د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دچور او تالان نظام او سراسري احتساب

احمدجان تڼی 17.11.2012 15:47

په دې ورځو کې د کابل په رسنیو کې د خندا وړ یو مسیج خپریږي چې په هغه کې د فساد په و ړاندې د کابل د ادارې له خوا مبارزه په ډاګه کوي.
په مسیج کې وايی چې په دې وروستیو د کنړ ولایت د ښاروالی په محکمه کې دوه تنه چې په فساد تورن و، په علنی محکمه کې محاکمه شول او د قاضی له خوا هم لازمه سزا ورته واورول شوه. په دې مسج کې دا ډول کسانو له پاره د مفسدینو خطاب کیږي.
په دې مسیج کې په زړه پورې خبره داده چې هغه څوک چې په فساد باندې تورن و. دوی د دولت د بیروکراسی ډیر کوچنی مامورین و. د دوی څخه یو د سرکاڼو په ولسوالی کې د لیک او لوست زده کړې مشر او بل ورسره مامور و. دوی لاسرسی ښايي یوازې څو کتابچو ، تباشیر او یا تورې تختې ته و.دوی دواړه د تلویزیونو د کمرو مخې ته ودرول شول . محکمه ورباندې دایره شوه .
په رښتیا هم د فساد په وړاندې د کابل د ادارې لومړنی محکمه ده چې تورن وګړي ته پکې سزا اورول کیږي. دوی په نقدي جزا محکوم او د بند سزا ورته واورول شوه. اوس ددې محکمې نه د نظام واکمنانو مسیج جوړ کړی او هره ورځ او شپه په منظم ډول سره خپریږي.
دوی دواړو به د څو سوو او یا ښايي د زرو افغانیو په ارځښت څه پټ کړي وي او یا یې هیڅ پټې کړي نه وی دا یو تور واوسي او د یوې پلان شوی توطیې ښکار شوي وي . دا ځکه چې د کابل ادارې یوه تلویزیوني کلېپ ته اړتیا لرله او دا کلیپ یې په کنړ کې په دوی باندې جوړ کړی وي . که ومنو چې دا یو تلویزیونی کلیپ نه دی بلکی اوسنی واکمنان غواړي چې د فساد په وړاندې مبارزه وکړی ، نو دا په اوسني نظام کې لومړنی او وروستی د فساد په وړاندې محکمه وی.
اوس دا پوښتنه پورته کیږي چې ایا په ټول افغانستان کې نور فساد له منځه تللی دی او یوازې دې دوو د لیک او لوست د زده کړې مامورینو د هیواد په لېرې پرتې سیمې کې فساد ته لاسونه اچولی و ، هغوی ددې فعالې ادارې له خوا ونیول شول او دنقدی جریمی په اړخ کې په بند باندې هم محکوم شول. ښايي دا محکمه د هغو ژمنو د پلي کولو یوه برخه وي چې د کابل ادارې د توکیو په کنفرانس کې د فساد د له منځه وړلو له پاره یې کړي وې.
دا یو واقعیت دی چې د نامشروع لارې څخه د ګټې تر لاسه کول یو غیر قانوني عمل دی هغه که یوه کتابچه او یا یو قلم هم وي. خو په افغانستان کې نظام په بشپړه توګه فاسد دی او په دا ډول نظام د کتابچو غله ( په ډیر درناوی سره چې پورتنیو دوو وګړو ته یې لرم او دا شووني ده چې د یوې توطیې قربانیان وي) رانیول او محاکمه یو کمیدي عمل دی. او دا ډول مسیجونه خلک ښه خندوي.
هغه مهال دا ډول مسیجونه د خلکو له پاره د منلو وړ دي چې په هغه کې د کابل د ادارې لوړ پوړي چارواکي ( د ارګ د واکمنانو په ګډون ، د تیرې یولس کلنې دورې اکثریت برحال او یا غیر برحال وزیران ، مرستیالان، رییسان ، والیان او کوماندانان ، د سیاسی ـ پوځي ډلګیو مشران )چې هره ورځ بکسونه د میلیونو ډالرو څخه ډک او بهر ته لیږدوي ونیول شی او محاکمه شي.
