د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مورنیو ژبو د زدکړو بهیر

احمدجان تڼی 17.01.2013 18:34

اوس مهال په افغانستان کې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو موضوع ، یوه ډیره حساسه موضوع ګرځيدلی ده . د یوې خوا زیاتره روڼ اندې ، زده کونکی او میندې پلرونه ددې حق د تامین غوښتنه کوي، په مقابل کې چارواکی زیار باسی غواړی دا موضوع بې اهمیته وښيي په هر ډول چې کیږي ددې موضوع څخه د خلکو پام بلې خوا ته وګرځوی او په دې ډول د زده کونکو په دې حق باندې خاورې واړوی.
د هیواد زیات شمیر میندې پلرونه ،روڼ اندې او په میلیونو زده کونکی د کابل اوسنی ادارې چارواکي په دې ګرموي چې دوی زده کونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړو اسانتیاوې نه برابروي . په مورنیو ژبو باندې د زده کړو غوښتنه، کوم خیرات نه دی ،بلکی په مورنیو ژبو زده کړه د ټولو زده کونکو طبعی، قانونی او تعلیمی حق دی.
د سیاسی کتونکو په باور ، د په مورنیو ژبو د زده کړو د حق د تامین په لاره کې نه یوازې د کابل واکمنی کړۍ ، بلکی ګاونډی هیوادونه لکه ایران او پنجاپ هم ستونزې رامنځته کوي.
خلک وایی د هغې نیټې څخه چې په افغانستان او د هغې له جملې څخه په کابل کې عصري زده کړې پیل شوې دي د کابل دربار په مورنیو ژبو د زده کړو مسلې ته کوم اهمیت ورنکړ. بلکی په قصدي توګه هغه ژبه چې په دربار کې واکمنه وه ، رسمی او تعلیمی ژبه وګرځوله.
یوازې په غیر د څو ولایتونو لکه پکتیا، ننګرهار، کندهار، وردګ، ارزګان ، او یو شمیر نورې سیمو څخه نورو ټولو هغه ولایتونو ته چې مختلف قومونه پکی ګډ اوسیږی په پارسی ژبه کتابونه ولیږل شول...
دا د کابل په دربار کې د واکمنو متعصبو کړیو ډیر ژور سنجول شوی پروګرام و ، چې د امیر حبیب الله خان څخه نیولی تر ننه پورې تر کار لاندې نیول شوی دی . ددې پروګرام له مخې زیاتره زده کونکی ( پښتانه، بلوڅ ، نورستانی، پشه يي، شغني، ازبک ، ترکمن، او نور) په هیواد کې په مورنیو ژبو د زده کړو څخه بې برخې شول.
د کابل په ښار او ولایت کې چارواکی د پښتنو او نورو قومونو د شته والی څخه انکار کیده . او که چا به په مورنی ژبه ( پښتو ) د زده کړو غوښتنه وکړه د کابل په تعصب ولاړ دربار به ورته ویل ورشه د رحمن بابا په لیسه کې درس ووایه.
نه یوازې په کابل کې د دربار له خوا په پښتو ژبه د لوست مخنیوی وشو ، بلکې په ډيره ماهرانه توګه پښتو ژبی اړ کیدل چې په خپله ژبه خبرې ونکړی او دا بهیر تر ننه روان دی.
که هر څومره انقلابونه راغلل، رژیمونه بدل شول، نوي څيرې واک ته ورسیدی خو بیا هم تر ننه پورې د کابل په دربار کې د واک اساسی واګې د همدغو قومی او ژبنی متعصبو کړیو په لاس کې پاتې شوې.
همدا سبب دی چې د پوهنې چارواکی هم په دربار باندې د واکمنی فضا په لیدو سره په اتومات ډول په مورنیو ژبو د زده کړو په هکله ناغیړی کوی ،چې ډیر اړ نه شی په دې هکله یو ویښته هم ګام نه اخلی.
