د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پوهنې بهیر او ځینې پوښتنې

احمدجان تڼی 21.01.2013 18:22

په دې ورځو کې د شمشاد تلویزیون د ( سپړنه ) پروګرام په هیواد کې د پوهنې بهیر ته ځانګړی کړی و. په دې پروګرام کې د دې تلویزیون ژورنالستانو هڅه کوله چې د پوهنې په ساحه کې د هیوادوالو ډیرو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړي.
داسی ښکاره شوه چې دا سپړنه هر اړخیزه نه وه ، بلکې دې سپړنې ته یوازې د افغانستان پیژندل شوی ،زړه سواند او د پوهنې په ډګر کې ډیر فعال او نه ستړی کیدونکی شخصیت د پوهنې محترم وزیر ښاغلی فاروق وردګ وربلل شوی و. نور د دې موضوع اړخونه لکه حقوق پوهان ، د پوهنې د ساحی متخصصین، ښوونکی ، زده کونکی او د زده کونکو میندې او پلرونه او بلاخره د طالبانو د نظر وجود نه درلود. یوازې د لږ اهمیت لرونکي ځینو تلویزیونی کلیپونه وښودل شول.
د پوهنې وزیر په ډیره ځيرتیا سره هڅه کوله چې ژورنالستان تر اغیزی لاندې راولی . خو داسی و نه شول . ژورنالستانو هغه پوښتنی وکړې چې د ډيرو خلکو سره دي خو دا چې ځوابونه یې ترلاسه کړل او که نه ، دا بله خبره ده .د وزیر صاحب د ظاهری څيرې څخه ښکاریدل چې ډیر جدي دی دا چې ولې؟ په هغه یوازې دی او لوی څښتن پوهیږي. خو ښايي یو ددې سببونو څخه یو شمیر نیوکی ( په ځانګړي توګه په مورنیو ژبو د زده کړو د موضوع په هکله ) وي چې دې وزارت ته متوجه دی.
دا چې دا یو تلویزیونې پروګرام و، د هغه ثبت کول زموږ د وسه لیرې و، نو کیدای شی چې د پروګرام د محتویاتو او زموږ د اخیستنو تر منځ توپیر موجود واوسی. په هغه صورت کې مخکی له مخکې بښنه غواړم.
د پوښتنو په بهیر کې وزیر صاحب څرګنده کړه چې څومره ښوونځيو ته ودانی جوړی شوی دي او څومره پاتې دي. څو میلیونه زده کونکی ښوونځيو ته ځي او څومره ماشومان ددې نعمت څخه بې برخې دي. د ښوونکو شمیر څومره دی او کوم شمیر ته اړتیا شته. په دې ډول نور معلومات . دا ټول وزیر صاحب پوښتنه کوونکو ته ټکی په ټکي بیان کړل. د محترم وزیر صاحب په خبرو کې ډیر شیان په زړه پورې و، په تیرو لسو کلونو کې د زده کونکو د شمیر ، ښوونځیو د شمیر، او د ښوونځيو د ودانیو د شمیر زیاتوالی ته اشاره وشوه. او همدارنګه دې ته اشاره وشوه چې څومره عنوانه کتابونه چاپ شوی دي . هغه وویل چې د افغانستان تعلیمی نصاب په سیمه او نړی کې بیساری دی . همدارنګه یوازې د کابل په ښار کې په پښتو ژبه د زده کړو د ټولګیو په هکله یې اشاره وکړه. خو هغه ټکو چې زما پام ډیر ځانته واړوه:
• تړلی ښوونځي
• په مورنیو ژبو د لوست حق
• تعلیمی نصاب
خو دلته موږ یوازې دوو لومړنیو موضوع ګانو باندې خبرې کوو.
محترم وزیر صاحب وویل چې د څلور سوه نوي ښوونځيو د تړلې پاتې کیدو سبب نا امنی ده. په داسی حال کې چې په دې ځواب باندې باید یو وار غور وشی . په افغانستان کې د ناامنیو مهمو علت روانه جګړه ده چې د طالبانو، د حکمتیار ګوند او القاعدې له خوا په مخ بیول کیږي . خو په دې څنګ کې ځينې پټې ډلې چې کیدای شی په مختلفو داخلی او بهرنیو سرچینو پورې تړلي وي هم د ناامنیو سببونه دي.
