د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سيند په اوښکه کې

ساده حيدرخېل 22.01.2013 19:16

 سيند په اوښکه کې، د نظيف الله نظيف  لومړۍ شعري ټولګه ده چې څه موده مخکې د ۱۰۵ مخونو او د ۱۰۰۰ ټوکو په  شمېر د حسين احمد چاپخونې له خوا په خوست کې چاپ شوه، سيند په اوښکه کې، ښايسته پښتۍ  لري چې له نوم سره سم يو روڼ بهانده سيند، واورين غرونه او د سيند په ژۍ ښکلي ولاړ نښترونه لري. د کتاب پر شا د شاعر وړوکی انځور او پېژندګلوي راغلې ده.  په دې کتاب کې خواوشا  ۱۰۰  غزل او د ګوتو په شمېر بيتونه د منځنۍ درجې پر کاغذ چاپ شوي دي.
    نظيف صيب کتاب داسې ډالۍ کړی دی: هغه چاته يې د زړه په مينه ډالۍ کوم څوک چې غزل ليکی، غزل وايي، غزل اوري او غزل خوښوي. له ډالۍ وروسته د تکړه شاعر نورشاه نوراني يوه لنډه ليکنه د ( ملنګ خويه انسان او ښه شاعري ) په نوم راځي ورپسې د ساده حيدرخېل يوه اوږده او تشريحي ليکنه (شعرولولې راپاروي)  لوستلی شئ چې په لاندې ډول ده.  

