د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(جنتي سيند) شعري تولګه چاپ شوه

ساده حيدرخېل 03.11.2013 14:41

/جنتي سيند/ د ساده حيدرخېل درېيم شعري کتاب دی. له دې وړاندې يې دوې شعري ټولګې نورې هم چاپ شوې، چې لومړۍ يې د/غرنی ګل/ په نوم په ۲۰۰۰ او دويمه /د ګل انځور/ په نوم په ۲۰۰۴ کلونو کې چاپ شوې. د/ګل انځور/ د خوست فرهنګيانو خپلواکې ټولنې له خوا خپره اوچاپ شوې خو /غرنی ګل/ د شاعر له خوا خپره شوې ده.
/جنتي سيند/ هم د حيدرخېل له خوا خپور شوی چې ۱۵۷ غزلونه، ۱۲ سرليکه بېلابېل بيتونه، ۷ سرليکه آزاد شعرونه او ۱۸ سرليکه نظمونه په ۲۴۰ مخونو کې راغلي دي.
/جنتي سيند/ په ننګرهار کې له مومند کتابپلورنځي، په ګرديز کې له علمي کتابپلورنځي او په خوست کې له ډېرو کتابپلورنځيو څخه ترلاسه کولی شی!
دا يې هم د شعر نمونې:
غزل
د زړګي په درد اخته شې چې دې زده شي
په يو چا پسې خپه شې چې دې زده شي

چې دې نه زده خو ګيله هم درنه نه کړم
ته خو لا هم سرچپه شې چې دې زده شي

بې ترتيبه بتخانه شوه درنه جوړه
ما وې ته به مو کعبه شې چې دې زده شي

شور و شر به دې رڼا په مخه يوسي
په آرام به لکه شپه شې چې دې زده شي

له دې مخکې ګوره زه هم لکه ته وم
ته به هم لکه ساده شې چې دې زده شي.
۲۶/۰۵/۱۳۹۲
حيدرآباد
آزاد شعر:
وخت له کومه موږ ته راشي؟

چې لمر نه وي
شپوږمۍ نه وي
ستوري نه وي
رڼا نه وي
سبا نه وي
بېگا نه وي
وخت له کومه موږ ته راشي؟
++++++++++++++++++++++++++
سبا نشته
بېگا نشته
غرمه نشته
ماښام نشته
وخت بهر دی له زمانه
وخت بهر دی له مکانه
وخت له کومه موږ ته راشي؟









وخت په لاس کې
د گړۍ د ستنو نشته
وخت په لاس کې
د سپوږمۍ او ستورو نشته
وخت په لاس کې
د زرينو وړانگو نشته
وخت د مينې
په شېبه کې راپيدا شي
وخت د مينې
په بوسه کې راپيدا شي.

۰۴/۱۰/۱۳۹۱
حيدرآباد

نظمونه:
نوى پاچا

پاچا راغى د "سرې آسپې"  په گډۍ کې
ځان يې پټ دى د پرديو په  شړۍ کې
خپل يې پلي خو سپاره يې ټول پردي  دي
په لښکر کې يې څه ښځې څه سړي  دي
اعلانونه د انصاف د عدل کېږي
وايي هر څه به په ناف  د عدل کېږي
پاچا راغى  پر گدۍ د پاچا کښېناست
گدۍ څه چې پر پگړۍ د پاچا کښېناست
چې دربار يې دومره لږ څه برابر کړو
رادعوت يې ټول راعيت په يو خبر کړو
پاچا ونې لومړۍ وغوښتې دربار ته
مشرتوب چې خداى(ج ) ورکړى  و چنار ته
په دربار کې چنار پور ته شو وينا کړي
چې خبر د قام په حال باندې پاچا کړي
لا تر اوسه چنار سپڼ نه  و وهلى
پاچا ووې چې زه ښه يم پوهېدلى
مطلب دا دى چې ته غوږ شه زما وروره
او خبره ډېره نه اوږدوو نوره
موږ راوړى نن په پلان  کې زلميتوب  دى
وخت راغلى په تا ډېر د بوډاتوب  دى
زموږ کار دى چې نيالگي په کار لگيا کړو
په کار پوى د کار سړي په کار لگيا کړو
د کيکر په مشرۍ کې به اوسېږې
چې په مينه او په عدل وپوهېږې
+++++++++++++++++++++++++++++++++
په دربار کې بيا د ژويو نوبت راغى
په دې ژويو کې پاچا د قوت راغى
مشري که له فطرته د زمري وه
پاچا پټه له گېدړ سره ياري وه
د پاچا امر په دې ډول څرگند شو
گيدړ سپين لباس په غاړه راڅرگند شو
مشري شوه د خپل قام د ده پر غاړه
د زمري په گېډه سپينه توره لاړه
++++++++++++++++++++++++++++++++

په دربار کې د مرغانو نوبت راغى
د شهباز وجود په رپ د الوت راغى
د گوزار په اراده شو دا يې  ووې
لږ په ځان شو اداره شو بيا يې  ووې
وې يې دا څنگه پاچا و پاچاهي ده
عجيبه دموکراسي دپلوماسي ده
د ټپوس په مشرۍ کې نه اوسېږم
زه شهباز  يمه آزاد آزاد گرځېږم
د شهباز پر دې خبره شور ماشور شو
د پاچا په مېلمنو باندې بل اور شو
پاچا غلې خوله نږدې کړه خپل وزير ته
وزير پور ته شولو لومې او زنځيرته
د پاچا په مېلمنو کې يو مېلمه  و
ته به وايې د پاچا د کور کوربه  و
له وزير نه يې هم لومه زنځير واخيست
له پاچا نه يې هم چل او تدبير واخيست
په خوږه خوږه شهباز ته ورنېږدې شو
په پلمه پلمه شهباز ته ورنېږدې شو
په ټپوس باندې يې غږ وکړو چې ژر شه
ته مې دوست ته مې ملگرى د هنر شه
د شهباز وزر يې ژر په لومه بندکړل
د ټپوس ياران يې غړي د خپل گوندکړل
+++++++++++++++++++++++++++++++++++
پاچا راغى د "سرې آسپې"  په گډۍ کې
ځان يې پټ دى د پرديو په شړۍ کې
خپل يې پلي خو سپاره يې ټول پردي دي
په لښکر کې يې څه ښځې څه سړي دي
نه پوهېږم چې دا څه ډول پاچادى؟
کار د چا وطن د چا او واک د چادى!
پای