د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په يو کال کې درې پوهاندان طب او زما خاطرې

ډاکټر نجيب زاخېلوال 06.05.2012 21:15

په يوکال کې ننګرهار طب پوهنځي درنې درنې سټې له لاسه ورکړې يو الحاج پوهاند محمد حسين يار ، الحاج پوهاند عبدالواحد الکوزی او بل الحاج پو هاند اسدالله شينواری و.
مرحوم استاذ پوهاند يار سره زما اخري ليده کاته د ۲۰۱۱  د اکتوبر په مياشت کې د هغه په معاينه خانه کې ماښام مهال وشو. درون استاذ زما پر لېدو ډېر زيات خوشاله شو او تر ډېر وخت پورې يې زه کلک په غېږ کې نيولی وم. د مرحوم استاذ سره مې  تر ډېر وخته پورې کيسې وکړې. خو ژوند د چا ملګرتوب نه کوي لږه موده وروسته خبر شوم چې استاذ په حق ورسېده.
محترم استاذ په ټول طب پوهنځي کې په کاکا مشهور وو، د هر محصل کاکا وو او هر چا د کاکا په نوم پېژانده، نوموړی يو ارام، نرم طبيعته  او د يو سترې مفکورې څښتن وو. د ننګرهار په طب پوهنځي کې د اناتومي استاذ وو او پدې برخه کې يو لړ زياتې ليکنې او اثار هم لري. زه د استاذ سره د ناستې پاستې يو ځانګړی امتياز لرم او د هغه څخه ډېرې خاطرې لرم.
دويمه سټه پوهاند صيب الکوزی وو چې د روداتو د ولسوالۍ دکډي د کلي اوسيدونکی وو نوموړی د زړه د ناروغيو پروفيسور وو او د عمر زياته برخه يې د محصلينو په روزلو کې تېره کړې وه. ارام طبعه، غلی او لږ خبرې کوونکی انسان وو. پوهاند د زړه د ناروغيو او اوازونو په اړه ډېر زيات پوهېده يوه ورځ د عامې روغتيا په روغتون کې د ستاژ پر مهال د يو هلک څخه ستاتسکوپ واخيسته چې د يو ناروغ د زړه اواز پرې واوري. کله يې چې ستاتسکوپ د ناروغ پر زړه کېښوده نو سر يې وخوځاوه او ستاتسکوپ بېرته هغه زده کړيال ته ورکړ او د بل هلک څخه يې ستاتسکوپ واخيسته، چې د ناروغ په سينه يې کېښوده نو د يو څه ځنډ وروسته يې زده کړيالانو ته مخ کړ او ورته وويل چې په هغه بل ستاتسکوپ کې دا اواز ناسم وو کيدای شي هغه ستاتسکوپ ستونزه ولري او د دې ناروغۍ مرمر يا داسې اورېدل کيږي او بيا يې په خوله ټول اوازونه تکرار کړل.
دریېمه ستره ضايع پوهاند صيب شينواري وو چې د ننګرهار د طب پوهنځی ريس و. پوهاند صيب شينواری له آره د هسکې مېنې خان وو خو د هغه خويونه، خصلتونه  او غرور د خانانو په څېر نه وو. د پوره زغم او اوسېلې څښتن وو، هره خبره به يې په پوره ارام او سړه سينه اورېده.

د محصلۍ  دوران لږ څه شوخ وي نو تل به زموږ له لاسه ناارامه وو او سره له دې چې د پوهاند صيب غوږونه راڅخه په قلار نه وو خو بيا هم يې د ټولو محصليونو سره او په ځانګړي ډول له ماسره هره کړنه، عليک سليک له مينې او محبت ډک وو. زه په شخصي ډول ددې وياړ لرم چې پوهاند صيب به زياتره وخت د ستونزو پر مهال له ماسره مشوره کوله او که د محصلينو څخه به يې کومه ګېله هم درلوده هغه به يې هم له ماسره شرېکوله. پر دې به ډېر خوشاله کېده چې ما به په کوم دولتي يا نادولتي غونډه کې د طب استازولي وکړه. زيآتره وخت به يې دا خبره کوله چې زه د طب پر محصلينو وياړم دا يو پوهنځي دی خو ټول پوهنتون يې تابع کړی دی او هر چېرته يې خپله ونډه د پوهنتون برابر تر لاسه کړی ده.

 هاغه ورځ مې هم هېره نشي چې موږ د اساسي قانون د پوښتنليک د  غونډې په اړه په قبايلو رياست کې کېدونکې غونډې ته ورغلي وو او نعمت الله شهراني چې اساسي قانون د ډلې غړی وو په خبرو کې له حده زيات درواغ وويل هاغه داسې چې افغانان يې د يو وجود غړي وبلل او بيا د پښتو او پارسي مسله راپورته کړه، چې دواړه خبرې د يو بل ضد وی. د ښاغلي استاذ ازمون په ځانګړې لورېينه چې لومړی نوبت يې ماته راکړ، شهراني زما او د طب پوهنځي د بل محصل ډاکټر احسان الله له خوا له نيوکو لاندې راغی او اړ شو چې کينې او خپلې خبرې ختمې کړي چې د پوهاند صيب  د ملي احساس له مخې يې دشپې ماپسې ماما راولېږه چې ريس صيب دې غواړي چې کله د هغه ځای ته ورغلم احسان الله هم هلته وو يانې پدې مانا چې موږ د هاغه مېلمانه وو.
