د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څوشعرونه څوخبرې

ساده حيدرخېل 05.11.2012 23:10

موږ چې په کومه ټولنه کې اوسېږو حتمي به د همهغې ټولنې په رنګ رنګېږو، پيغمر(ص) فرمايي: هرمحفل تاثيرلري. محفلونه په ټولنه کې دايرېږي او محفل چې په کومه ټولنه کې دايرېږي دهمهغه ټولنې اوسيدونکي پکې راټولېږي. د ټولنې له تاثيراتو هېڅ وګړی نه شي پاتې کېدلی د ارواپوهنې پوهان په دې برخه کې ډېر ښه منطقي مثال وړاندې کوي: دخړو غرونو مرغان او نور ژوي ځکه خړ وي چې چاپېريال يې خړ وي او د شنو هغه ځکه رنګارنګ وي چې چاپېريال يې رنګين وي.
دچاپېريال اغېز د انسان دظاهري بڼې ترڅنګ پرباطن او اروا هم بشپړ تاثيرلري، پيغمبر(ص) فرمايي: انسانان ټول په فطرت پيدا کېږي مګر د ده موروپلار دی نصراني يا مجوسي کړي، يعنې ماشوم چې په نصراني او مجوسي ټولنه کې پيدا شي نصراني يا مجوسي به وي که څه هم اروا يې مسلمانه او فطرتاً ايمانداره وي خو که په مسلمانه ټولنه کې پيدا شي مسلمان به وي.
البته په هره ټولنه کې داسې خلک وي چې د خپلې ټولنې تر اغېز لاندې نه راځي او فطرتاً د خپلې ټولنې د اکثرو رواجونو او دودونو سره مخالف او په ټکر کې وي. دا ډول خلک د پوهانو او فيلوسوفانو له جملې څخه وي چې د نړۍ په مخينه کې يې په زرګونو مثالونه پيدا کولی شو.
په دغو خلکو کې تکړه او غښتلي شاعران هم شامل دي چې تل يې د خپلو ټولنو د سمون او روغتيا په هيله داسې حساس، لطيف او پاروونکي اشعار پنځولي دي چې تل تر تله شهکار اثار پاتې شوي دي حتی ځينو شاعرانو خو د خپلو اشعارو پر زور ټولنې ته عملي سمون او بدلون هم وربښلی دی چې د يونان پخواني شاعران او ټولنه يې مثال دی.
د پښتو شعر په اوسني ځوان بهير کې هم داسې ځوان شاعران شته چې د خپلې ټولنې سره فطرتاً په مخالفت کې دي. په دې حساب کې ځوان شاعرطالب منګل هم دی نور به هم وي خو ما دده نوم ځکه واخيست چې له ډېره وخته مې دغه د ټولنې د اغېز او غبرګون موضوع ‌ په ذهن کې پرته وه او ليکلی مې نه شوه مګر د تېر عرفات په ورځ مې د طالب سره په يوه مشاعره کې ګډون وکړو چې ښاغلي منګل په خپل وار دا شعر ووايه:
ولاړ چې زه خپلې څېرې نه بل طرف ته يمه
له دغې ټولې زمانې نه بل طرف ته يمه.

د شعر په اوريدو مې په ذهن کې پرتو زرو خبرو سرونه را اوچت کړل. منګل په دې مطلع کې له خپلې څېرې څخه هم نفرت کوي، د څېرې کلمه د شخصيت د سمبول په مانا کارول شوې ده يعنې منګل چې په يوه اسلامي او پښتني ټولنه کې پيدا او ستر شوی دی نو بلکل د خپلې ټولنې نمونه، مثال او دټولنيرو کړنو يوه څېره او سمبول دی مګر دی يوازې له خپلې څېرې او ټولنې څخه نه بلکې له دغې ټولې روانې زمانې نه چې دلته هم د (زمانې) کلمه د خلکو او د خلکو د عملونو په اصطلاحي مانا کارول شوې ده، مخ اړوي او بل طرف ته دی خو ولې؟ ځکه چې ټولنه او زمانه په انحرافاتو، ټګيو، غلطيو، تنبلۍ، سود او وژلو سر ده.
په کومه ورځ چې مشاعرې ته ورغوښتل شوي وو د سهار اتنيمې بجې نهايي وخت راکړل شوی و متاسفانه مشاعره خواوشا لسنيمې بجې پيل شوه چې دا هم د يوې ناسمې ټولنې يو ښه مثال دی او منګل يې هم له اغېزه نه دی بچ شوی او د ده په شمول د ځينو نورو د ورځني کارونو مهالوېش يې ګدوډ کړو.


د ښه شعر يو صفت دا هم دی چې په اوريدو يې اوريدونکی چيغه کړي چې زما د زړه خبره دې وکړه
ما سمدلاسه منګل ته وويل: زما د زړه خبره دې وکړه.
د منګل صيب د دغې غزل دغه لومړنی بيت هم د ټولنې د ناوړه چلند هنداره ده خو ځاني او د خپل انداز هنداره:
زما له سترګو نه دې سترګې بل طرف واړوه
زه مې له خپلې ارادې نه بل طرف ته يمه
خو په دويم بيت کې د ټولنې ټوله ملامتي پر ځان اچوي او د محبوب د عکس او نښو نښانو سره چې کوم چلند کوي له حقيقته يې لرې بولي او وايي چې ترڅوبه زه له حقيقته (ايينې) بل طرف ته يمه او داهم د منګل خپل نوی شعري انداز دی خو دويم بيت يې تر مطلع او لومړني بيت يو څه مبهم دی.
تر څو به زه ستا ګلابي تصوير بې قدره ساتم
ترڅو به زه له ايينې نه بل طرف ته يمه
په درېيم بيت کې د لومړني بيت خبره تکراروي او يو څه پکې ددويم بيت خبره هم شته:
اوس د ناکامو مينانو کېسې نه لولمه
اوس مې له خپلې افسانې نه بل طرف ته يمه
مګر په مقطع کې د مقابل جانب په زړه او روحياتو هم پوهېږي چې ګويا لېونتوب او سرزوري په طالب کې دي خو له تاثيره يې هغه هم نه ده خلاصه شوې او اوس له رڼا نه بل طرف ته ناسته ده چې بل طرف حتمي د تيارو او ستونزو طرف دی :
طالبه ستا د لېونتوب تاثير مې ذهن کې دی
تنها چې ناسته له ډېوې نه بل طرف ته يمه
د طالب منګل د دغه غزل رديف د ده د نورو غزليزو رديفونو پشان ښکلی رديف دی او پراخه مانا لېږدوي.
د طالب د لا برياو په هيله

۱۲/۰۸/۱۳۹۱