په افغانستان کې د فساد، راز مافیا ګانو( ګاز او تیل، نشه يي توکو، قیمتي ډبرو، ځمکو د غصب،...) چې د ځنځيرونو په ډول جوړښت لری ددې ځینځيرونو د سرکړیو څخه د کابل د ادارې حاکم ټولی تشکیل شوی دی. دا ټولی نه پریږدی چې ددوی د ځنځیر څخه یو وګړی هم محاکمه شی.
د ساري په توګه خلک وايی چې په افغانستان کې هغه کسان چې د نشه یي توکو ډک ډک کانتینرونه لیږدوي . د توروشیشو موټرونه د قاچاق ، وژنو ، اختطاف او عیاشیو له پاره په نظام کې د واکمنانو له خوا استعمالیږي. هغه څوک نه شي نیولی خو که د هغه چا سره چې د ځواکمنې مافیا غړی نه دی کوم کیلو پوډر ونیول شول هغه بیا په لس ګونو کلونو بندي او نقدي جریمه ورباندې ایښودل کیږي. یا د ساري په توګه د کابل بانک په عملی ډول سره د دوه یا درې کسانو له خوا لوټ شوی او نږدې نهه سوه میلیونه ډالر ترې تښتول شوي دي. خو دا لوټماران څوک نه شی کولی چې د محکمی میز ته راولي.
اوسنی لوټمارې مافیا ګانی دا واک او ځواک لری چې په هر ځای چې پښه کیږدی هغه ځمکه د دوی د پلار نیکه میراثي ځمکه ګڼل کیږي او که دوی الوتکې په د ډالرو بار کړي څوک دی چې د هغوی مخه ونیسي. د دوی په وړاندې څوک سوڼ نه شي وهلی او که یې وواهي سمدلاسه ځای په ځای وژل کیږی. دا ځکه چې د خلکو په وینا دوی د ارګ د واکمنانو خپلوان دي.
د راپورونو سره سم تیر کال د کابل دهوايي ډګر له لارې څلور میلیارده او شپږ سوه میلیونه ډالر په جنسي توګه په ګوڼیو او بکسونو کې د هیواد څخه بهر ته لیږدول شوي دي چې دا اندازه دوه کاله مخکې څلور میلیارده ډالر وه او کیدای شي دا اندازه روان کال پنځه میلیارده ډالر شي. او په راتلونکي کال کې تر شپږو میلیونو ډالرو واوړي.
په افغانستان کې په تیرو یوولسو کلونو کې په مختلفو سیاسی او ټولنیزو مفاهیمو باندې سوداګري وشوه او یا کیږي چې دهغو له جملې څخه د د دموکراسي ، نشه يي توکو قاچاق، د ښځو حقوق، بشري حقوقو نومونه اخیستلی شو. خو اوس د اداري فساد په کلمه باندې هم سوداګري روانه ده.
د زیاترو عادي خلکو په قول اوس په هیواد کې اداري فساد نه بلکې د زورواکو او لوټمارو کړیو له خوا په ډیره بې رحمانه او سپین سترګي سره چور او تالان روان دی. دا چور او تالان د کابل په اداره کې په واکمنانو پورې د تړلو وګړو له خوا تر سره کیږي .
یو شمیر وګړی او کړۍ زیار باسي چې د اداری فساد په وړاندې د مبارزي تر نوم لاندې ځانونه مطرح او یا امتیازات تر لاسه کړي . په دې سوداګری کې ( په بهرنیو پورې د تړلو په اصطلاح مدني ټولنو ، او د فساد په وړاندې د مبارزی ورته سازمانونه) او د اداري فساد ضد په اصطلاح کمیسیونونو او همدارنګه مختلف دولتي ارګانونه شامل دی .
په افغانستان په تیرو لسو کلونو کې په نړیواله سویه په څو څيزونو کې ډیر نوم ګټلی دی چې د هغو له جملی څخه د نشه يي توکو د تولید زیاتوالی ، اداري فساد، د ځمکو غصب، په جرمونو او جنایتونو لګیا منظمو ډلو نومونه اخیستلی شو.
