د متعصبو کړیو واکمنی او د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره) د سوله ایزو او قانونی لارو څخه په کار اخیستلو سره د مخې څخه لیرې شي په هغه صورت کی ایران هم د افغانستان او پښتنو په وړاندې کوم مهم ګام نه شي پورته کولی او په اتومات ډول ایران هم د تجزیې په لور روانیږي.