سل ګونو کلونو کیږی چې په هیواد کې په مورنیو ژبو د زده کړو غورځنګ روان دې . دا غورځنګ د کابل دربار او افغان دښمنه ګاونډیانو په ډیره ماهرانه توګه د راز راز وسایلو له لارې د ستونزو سره مخامخ کړی دی .
زیاتره زده کونکی او د هغوی میندې پلرونه په دې هڅه کې دی چې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو زمینه په ټول هیواد کې برابره شي. د خلکو د فشار له امله د پوهنی پخوانی وزیر ښاغلی محمدحنیف اتمر دې ته اړ شو چې عملا یو څو تیر ایستونکی ګامونه پورته کړي.
که څه هم په مورنیو ژبو د لوست پروګرام پلی کول ، امکاناتو او وخت ته اړتیا لری. خو تیر لس کاله هم لږه موده نه وه په دی لسو کلونو کې دا شوونی وه چې لږ تر لږه پنځه نوی سلنه زده کونکی په دې بریالی شی چې په مورنیو ژبو زده کړه وکړی. خو د خلکو په باور په تیرو لسو کلونو کې په دې هکله د چارواکو کړنې په نشت شمیرل کیږي.
اوس مهال د زده کړو په ډګر کې درې بنسټیزه ستونزې شته دي :
• د هیواد د بشپړ اکثریت زده کونکو په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه بې برخې والی
• د دینې لوستونو څخه په غیر ، نور ټول د زده کړو نصاب بې ګټې ،بې کیفیته ، د سر خوږونکی او د زده کونکو هسې د وخت نیونکی نصاب دی. ( په دې هکله به بله لیکنه وکړم)
• د چارواکو د کمزوری له امله په میلیونو ماشومانو د زده کړو څخه بې برخې والی. د پوهنې د وزیر د وینا سره سم د څلور سوه نوی ښوونځیو په شاوخوا کې تړلی پاتی دي. اوسمهال طالبان وایی چې دوی ښوونځی نه تړی.
د پوهنې اوسنی چارواکی خپلې بریاوې د طالبانو د واکمنی د دورې سره پرتله کوي او څرګندوی چې د طالبانو په دوره کې یوازې د یوه میلیون زده کونکو په شاوخو کې ماشومان ښوونځيو ته تلل. او دا د اوسنیو چارواکو د کار او فعالیت له امله ده چې په ښوونځيو کې د اته میلیونو څخه زیات زده کونکي په لوست لګیا دي .
خو دا ټکی نه وايی چې طالبانو د ښوونې او روزنی بهیر د صفر څخه پیل کړ. ددوی څخه پخوا په ټول افغانستان کې یوه ښوونځي هم فعاله نه وه د لوړو زده کړو موسسو خو درک نه درلود. ښوونځی د بېځایه شوو خلکو او د وسله والو کسانو مرکزونه و. طالبانو بې د کومې بهرنی مرستی څخه دومره ښوونځي او د لوړو زده کړو موسسی فعاله کړې .
موږ دلته د زده کړو په ډګر کې د نورو ستونزو په هکله خبرې نه کوو ، خو دا پوښتنه کوو چې په دې اته میلیونه ماشومانو کې چې ښوونځیو ته ځي په هغوی کې څومره په مورنیو ژبو د زده کړو د نعمت څخه برخمن دي او تر اوسه څومره دا اسانتیا نه لری.
تجربو ښودلی ده کوم زده کونکی چې په مورنی ژبه زده کړه نه کوي دوی نه شی کولای په اسانې سره په لوست پوه شي او هم ښوونکي نه شي کولاې دوی ته لوست ور زده کړي.
زده کونکی ددې له پاره چې خپله نیمګړتیا پټه کړي نو زیار باسی چې ددې په ځای چې ځان د لوست په مانا باندې ځان پوه کړی په کتاب کې چې څه لیکلی وي هغه د خلکو په اصطلاح سره میخانیک کوي. د یوه مخ د میخانیک په یاد کولو د پاره د زده کونکی ډير وخت او انرژي لګیږي. په دې خو هر څوک پوهیږي چې میخانیک شوی لوست د زده کونکي له پاره هیڅ ګټه نه لری. او کله چې ترې پوښتنه وشي بیا زده کونکی وايی : ته یې د سر ټکی را ته واخله زه به یې تر بیخه درته ووایم.