ځینې تاریخپوهان خو د اسنادو او شواهدو له مخې وايي چې د اوسنی ادارې په شان د هیواد په تاریخ کې دومره په اداري فساد ککړه اداره تیره شوي نه ده. ځينې سیاستوال او څیړونکي وايي چې افغانستان په نړي کې تر ټولو ډیر په اداري فساد کې ککړ دوهم هیواد دی.
ددې اداري فساد څخه تر ټولو زیات د هیواد عادی خلک زیانمن شوي او زیانمن کیږي . په دې تیرو لسو کلونو کې د هیواد اقتصاد د اداري فساد او د غیر قانونی لارو د شتمنیو راټولولو له امله نه جبران کیدونکی زیان لیدلی او د ټولنې پرمختګ بهیر یې په بشپړه توګه په ټپه ودرولی دی.
په ټولو دولتي ادارو کې فساد خپل لوړو درجو ته رسیدلی دی. ددې لوړ فساد نتیجه ده چې زیاتره غیرقانوني کارونه په ادارو کې تر سره کیږي. د ساري په ډول ددې اداري فساد په نتیجه کې زورواکان د جعلی اسنادو په جوړولو سره د خلکو او دولتي شتمنی غصب کوي .وسله والو غلو او جنایت کارانو ته څوک د قانون سره سمه جزا نه شي ورکولی. که سل په سلو د یوه قانوني کار له پاره هرې ادارې ته مراجعه وکړې . بې ددې څخه چې بډي ورنکړې د قانوني کار اجرا کیدل ناممکن دی. په زیاترو ادارو کې چارواکي ، مراجعینو ته د وږيو لیوانو په شان ګوري او دا پلان ورته په اتومات ډول جوړوي چې څنګه د هغه جیبونه لوټ کړی .
خلک وايی چې په اوسنی اداره کې د قانوني کار د اجرا له پاره د مراجعی په صورت کې ، اړوندې ادارې تر ټولو لومړی روپیو ته زیات ارزښت ورکوي او د هغه څخه وروسته تنظيمي ، قومي ، ژبنی ، مذهبي او سیمه ایزې اړیکي
د کابل په اداره کې لوړې دولتی څوکې میراثي او د کورنۍ ، تنظیمې، قومي ، ژبني او مذهبې اړیکو له مخې ورکول کیږي ددې په اړخ کې د خلکو په وینا یو زیات شمیر دولتی پوستونه د ولایت حتې د وزارت تر څوکې پورې پلورل کیږي .
اوس د فساد په وړاندې د دې نیوکو سره د کابل ادارې غوږونه روږدي شوي دی او د ځانه کوم غبرګون نه ښيي. او حتې ددې ادارې لوړ پوړو چارواکو د کابل د ادارې د مشر په ګډون هم د اداري فساد د شتون څخه سرټکونه پیل کړيده.
پخوا د کابل ادارې په خپلو لوړ پوړو چارواکو کې د فساد شتون نه مانه. دوی به یوازې فساد د ادارې په ټیټو کړیو کې قبول کاوه. او ویل به یې دا چې د دوی معاشونه لږ دي نو ځکه دوی د خلکو څخه روپی په غیر قانوني توګه اخلي.
د کابل مشرانو به ویل که چیرې ددې ټیټو څوکیو لرونکو معاشونه لوړ شی بیا به د فساد مخنیوی وشي د دوی ددې خبرې څخه د دوی موخه یوازې هغه د ترافیکو پولیسان و، چې د موټر چلونکو څخه کله کله روپی اخلی او یا کوم وړوکی مامور چې د لیک د صادر کیدو په صورت کې د مراجعینو څخه روپې اخلي.
په افغانستان کې د ټولو هغو لوړ پوړو چارواکو په فساد باندې چې تر اوسه یې په سلګونو او یا په زرګونو میلیونه ډالر په ارزښت په فساد کې ککړ دی سترګې پټول کیږي . د ویلو وړ ده چې د هیواد زیاته شتمني او د بهر څخه راغلی مرستې ددې کسانو له خوا چور او تالان شوي دي او کیږي.
نړیوالې ټولنې هم په وارو وارو سره د کابل ادارې ته اشارې رسولي دي چې په ادارو کې د فساد د شتون مخنیوي وکړي همدارنګه دې ټکي ته په نړیوالو کنفرانسونو او د هغې له جملی څخه سږکال د توکیو په کنفرانس کې د کابل د ادارې څخه ورته غوښتنه وشوه.