                                            شعر ولولې راپاروي

         نن سبا خلک د شعر په اړه پوښتنه کوي چې ګواکي شعر الهام دی که نه؟
        ځينې نور بيا يوه بله عجيبه پوښتنه کوي چې شعر ويل روا که  ناروا دي؟؟؟
دلومړۍ پوښتنې ځواب  ځکه ګران دی چې شعر د زړه سره کار لري يعنې له زړه راوځي او په زړه ننوځي خو دلته بيا يو بله پوښتنه پيدا کېږي.هغه داچې زړه څه شی دی؟ اوس که د زړه د پېژندلو هڅه کوو نو د شعر،الهام او روا و ناروا پوښتنې به څنګ ته پاتې شي البته موږ د شعر ويل روا يا ناروا ځکه نه شو ګڼلی چې د فتوا پوهه نه لرواو نه مو له کوم مفتي څخه اجازه اخيستي ده. هسې نه چې له سختې فتوا سره مخ شو. مګر هغه څه به ضرور وايو پرکوم څه چې  پوهېږو.
    د زړه په باره کې مې چې هرڅومره لوستنه کړې  په هکله يې د بېلابېلو خلکو او ډلو سره بېلابېل نظرونه شتون لري،چې دغه نظرونه له پخوا څخه راروان دي.لکه: ډاکټران يې صرف د وينې د يوه خدايي پمپ په توګه مني. عاشقان يې خپل محبوب ته ورکوي او محبوب ته زړه وايي. ځينې نور بيا د يو ناڅرګندکار د کولو په وخت کې وايي، يو زړه مې راته وايي چې دا کار وکړه او بل زړه راته وايي مه يې کوه.
     خو په نصوصو کې راځي چې د دوی پر زړونو ټاپې وهل شوې او دوی پر سمه لار نه شي راتلی ځکه چې زړونه يې مهر کړی شوي دي.
     اوس به يې څوک معلومه کړي چې زړه څه شی دی؟ او د چاله نظره سره برابر دی؟ مګر له پورتنيو خبرو څخه دومره اخيستنه کړی شو چې د ډاکټرانو اکثريت له دينې پوهې لرې پاتې شوی نو ځکه زړه يوازې د پمپ په توګه مني.
عاشقان خپلې مينې ته زړه وايي نو په دې ډول خپل زړه يعنې خپله مينه محبوب ته ورکول غواړي او محبوب ته هم زړه يا مينه وايي چې دغه دواړه يوه خبره ده.
       په ايات اوحديث کې چې کوم زړه يادېږي له هغه څخه موخه ( روح ) دی. د روح په اړه موږ ته الله(ج)  ډېره لږه پوهه راکړې او لارښونه هم راته شوې چې روح د خدای(ج) له امر څخه دی. زما په اند کوم علمونه او هنرونه چې د روح سره ډېر نږدېوالی ولري نو دهغه  بشپړه پېژندنه د روح د نږدېوالي په وجه ګرانه وي. ځينې پوهان وايي کوم وخت چې منصور بن خلاج د روح په ماهيت وپوهېدو نو اناالحق چيغه يې له خولې ووته.
    الهام هم داسې يو شی دی لکه شعر چې ټولمنلی تعريف نه لري ته وا د روح ملګری دی. که څه هم دالهام يو دوه تعريفونه شته لکه له غيبه په زړه کې څه خبره راغورځېدل يا د الله(ج) دوست ته د الله(ج) له خوا خبر ورکول الهام دی. مګر هغسې خو د شعر هم يو څو تعريفونه شته  چې پوهې او منظم کلام ته شعر وايي. خو اکثريت ته د منلو نه دی.
     زړه د الله(ج) کور يا د توجه او نظر کولو ځای دی.دغه ځای يا کور په پرلپسې توګه د خدای(ج) د دوښمن ( شيطان ) لخوا د بريد لاندې وي تر هغې چې اشغال يې کړي. خو کوم زړه چې د خدای(ج) يادونه او ذکر کوي هغه زړه د الله()ج) له انواراتو څخه ډک وي. يا به داسې ووايو چې ‌دا ډول زړه ته انټي ويرس شوی وي  د شيطاني ويرس په ورتلو سره ژر خبرېږي، ويرس رانيسي او مړي يې له زړه څخه بهر وباسي.کله چې  زړه د خدای(ج ) کور ومنو نو د خدای(ج) کور ته دخدای(ج) لخوا پرېښتې هم راځي او خبر هم. ولې کوم زړه چې د خدای(ج) د دوښمن په ولکه کې وي هغه په شيطاني امرونو کې بوخت وي.  څرګنده شوه چې د زړه خبرې شيطاني هم کېدی شي او رحماني هم البته رحماني خبرې مستقياَ هم کېدی شي او د پرېښتې په وسيله هم.
      ايا شعر الهام دی؟ د پورتني بحث په نظر کې نيولو سره زه وايم چې شعر به يا الهامي وي يا شيطاني. شاعر د شعر ويلو په دغه دواړو حالتونو کې په خپل اختيار کې نه وي چې پخپله خوښه  شعر ووايي. نو ځکه شعر له يو مخه ناروا نه دی چې الهامي دی او ځکه د شعر او شاعر سخته غندنه هم شوي چې شعر شيطاني دی. خو شعر ويل،اورېدل او لوستل ذهن ته وړتيا وربښي.
     پيغمبر(ص) فرمايي: په تحقيق سره چې ځينې شعر حکمت وي.
     بيافرمايي: تاسې خپلو بچيانو ته شعر ورزده کړئ.
    کله چې دروند پيغمبر(ص) ظهور وکړو عظيم شان قرآن راغی نو د عربو پرمختللي ادبيات يې بې وسه او ټيټ کړل. موږ پوهېږو چې قرآن په ډېر فصاحت او بلاغت سره راغلی. هېڅ ډول کلام  ور سره نه شي سمېدی او نه د شعرنسبت ورته کېدی شي خو که څوک په خپل کلام کې د فصاحت،بلاغت، تنظيم، ترتيب او .... مراعات وکړي کلام به يې حتمي موثر وي يا به ووايو چې د هغه کلام به يو ډول شعر وي.
     له دې ټولو خبرو څخه علاوه شعر څه چارې کوي؟ ځواب مو دا دی چې شعر ولولې راپاروي. همدا ولولې دي چې د ولسونو تګلوري بدلوي. همدا ولولې دي چې د لارو چارو مخونه ګرځوي. همدا ولولې دي چې انسان سپکوي هم او دروندوي يې هم.
    اوس به راشو د نظيف صيب شعرته چې دخلکو له ولولو سره څنګه لوبې کوي؟
      شعر په هغه وخت کې د خلکو ولولې راپاروي، چې شاعرد خلکو په منځ کې د خلکو له منځه د خلکو په ژبه د خلکو نيمګړتياوې د نيوکې او سمون په ډول د شعر په لباس کې خلکو ته وړاندې کړي، چې د دا ډول شاعرۍ مثال په کلاسيکه دوره کې د رحمان بابا(رح) او په معاصره دوره کې د خدای(ج) بخښليو ( طاهر کلاچوي ) او ( خاطر افريدي ) شاعري يادولی شو.
    ځينې وخت شاعران داسې فکر کوي چې په شعرکې دمشکل لغاتو يا دټولنې دپوهې له کچې لوړو استعارو،کنايو او تشبهاتو کارونه شعري کمال دی خو په حقيقت کې دا ډول هڅه د شاعر شعرونه له تکلف او تصنع څخه ډکوي،چې د ټولنې ‌ذهن يې نه مني.
     ما د نطيف صيب شاعري ولوسته د شکر ځای دی چې له پورتنيو رټو مشکلو څخه په طبعي ډول ساتل شوې ده. بله ښېګړه يې د ولس د سوچه ژبې لغاتو او اصطلاحاتوکارونه ده چې نه يوازې يې د نظيف  شعر ته اسانتيا او ښکلا وربخښلې بلکې د معياري او هنري پښتو لپاره د بډاييتوب وسيله هم ګرځېدی شي. لکه په دا بيت کې:         
                                      حسن دې دلمر غوندې غوړېشې کوي                                                                                                                                                                       
                                      مينه مې د سيند غوندې پېشې کوي
" غوړېشې" دوې څپې جمع لغت دی چې لومړۍ څپه يې "غوړې"  دويمه څپه يې " شې"  او مفرد يې " غوړېشه" ده. غوړېشې کول د اور هغه حالت ته وايي چې پرلپسې خورا ځلېدونکې لمبې کوي او ښه په مستۍ کې وي. لګېدلی اور حتمي لمبې کوي خو دلمبو تېزوالی او تسلسل يو بل حالت پيدا کوي چې هغې ته زموږ خلک وايي: غوړېشې کوي.
    شاعر پاسنۍکلمه د لمر لپاره کارولې او ډېره ښه تشبه په دې ده چې لمر هم د لګېدلي اور د لمبو غوندې په مستۍ مستۍ د وړانګو غوړېشې کوي. خو اور دومره ښايسته او نظر سوزونکی نه وي لکه لمر. دغه راز لمر داور په پرتله زيات ګټه رسونکی او پاک هم دی.
    د همدې مطلع دويمه مسره وايي:
                                                                     مينه مې د سيند غوندې پېشې کوي.
      عين دوې څپې،جمع لغت او مفرد يې "پېشه" ده. د تېز بهيدونکي سيند معنی ورکوي چې د تېزو څپو په تسلسل کې غورځنګ وکړي، غوټې ووهي، اوبه يې د لمر د وړانګو يا د اور د تېزو لمبو په څېر خورې ورې شي او دسيند پر ژيو واوړي. ته واچې غوړېشې کوي. يوه بله خبره. تاسې به هغه ژوندی سری يا خزنده لېدلی وي چې د سپرلي په موسم کې په ونو، وښو او په ځانګړي ډول په شفتله کې زيات پيدا کېږي. کوم چې د څپو په څېر په پېشو پېشو ځي او پيشۍ نومېږي. شايد چې وجه تسميه د دغې خزنده تګ وي.
    دغه دواړه لغتونه ( غوړېشه او پېشه ) سامعي مونث دي.
      شاعرچې په پاسني بيت کې څومره د يار د حسن تېزوالی ښودلی همدومره يې د خپلې مينې تېزوالی هم څرګندکړی او دغې حالت شعر ته ښايسته تناسب وربخښلی.
    د همدې غزل مقطع داسې ده:
                                                    ربندې راځه اړخی پېچلی دی
                                                    خوږ به شې نظيف دې اندېښنې کوي.