زه  دلته يوه خاطره د پوهاند صيب يار او پوهاند صيب شينواري څخه لرم غواړم د دغه ليکنې په بهانه يې لوستونکو سره شريکه کړم.
په ۲۰۰۵ د می په پيل کې د ننګرهار طب پوهنځي محصيلنو په ګوانتامو کې د قران کريم د بې حرمتۍ په اړه غوښتل چې لاريون وکړي، دا لاريون د يو منظم پلان له مخې چې پرې د هاغه مهال والي حاجي دين محمد، د امنيې قوماندان حضرت علی او د استخباراتو رياست خبر وو د طب محصيلنو پيل کړ، خو ډېر ژر د ننګرهار عالي ليسې مخې ته هاغه مهال په تاوتريخوالي بدل شو چې د امريکا د ځانګړو قواو (سپېشل فورسز) ډاټسنې په ناخبر ډول دلاريون مخې ته راغلې او د ننګرهار لېسې ته په رارسېدو، د يو ملا پر لمسون او پينات د ننګرهار عالي ليسې زده کوونکو پرې د تيګو او خښتو ګوزارونه وکړل او امريکايي ځواکونو پر لاريون کونکو ډزې وکړې. د طب محصيلن چې د هېواد پر ورانۍ خفه کېدل سم له واره د لارېون کولو څخه پر شا شول او بېرته پوهنځي ته راستانه شول او عمومي دروازه يې بنده کړه او بېرته خپلو خونو ته وګرځېدل، نورو خلکو لاريون پيل کړ او لاريون زور واخيسته، د ملکي خلکو سربېره پکې ترهګر او وسلوال وردننه شو او د ملکې، دولتي او نړيوالو دفترونو د سوزولو سربېره لسګونه کسان مړه شول. خو د لاريون ټوله پړه د طب پوهنځي پر محصلينو اچول کېده او د دغه ورځې تر پايه همدا يوه خبره کېده چې د طب پوهنځي محصلين پلاني ځای ته ورسېدل او هلته يې اور واچوه، پلانی ځای يې پر ډبرو وويشته، چې پدې تور پورې کولو کې د ازادۍ راډيو خبريال داود وفا ډېر ستر رول ولوباوه چې د خپلو خبرو سر او اخر ټکی يې طب پوهنځی وو. موږ ډېر خفه  او اريان وو چې څه وکړو. زياتره محصلين د امنيتي ارګانونو له وېرې چې ونه نيول شي، کورونو ته لاړل. طب پوهنځی وتړل شو او درسونه پر ټپه ودرېدل.
تقريبا څه لپاسه يوه اونۍ وروسته زه بېرته طب ته راغلم، طب پوهنځی سپېره وو د طب په انګړ کې پوهاند صيب شينواری، پوهاند صيب يار او استاذ غلام سخي رحمانزی اريان دريان ولاړ وو. د ستړي مشي وروسته راته سم له واره پوهاند صيب يار کړل: زويه! تا سره مې کار دی.
زه ورسره د ا هغه ډيپارټمنټ (اناتومي ډيپارټمنټ)ته رهي شوم، او راته يې خبرې پيل کړي پدې کې د محصلينو څخه ګيلې، د دولت رزالتونه او فساد ټول وو. خو يوه خبره چې تل زما پر ياد ده او په ما کې يې بدلون راوستی دی داده: موږ طب پوهنځي په سور اور کې خلاص وساته او تردې ځايه مو راورساوه، د هېواد دښمنانو غوښتل چې دا طب پوهنځي بند شي، مګر بند نه شو. تا ته ياد دي چې د طالبانو د وخت د لوړو زده کړو وزير حمدالله نعماني د دغه طب د سپکاوي او مينځه وړلو لپاره څومره کوشش وکړ، مولوی کبير څومره کوشش وکړ چې دا طب بند شي او دا يې تاسې ته په وينا کې ويلي وو چې که شرم نه وی نو طب پوهنځي ته مې اور وراچاوه او له دغه شره مې ځان خلاصوه. پخوا محصلينو د طب د عزت لپاره سر ورکاوه او دا يې ژوندی ساتلی وو او اوس د محصلينو د لاسه بند شو. هغومحصيلنو چې دغه لاريون يې غوښته ټول تښتېدلی دی اوس زموږ سترګې چا ته واوړی که د طب دا بندېدل پسې اوږده شي نو بيا به په عمر خلاص نشي، خلک د هېواد ابادي غواړي، خلک مبارزه کوي خو کور نه ورانوي. هر څه چې وشول د طب محصلين يې مجرم دی. اوس نور څوک دلته نشته دا ستا کار دی چې هر څنګه کوی چې بېرته طب پوهنځي پيل شي. سترګې يې له اوښکو ډکې شوې.
