د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هر چیرې اداری فساد

احمدجان تڼی 02.01.2013 15:39

یوه ورځ د کابل په ښار کې روان وم د ځانه سره مې سوچ کاوه چې افغاني ټولنه کومې خواته روانه ده ، لوږه او وزګارتیا په هیواد کې لوړې کچې ته رسیدلی ده. هرکال په زرګونو میلیونو ډالر دهیواده ایستل کیږی. په هیواد کې عادی او خوار کسان خو یو هم د اوسنیو شرایطو څخه راضي نه دی . بیا د ځانه وپوښتل چې په تیرو یوولسو کلونو کې کوم یو کار دی چې د کابل مشران به یې د خپل ویاړ په توګه د خلکو په وړاندی یاد کړی او یا کوم څه دي چې راتلونکی نسلونه به یې ددې ا دارې لاسته راوړنی په توګه په کتابونو کې ولولي؟
ما زیار ایسته چې دې پوښتنی ته ځواب ومومم. په دې مهال کې مې د پوهنې د وزارت په ودانی سترګې ولګیدی او د خولې مې راووتل:
• معارف. هو د طالبانو په مهال خو د یو میلیون څخه زیات زده کونکي ښوونځیو ته تلل . اوس دا شمیره ښايي د اتو میلیونو څخه زیاته وي. د طالبانو د واکمنی په وخت دری څلور پوهنتونو کار کاوه چې دا ښوونځي او د لوړو زده کړو موسسو هم د طالبانو په واکمنی کې د سره فعال شول.
د دوی څخه مخکې په ټول افغانستان کې یوه ښوونځی هم نه وه. په ټولو ښوونځيو کې ددوی تر منځ د جګړو له امله بې ځایه شوی خلک پراته و. او یا د وسله والو ډلو مرکزونه و. د کابل پوهنتون ټول علمی اسناد او کتابتون له منځه یووړل شوی او د کابل پوهنتون خو په وژنځای اوښتی و.
اوس شمیر ځکه زیات دی د کابل ادارې ته خو په میلیاردونو ډالر او د هغه له جملی څخه د پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شو که نړیوالی روپی او دخلکو غوښتنه نه وای ، بیا به د افغانستان د پوهنې وضعیت د طالبانو څخه مخکې دورې ته ورته وي. بیا مې د ځانه سره وویل:
• سړکونه او کلینیکونه. خو چې چورت مې وواهه دا هم د نړیوالی ټولنی کار و. ټولې روپۍ نړیواله ټولنه ورکوی خلک وايی چې سړکونه په هغه سیمو کې جوړیږی چې واکمن لوړ پوړی چارواکی ور پورې اړه لري. د سړکونو په جوړولو کې خو جنوب ، ختیز او لویدیز په بشپړه توګه د سترګو قصدا غورځول شوی دي. د خوست خلک خو تل د کابل –خوست عمومی سړک ته راووځي او مظاهرې راوباسی یوازې څو محدود کیلومتره سړک ورته څوک نه جوړوی. بیا مې د ځانه سره وویل:
• رسنی، بیا را یاده شوه چې خلک وايي که د ایران او د لویدیز روپی نه وي اوس به نوی سلنه رسنیو وجود ونلری. زه روان وم چې مخې ته مې یوه ښځه ،چې کاوبای پتلون یې په ځان کې او د خلکو په اصطلاح ډیر غلیظ سینګار یې کړی و، راغله د ځانه سره مې وویل چې:
• بشری او د ښځو حقوق، که څه هم اوسنی چارواکی دا ښکاره کوي چې د ښځو او بشری حقوقو ته ژمن دی خو د هیواد خلک د اوسنیو چارواکو څخه د بشری او ښځو حقوقو د تامین کومه هیله نه کوی. په دې مهال کې په زړه کی مې راوګرځیدل چې ښايي یوه لاسته راوړنه یې دموکراسی واوسي.