کله چې ښوونکی پوه شي چې زده کونکی نه شی کولی لوست زده کړی.ددې له پاره چې خپل مسوولیت یې ادا کړې وي دا ځکه چې هیڅ ښوونکی دا نه غواړی چې زده کونکو یې لوست نه وی زده . نو بیا د زور ( لښتې) او ښکنلو څخه کار اخلی . چې دا د زده کونکی او د ښوونکی تر منځ اړیکی خرابوي او د زده کړې څخه د زده کونکی زړه توروي او هم کله چې ښوونکی ګوری چې زده کونکی لوست نه شی زده کولی نو دی هم د دندې څخه زړه توری کیږي.
له دې امله په غیر مورنی ژبه تدریس د ښوونکی او زده کونکی له پاره په یوه لویه ستونزه باندې اوړي. داسی ستونزه چې د زده کړو بهیر پڅ او د هیواد راتلونکی ته زیان رسوي.
د اساسی قانون له مخې د هیواد ټول اتباع د برابرو حقوقو لرونکې دي. د هیواد هیڅ یو وګړی په بل باندې امتیاز نه لری. دا برابر حقوق که د تعلیم په ساحه کې دي او که په سیاست ، اقتصاد او خدمتونو کې دي.
دا ټول هغه څه دی چې یوازی په اساسی قانون کې راغلی دي.اوس بې پرې قانون پوهان متوجه شوی دی چې اوسنی نظام واکمنان نږدې نوي مادې د اساسی قانون نقض کړی او یا یې نه پلي کوي چې په دې مادو کې یوه هم مورنیو ژبو باندې د زده کړو د تامین څخه د سترګو پټول دي.
په دې تیرو یوولسو کلونو کې د هیواد په رسنیو کې داسی راپور چا نه دی لیدلی چې د کابل د ادارې مشر ښاغلی حامد کرزی د پوهنی او د لوړو زده کړو چارواکی احضار کړی وی او د دوی څخه یې په مورنیو ژبو د زده کړو په هکله د اجراتو پوښتنه کړي وی.
دا چې د کابل د ادارې مشر دی لویې ملی ستونزې ته چې وړوکی او تنکی ماشوم ورسره مخامخ او د میلیونو زده کونکو استعدادونو او راتلونکی ته لوی ګواښ دی چوپ پاتی کیږي. دا په خپله د پوښتنی وړ ټکی دی. په داسی حال کې چې ددې ستونزې حل ډیر ساده او لږه موده کې ممکن دی .
که یو دري ژبی زده کونکی ته په ټول هیواد کې په مورنی ژبه د زده کړو حق ورکول کیږي نو لازمه ده چې پښتو ژبی، بلوڅ ، پشه يي، نورستانی، ازبک او نورو ته هم په مورنیو ژبو د زده کړو حق ورکړل شي. که چیرې د یوه زده کونکی حقوقو ته پاملرنه کیږي او د بل زده کونکی د حقوقو څخه په قصدي توګه سترګې پټې کیږی دې ته تعصب ویل کیږي.
په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه د ماشومانو بې برخې ساتل د ماشومانو سره د تعصب ډک عمل دی دا ځکه : چې د قانون له مخې د هیواد ټول اتباع برابر حقوق لری . او د بلی خوا د اساسی قانون له مخې په مورنیو ژبو د لوست د زمینې برابرول د دولت مسوولیت دي .
د بلی خوا کله چې یو زده کونکی د استاد د لوست او په کتاب باندې پوه نه شی ، نو هغه د استاد له خوا ترټل کیږي. د ترټلو په صورت کې د زده کونکی د زده کړې څخه زړه توریږي او ښوونځي پریږدي. په دې ډول د یوه ماشوم راتلونکي تباه کیږي. د یوه ماشوم راتلونکی تباه کول ډیر لوی جنایت دي.