     "ربندې" درې څپې دی. لکه: رَ ، بَن ،دې. معنی يې بې له شک شوبې مايل او څنګزن ده. په مقطع کې دويم لهجوي لغت " اړخی" دی  چې په وزن کټ مټ  د" مخی" دی خو په تلفظ کې د اړخي لومړۍ څپه په زور  ـــــَــــــ د مخي لومړۍ څپه په پېش ــــُـــــ او معنی يې پېچومی يا ډډه ده. هغه که دغره که د کمره وي.
    د همدې پېچومي لپاره يو بل لهجوي لغت هم لرو،چې ( زېړی ) ورته وايي. لکه:
 دوخت زېړيو باندې خېږمه زه
 خو په ګرځندو کې چوغړي پکار دي
    شاعر په مقطع کې محبوب ته وايي: اړخی يعنې پېچومی ډېر خراب او لوړ ژور دی نو مخامخ  پورته يا ښکته په مستقيم خط مه راځه بلکې په مايل خط يا څنګزن يعنې ربندې راشه هسې نه چې ونه لوېږې نظيف په اندېښنه کې دی.
      په همدې ډول نور اصطلاحات هم لري چې يو څو به يې راواخلو. په يو بل ځای کې وايي:
                             پښې يې سستې دي بندونه يې ورټينګ کړئ
                                 مېړنی نظيف څپليو کې ښويېږي.
     کله چې يو څوک د اقتصادي ژوند له برمه لوېږي. په ښه ډول ژوند نه شي تېرولی او يا څوک د چا په کومه مقابله کې پاتې راځي نو په عامه  فلکلوريکه توګه وايي: بندونه او غربي مې راټينګ کړئ  ـــــ تر څو چې ونه ښويېږم يا ونه لوېږم او خپل مزل ته دوام ورکړم. يا يې په اړه بل څوک وايي: بندونه او غربي  مې ورټينګ کړل.د همدې مطلب د افاده کولو لپاره يوه بله اصطلاح هم  شته لکه: پښو ته مې تېږي ورکېښوې. يالکه: له پښو يې تېږې وباسي.يا داسې: پښو ته مې تيږې راکېږدئ. نو په دې ډول کمزوری سړی د مرستې غوښتنه کوي او يا نور خلک له ده سره د کړې مرستې يادونه کوي.
                           ماشوم زړګی دې خپلې ګوتې روي
                           نظيفه خيال ته دې سړي پکار دي
   ــــــ پرېږده چې خپلې ګوتې وروي. کله کله د پۍ روي ماشوم مور د ډېرو چارو ليارو له امله ماشوم ته په خپل وخت  د تي ورکولو لپاره وزګاره نه وي. ماشوم په ژړا ژړا  پښې لاسونه يوې  بلې خوا ته وهي او بېلاخره د لاس غټه ګوته چې خولې ته د لاس وړلو په وخت کې په طبعي ډول خولې ته  برابرېږي د ماشوم  خولې ته برابره شي ماشوم فکر وکړي چې تی يې ونيوو په دې وخت کې  د ګوتې په رولو پيل وکړي ژړا ورو ورو قراره کړي او په پای  کې ګوته رول د ماشوم عادت جوړشي. خو په عامه اصطلاح کې چې څوک د چا محتاج قصداً مرسته کول نه غواړي او يا يې د مرستې وړ نه بولي نو وايي: پرېږده چې خپلې ګوتې وروي. يعنې له خپله ځانه دې مرسته وغواړي. البته په دې شعر کې د ماشومانو سره د ټولنيز بد چلند څرګندونه هم شوې ده. خو کسکر لکه رحمان باباچې وايي:
                                 
