د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رحمان بابا(ر)، ساقي او ...

ساده حيدرخېل 01.04.2013 17:34

رحمان بابا( ر)،ساقي او ...

لومړۍ برخه

د رحمان بابا(رح) په شاعرۍ کې ډېرې داسې ژورې تصوفي خبرې،اصطلاحات او سمبوليکې کلمې شته چې تراوسه پورې چا نه دي راسپړلې او نه داسې څوک وينم چې سپړلو ته يې ملا وتړي. نو ماته ځان اړ وبرېښدو چې پرې وغږېږم.
د بابا په ديوان کې د سمبوليکو او اصطلاحي کلمو له جملې څخه ميخانه، ساقي، جام، پياله، پيمانه، صراحي، مۍ، باده، شراب، چنګ او مطرب هم ده چې تر خپله وسه به يې د مانا او تشريح هڅه وکړو. البته دغې کلمې يې په ځينو ځايونو کې اصلي ماناګانو ته په ورته ډول هم کارولې دي خو د اصطلاحي او سمبتوليکو بڼو کارونه يې زياته ده نو لومړی به يې همدا بڼه راوسپړو:
د ساقي له لاسه هسې پياله نوش کړه
چې دې غوڅ کا له زړه خيری د ريا:
/ساقي/ شراب ورکوونکي ته وايي. دغه کلمه زموږ په شاعرۍ کې له پخوا څخه رايج ده چې پخوانيو تر ډېره په سمبوليکه او ځينو اوسنيو په اصلي مانا هم کارولې ده.
پورتنی شعر بلکل تصوفي شعر دی. تصوف له رازونو او رمزونو څخه ډک علمي عمل دی. په تصوف کې چې د الله تعالی د معرفت کوم راز او پوهه ترلاسه کېږي په صريحه توګه يې بيان يا زده کړه ناشونې وي. همدا وجه ده چې صوفيان په رمز او توريه خبرې کوي او اکثر خلک د دوی په مکلمو په اسانۍ سره نه شي پوهېدلی. بيا چې موضوع شعر ته هم لاړه شي نو خبره لا پسې رمزي او رازي شي.
په بيان کې تشبه،استعاره، کنايه، سمبول، مثال او ... د اثر ترڅنګ د
موضوع په اړه د رېښتينولۍ ثبوت هم پيدا کولی شي.
په پورتني شعر کې /ساقي/ د پير يا مرشد سمبول دی.که د ذکرشوي بيت لومړی نيم بيتی داسې ويل شوی وی:
د مرشد له لاسه هسې څه پيدا کړه
نو په شعرکې به دغه شته تاثير نه وی کوم چې د /ساقي او پياله/ کلمو پکې پيدا کړی دی. /ساقي/ په تصوفي اشعارو کې د پير،يا د حقيقی محبوب / شراب/ د الله تعالی سره د حُب او /مستي/ د دغې حُب د کېف ياجذب سمبول دی. دغه راز جام، صراحي، پياله او ... د سلوک د هغو اسبابو ( د ذکر کلمې، توجه، ورکړه، زړه، د پير زړه او ....) سمبولونه دي چې په وسيله يې سالک ته د الله تعالی د معرفت کيف يا خوند پيدا کېږي.
د عباداتو د تباه کوونکو رنځونو څخه يو ريا يا وړوکی شرک هم دی. چې په تصوف کې ورته پټ شرک وايي. رحمان بابا(رح) دغې منوي نوم ته ډېر مناسب د يوه بد شي ( د ــــ خيري ) وجود ورکړی دی.
خلک چې کله په تنده کې اوبه وڅښي نو وايي چې زړه مې يخ او صفا شو. يعنې دوی دا فکر کوي چې اوبو يې زړه ور و وينځلو. له دغې عامې اصطلاح څخه بابا ګټه اخلي او د شرابو ( دالله د مينې ) په اوبو د زړه د
وينځلو خبره کوي چې د ريا له خيري يې صفاکړي.
په لومړي نيم بيتي کې د غوښتنې پټه لمسونه هم شته، يعنې ساقي پخپله چاته د شرابو پياله نه ورکوي چې ترې ويې نه غواړي.