همدارنګه کله چې یو ماشوم په مورنی ژبه زده کړه کوي هغه په لوست ښه پوهیږی او دده استعداد وده او انکشاف مومی خو که د یوه ماشوم لوست په مورنې ژبه نه وی نو هغه د لوست په مانا نه پوهیږي د نورو زده کونکو په وړاندې د کمې احساس کوي او دده استعداد وژل کیږي. د یوه وګړی د استعداد وژل دده تر جسمي وژلو خورا لویه جفا ده.
په مورنیو ژبو د زده کړو زمینې برابرول د پوهنې او د لوړو زده کړو د چارواکو( هغه که وزیر وی او یا رییس او یا د ښوونځی مدیر او سرښوونکي) مسوولیت دی په دې مسوولیت د سترګو پټول غیر قانونی کار ګڼل کیږي چې باید د هیواد عدلی ارګانونه د اړوند چارواکو څخه د هغه په هکله پوښتنه وکړی او د چارواکو د ګرمیدو په صورت کې ورته لازمه جزا ورکړل شي.

د افغانستان د پوهنې چارواکي تل په سیمینارونو کې په دې ویاړي چې څومره ښوونځی یې جوړې کړي د څو د ودانیو کارونه بشپړ شوي او څومره ته اړتیا ده . خو دا واقعیت دی چې نړیوال بانک او یا نور مرستندویه سرچینې نه وي د کابل اداره به یوې ښوونځي ته ودانی جوړه نکړي.
دوی غواړی چې دا حقیقت د خلکوڅخه پټ کړی چې د ښوونځيو د جوړول او پراختیا په خپله د نړیوالې ټولنې د فشار له امله دي، نه د کابل د ادارې د زړه سوی له امله.
نړیواله ټولنه د پوهنې په ډګر کې بې شمیره روپی ورکوی او هم په ورځنی توګه د پوهنې په چارواکو فشار راوړی چې په دې لاره کې عملی ګامونه پورته کړي . همدارنګه دا د هیواد د خلکو غوښتنه اوفشار دی چې د کابل واکمنان یې اړ کړی چې په دې لاره کې وړاندې ولاړ شي.
د کابل د ادارې د پوهنې چارواکی دا ارقام ورکوي چې څومره زده کونکی ښوونځيو ته ځي او څومره لا پاتې دي . څومره د ښوونځيو له پاره ودانی جوړې شوي دی او څومره ته اړتیا ده. خو هیڅکله دا رقم نه ورکوي چې په افغانستان کې څومره زده کونکي په مورنیو ژبو د زده کړو څخه بې برخې دي.
تر اوسه د افغانستان د پوهنې وزیرانو او یا د هغوی مرستیالانو د افغانستان نکشه مخې ته غوړولي نه ده چې وګوري. چې د افغانستان په کومو سیمو کې خلک په کومو ژبو باندې خبرې کوي او چیرې ژوند کوي .
ایا د پوهنې چارواکی دا ویلی شی چې د هرات، بادغیس، فاریاب ، فراه او نیمروز ولایتونو چې بشپړ اکثریت اوسیدونکی یې پښتو ژبې دي هلته څومره په پښتو ژبه ښوونځي شته دي؟ ایا دا چارواکی د تخار، بلخ، بغلان، سرپل او کندز په ولایتونو کې د پښتو ژبو زده کونکو له پاره د ښوونځیو د خلکو د نفوس سره متناسب د ښوونځيو د شمیر په هکله ارقام ورکولی شی؟ په لوګر، کاپیسا، پروان کې د پښتو ژبو زده کونکو له پاره د ښوونځيو شمیر د خلکو په تناسب برابر دی؟
د پوهنې چارواکو ته اړینه وه چې لومړی په ټول افغانستان کې ( د ولایت ، ولسوالی او کلیو په سویه )د مختلفو ژبو ویونکو زده کونکو کره شمیر (.د دې شمیر جوتول په ټول افغانستان کې يه دوو ورځو کې ممکن دی ) ځانته جوت کړي او د هغې دقیقی احصایې له مخې کتابونه نوموړو ولایتونو ته ولیږل شي.
