د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

معروف افغان 29.08.2012 15:14

زه چې دغسې اوبه يم
دا دې ويشتى وچ په زړه يم

ګرانه ولې راته وايې؟
ګران دې نه يم ګران دې نه يم

نن مې ښه پوښتنه وكړه
سبا مړ به درنه زه يم

جنازې ته ګوره راشه
ستا په لور به په كاته يم

اى ( معروفه ) ګيله مه كړه
داسې زه هم لكه ته يم
۱۶-۱-۲۰۱۲