                                  دانايان به د رحمان په قال پوهېږي
                                  دلته کار د هر نااهل او نادان نشته.
     يوه لوړه تعلي هم کړې .مګردرحمان بابا(رح)  تعلي دده دکلام له رويه بلکل پر ځای ده.
    په يوه بل ځای کې راځي:   
                                                  ورځې په اړخيو باندې واوښتې
                                                  لمر ته هم تيارو پېڅې نيولې دي.
ـــــ ورځ په اړخيو باندې واوښته، دا يوه ډېره عامه کلېواله او کورنۍ اصطلاح ده. ورځ د وخت لپاره عام کاروونکی لغت دی چې د يوه ټاکلي وخت لپاره کارول کېږي. خوکه موږ ماسپېښين مهال ووايو چې ورځ لاړله تېره شوه ـــ دومره ژوندی اغېز به ونه لري. مګر که ووايو چې: ورځ په اړخيو واوښته يو ډول جديت پيدا کوي. په اړخيو يا په غرونو اوښتل او پنا کېدل سړي ته دا خيال ورکوي چې بيا يې په لاس راتلل نا ممکن دي نو ځکه له بيړې څخه کاراخيستل پکار دي. ولې دلته شاعر يو بل کمال هم کوي او وايي: ورځې په اړخيو باندې واوښتې ـــ يعنې يوه ورځ نه کومه چې د يوه ځانګړي کار لپاره ټاکل شوې وي بلکې يو چا ته په لاس کې ورکړل شوی پوره وخت يا عمر له نيمايي واوښت، په زوال کې دی او په وړاندې تګ کې لکه لمر چې له تيارو سره مخ کېږي دی هم داسې دی.
    دا ډول نور ډېر اصطلاحات دکسکر صيب په شاعرۍ کې په دليو پراته دي چې په وخت سره به يې ګټه د ژبپوهانواوهنرپوهانو په وسيله ژبې او ادب ته ورسېږي.
     البته که موږ د نظيف په شاعرۍ کې د ټولو لهجوي لغتونو او اصطلاحاتو تشريح وغواړو نو دا به ډېر وخت او ځای ونيسي ولې دومره به وکړو چې د يو جدول يا څو ستونونو په بڼه به يې د خپل وس په اندازه وړاندې کړو.
    نظيف صيب په خپل کتاب کې ځينې د نوي خونداو رنګ شعرونه هم لري چې نوې تشبهات به هم پکې ومومی. لکه دا غزل:
                                                  ستا ويښتانو اننګي دي لاندې کړي
پنجابيانو پېښوري دي لاندې کړي
ته که راغلې "حيدرخېل" به ښايسته
تا چې پښو ته پسرلي دي لاندې کړي
دا دروغ دي " څه چې تېر شي هغه هېر شي"
چا د مړو پر ځای ژوندي دي لاندې کړي
      د غزل دغه دريم بيت: دا دروغ دي" څه چې تېر شي هغه هېر شي + چا د مړو پرځای ژوندي دي لاندې کړي. که د ارواپوهنې او د موجوداتو فلسفو له نظره ورته وکتل شي ډېره ژوره خبره پکې پراته ده. داروا او موجوداتو پوهان په دې نظر دي چې د نړۍ پر مخ هر يو شی يو ډول وجود لري مثلاً: هوا (باد) چې په فضا کې