هېڅ مې حاصل نه کړو په شيخۍ و په تقوی کې
پس له دې مې وار دی هر چه شي په مينخانه:
له تصوفه پرته ذکر فکر يا شيخي او تقوی داسې وي لکه د عادي اوبو
څښل. خپل سري شيخي به حتمي د ريا، غرور، ځان ښودنې او په داسې نورو رنځونو ککړه وي خو دکامل پير ( ميخانې ) له بيعته وروسته هغه د خپل سري شيخۍ پخوانۍ د ذکر فکر اوبه داسې شي لکه شراب يعنې د انسان په زړه کې د
الله تعالی مينه خپله اصلي بڼه پيدا کړي او له نورو رنګونو څخه پاکه صافه شي.
بابا وايي: له خپلې شيخۍ او تقوی څخه مې څه ګټه پورته نه کړه اوس نو وار د دې دی چې د کامل مريدي وکړم او له حضوره يې فيض يوسم. پرېږده چې هلته هر ډول ازموينې راباندې راځي رادې شي او څه چې کېږي ودې شي.
ميخواري که په عالم کې بدنامي ده
ما تر پښو دي لاندی کړی ننګ ونام:
څوک چې د الله تعالی کامله بندګي کول اختيار کړي او له ځانه داسې کامل انسان جوړول وغواړي چې نورو ته يې ضرر نه رسېږي او د نورو د ضرر په مقابل کې هم ترخپله وسه پورې له زغمه کار اخلي نو داسې چاته په ټولنه کې نه داچې په ټيټه سترګه کتل کېږي بلکې بې غيرته او بې ننګه هم ګڼل کېږي. مثلاً ټولنه وايي: له سړي يې پوښتنه وکړه، څو زمن دې دي؟ ده ورته وويل چې پنځه خو هغه يو مه ښيه،څلور يې وګڼه! ولې؟ هغه يو ملا دی!
دا يو مثال و. په دې کې به دملا غلطي هم وي خو ټولنه يې په دې مانا راوړي چې څوک د الله تعالی بندګي کوي، بې ضرره وي او د يوې ترخې خبرې په ځواب کې تربورته سل ترخې خبرې نه شي کولی نو نه غيرت لري نه ننګ او نه د سړيو په حساب کې دی. په همداې ډول ميخواري (سالکي) هم ده خو بابا وايي چې مريد جوړېدل يعنې د الله تعالی بندګي که په خلکو کې يو ډول بدنامي او بې
ننګې ده نو دغه د خلکو له خوا د جوړشوي بې ګټې نام وننګ په کېسه کې نه يم.
په پيرۍ کې چې هوس د مۍناب کړې
بېهوده ګمان په صبح د مهتاب کړې:
/پير/ په لغت کې بوډا او د تصوف په اصطلاح کې مرشد ته وايي خو دلته لغوي مانا لري.
د ځوانۍ په وخت کې ګران کار هم په اسانۍ سره تر سره کېدی شي مګر د بوډتوب په زمانه کې اسان کار په ګرانۍ سره هم سم نه شي تر سره کېدای. ځکه چې وجود کمزوری وي. د وجود ټول غړي له کمزورۍ نه
اغيزمن شوي وي او خپلې دندې په سمه توګه نه شي ترسره کولی.
بابا وايي: په زوړوالي کې چې د الله تعالی د بندګۍ او سوچه مينې هوس کوې دا نو داسې ده لکه د کم نظرۍ له امله چې د لږې او ډېرې رڼا توپير نه شې
کولی او په سبا باندې د سپوږمۍ ګمان کوې.
هسې مست يم ستا د شونډو په شراب
چې به نه وي بل دا هسې مست خراب:
په شعر کې شونډې دا مانا نه ورکوي چې ګني رحمان بابا(رح) رښتيا د جينۍ په شونډو مست خراب دی. نا داسې نه ده. دلته د / شونډو شراب/ د نېږدوالي، د مينې او د راز ونياز خبرو، دغه راز / مست خراب/ د دغې حالت دکيف د نهايي
خوندور څرګندولو لپاره په سمبوليک او اصطلاحي ډول کارول شوې کلمې دي. د مينې له خبرو څخه منظور هاتف (غيبي غږ) يا دالله تعالی کلام (قرآن) دی چې سالک يې په خوب کې له عيبه اوري او يا يې قرآن په ويښه په زړه رادرومي. په دې اوريدلوکې د سالک لپاره زيری او لارښوونه وي چې په دې ډول د ده مينه نوره هم زياتېږي. د دغې حالت د کيف صريح بيان ناشونی وي نوځکه د سمبول او اصطلاح په مرسته بيانېږي.
