د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اختر کې خلک وبخښئ

ډاکټر نجيب زاخېلوال 16.08.2012 13:36

درنو دوستان د اختر په مبارکه ورځ مو چې د چا سره بدي وي او يا زړه بدوالۍ لرې ورشئ او ورته مبارکې ورکړئ
زه به دلته درته د قران کريم څخه يو ايت راوړم چې وايي: لویان او نيکان خلک هغه دي چې د خپلو غصو خوړونکي وي او خلک عفوه کوي. دوی دا احسان په خلکو کوي ، نو الله د دغه ډول احسان کوونکو سره
مينه لري (ال عمران ۱۳۴ ايات).
کله چې په حضرت محمد ص باندې دا ايات نازل شو: تا ته مې ډېر لوی اخلاق درکړي دي. (سورت القلم ۴ ايات) نو دا آيات يو بانډه چې يا پادوان واورېده او په منډه منډه د حضرت محمد ص کور ته راغې او د نوموړي مبارک دروازه يې وټکوله. ام المومنين عايشه رض ورته راووته او ورڅخه يې وپوښتل چې څه دي اي بانډه چي؟
هغه ورته وويل چې ما داسې يو خبر واورېده چې الله ج حضرت محمد ص ته لوی اخلاق ورکړي دي، دا يې په څه ورکړی دي؟
ام المومنين ورته وويل چې ما د حضرت محمد ص څخه اوريدلي دي چې هغه فرمايلي دي: صل من قطعک، صل من قطعك وأحسن إلى من أساء إليك واعف من ظلمک ( صله رحمې کوه د هغه چا سره چې پر تا يې نه کوي. نيکې کوه هغه چا سره چې تا ضرر رسوي، بخښنه کوه هغه چا ته چې تا سره ظلم کوي) نو دا د حضرت محمد ص خويونه دي نو ځکه ورته الله ج ويلي دې چې تا ته مې لوي اخلاق درکړی دي
نو دا لوي اخلاق دي.
يو انګريزي متل دي وايي که ما سره بدې کوې نو زه به دې تل په مغز کې لکه د
چينجي اوسم او که راسره مينه کوې نو زه به دې زړه لکه د خوب اوسم