يې ځای نيولی او د وزن يا تول په مقياس سره اندازه کېږي (ماده يا وجود) ورته ويلی شو او شتوالی يې ثابت شو«دلته چې موږ پرکوم وجود خبرې کوو دا هغه دصوفيانودوحدت الوجود نظريې وجود نه دی» بس کله چې د يو شي شتوالی څرګند شي د وجو د ثابتولو لپاره يې کوم بل دليل ته اړتيا نشته. په همدې ډول يو بل مثال:  غږ يا غورزی هم يو ډول وجود لري کله چې موږ خبرې کوو زموږ غږ د خپل تشخص يا ځانګړنې په لرلو سره په هوا کې پرواز کوي په فضا کې له نورو زرګونو غږونو،شورونو،چيغو او غورزيو سره يوځای کېږي مګر زما غږ په نورو کې مدغم کېږ، مخلوط کېږي او ورکېږي نا. دلته بياهم د هوا په ډول د غږ وجود او شتوالی ثابت شو. مثلا که موږ خپل غږ د يوې غږ رسوونکي دستګاه له لارې په هوا کې خوشی کړو او بيايې په بله دستګاه د رانيولو هڅه وکړو حتمي به يې په هوا کې پيدا کړو او له پيدا کولو وروسته به يې پېژندنه هم وکړی شو چې ګواکي دا غږ د پلاني دی. د کمپيوټر په کولېډېټ پروګرام کې کولی شو غږ ته يو ډول وجود ورکړو بيايې  وګورو چې جګ او ټيټ غږ څه ډول جګ او ټيټ وجود لري او دا هم کولی شوچې د غږ ځينې برخې کټ يا لرې کړو.
    الله(ج) ارواوې پيدا کړې بيا يې ورته وفرمايل: ايازه ستاسو رب نه يم؟ ټول وويل هو  ته زموږ رب يې. له همهغه وخت راهيسې چې انساني روح هرڅه اوري او وينې د ده په لوح محفوظ يا ډېکومېنټ کې داسې شته وي لکه په هوا کې غږونه؛دغه لېدل اورېدل اول  په  شعور بيا په تحت الشعور او ورسته په لاشعور کې تل خوندي پاتې کېږي چې د راويستو لپاره يې کوم چاته الهي دستګاه ورکړل شوې وي نو هغه بيا داسې وايي لکه دحضرت علي(ک) قول: کوم وخت چې موږ (ارواوې) الله(ج) پيدا کړو بيا يې راته وويل: زه ستاسو رب نه يم؟ موږ وويل: هو ته زموږ رب يې! دغه وعده مې داسې په ياد ده لکه نن ورځ. حمزه بابا(رح) هم دغې حالت ته اشاره کوي او وايي:
                                       خبر اوسه حمزه تر انتها يې لره ياده
                                       وه ستا د چا سره په ابتدا يوه وعده.
نو د نظيف صيب خبره بلکل رښتيا ده چې تېرې خبرې يا تېرې کړنې نه هېرېږي او د ژونديو په مثال دي پر ژونديو خاورې نه اوړي بلکې  په مړو اوړي.       
                         