رحمان بابا(رح) په دغه کيف کې ځان داسې مست خراب ( مجذوب ) ويني چې ته به وايې بل د ده په څېر نشته.
دا څه شونډې دي ميګونې
چې هم مۍ دي هم شکر:
سالک په تصوف کې له صافيۍ څخه وروسته الله تعالی ته ورنېږدې کېږي
او داسې حال مومي چې لارښوونه يې دالله تعالی له لوري کېږي. دغه لارښوونه بېلابېل ډولونه لري مثلاً ريښتينی خوب وينې. په خوب کې يا په ويښه هاتف ( غيبي غږ ) ورباندې کېږي. په ويښه داسې څه آوري چې کنايه او اشاره وي، يا په خوب کې د قرآن آيتونه ورته تلاوت کېږي، يا يې خپله تلاوت کوي او يا يې په ويښه په زړه د قرآن ځينې برخې راتېريږي. چې دغه ټولې خبرې او غږونه په
شرابي او شکري شونډو سره تعبيرېږي ځکه چې خبرې ظاهراً له شونډو سره اړيکه لري نو پورتنی شعروايي: دا څه د رازونياز او مينې خبرې دي چې هم خوږې دي او هم شرابي (له مينې ډکې).
تا چې مۍ د خپلو شونډو ور په خوله کړه
طايفه دې د صوفيانو کړه مخموره:
/ د شونډو مۍ/ د مينې خبرو او نېږدېوالي لپاره ترکيبي سمبول دی. نو تا (الله تعالی) چې د مينې دخبرو، نېږدوالي او رضايت خوندپه صوفيانو وڅکلو نشه نشه شول.
چې خبر شوم د ساقي د جام له راحه
لکه مړی ملاقي شوم له ارواحه:
انسان چې کله مړ شي روح يې د تلليو کسانو له روحونو سره ويني. حتی ما
داسې ډېر کسان لېدلي چې په ژوندوني يې هم د ژند د وروستيو شپو وروځو په
نيم ژواندي حالت کې د خپلوانو ارواح ليدلي او د دوی د راتګ نارې يې وهلې دي. دې ته ورته حالات په تصوف کې هم شته. کله چې د انسان ذهن د بهرنيو شيانو له اثراتو پاک او مجرد شي نو د داسې ژوندي انسان روح د نېکو خلکو حتی د پيغمرانو(ص) له مبارکو ارواګانو سره هم لېدل کتل کولی شي.
رحمان بابا(رح) همدغه موضوع په پورتني بيت کې بيان کړې ده. دی وايي: ماته چې پيرکوم جام ( د ذکر کلمه يا نوم) راکړی او د دغې جام راح يا باده مې څښلي ( د دغې نوم د يادولو په وسيله د الله تعالی مينه او معرفت او د دغې مينې کيف مې وليدلو) نو داسې حال ته يې ورسولم لکه مړی د روحونو سره لېدل کتل کوم. خو دغه لېدنه کتنه داسې نه ده لکه د يوه عادي مړي يا د نيم ژواندي انسان چې ګټه نه لري. په تصوف کې دغه شان کتنې دواړو خواو ته ډېرې ګټې رسوي
او دا ډول حالات کمال ته د سالک د رسېدو نښې دي.
هر ساقي چې جام د عشق لري په لاس کې
دا پياله يې په مستانو ده مباحه:
له هرساقي ( پير ) سره چې د شرابو ډک جام (دالهي مينې ډک زړه ) وي نو دغه پياله او شراب، مينه او معرفت يې د مستانو (سالکانو) لپاره روا دي. بايد ور يې کړي. خو د مباح په ټکي کې اشاره دا ده چې پير به په مريد باندې د خپلې ورکړې ګناه او ثواب نيکي او احسان، ګټه او تاوان نه اړوي که داسې نه کوي نو بيا خو به خلک داسې وايي: اى پير کامله رښتيا به سره وايو، ته ښه ورسېږې که مريد ښه در رسيږي. (پسرلى)
ساقي پورته شه د ميو جام تيار کړه
عمر هېڅ معطلي نه کاندي تلوار کړه:
په دې بيت کې له مرشده غوښتنه کېږي چې له توجه څخه مې ونه غورځوې. ځکه چې عمر هېڅ معطلي نه کوي. پکار ده چې کار ترې واخيستل شي او د ذکر فکر د داسې کلمو اجازه راکړه چې کار مې پرې جوړ شي.