• دموکراسی وي، مګر اوس زیاتره سیاسی کتونکی وايي دا د دموکراسی تر پردې لاندې د زور واکی نظام رامنځته شوی دی د افغانستان ټولټاکنې په ټوله نړی کې د خلکو د خندا شوې. او راتلونکی ټولټاکنې به څومره د ... ډکې وي. د ډیرو خلکو په ګومان راتلونکی ټولټاکنې به تر پخوا زیاتی جعلی واوسی چې هیواد به د ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي .په دی چورتونو کې روان وم چې:
په دې شیبه کې د یوه وګړي سره په لاره ملګری شوم . موږ دواړه د موټرونو د اډې خواته تللو. . د ساړو له امله یې دومره مخ او سر پیچلی و ، چې سترګې یې په خواری سره لیدل کیدې د غږ څخه ښکاریده چې خورا په قهر دی. داسی ښکاریده چې د اوسنیو شرایطو څخه یې د خلکو په اصطلاح زړه د تورو وینو ډک دی. نه ما خپل نوم ورته وښوده او نه ده ځان راوپیژنده نه پوهیدم چې څه پرې شوی دی. په مازدیګر ماښام کې خو د کابل په ښار کې د موټرونو پیدا کول یوه ستره ستونزه وي . ما فکر وکړ چې ښايی د ښاري ترانسپورت د ستونزو له امله په قهر وی نو ما ورته وویل ، خیر دی موټر به پیدا شی ، خو ده وویل زه په دې نه یم په قهر ، دا خو یولس کلنه ستونزه ده د ترانسپورت وزارت خو کومې ډلې ته په غنیمت رسیدلی دی او هغه د ښاریانو په فکر کې نه ده . بیا نو ما ترې پوښتنه وکړه وروره چې دا هم نه ده نو څه خبره ده ولی په قهر یې؟
هغه په تریو تندی راته وکتل غوښتل یې څه ووایي څو ځان یې کنترول کړ، زه هم وډار شوم چې کوم ښکنځل یې د خولی را و نه وځي ، خو ښکاره شوه چې دی غواړی مخکې له مخکې خپلی خبرې سانسور کړي. خو ایله یې دومره وویل :
پریږده ، وروره که د اولس مشر کرزی دا اداره وی او واک د څو تنو مادام العمر واکمنانو په لاس کې وي په خدای که په عمر دا وطن جوړ شی.
ما ورته وویل :دا اولسمشر خوارکی څه وکړی قره قلی خولی په سر چپنه په اوږه ، شپه او ورځ منډی وهی کار کوی . یوه پښه یې په اسلام اباد ، بله یې په تهران کې وي او بیا که نه ګوری په تاجکستان کې ناست وي. امریکې ته هم ځی اروپا کې د هیواد د خلکو له پاره مرستې راغونډوی. ښايی یوه ورځ یې هم رخصتی نه وی کړي او خوارکی د شپې خوب به هم ونلری. ته یې نه وينې چې په دې لږ عمر کې څومره ژر زوړ شو. ده راته وویل:
په موږ یې څه ؟ دده د منډو تړو ټوله ګټه د ګوتو په شمار وګړو او محدودو سیمو ته رسیږي.
ما ورته وویل : وروره اخیر څه خبره ده؟
ده وویل : « ددې دولت خو یوه لاسته راوړنه وزګارتیا ده، څوک په کار پسې اروپا ته په سمندرونوکې لامبو وهي او څوک په ایران او پاکستان کې په کار پسې سرګردانه ګرځي . زه هم وزګار وم.
لوست مې هم د پوهنتون په سویه کړی دی د اوسنی ادارې د زیاترو وزیرانو ، رییسانو سره چې ځانو ته پروفیسران او ډاکټران وايي ازموینه هم ورکوم ، د کار تجربه او د دوی څخه مې د وطن سره مینه هم زیاته ده. فکر کوم زما په شان رښتینوالي په دوی په یوه کې هم نه شته . دا ځکه چې لوی څښتن شاهد دی چې یوه روپۍ مې هم د غیر قانونی لارې نه ده ګټلي .
ما هم په یوه اداره کې د کار شوق وکړ او ددې موخې له پاره مې هغه انترنیتي سایټونه چې دندې په کې اعلانیږي کتل تر څو په یوه پوست مې سترګې خښې شوی او زما د زده کړو او تجربو سره هم برابر و دا په یوه اداره کې د ریاست پوست و. ما هم فکر وکړ، چې خدای خبر چې دا پوست ما ته څوک راکړی خو بیا هم مې د ځانه سره وویل چې راځه یوه پاڼه ورولیږه دا کار خو زما دلاسه هم پوره دی. زه هم ددی وطن یم او حق لرم چې د خپل استعداد سره سم دنده تر سره کړم. ما دا خبره د یوه پخوانی ټولګی وال سره شریکه کړه هغه سلا راکړه چې پاڼه مه ورلیږه دا ځکه چې ته د کومی کړۍ او یا بل چا سره اړیکی نه لری.