د پوهنې زیاتره چارواکی وایی چې دا مسله یې حل کړی ده. خو که ترې وپوښتې چې تا دامسله څرنګه حل کړی ده ؟ ایا اوس په افغانستان کې ټول زده کونکی په مورنیو ژبه زده کړه کوي ؟
یوو لس کاله تیر شول چې د پوهنې وزارت په دی ونه توانیده چې په ازبکی ، پشه يي، شغني او نورو ژبو باندې پوره تعلیمي نصاب جوړ کړی. دا په دې مانا چې نه غواړی په مورنیو ژبو زده کړه سراسری شي . دا ځکه که څوک رښتیا وغواړی په شپږو میاشتو کې نوموړو ژبو ته د تعلیمی نصاب اړول او په نورو شپږو میاشتو کې ژباړل شوی کتابونه چاپ کیدای شي.
یو شمیر په متعصب کړیو پورې تړلی کسان په دې لټه کې دی چې( په مورنیو ژبو د زده کړو ) په( د مورنیو ژبو زده کړو) باندې واړوي. یعنی دا چې په ټولګیو کې یو مضمون د مورنی ژبی شامل کړی او نور مضمونونه په بله ژبه وي .دوی هڅه کوی چې په دې ډول د زده کونکی حق تر پښو لاندې او په دې ډول په هیواد کې د زده کونکو د برابر حقونو د خوندیتوب مخه ونیسي . خو باید په زغرده وویل شی چې په اساسی قانون ، د ماشوم نړیوال کنوانسیون او بشری حقوق په مورنیو ژبو باندې په زده کړو باندې ټینګار کوی نه د یوه مضمون په توګه د مورنیو ژبو زده کړه.. دا عمل د قانون او اوصولو خلاف او د زده کونکی د حق ترپښو لاندې کولو په مانا سره دی.
ددې په اړخ کې ځینې ناپوهان چې یو شمیر یې د پوهنې په ډګر کې هم کار کوی وايی چې مضمونونه نیمايی کړی ، نیم په پارسی او نیم په پښتو. لومړی باید وویل شی چې په دې هیواد کې یوازې پښتو ژبی او دری ژبی نه اوسیږی بلکې دلته تر دیرشو زیات مختلف توکمونه (چې د څلویښتو زیاتو ژبو باندې ګړیږی) اوسیږی .
خو که دا ډول فکر وکړو چې دلته یوازې پښتو ژبی او پارسی ژبی دي اوس دا پوښتنه پیدا کیږی چې د پوهنی چارواکی دا امکان لری چې په ټول افغانستان کې مضمونونه نیمايی او په دوو ژبو کړي؟ ایا په لومړی ګام کې دوی دا کولی شی چې په پارسی ژبو باندې نیمایي مضمونونه په پښتو ومنی او یا برعکس . یو عام وګړی هم پوهیږی چې دا هسی اوتې بوتی دي. په دې اصل کې د مورنی ژبې موضوع نه مطرح کیږي.
د هیواد اساسی قانون زده کونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړو حکم کړی دې. ددې حکم په توپیر سره هر ډول ( مضمونو ویش په پښتو او پارسی ژبو او یا په مورنیو ژبو د زده کړو په ځای د مورنی ژبې زده کول )اجرات غیر قانونی او د هیواد خلکو په تیره بیا زده کونکو ته د نه منلو وړ دي .
یو شمیر کتونکی په مورنیو ژبو د زده کړو په لاره کې یو ستر خنډ د ښوونکو لږوالی په ګوته کوي . خو خبره دا ده چې په دې تیرو لسو کلونو کی باید تر اوسه دا ستونزه د چارواکو له خوا بشپړه اواره او یا تر زیاتی اندازې پورې اواره شوی وای.