خو په افغانستان کې جګړی مهم لوری طالبان دي د دوی د قول سره سم دوی د هیواد په ډیرو سیمو کې فعال دی . هیواد وال خبر دې چې په لس ګونو واره طالبانو ویلی دی چې دوی د پوهنې په لاره کې ستونزې نه پیدا کوی. دوی په خپلو مرکو کې دا څرګندوی چې ماشومان کولی شی زده کړو ته لاسرسی ولري. اوس نو اساسی پوښتنه داده چې دا ښوونځي ولې تړلی پاتې دي؟ څوک رښتیا نه وايي؟
وزیر صاحب چې د نا امنی په هکله هرڅه ویل ، د شمشاد تلویزیون ژورنالستانو ورته سرونه خوځول. ژورنالستی اوصولو دا تقاضا کوله چې په دې هکله د طالبانو د ویاندانو سره اړیکی ونیسی او د دوی غږ د وزیر صاحب د خبرو د رد او یا تایید له پاره باید ېې د لیدونکو له پاره وړاندې کړی وای. خو داسی څه یې ونکړل.
د رسنیو په ځينو راپورونو کې طالبانو ویلی دي که چیرې دوی وغواړی دوی کولی شی د هیواد په ډیرو سیمو کې زیات شمیر ښوونځی وتړي خو دا کار نه کوي. اوس دا پوښتنه پیدا کیږي چې دا ښوونځي په رښتیا هم د ناامنی له امله تړل شوی دي او که د اړوندو چارواکو د لږې پاملرنې له امله؟
دا چې ولې ښوونځی یوازې په پښتون میشته سیمو کې تړلی دی دا پوښتنه د خلکو په ذهن کې دا ټکی را پیدا کوی چې ددې ښوونځيو تړلي پاتې کیدل د پښتنو په وړاندې د سترې توطیې یوه برخه ده ده .
د افغانستان خلکو په دې نږدې وختونو کې داسی راپور اوریدلی نه دی چې د دولت او یا د پوهنې کارکونکو څخه چې غوښتل یې په کومه سیمه کې ښوونځي بیا پرانیزی د طالبانو له خوا وژل شوی او یا بندیان شوي وي او یا طالبانو د دا ډول پیښې مسوولیت په غاړه اخیستی وي.
دا په دې مانا دی چې په خپله سیمه ایزو دولتی چارواکو او د پوهنې مسوولینو د هغو سیمو د خلکو سره چې ښوونځي په کې تړلی دي کومه اړیکه نه ده نیولی او نه هلته تللی دي. داسی جوتیږي چې دا ښوونځي د چارواکو له خوا د لږې پاملرنې له امله تړلی پاتې وي.
بله خبره چې د محترم وزیر صاحب په خبرو کې د پام وړ وه هغه په مورنیو ژبو د زده کړو موضوع وه . په دې سپړنه کې وزیر صاحب اشاره وکړه چې په اساسی قانون کې په مورنیو ژبو د زده کړو په هکله څه نه دي ویل شوي. هغه څو دلیلونه وړاندې کړل.
لومړنی: هغه وویل چې په اساسی قانون کې په مورنیو ژبو د تدریس موضوع نه دي ویل شوي. بلکې دلته د مورنیو ژبو د تدریس خبره شوی ده نو ځکه دوی یو مضمون د مورنی ژبې په توګه په تعلیمي نصاب کې زیات کړی دي.
دوهم : د پوهنې وزیر وویل چې د ازبکی ژبې زده کونکی ( د مثال په توګه) باید په خپله ژبه زده کړه ونکړی او که داسی وشول دوی به بیا په پوهنتونو کې د ستونزو سره مخامخ شی.