مګر ما دده خبره ونه منله . ما ورته د اوسنیو ځوانانو په اصطلاح ورته اپلای وکړ.
ډیره موده تیره شوه ما هم هیره کړه چې چیری ما هم د دندې د غوښتنی پاڼه لیږلی ده . خوکله چې زما د موبایل په تلیفون کې زنګ راغی پوه شوم چې خبره مهمه ده د موبایل له لاری راته وویل شول چې چې تاسو د مرکې د پاره پلانی ځای ته راشی. خو ددې له پاره چې ښه ډاډه شې ، تا ته به بریښنالیک هم درولیږل شی.
دوی ورځی وروسته بریښنا لیک راته راغی . په بریښنا لیک کې د مرکې ځای ته د تلونکو سرکونو نکشه رسمه شوی وه. په برښنا لیک کې دا یادونه شوی وه چې خپله تذکره او تحصیلی اصلی اسناد هم د ځانه سره راوړم.
ما هم چې څه پوهنتونونه او کورسونه مې چې لوستلی و د هغوی څخه د فارغ کیدو اصلی اسناد او تذکره او حتی یو شمیر ستاینلیکونه په یوه دوسیه کې واچول.
روان شوم د ځانه سره مې وویل : ته څوک نه پیژنی چې اړیکی ورسره ولری چې ستا د پاره تکیه واوسی . خو بیا هم ولاړم او په ټاکلی وخت مې ، راکړل شوی پتې ته می ځان ورسوه.
کله چې ټاکل شوی ځای ته ورسیدم کور نه و ، یوه ماڼې وه داسی ماڼی چې ښايی د جاپان د صدراعظم د دفتر څخه عصری واوسی. دا کور د ښار په ډیره مهمه سیمه کې جوړ او ښايی په زرګونو او یا په لس ګونو زرو ډالرو کرایه نیول شوی و.دا د بودجه د لګولو یوه لار ده . امنیتي ترتیبات خورا سخت او د خندا وړ .
په دې کور کې یوه ډیره وړوکی اداره چې په واقعیت کې موجودیت ته یې کومه اړتیا نه شته ځای په ځای شوی وه.ددې اداری نوم ما څو څو ځلی د ځانه سره تکرار کړ ، خو خدای شته په مانا یې تر اخیره پوه نه شوم .
د ودانی په دروازه کې ښه چلند راسره وشو او زه یې د هرکلی کوټې ته رهنمايي کړم.
هلته په دفتر کې د هرکلی په کوټه کې یوه ماموره د کمپیوټر شاته ناسته وه او په خپل کار لګیا وه. ما سلام ورواچوه او د خپل راتګ د سبب په هکله مې ورته ووایه او ددې د سر په اشارې سره کیناستم زما مخې ته یو میز ایښودل شوی و. د میز په لاندې خونه کې څو مجلې او کتابونه د مراجعینو د مصروف ساتلو د پاره پراته و.
په دی مهال کې یوه مجله مې راوخیسته د هغې ټولې پاڼې مې واړولی او رواړولی .په دې مجله کې یوازې یو څو کرښې راپور په پښتو ژبه لیکل شوی و او نوره نهه نوی سلنه په پارسی وه، دا مجله د نوموړی دفتر له خوا نشر کیده. د مجلی د عنوان لاندی یوه جمله په دري ژبه لیکل شوی وه، کټ مټ جمله مې هیره ده ، خو مطلب یې دا و ، دلته په مقرریو کې واسطه او اړیکی نه چلیږی هر څه شفاف دی.
ما دا جمله ماموری ته ورښکاره کړه او ورته ومی ویل چې دا جمله څه ډول ده ، هغې وویل : ډیره ښه جمله ده. بیا مې ورته ومی ویل : دلته عملی کیږي؟ هغه په یوه معنی لرونکی موسکا سره چوپ پاتی شوه.
په دې مهال کې دوه تنه نور هم کوټې ته راننوتل ، یو ددې اداری لوړ پوړی چارواکی ښکاریده او بل ورسره راغلی وګړی و. هغه ته وویل شول چې دلته زما سره په دې کوټه کې کینی او انتظار وباسی .
ده هم موبایل راوایست او نه پوهیږم چې د چا سره یې خبرې وکړی خو دومره ترې جوتیده چې مقابل لوری د ارګ شاوخوا ریاستونو کې کوم لوړ پوړی چارواکی دی.او ډاډ یې ورکړ چې د سیالی ډګر ته راغلی دی.
