د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولو افغانانو او مسلمانانو لپاره لویه ننګونه

میرویس شینواری 30.11.2012 13:48

ټولو محترمو وروڼو او خویندو زما سلامونه او نیکی هیلی ومنی.

محترمو: نن مو یوی داسی ځانګړی لیکنی ته پاملرنه اړول غواړم چه هغه کومه سیاسي او ګوندي ستونزه نه ده بلکه د هر مسلمان او افغان پر وړاندی د لوي ننګونی حیثیت لري او هر څوک یی باید په هکله جدي او ګړندي ګامونه پورته کړي او هغه ستونره داده چه د فیسبوک په ټولنیز ویبپاڼه کښي یو ملعون او مرتد د Obaidullah Helmandi Sakzai په نوم چه اصلی نوم دی یا مستعار نوم دی خو دغه شخص په دی نوم پروفایل جوړ کړی دی او زمونږ د مقدس دین اسلام او زمونږ د ګران پیغمبر د بشریت د ستر لارښوود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله وسلم په سپیڅلي شان کښی یی داسی ګستاخانه الفاظ استعمال کړي دي چه هیڅ یو مسلمان او افغان یی د لیدلو توان او طاقت نه لري،د اسلام د مقدس دین او زمونږ د ګران پیغمبر (ص) ته داسی لعنتیان او منفوران څه زیان نشي رسولای او د تاریخ په اوږدو کښی داسی ډیر د کنډونو سپیان تیر شوي او الله ( ج ) تباه او برباد کړي دي او خپل ریښتینی دین یی په ماشو او مارغانو ساتلی دی او بیا یی هم ساتي خو زمونږ ټولو لپاره د
الله ( ج) لخوا یو امتحان دی او زمونږ لپاره یوه غټه ننګونه ده.
د ټولو خویندو او وروڼو څخه که لیکوالان، ویبپاڼو خاوندان، د ټولنیزو سایټونو ګډونکوونکي،د موسسو کارکوونکي،رادو تلویزیون او د حکومت کارکوونکي دي احترامانه او جدي غوښتنه کوو چه دی مسلی ته ځانګړی پاملرنه وکړي او د خلکو او حکومتي چارواکو توجه دی ته راواړوي تر څو ددغسي شیطانانو پروفایلونه فیسبوک ته راپور کړي،ویی غندي او بلاک یی کړي او هم دا خبره ددولت سره شریکه کړي چه دغه معلون ته داسی سزا ورکړي چه بیا بل څوک دداسی لعنتي کړونو جرات ونه کړي.دا زمونږ د ټولو ایمانی،اسلامي او وجداني وظیفه ده چه دداسی پلورل شو شیطانانو مخه ونیسو.
الله ( ج) دی ستاسو د ټولو وروڼو او خویندو کامیابي په برخه کړي او الله (ج) دی داسی بی دینه او بی ضمیره شیطانان تباه او برباد کړي. امین
ستاسی د کامیابی په هیله.
به درنښت