که غمخوار غواړې په غم په اندوه کې
شېشه ډکه د شرابو اختيار کړه:
دينې لارښوونې راته ښيي چې د غم په وخت کې د صبر ترڅنګ د الله تعالی له يادولو څخه کار واخلئ. د غم د دايمي ختمولو بې له دې نه بله هېڅ لار نشته، دغه لار يې تر ټولو غوره او بې لګښته ده.
د /شرابو ډکه شېشه/ د مينې ډک زړه ته کنايه ده. زړه هغه وخت د يو چا له مينې ډکېږي چې په ښکلا يا په خويونو يې باوري وي. نو که د غم ورکېدل غواړې په الله تعالی باور پيدا کړه. زړه دې د الله تعالی له مينې ډک وساته او په
بشپړې مينې يعنې پخې عقيدې سره د الله تعالی مينه او ذکر اختيار کړه.
تش به نه شي هغه خُم د عشق له ميو
چې يې خاورې د فرهاد و د مجنون دي:
په هغه مخکې بيت کې يو نصيحت پروت و چې د الله تعالی بندګي له بل هروخت نه په ځوانۍ کې ښه ترسره کېدلی شي او ځواني د سوچه مينې لپاره غوره فرصت دی. خو په دې بيت کې خبره بل ډول ده او ريښتينی سوزنده عشق يوه ازلي برخه بولي.
/فرهاد او مجنون/ د سخت او ريښتيني عشق په مانا سمبوليکې کلمې دي. /خُم/ په لغت کې د خاورو کنډولي، مَټ يا جام او په اصطلاح کې زړه ته وايي. د انسان يا د زړه لپاره د /خاورې/ کلمه داسې کارول چې منظور ورڅخه د دوی پيداپښت وي لکه: پلانی يا د پلاني زړه د مينې له خاورې جوړ دی. منظور
داچې د دوی مينه ازلي ده نو دا کنايه ده. باباوايي: هغه لوښی (زړه) چې د فرهاد يا د مجنون له خاورې جوړ شوی وي هېڅکله به هم د عشق له شرابو څخه تش نه شي يعنې د چا چې مينه په نصيب کې وي نو په ځوانۍ، په زوړوالي، په هجران، په وصال او په هروخت کې به يې زړه له مينې ډک ډک وي.
څه عجب دی که مستان وي ترې چاپېره
هر ساقي څخه چې جام دی د اخلاص:
په هر کار کې اخلاص د برياليتوب نښه ده. که ساقي ( مرشد) ميخوارانو (مريدانو يا سالکانو ) ته په لارښوونو، ورکړه او ... کې مخلص وي نو څه حيراني ده که چارچاپېره مستان مريدان (مجذوبين، چې خلک لېوني ورته وايي.) ترې چاپېره وي! پير چې دالله تعالی له مينې او خلوص نه ډک زړه (جام)
ولري د مستانو په ګډون به پرېمان مريدان هم لري او داسې به په خپل کار کې بريالی وي.
جام د ميو دی يا رقص د خوبانو
په هر ځای چې سره جمع شي عُشاق:
/جام د ميو/ د الله تعالی له مينې او د دغې مينې له کيفه ډک زړه ته، /رقص/
د سالک باطني خوځښت ته او /خوبان/ ښکلو يعنې سالکانو ته کنايه ده.
په هرځای کې چې الهي عاشقان سره را ټول شي بې له ذکره فکره بې له اروايي خوځښته يې، چې په دې سره يې عشق نور هم زياتېږي او بېلاخره موخې ته رسېږي، بل کار نشته.
هسې محوه وي د عشق په مۍ ناب کې
چې خبر نه وي په وصل په فراق:
/ناب/ په عربي کې سوچه او خالص ته وايي. عاشق د خپلې سوچې مينې په
خوند کې داسې ورک او مست وي چې وصل او فراق دواړه ورته يو شی وي. يعنې د الله تعالی سره سوچه مينه انسان په ژوندوني، چې انسان ظاهراً له خالقه بېل بريښي، داسې يوه حال ته رسوي چې وصل او فراق به هېڅ مطرح نه وي. لکه مجنون چې په پای کې د ليلو د وصال او بېلتون خبره نه کوله بلکې مجنون په
خپله ليلو شوی و او ده به ويل چې [ زه ليلو يم ]. همدا حال د منصور بن حلاج هم و. منظور داچې سوچه مينه له مين څخه /زه/ ختموي او د /زه/ پر ځای ځان ته يار وايي.

نوربيا...........