زما باور راغی چې هسی ورځ می ضایع شوه ،هسی راغلم هغه چارواکی کیدای شی دده څخه ملاتړ وکړی. خو کله چې می یاد ته راغلل چې د دندی د اعلان په پاڼه کې لیکل شوی و چې تاسو ملاتړ کونکی دې تاسو د سفارش څخه ډډه وکړی. او که د چا سفارش راغی نو هغه به وشړل شی.ما ته یو څه هیله مندی پیدا شوه چې په دې ازموینه کې په لیاقت سره سړی نوموړی پوست تر لاسه کوی.
د نږدی نیم ساعت موږ د انتظار په کوټه کې کیناستو، ځکه چې یو چا وویل چې دریم وګړی هم نوماند دی. خو هغه رانغی. ما د ځانه سره وویل چې ښايی د ترانسپورتی ستونزې له امله نه وي راغلی. خو وروسته راته ښکاره شوه چې سبب څه و.
ازموینه هم د لیکنې کې وه او هم په تقریری توګه. زما په فکر ما ټول ځوابونه سم ورکړل او د پوښتنه کونکو د قناعت سبب وګرځیدل.
ما تقریبا یوه اونی انتظار وایست چې ښايی د ادارې له خوا به کومه نتیجه اعلان شی. خو کوم احوال رانغی بلاخره مې یو چا ته وویل چې ته خو راته پوښتنه وکړه چې نتیجه څنګه شوه.
هغه ته چا ویلی و ، چې زما مقابل لوری په ارګ پوری د تړلی کومی ادارې مشر څخه سفارش لیک راوړی و. همدې لیک له امله هغه د یاد شوي پوست مستحق وګڼل شو.
اوس په بشپړه توګه په دې ډاډه شوم چې فساد هر چیرې دی دلته قومی ، تنظیمی او د خپلوی اړیکی تر هر څه مهمی دي.
ما ته دا ګیله ودریده چې، که داسی خبره وه ولی دا پوست اعلان شو، په زرګونو کسانو ددې پوست اعلان ولوست ، ښايی په لس ګونو کسانو ورته اپلای کړی وی . دا ټول خلک په بې ځایه توګه منتظر کینول.
ولی موږ د انترویو له پاره وروغوښتل شوو ، کرایه مو ولګوله ، ساړه مو په ځان تیر کړ ، په څه خواری مو د انترویو ځای پیدا کړ. څومره پوښتنو ته مو د زړه د اخلاصه ځوابونه ورکړل. او بیا ولی خلک په دې ستړی کړل شول چې مرکه وکړی او بیا انتظار وباسی. دومره دخلکو سرګردانول ولی وشول.
د ازموینې اخیستونکی ډلې د غړو څخه زما دا ګیله ده چې باید راته ویلی وای چې زه هم د کوم زورواکی اویا لوړ پوړی چارواکی څخه یو سفارش لیک ورته راوړم. ښايی ددې وګړی څخه ما به د ډیر لوړ وګړی سفارش لیک راوړی وای. اوس خو اوبه تر ورخ تیرې شوې.
ښايی د کابل د اداری له خوا په زرګونو دا ډول پیښې تر سره شوی وی. دلته د کمیسیون جوړول او ازاد رقابتونه ټول نمایشی او د خلکو د تیر ایستلو د پاره دی.اداری فساد هر چیرې دی ، ، د کابل اداره د اصلاح وړ نه ده . خلک اړ دی چې ددې جنجاله ځانونه وژغوري.»
په دې مهال کې د یوه موټر زموږ په اړخ کې په هارن کولو سره زما او زما د مل خبرې غوڅې شوې او ده د موټر په لیدو سره ده راته وویل :«دا موټر زموږ خواته ځی .»
زما د لارې انډیوال د ښې لاس ګوتو سرونه په لاس کې راکړل او موټر ته وخوت ما تقریبا څو منټه دده په موټر پسې د شا کتل او د ځانه سره مې وویل :
هو، د اوسنی ادارې یوه مهمه ستونزه ( د نورو ستونزو لکه د نشه یی توکو قاچاق، دځمکو غصب ، تیلو او ګازو مافیا ، قیمتی کاڼو د قاچاق مافیا، او نورو په اړخ کې ) یو هم اداری فساد دی. راتلونکی نسلونه به د تاریخ په کتاب کې دا یادوی چې په دوه زره دولسم کال کې افغانستان په نړی کې په اداری فساد کې لومړی مقام ګټلی و.