د کابل اداره د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو د دا ډول غوښتنی په یوه غوږ اوریدلی او په بل غوږ یې ایستلی دي خو کله چې پوه شوی چې نړیواله ټولنه په دې هکله جدی ده نو بیا د کابل د ادارې مشر د پارسي ژبې د هغه متل له مخې چې وايي ( بګیرش ، که نګیرت ) ، ادعا وکړه چې فساد په خپله په نړیوالو موسسو کې چې په افغانستان کې فعالیت کوي .
ددې په اړخ کې یې د فساد په وړاندې د فرمایشي کمیسیونو غونډې رابللی دی چې په هغه کې د سره تر پایه یې په دولتی ادارو کې د فساد شتون تایید کړی دی خو تر اوسه په فساد ککړ کوم وګړي نوم چا نه دی اخیستی. که د کوم یوه وګړی په هکله څارنوالي او یا دده له خوا د ګومارل شویو کمیسیونو له خوا د کوم زورواکی نوم واخیستل شي نو تر ټولو لومړي د کابل د ادارې مشر د هغه وګړي څخه د دفاع په مورچل کې دریږي او په نوموړی وګړي باندې شته تورونه په کلکه ردوي او هغه ته د ډیر محترم وګړي په توګه خطاب کوي.
خلک وايی چې اوسني حاکم نظام کې په هغه چا چې تر ټولو د جرمونو ، جنایتونو او فساد زیات او لوي تورونه شته وي هغومره هغوی ته د محترمو او ښاغلو اشخاصو په توګه القاب ورکول کیږي. خو خلک د حاکم نظام د بدلون او د په اصطلاح د نوموړو محترمو اشخاصو د عادلانه محکمی انتظار وباسي.
د افغانستان خلک او زیات شمیر روڼ اندی کسان دا غواړی چې د اداري فساد څخه خلاصه اداره ولری خو ددې خلکو د غوښتنو په وړاندې د کابل یو شمیر چارواکي او د هغوی بهرني ملاتړ کونکي دا نظر وړاندې کوي چې کیدای شي اداري فساد په شلو کلونو او یا د هغه څخه په زیاته موده کې له منځه ولاړشي . دا په دې مانا چې اوسنی نظام ابدی په ډاګه کړي.
دا یو واقعیت دی تر هغه چې په یوه ټولنه کې په فساد ولاړ نظام واکمن وی په هغه هیواد کې د فساد څخه د خلاصې ادارې رامنځته تلل ناممکن دي. که دا ډول نظام په لس ګونوکالونه دوام ومومي هغومره موده به فساد هم موجود وی. به افغانستان کې نړیوالی ټولنې د۲۰۰۱ کال د بن په کنفرانس کې د دموکراسی تر پوښښ لاندې د افغانستان په خلکو باندې د زورواکو له خوا د چور او تالان نظام حاکم کړ.
د واکمن نظام لوړ پوړی چارواکی او ددوی ملاتړ کونکي هڅه کوي چې د هیواد خلک ددې فکر څخه واړوی چې کیدای شي اداري فساد په ډیر لږ وخت کې محوه شي. دا ځکه چې دوی غواړي اداري فساد د دوی په واکمنی شته وي او د دوی ناروا ګټو او شتمنیو ته کوم ګواښ موجود نه وي.
اوس د افغانستان خلک په دې بشپړ باوري شوي دي چې د اداري فساد اصلي منبع په خپله موجوده فاسد نظام او په نظام کې واکمنی کړۍ دي . دا کړۍ نه پریږدي چې یوه سالمه اداره په افغانستان کې رامنځته شي او د اوسنی ادارې مشر تر ډیره بریده ددې کړیو د هیلو سره سم په وړاندې ځي او په خپله هڅه کوي چې په مختلفو پلمو سره د خپلی واکمنې پاتې ورځې پوره کړي.
په کابل کې د اوسنی ادارې د جوړیدو د پیل څخه تر ننه د دې ادارې مشر تل دا ویلی دي چې د یوې سالمی ادارې د جوړولو په تکل کې دی او غواړی چې د وړ کسانو په ګومارلو سره ادارې فساد ته خاتمه ورکړی.
