د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارګون د پیښی تر شا د چا لاس دی؟

میرویس شینواری 18.07.2014 12:08

د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالی ویرجنی پیښی د ډیرو با احساسه مسلمانانو او افغانانو زړونه وځورول مونږ ټول په دی غم کښی د ددی پیښی د قربانیانو سره ځانونه شریک بولو او د الله ج د پاک دربار څخه شهیدانو ته د جنت الفردوس غوښتنه کوو او ټبیانو ته د روغ صحت او کورنیو ته یی د جمیل صبر دعا کوو او همدارنګه هر چا چه دغه نه بخښوونکي جنایت تر سره کړی الله ج دی د خپل دی ناوړه عمل په سزا ورسوي. امین
سوال دادی چه ولی په داسی حساس وخت کښی پکتیکا په نښه شوه؟ د دولت مخالفینو هم په دی پیښه لاس لرل رد کړيدي او ویلی یی دي چه دا ددوي کار نه دی،ټول دوستان خبر دي چه ددوهم پړاو په ټاکنو کښي ډاکتر اشرف غني په ټول افغانستان او په تیره په پکتیکا ولایت کښی ډیره رایه اخیسته وه چه دی خبری عبدالله عبدالله او د نظار شوری ډلګی ته ډیر زور ورکړ او دا ټولی رایی یی جعلی او تقلبي وګڼلی او تر دی پوری چه د پکتیکا والي محب الله صمیم یی په جعل او تقلب کاری تورن کړ او هغه ته منسوب یو ټیلفوني ثبت شوی غږ یی هم د رسنیو په اختیار کښی ورکړ چه امنیتي ځواکونو ته ددوی په وینا د تقلب لارښوونه کوي څزنګه چه ټولو ته معلومه ده چه دا د عبدالله د ډلګی لخوا یو بی ځایه پروپاګند وو او هیڅ قانوني بنیاد نه لري خو اوس اصل خبره داده چه خدای ج مه کړه دا د پکتیکا پیښه د همدی ټاکنو په ټړاو کومه د غچ او انتقام اخیستلو پیښه نه وي چه د ځینو جنایتکارو او مردودو کړیو لخوا تر سره شوي وي او هدف یی د پکتیکا د ولسونو څخه د اشرف غني لپاره د رایی ورکولو غچ او انتقام وي او هم په ولسونو او قومونو کښی د ویری پیداکول وي او بی ثباتي منځ ته راوړل وي او همدی جنایتکارانو ته د انسان وژل د نسوارو اچولو په څیر اسان دي چه د کابل د عام وژنی او جنایتونو ترخی خاطری یی تر اوسه د هر افغان په مغز کښی ژوندی دي.
انشاالله دا هر څه به روښانه شي او د قدرت او ثروت وږو او تږو لیوانو بی شرمه څهری به بربنډی شي.