همدارنګه دا کتونکی دوهمه ستونزه د میندو او پلرونو لږ پوهاوی د په مورنیو ژبو د زده کړو په هکله دی دوی وايي چې زیات شمیر میندې او پلرونه په دې هکله سرسري چلند کوی . دوی وایی چې یو شمیر میندې او پلرونه په مورنیو ژبو باندې د زده کړو په اهمیت نه پوهیږي. نو لدې امله دوی په مورنیو ژبو باندې په زده کړو باندې ټینګار نه کوي.
خو دلته دا پوښتنه پیدا کیږی زموږ ټولنه وروسته پاتې ده خو د کابل د ارګ مشره ، پوهنې وزیر صاحب ، معین صاحب، رییس صاحب، مدیر صاحب ، سرښوونکی صاحب او بلاخره نګران صاحب تاسو خو په مورنیو ژبو د زده کړو په اهمیت خو پوهیږی. تاسی ولی غلی یاستی او په دې هکله اجرات نه کوی؟
د په مورنیو ژبو د زده کړو د اهمیت په هکله د زده کونکو او د دوی د میندو پلرونو پوهول د رسنیو او د پوهنې د وزارت د چارواکو دنده ده. په دې هکله میندو او پلرونو د پوهاوي په لوړولو کې رسنی ډیر مهم رول لوبولی شي.
خو باید ووایو چې دې مهمی مسلی ته ټولو رسنیو او په ځانګړي توګه هغه رسنیو چې ځانو ته ملی وايي شا کړی ده دوی د سندرو او اوتو بوتو په لس ګونو پروګرامونه لری خو د پوهنې او د هغه له جملی څخه په مورنیو ژبو د زده کړو په هکله یو منظم پروګرام هم نه لری چې خلکو ته په مورنی ژبه د زده کړو د اهمیت په هکله خبرتیا ورکړي. د شمشاد او ژوندون تلویزیونونه کله وار هغه هم په کال کې یو او یا دوه واره دې موضوع ته اشاره کوی ، داسی اشاره چې نه غواړی متعصبی کړۍ د ځانه خفه کړی .
ملی رسنیو ته اړینه وه او ده چې د زده کړو له پاره په مورنیو ژبو د اسانتیا د برابرولو د اهمیت په هکله یې خلکو پراخ پروګرامونه برابر کړی وای او یایې برابر کړي.

د پوهنې وزارت د راز راز موضوعاتو په هکله مختلف سیمینارونه جوړوي خو تر اوسه یې د زده کونکي له پاره په مورنۍ ژبه باندې د زده کړې د اهمیت په هکله کوم سیمینار نه دی جوړ کړي .
دا د پوهنې وزارت دنده ده چې په مورنیو ژبو د زده کړو د اهمیت په هکله یو سراسري د پوهاوی غورځنګ رامنځته کړی. دوی خلک په دې پوه کړی چې په مورنیو ژبو زده کړه څومره اهمیت لری او ولی د ملګرو ملتونو سازمان د یونسکو برخه هرکال په ټوله نړی کې په مورنی ژبه د زده کړو ورځ نمانځي . د پوهنې چارواکو دا ټکی زده کونکو او یا د هغوی میندو او پلرونو ته نه دی په ډاګه کړی چې په مورنیو ژبو زده کړه د زده کونکو له پاره څومره اهمیت لري.
د پوهنې چارواکو ته دا اړینه ده چې د ماشومانو میندې او پلرونه په دې وپوهوی چې خپل ماشومان په هغه ښوونځي کې شامل کړی چې زده کړې یې د دوی په ژبه وي. له بده مرغه په ټول افغانستان کې د پوهنې یوه چارواکی هم د میندو او پلرونو سره په دې باره کې خبرې نه دي کړي. اړینه خو دا ده چې کله چې یو ماشوم په ښوونځی کی شامل کیږی سرښوونکی د هغه مور او یا پلار ته ووایي چې په مورنی ژبه یې ټولګی تا شامل کړی ځکه چې په مورنی ژبه لوست ورته اسانه وي .