د پورتنی موخې له پاره د کابل د ادارې مشر د اداری اصلاحاتو اداره رامنځته کړه . دې ادارې ته په دریمه کتیګوری او یا د هغه څخه د ټيټو څوکیو په مقرری صلاحیت ورکړل شو. زیات شمیر کتونکي وايي چې ددې ادارې رامنځته کیدل د هیواد په بیروکراسی او په فساد کې د نوي پړاو پرانستل دي.
ددې په اړخ کې د کابل د ادارې مشر بیا مرحوم ذبیح الله عصمتی تر مشری لاندې د ارتشا ضد یوکمیسیون جوړ کړ په خپله مرحوم عصمتي په ټول ځواک سره هڅه وکړه چې د افغانستان خلک د دې لوی افت څخه وژغوری . خو دی یوازې و. ده ډیرې دوسیې په اداري فساد کې د ککړو کسانو په هکله ترتیب کړې خو د کابل ادارې مشرتوب ورته کوم اهمیت ورنکړ. او د ډیره غمه یې زړه و چاودید او د وينو ډک ګوګل یې ددې دنیا څخه سترګې پټې کړی هغې دنیا ته ولاړ.
همدارنګه ښاغلی عبدالجبار ثابت لوی څارنوال ته هم د اداري فساد د له منځه وړلو دنده وسپارل شوه. هغه هم په اولسي جرګه کې د فساد په وړاندې د جهاد اعلان وکړ. ده فکرکاوه چې ګواکی د کابل د ادارې مشرتوب په دې کار کې رښتینی دی او دې به وکولی شی چې فساد په افغانستان کې ختم کړي او دا همیشنی ویاړ وګټي خو کله یې چې د واکمنې کړۍ له خوا ډبول وخوړل او ورپسې تری تم شو، نو خلک په دې ډاډه شول چې د فساد په وړاندې د خولې خلاصول د خولې د ماتیدو په مانا دی.
په تیرو کلونو د افغانستان او نړیوالو د اداري فساد په هکله شکایتونه زیات شول نو د کابل ادارې مشر ددې د پاره چې ځان جدی وښيی نو یې څو کسانو ته دنده وسپارله چې د فساد د مخنیوی له پاره یوه ستراتيژي جوړه کړي.
دې کسانو هم دا په ډاګه کوله چې خورا مهمه دنده ورسپارل شوي ده او دوی اړ دي چې د يوې ډیرې پيچلي موضوع په اړه د حل لار پیدا کړي. دوی په میاشتو میاشتو او حتی په کلونو کار وکړ. تر څو چې د کابل د ادارې مشر ته د اداري فساد له منځه وړلو له پاره یوه په دری سوه مخونو کې ستراتیژی جوړه کړي.
دا چې ددې رپورټ د لیکلو تر نوم لاندې څو میلیونه ډالر لوټ شول په هغه اړونده څانګي ښې پوهیږي. خو هغه څه چې رڼا دي هغه دي چې په ټول افغانستان کې به داسې څوک نه وي چې دا رپورټ یې په بشپړه توګه لوستلي وي . دا ځکه چې په دې پنډ رپورټ کې کوم په زړه پورې ټکی نه لیدل کیده .
په داسی حال کې چې په پوځی ،سیاسي او اداری ساحو کې د ژورې څیړنی څخه وروسته ستراتیژي ګانې یوازې په څو جملو کې ترتیب او په څو پراګراپونو کې د هغه د عملی کولو لارې په ګوته کیږی. چې وروسته به دا په ګوته شی چې دا ډول ستراتیژی څه ډول ترتیب او عملی کیدای شی.
همدارنګه د کابل ادارې مشر تر اوسه د رسنیو د رپوټونو سره سم د دولسو څخه زیاتې ادارې او کمیسیونونه ټاکلي دي چې د فساد سره مبارزه وکړي خو ددې ټولو کمیسیونو او ادارو د فعالیت سره سم بیا هم فساد د پخوا څخه په لس ګونه وارې زیات شو او کم نه شو. ښاغلی عزیزالله لودین چې د فساد په وړاندې د مبارزې د یوې مهمې ادارې مشرتوب ور په غاړه دی په دې ورستیو کې یې وویل چې فساد هر چیرې شته دي او ویې ویل چې زه فساد په خپله اړوند اداره کې هم نه شم رد کولی.