دا چې د پوهنې وزیر په مورنیو ژبو باندې د زده کړو حق ته د قانون له مخې ګوته ونیوله ، نو لدې امله د هیواد قانون پوهانو ته اړینه ده چې دا موضوع د هیواد د نافذو قوانینو ، بشري حقوقو او د ماشوم د حقوقو د نړیوال کنوانسیون په رڼا کې وڅيړی تر څو جوته شی چې :
ایا د هیواد ماشومان دا حق لری چې په مورنیو ژبو زده کړه وکړي او که نه ؟ د هیواد اساسی قانون په مورنیو ژبو د زده کړو حق یوازې چا ته ورکړی او څوک یې په کوم دلیل ترې بې برخې کړي دي؟
خو زه دلته ځینو پوښتنو ته اشاره کوم د هیواد په اساسی قانون کې ویل کیږي چې : دافغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى. د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې مساوي حقوق او وجايب لري.
د افغانستان اتباع ،ټول هیوادوال ( ماشومان، سپین ژیرې ، څوانان، میرمنې ، سړي، په ټولو توکمونو ،ژبو او مذهبونو پورې تړلی کسان) چې ددې هیواد تابعیت ولری شامل دی . د قانون له مخې هیڅ وګړی ، سیمه ،توکم ، ژبه ، مذهب او جنس هم په بل باندې کوم امتیاز نه لری او نه باید د چا سره د تبعیض له مخې چلند وشي. د دوی ټولو وګړو حقوق او وجایب یو شانته دي.
حقوق یوه عامه کلمه ده چې طبعی ،سیاسی، اقتصادي، کلتوري ، ژبنی ،فکری ، بیان ، تعلیمي ، مذهبي اړخونه لری. او د اساسی قانون له مخې دولت مکلف دی چې د هیواد د ټولو اتباعو له پاره د برابرو حقوقو د تامین له پاره کار وکړي.
اوس راځو دې ټکی ته چې د پوهنې چارواکی هم باید پورتنی اصل مراعات کړي. د زده کړو په ډګر کې د هیواد د ټولو زده کونکو حقوق د قانون له مخې برابر دي او دولت مکلف دی چې ټولو ته ورته اسانتیاوې برابرې کړي.
که چیرې د هیواد یوه ماشوم ته په مورنی ژبه د زده کړو زمینه برابریږي او بل ماشوم ددې زمینې څخه بې برخې کیږي دا په دې مانا چې دچارواکو له خوا دوی ته د برابر حقوقو لرونکو اتباعو په سترګه نه کتل کیږي.
د ساري په توګه که چیرې د پوهنې وزارت په شمال ، لویدیز او یا ځينو نورو سیمو کې یوازې یوې ژبی ویونکو زده کونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړو زمینه برابروي او نور زده کونکی ( پښتانه ،شغنی ، ګوجر ، بلوڅ ، پشه یی ، نورستانی ،ازبک ، ترکمن او نور ) په مورنیو ژبو د زده کړو څخه په مختلفو پلمو سره د پامه غورځوي دا دا مانا لری چې چارواکی ټولو زده کونکو ته د برابروحقوقو په درلودلو قایل ندي.
د هیواد په اساسی قانون کې داسی نه دي راغلی چې د هیواد تعلیمي ژبه پارسی او یا پښتو ا و یا کومه بله ده. بلکی د اساسی قانون په لوستلو سره سړی دا مفهوم ترې اخلی چې تعلیمی ژبه هغه ده چې زده کونکی پرې خبرې کوي.
که چیرې موخه د رسمی ژبې څخه تعلیمی ژبه هم وي نو په لومړی ګام کې د قانون له مخې پښتو لومړی درجه رسمی ژبه ده. ښاغلی وزیر صاحب خبر دی چې په بلخ، فاریاب، کندز، تخار،بغلان ، سرپل، هرات، بادغیس، فراه، نیمروز، پروان، او نوروسیمو کې بشپړې ولسوالي په پښتو ژبه خبرې کوي او یا په ځينو ولایتونو اکثریت جوړوی خو هلته لوست په پښتو ژبه، چې رسمی هم ده زده کړه په نشت حساب دی. دلته دا پوښتنه پیدا کیږی چې په کوم دلیل سره پښتو ژبې زده کونکي د هیواد په شمال، لویدیز او یو شمیر نورو برخو کې ( چې شمیر یې په میلیونو دی) په مورنی ژبه د لوست څخه محروم ګرځول شوي دي؟ او که داسی نه وي د پوهنې وزارت دې مهربانی وکړي په دې سیمو کې د ولسوالیو په سویه دې په پښتو ژبه د زده کونکو او ښوونځي شمیر اعلان کړي.