خو په مقابل کې ډیر لیدل شوی چې کله چې څوک غواړی خپل زوی او یا لور په ښوونځی کې شامل کړی بیا نو نا معلوم کسان ( ښايي د متعصبو کړیو له خوا ګومارل شوي ) ناڅاپا را پیدا کیږي داسی ښکاری چې دا ډول کسان په ټولو ښوونځیو کې ګومارل شوی وي . او د هغوی میندو او پلرونو ته وايی چې : بچه ات به صنف پارسی شامل کو که به درد میخورد.
تر اوسه د ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته په جدی توګه داسې لارښوونه نه ده شوي چې زده کونکو ته په مورنیو ژبو د زده کړو له پاره لازمې اسانتیا برابرې کړي.
په دې ډول په نوموړو ولایتونو او سیمو کې د پوهنې چارواکي دې ټکې ته پاملرنه نه کوي چې د دوی زده کونکي په مورنیو ژبو د زده کړو حق لري . دوی نه په مورنیو ژبو باندې د زده کړو له پاره زمینه برابروی او نه په دې هکله د پوهنې وزارت ته په دې هکله کوم وړاندیز کوي .
کله وار د پوهنې د وزارت ځینی چارواکی وایی چې په مورنی ژبه زده کړه په خپله خوښه ده که څوک غواړی چې په مورنیو ژبو زده کړې وکړی نو عریضی دې راوړی بیا به (دوی لطف او مرحمت وکړی او )په مورنی ژبه د زده کړې امر به اعطا کړي. دې ته وايي منطق ! او دې ته وايی د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندل!
که د پوهنې د چارواکو څخه وپوښتل شي چې پارسي ژبو ته په مورنی ژبه د لوست زمینه برابره شوی ده دوی کله عریضې دروړي دي او چې په مورنی ژبه د لوست زمینه برابره کړیده؟ او بیا دا چې تا دا پښتو ژبی، شغني ژبی، ازبک ژبی او نور په پارسي ژبه لوست ته کینولي دی دوی تا ته کله عریضې دروړی دی چې موږ په مورنی ژبو لوست نه وایو او د هغه عریضو شمیر څو دی؟
بله دا چې دا یو واقعیت دې هر څوک دا حق لری چې په هره ژبه چې زړه یې غواړې زده کړه وکړي. خو ددې په اړخ کې د پوهنې وزارت دا مکلفیت لری چې د خلکو ذهنیتونه روښان کړی او په دې یې وپوهوی چې په مورنیو ژبه زده کړه څومره ګټوره ده.
د بلې خوا د پوهنې چارواکو ( سرښوونکی ، مدیر )ته اړینه ده چې د زده کونکو څخه د دوی د مورنیو ژبو په هکله پوښتنه وشي ټولګي ورته جوړ او په خپله ژبه د زده کړو زمینه برابره کړي.
دلته د عریضو مسله هیڅ مطرح نه ده، په مورنی ژبه زده کړه د هر زده کونکی قانونی حق دی. او د چارواکو دا دنده ده چې دا حق ورکړي . د چارواکو په نظر دوی ته باید خلک ورشی او عریضه ورته ولیکی ، په میاشتو او کلونو سرګردانه وګرځي او وروسته که امکان یې پیدا کړ، چې د پوهنې د لوړ پوړو چارواکو په لیدلو بریالی شي او عرض یې واوریدل شی .

په مورنیو ژبو زده کړې یوه تعلیمی ، بشری او قانونی مسله ده چې د ماشوم او هیواد د ښې راتلونکی سره اړیکه لری.
په مورنیو ژبو د زده کړو په لاره کې د خنډونو ایجاد او مخنیوی کول د ناوړو او کرغیړنو سیاسی موخو د پاره کیږی چې هغه په لاندې توګه یادولی شو:
لومړی : یو شمیر متعصبی کړی نه غواړي چې د هیواد د زیاترو خلکو د ماشومانو استعدادونه وده ومومی .همدا خبره ده هغه پښتو ژبی زده کونکی چې په کابل کې ټول هغه زده کونکی چې مورنی ژبه یې پارسی نه وي او په پارسی ژبه لوست کړی وي لومړی درجه پوهنځيو ته نه بریالی کیږي.