همدارنګه خلک وايی چې د فساد یو مهم عامل دادی چې د کابل په اداره کې زیات دولتی مهم پوستونه میراثي او ځينې کسان مادام العمر په دندو ګومارل کیږي . دا کسان ددې په ځای چې کوم ځانګړی استعداد تجربه او هیواد ته صداقت ولری دوی د اړیکو له لارې په مهمو دولتی پوستونو باندې خیټې اچولی او کله د کابل د ادارې په مشر باندې هم سترګې برګوي .
د ساري په توګه د بشری حقوقو د په اصطلاح مستقل کمیسیون مشرې اغلی سیما سمر ،کله چې د دې کمیسیون مشره کیده تورې څڼی یې درلودې هغې یوه لسیزه هلته مشرتوب وکړ او هلته زړه شوه او څڼې یې سپینې شوې. ښايي هغه مهال به دا دنده پریږدي چې په همسا هم ونه کولی شي هلته ولاړه شي که چیرې اوسنی اداره موجوده وي بیا د سیما سمر د کورنی څخه ددې په ځای کوم وګړی دلته او یا د هغه په عوض په ورته لوړ پوست کې مقرر شی .
په دې ډول په خپله د دولت په چوکاټ کې د لوړ پوړو مقررولو معیار دا نه دی چې لوړه پوه، تجربه ، استعداد او وطن سره مینه وي . بلکې هغه معیار کورنۍ ، تنظيمی، ژبنی، مذهبې، سیمه ایزې او د فساد په ځنځير کې دغړیتوب اړیکي دي. د کتونکو په باور د پورتنیو اړیکو په نظر کی نیولو سره په افغانستان کې یوازې څو کورنی واک چلوی او دا واک د پلار څخه زوی ته لیږدول کیږي.
په دې ټول خلک پوهیږي چې اوسنی واکمنې سیاسي ډلې په قومي ، مذهبې او ژبنیو بنسټونو باندې ولاړې دي او هره ډله دې ته نه ګوري چې یو ملی شخصیت د دولت لوړو څوکیو ته وروپيژنی بلکې دوی د اړونده ډلې څخه د اړوند توکم وګړی معرفي کوي. هغه باید د اړوند تنظیم د مشر سره د خپلوی اړیکي ولري او که داسې نه وه بیا باید ورته د نورو خصوصیاتو له امله ورته نږدې وي.
د متعصبو او فاسدو کړیو له خوا مقرر شوي کسان بیا د اړوندې ډلې د پالیسي سره سم کار کوي ساري په توګه ځینې وزیران په ښکاره د اړوندو توکمونو په سیمو کې انکشافي پروژې پلی کوي او په ځينو سیمو سره خپله دښمني نه پټوي او هلته د انکشافي پروګرامونو د پلی کولو مخنیوي کوي. په دې هکله د کرنې ، بریښنا او اوبو لګولو، کلیو د پراختیا، ټول ګټو ،ترانسپورت او نورو وزارتونو نومونه اخیستل کیږي. که د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، غزنی، زابل ، روزګان ، نیمروز ، بادغیس او نورو ولایتونو خلک هر څومره شکایتونه وکړی بیا هم به دوی د سړک، برښنا خاوندان نشي او نه به هلته د اوبو لګولو او برښنا بندونه جوړ شی . او داسې نور
کله چې یو اداري لوړ پوړي چارواکی ګوري چې هغه د کابل د ادارې د مشر له خوا نه دی ټاکل شوی بلکې هغه د یوې معلومې ډلې له خوا ټاکل شوي دی . په هغه صورت کې نوموړي د کابل د ادارې د مشر لارښوونو ته لږه پاملرنه کوي. دوی د قانون او خلکو کومه پروا نه لري. زیار باسي چې یوازې خپلې ډلې ته خدمت وکړي او د هغه ډلې پروګرام عملی کړی.