د یادولو وړ که چیرې موږ د رسمی ژبې څخه د تعلیمي ژبې مانا واخلو نو په اساسی قانون کې راغلی دي چې د نورې ژبې لکه ازبکی ، پشه يي، ترکمنی په هغو سیمو کې چې پرې خبرې کیږي د پښتو او دری په اړخ کې هم رسمی ګڼل کیږی.
په دې صورت کې په سیمو کې اړوندې ژبې رسمی او د دې ځای ماشومان حق لری چې په خپلو ژبو لوست وکړي. دا ځکه چې په خپله سیمه کې د دوی ژبه رسمی او هم د هیواد د نورو اتباعو په شان د برابرو حقونو لرونکي دي .
د هیواد په اساسی قانون کې ویل کیږی چې دولت د ملګرو ملتونو منشور، بین الدول معاهدات، نړیوال میثاقونه چې افغانستان ورسره یو ځای شوی دی او د بشر د حقوقو نړیواله اعلامیه رعایت کوي ددې په اړخ کې د کابل دولت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقوقو د کنوانسیو ن تایید کونکی او په هغه باندې ځان مکلف ګڼی. په همدې کنوانسیون کې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو باندې ټینګار شوي دی او د یونسکو له خوا هر کال په مورنیو ژبو د زده کړو نړیواله ورځ نمانځل کیږی. له دې امله افغان چارواکی مکلف دي چې زده کونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړو زمینه برابره کړي..
ښاغلی وزیر صاحب وايی چې په اساسی قانون کې د مورنی ژبې د تدریس موضوع وړاندې شوی ده. دی وايی چې د مورنی ژبې د زده کولو د پاره یې مضمونونه جوړکړي دي.
یو څه په ډاګه باید وویل شي چې یو زده کونکی دا اړتیا نلری چې مورنی ژبه په ښوونځی کې زده کړي. هغه مورنی ژبه په خپله کورنی کې زده کوی. میندې او پلرونه خپل ماشومان دې ته ښوونځیوته نه لیږي چې مورنی ژبې زده کړی بلکې د دې له پاره یې لیږي چې ترې ډاکټر، انجینر، حقوقپوه ، مولوی ، قاضي او یا بل څه جوړ شی. هغه وخت د زده کونکی استعداد ښه رشد مومی چې په مورنی ژبه زده کړه وکړي.
په اساسی قانون کې ویل شوي دي چې دولت مکلف دی چې د مورنیو ژبو د تدریس زمینه په هغه سیمو کې( سیمه مشخصه شوی نه ده، د ټول هیواد په ټولو سیمو باندې اطلاق کیږي) چې خبرې پرې کیږی برابره کړی د دې جملی د جوړښت څخه ښکاری چې د قانون جوړونکی موخه ترې په مورنې ژبه تدریس دی تدریس د جمع کلمه ده او په ټولګې کې د لوست ټول بهیر افاده کوي او د افغانستان زیاتره خلک د دې جملی څخه په مورنیو ژبو د زده کړو مفهوم اخلی . ( قانون پوهان باید دا مسله وڅيړي). که چیرې داسی نه وای بیا قانون جوړونکی مجبور و چې د تدریس ژبه مشخصه کړي.