دویم :په مورنیو ژبو د زده کړو مخنیوی ددې سبب کیږی چې نورې ژبې ( او د هغو له جملی پښتو) ورو د وخت په تیریدو سره د ډګړ څخه ووزی او افغانستان به خپل اصلی هویت د لاسه ورکړی. دا هغه څه دي چې پنجاب او ایران یې غواړي.
يو شمير كسان په ښوونځیو کې په مورنیو ژبو د زده کړو د بهیر په هکله د احتیاط وړاندیز کوي. دوی وایی که په دې هکله خپلو غوښتنو ته دوام ورکړو بیا واکمنې کړۍ خفه شی او غبرګون به وښيي.
په دې کی هیڅ شک نه شته چې واکمنی متعصبی کړۍ په ښکاره په مورنیو ژبو د زده کړو مخالفت نه کوی خوپه عمل کې ستونزې راپیدا کوي. خو ددې مضر احتیاط لرونکو کسانو ته باید وویل شی چې ایا تاسو دا فکر کړی دی چې هره د زده کړو ورځ په یوه ماشوم باندې په هغه ژبه زده کړه چې نه پرې پوهیږی څنګه تیريږی . هغه څومره وهل ډبول خوري هغه څومره ځوریږي او څومره د ښوونکي له خوا ترفشار لاندې نیول کیږی . دا یوازې د یو ماشوم حال نه دی بلکې په میلیونو ماشومانو دا حال دي.

د اوسنی متعصب نظام ځينې ډنډورچیان وايي که چیرې په مورنیو ژبو باندې زده کونکی زده کړې وکړی په هغه صورت کې به ملی یووالی ته زیان ورسیږي. نو ځکه دا ډنډورچیان پارسی ژبه د لوست د ژبې په توګه وړاندیز کوي.
باید دې ډنډورچیانو ته وویل شی چې په یوه هیواد کې هغه مهال ملی یووالی ټینګيږی چې ټول خلک دا باور تر لاسه کړی چې دوی ته ټول بشری او قانونی حقوق ورکړل شوی او د ټولنې د نورو وګړو سره برابر حقوق لری. که چیرې د ټولنې یوه برخه او یا اکثریت دخپلو حقوقو څخه بې برخې کړل شی، دوی د مایوسی احساس کوی او په ټولنه کې ځانونه ورته پردې ښکاری . همدا سبب دی چې په ټولنه کې درز رامنځته کیږي او ملی یووالی ته زیان رسیږی.
اوس مهال په هیواد کې عملا ملی یووالی نه شته او نه د کابل اداره یوه ملی اداره ده . دا ځکه چې دلته داسی ټولی حاکم دی چې ژبنی او قومي اجندا لری . دلته په شعوری او قصدی توګه هڅه کیږی په دولتی مقرریو کې په حاکمو کړیو پورې د تړلو هزاره ګانو او دیګانو وګړو ته لومړیتوب ورکول کیږي. په انکشافي پروګرامونو کی هم همدا حال دی.
ددې له پاره چې په رښتنی توګه سره ملی یووالی تامین شی باید هر ډول قومی ، ژبنی او مذهبی امتیازونو ته د پای ټکی کیښودل شی او په واقعی مانا سره ملی اداره چې په هغه کی قومی تعصب وجود ونلري رامنځته شی.
یوه ملی اداره کولی شی د هیواد ټولو زده کونکو ته په مورنیو ژبو باندې اسانتیا برابره کړی او د هیواد په تعلیمی سیستم کې ژور او کیفی بدلون رامنځته کړی. په مورنیو ژبو زده کړه د هیواد د ټولو زده کونکو یو قانونی او روا حق او د ټولنې اړتیا ده او دا به عملی کیږي . د کابل د ارګ واکمنان ، د پوهنې او لوړو زده کړو چارواکی، والیان او ولسوالان ، باید په دې خپل سرونه ښه خلاص کړی چې اولس نه دوکه کیږي.لکه چې:
متل دی :
ژمی تیریږی او تور مخ سکرو ته پاتی کیږی.