اوس راځو دې خبرې ته چې ایا واقعا فساد داسې پدیده ده چې د هغه له منځه تلل ناممکن دي . او یا د اداري فساد له منځه وړلو د پاره څو لسیزې په کار دي؟ ایا فساد د افغاني کلتور یوه برخه ده او که کومه بله خبره ده.
په یو شمیر رسنیو کې دا نظر ورکول کیږي چې ګواکی فساد د افغانستان د ټولنې د کلتور یوه برخه ده. او دې ټکې ته ځينو نړیوالو ټولنو هم اشاره کړي ده. اوس به راشو چې په افغانستان کې تل فساد موجود و او که نه؟
په دې کې هیڅ شک نه شته چې په هره ټولنه کې په فساد ککړ کسان موجود وي . خو دا ډول کسان ډیر لږ او د هغوی د ناوړو کړنو د مخنیوي له پاره لازم ترتیبات نیول شوي وي.
په تیر تاریخ کې موږ نه شو ویلای چې سل په سلو کې اداري فساد موجود نه و. په ټولو دولتونو او حکومتونو کې فساد شته و ، خو ډیر په محدوده سویه . خلکو به کله وار یوازې د ښاروالیو، مالیواو ځینو عدلي څانګو څخه شکایت کاوه.
هر چا دا زړه نه شو کولی چې بډي وخوري ، اختلاس وکړي او یا نور . دا ځکه چې هغوی پوهیدل که چیرې افشا شي نو د ډیرې ناوړې پایلی سره به مخامخ شي او هم به په ټولنه کې د یوه رټلي وګړي په توګه وپيژندل شی.
خو اوس هغه روحیه نشته. لوړ پوړي دولتي چارواکي په خپله په فساد ککړ دي او که د هغو په هکله کوم راپورټ ورکړل شي په خپله د کابل د ادارې مشران ترې په کلکه ملاتړ کوي. که خلک د کوم چارواکی په وړاندې مظاهرې وکړی نو بیا هغه د یوه ځایه بل ځایه تبدیل کیږي او بس.
د خلکو د خبرو سره سم ، په دولتي اداره کې څوکی پلورل کیږي او یا رانيول کیږي.هر هغه څوک چې ولسوالی، ولایت ، کوماندانی او یا ریاست حتې د وزارت څوکی یې په روپیو رانیولي وي، تر هغې مهال پورې چې لومړی یې خپلی په ورکړي روپي پوره کړي نه وي او وروسته یې څو وارې زیاتې کړي نه وي هغه د فساد څخه ډډه نه کوي او نه څوک څه ورته ویلی شي.
د پورتنیو ټکو څخه دې پایلې ته رسیږو چې په افغانستان کې فساد په خپل د نظام د واکمنانو له خوا رامنځته شوی ، تشویق او تقویه کیږي.
په افغانستان کې داسې حکومتونه هم تیر شوي دي چې د هغو په هکله د فساد له امله کوم اسناد نشته او نه خلک د هغو رژیمونو څخه د فساد په نوم ګیله کوي.
د کتونکو په ویناو ، په هغو حکومتونو کې مشرانو د فساد څخه ځانونه ساتل او نه یې بل څوک پریښوده چې په اداري فساد لاس پورې کړي. همدا ټکی و چې تر ډیرې اندازې د هغه مهال قوانین په ښه ډول سره تطبیق کیدل.
اوس دې ټکی ته راځو چې اداری فساد ته هیواد خلک په کومه سترګه ګوري.
تر هر څه لومړی باید ووایو چې فساد او د هغې له جملې څخه بډي خوړل د اسلام د سپیڅلي دین د احکامو له مخې ممنوع دی. او هغه څوک چې بډي خوري ا و يا بډي ورکوي په هغه دنیا کې یې ځای دوزخ ګڼل شوي دی.د همدې اصل له مخې د افغانستان خلک د بډي خوړونکي او اختلاس کونکي څخه ډیر بد وړي او زیار باسي چې له دې لارې ځانونه په ګناهونه باندې ککړ نه کړي.حتی یو د ښوونځي زده کونکی دا نشي زغملای چې څوک ده ته د بډي خور زوي ووايي. او یا ورته ووايي چې پلار او یا ورور يې دولتي او عامه شتمنی لوټ کړي ده.