د بدرنګو او د ښکلو سيالي نه شي
خدای(ج) له ګلو نه ازغي دي لاندې کړي
نظيف ځکه په خاورين لباس کې ګرځي
                                خدای(ج) له خاورو نه غمي دي لاندې کړي.
      دده په شاعرۍ کې به د ځينوغزلو  په لوستو درته د کاروان صيب يا حمزه بابا(رح) ځينې غزل درياد شي خو دا، دا معنی نه لري چې ګني نظيف  صيب د کوم معلوم او منلي ادبي مکتب يا سبک شاګرد يا پيرو دی.


کېدی شي چې ده نوموړي شاعران لوستي وي چې له اغېزه به يې په لاشعوري توګه دا ډول ورته غزل پنځولي وي او يا به د پورتنيو شاعرانو له لوستلو پرته بلکل په لاشعوري ډول تصادفاً داسې شوي وي.
     البته که نظيف صيب خپل ادبي رياضت ته دوام ورکړي او له شعر و ادب  سره خپله شته مينه همداسې ګرمه وساتي نو لرې نه ده  چې د ځانګړي سبک څښتن دې شي؛ په همدې هيله د دغې شعري ټولګې مرغ ور ښه کوم.

    لهجوي لغات او اصطلاحات.              معنی او تشريح                                                                           
 
    پخه : .................................................. په وزن د مخه؛ د کتاب يا ونې پاڼه.
 لوچک: ................................. په وزن د پولچک؛ لوفر، بې هوده، بدمعاش.
    مشکڼې: ................................................. مرۍ، د مرغلرو يو کوچنی ډول.
 مرۍ: ............................... مشکڼې، دمرغلرو يو کوچنی ډول،دانسان غاړه.
غوړنجې: .................................................................. د اور د لمبو هجوم.
ورچنې: .......................................................................................بهر ته.
چوغړي:. چپي، واړه واړه ژور ځايونه چې په پېچومي او يا په لامده( خوييندک ) ځای کې د قدم د اېښودو لپاره کېندل کېږي چې د قدم د خويېدو مخنيوی يې وشي.                                                                                              
 
نل:..په لغت کې پايپ او په اصطلاح کې بې ګټې،تورغوږاوسپين سترګي انسان  ته وايي.
 ناره: .............................................. د لويو کمرونو درلودونکې لويه خوړه.                                                                                                                                   
خوشی: .........................................................................خلاص،بې ګټې.
پخې اوبه: .. په لغت کې اېشول شوې اوبه او په اصطلاح کې تل بهېدونکې اوبه.
رنگونه مو الوتي يا رنګ الوتی: ... .......... رنګ تېښولی،زېړرنګی،بې جرأته.
 تربخه: ................................................... تربته،خپ يا ساه بندکړی شوی.
 تخه: ... کله چې شودې تودې کړی شي او بيا موره ور وکړی شي يعنې لږه                                                                                                                        اندازه شړومبې ورواچول شي نو له يو څه وخت وروسته مستې ترې جوړې شي خو کله داسې وشي چې په شودو کې څه خلل واقع او يا په  وراچول شوبو شړوبو کې څه مکروب وي نو له شودو څخه مستې نه بلکې يو بل ډول شی ترې جوړ شي چې نه مستې وي او نه شودې نو د شودو او مستو دغه حالت ته تخه وايي؛ بې ګټې کېدل.
ګل ولي شاه ساده حيدرخېل