اساسی قانون کومه ژبه د تعلیم له پاره مشخصه کړي نه ده.دا ځکه چې قانون جوړونکی پوهیده که د تعلیم ژبه ( نوم) مشخصه کړی په هغه صورت کې په اساسی قانون کې د افغانستان د اتباعو د برابرو حقوقو او مکلفیتونو اصل خپل مفهوم د لاسه ورکوي . که د وزیر صاحب موخه د تعلیمی ژبو څخه د رسمي ژبو وي د رسمي ژبو څخه وي نو پشه يي ، ازبکی ، ترکمنی ، بلوڅی ، نورستانی ، شغنی او نورې په خپلو سیمو ( سیمه د کلی په مانا هم راتللی شي) کې رسمی ژبې دي او په اړونده ژبو باید بشپړ لوست ورکړل شي.
په اساسی قانون کې یوه ژبه هم د تعلیمی ژبې په توګه نه ده په ګوته شوي نو له دې امله هیڅ چارواکی حق نلری چې د هغوی له خوا په کومه بله ژبه لوست په زده کونکي باندې وتپل شی.
همدارنګه په اساسی قانون کې د زده کړو له پاره د اغیزمن پروګرام د تطبیق غوښتنه شوي ده . په دې د پوهنې وزیر صاحب ښه پوهیږی چې په ښوونځي کې د تدریس په بهیر کې تر ټولو اغیزمنه مورنی ژبه ده. کله چې یو ماشوم په بله ژبه لوست کوي هغه څه نه شی زده کولی. په همدې منظور چې د زده کړو بهیر ډیر اغیزمن شی د پوهنې چارواکو په دې هکله کوم اقدام کړی دي.
بل دلیل چې د پوهنې محترم وزیر زیاته کړه هغه دا چې که یو ماشوم په ازبکی ژبه لوست ووايی کله چې د ښوونځي څخه فارغ شي نو په لوړو زده کړو موسسو کې بیا مورنی ژبه نه شته. نو ښه به دا وي چې لوست په مورنی ژبه نه شی.
لومړی باید وویل شی چې په لوړو موسسو کې د زده کړو مسوولیت د لوړو زده کړو د چارواکو په اوږه دی. هغوی اړ دی لکه څنګه چې د هیواد نافذه قوانین وايی په همغه ډول کړنه وکړي. د پوهنې د وزیر مسوولیت یوازې په خپله ساحه کې دي.
پوښتنه دا ده چې یو ماشوم چې نوی د مور د غیږې څخه بیل شوی او ښوونځي ته لیږل شوی وي، د هغه له پاره دوهمه ژبه باندې زده کړه ستونزمنه ده ؟ او که هغه د دولسم ټولګي څخه فارغ شوی او په ټولنه کې د ډیرو سیمه ایزو او نړیوالو ژبو سره اشنا وي بله ژبه ستونزمنه وي؟ ځواب ښکاره دی. د ماشوم د پاره په بله ژبه زده کړه ډیره ستونزمنه ده نسبت هغه ته چې د دولسم ټولګې څخه فارغ او د ښوونځي د لوست په بهیر کې یې ملی او نړیوالی ژبی هم زده کړي وي.
د لوړو زده کړو په موسسو کې کیدای شی د اړتیا له مخې ټول لوست په انګلیسی او یا بله بله نړیواله ژبه باندې تر سره شی. دا ځکه چې اوس علوم په نړیوالو ژبو کې شته دي په پښتو او پارسی کې هیڅ هم نه شته . او یا کیدای شی د لوړو زده کړو چارواکی د اغیزمنو زده کړو له پاره یو بل ژبنې میکانیزم د اساسی قانون سره سم رامنځته کړي.
د ( سپړنه ) پروګرام د هیواد زیات شمیر زده کونکو او د دوی میندو او پلرونو چې په مورنیو ژبو یې د زده کړو خوبونه لیدل د پوهنې د اوسنیو چارواکو څخه ناهیلی کړل. دا ناهیلیتوب کیدای شی اوسنی نظام ته ډیر په زیان تمام شي.
د هیواد په میلیونو زده کونکی او د دوی میندې او پلرونه په دې باور دی چې د پوهنې اوسنی وزیر او د هیواد نامتو او زړه سوانده شخصیت غواړی د هیواد تنکی نسل ته په مورنیو ژبو د زده کړو د اسانتیاو په برابرولو کې تر پخوا مهم ګامونه پورته کړي.