خو اوس مهال یو شمیر لوړ پوړي افغان دولتی چارواکي چې تر نورو ډیر په فساد ککړ کسان دي ځانونه ورته ډیر ښاغلی ښکاري او داسې ښکاره کوي چې دوی څه کړي او یايې کوي هغه ټول روا کارونه دي.
اوس داسی لوړ پوړي چارواکي او یا زورواکی کسان شته چې د پلرونو څخه یوه لویشت ځمکه او څو د توتانو ونې په میراث کې پاتې شوي دی خو دوی اوس په میلیاردونو ډالر لري. په دې کې هیڅ شک نه شته چې دا په میلیاردونو ډالر د قانوني او شرعي لارو نه تر لاسه کيږي.
اوس راځو دې ته چې باید ووایو چې په افغانستان کې دومره کمیسیونو او ادارو ته هیڅ اړتیا نه شته او نه دې ته اړتیا شته چې درې سویزه او یا د هغه څخه زیاتو پاڼو لرونکي ستراتیژی جوړه کړل شي. د فساد له منځه وړل یو ډیر ساده میکانیزم لري چې په هغه باندې د کابل د ادارې د مشر څخه نیولي تر عادي مامور پورې هم پوهیږي.
دا ستراتيژي په ډیره کوچنې جمله کې خلاصه کیدای شي: د فساد د له منځه وړلو اراده
یوه پاکه ، ملی اداره کولی شی په څو ورځو کې فساد ختم کړي او یوه پاکه اداره کولی شی چې په ټول هیواد سراسري احتساب تر سره کړی. په دې احتساب کې نه یوازې د زورواکو او لوړپوړو چارواکو په نومونو ثبت شوي شتمنی وڅیړل شي بلکې د دوی د وروڼو، لورانو، میندو، نږدې انډیوالانو او نورو د شک وړ کسانو شتمنی د هیواد په دننه او بهر کې هم وڅيړل شي . هغه شتمني چې د غیرقانوني لارو څخه تر لاسه شوي ټوله مسترد او بیت المال ته وسپارل شي.
لکه چې مخکی مو وویل چې اوسنی واکمن د چور او تالان نظام د بهرنیانو له خوا د په ۲۰۰۱ کال د بن د کنفرانس په نتیجه کې ( چې په هغه کې یو هم داسی وګړی موجود نه و چې د افغانستان دخلکو استازیتوب وکړي او یا د افغانستان دخلکو ګټوته ژمن واوسی) د افغانستان په خلکو په زور وتپل شو.
وروسته بیا دې فاسد نظام ته د بهرنیانو له خوا د غولوونکو اقداماتو(لکه تش په نامه ټولټاکنې، مختلف کمیسیونونه او نور) په تر سره کولو سره د فاسد نظام ته په ظاهری توګه مشروعیت ورکړل شو. اوس په افغانستان کې لوټماره کړۍ هر څه په ډاډه زړه سره لوټولی شی دا ځکه چې ددوی شا ته د لویدیز سیاسی ، اقتصادي او پوځي زور موجود او ترې ملاتړ کوی .
خلک په دې باور دی لکه څنګه چې دا د چور او تالان نظام د لویدیزوالو په واسطه د افغانستان د خلکو په اوږو ورسپور کړل شوی او په دې تیرو یوولسو کلونو کې یې د افغانستان خلکو له پاره د لوی ځور سبب شوی و او دی . دا فاسد نظام باید د بهرنیانوله خوا بیرته د هیواد د خلکو له اوږو څخه راکښته کړل شي . تر څو د یوې پاکې ملی ادارې د رامنځته کیدو له پاره زمینه برابره او د فساد د جرړو د ایستلو له پاره سراسری احتساب تر سره شي.
داسې ګومان کیږي چې د په سل ګونو میلیاردو ډالرو په شاوخوا کې عامه شتمني او د بهر څخه راغلی مرستې د واکمنو مفسدینو او د هغوی د متحدینو له خوا لوټ شوي ددې شتمنیو په ضبط کیدو سره افغانستان دې ته اړتیا نلری چې د بهرنیو هیوادونو څخه مالی مرسته ترلاسه کړي.