زه پوهېدم چې موږ څه کړی دی يو ستر اکاډيميک ځای بند دی، چې د هغه څخه دباندې راووتم نو پوهاند صيب شينواري راته کړل چې دادی اوس استخباراتو ته زنګ وهم چې راشي او تا ونيسي، تاسې خو اور وکاره او نور وتښتېدئ. زه چوپ ولاړ وم او پوهېدم چې څه شوي دی، ځکه ريس صيب پدې کار د لوړو دولتي چارواکو او ان د اولسمشر د دفتر له خوا هم د پوښتنې لاندې راغلی وو. خو پدې نه پوهېدم چې څه وکړم.
درون استاذ رحمانزي راته وويل: نجيب جانه خپل مسؤليت ومنه او قرباني ورکړه. نن يو داسې ورځ ده چې په ولايت کې غونډه روانه ده او ورته قومي مشران او سپين ږيري راغلي او دا تېر شوی لاريون غندي. ته بايد له موږ سره هلته لاړ شې او غوږ شي چې خلک د طب په اړه څه وايي او که چېرته تاته وخت واخلو نو ته هم ټوله کيسه خپل اولس ته وکړې.
غونډې ته تلل ما لپاره د ځان د بندي کولو پر مانا وو، ځکه استخباراتو او ملي پوليسو د دغه لاريون پر تړاو ډېرکسان نيولی وو. زړه مې کلک کړ او له دوی سره د ريس صيب په موټر کې د غونډي ځای ته لاړو او له ځان څخه مې پټو کلک تاو کړ چې څوک مې ونه پېژنی، ځکه زه خبر شوی وم چې زما اود ځينو محصلينو نومونه په هغه ليست کې ووچې بايد ونيول شو.
غونډه د عبدالحق فاونډېشن له خوا رابلل شوی وه او د ننګرهار په قصر کې روانه وه، د ويندويې چارې ښاغلي بادام ظريفي فقير پر مخ وړلې.
غونډه پيل شوه د ويناوالو څخه هر يو تن به چې پورته کېده نو څومره بد به يې چې د طب پر محصلينو پېرزو کېدل ورڅخه به يې درېغ نه کاوه او د ټول لاريون خاورې د طب پر بام واچول شوې. ان تر دې چې د هاغه مهال د محاکمو ريس طب پوهنځي محصلين د پرديو لاسپوڅي وبلل او محصلين يې شنه کاپر کړل، او د طب د بندېدو غوښتنه يې وکړه.
پوهاند صيب دې الله وبخښي په ډېره ستونزه يې راته وخت واخيسته چې زه هم دريځ ته لاړ شم او خپلې خبرې وکړم. کله چې زما نوم ظريفي صيب ته ورورسېده نو هاغه ټکنې او اريان شو چې وخت راکړی او کنه؟
ځکه دا يو اجيب حالت وو ټول خلک د طب پوهنځي خلاف وو، او زما بلل د انفجار دويم نوم وو. خو بلاخره زه وبلل شوم او ظريفي صيب وويل: دلته يو تن د طب پوهنځي په استازولۍ هم راغلی دی، غواړي خپلې خبرې وکړي. زما نوم يې وانخيست، د خلکو غوږونه بوڅ شول. راته وويل شو چې لس شېبې (دقيقې)وخت لرې.
خدای شته ما هم ځان داسې دريځ ته ورساوه چې پوه شوی نه وم چې څه ډول، خو خبرې مې پيل کړی. هاغه څه چې ريښتيا او تراخه وو ومې ويل او کوښښ مې کاوه چې ټول خطر ځان ته متوجه کړم تر څو د طب دروازې خلاصې شي. ما ټول مشرانو ته دا خبره په زغرده وکړه چې يو شمېر خلک پر موږ مسلط دی زموږ د خوارانو وينې او غوښې شپېلوي. د هغوۍ د ډاټسنو او موټرو د تيلو لګښتونو ميليونونو ته رسي، هغوۍ ځان ته ددې اولس امنيتي ارګانونه وايي، هغوۍ ځان ته پوليس وايي او هغوۍ ځان ته والي وايي، دوی موږ خبر کړی وو چې موږ لاريون کوو دوی موږ ته ډاډ راکړی وو. ولې دوی امنيت نه وو کلک کړی، ولې دوی موږ په خطر کې واچولو، د دوۍ د تيلو لګښت او د دسترخوان لګښت به موږ ډېر ژر پوره وړی کړي، د طب پوهنځي محصلين ملامت نه دي. ملامت هاغه څوک دې چې په ټوپک او ورانيو کې خپله ډوډۍ ويني....
زما خبرې تر نيم ساعت نه زياتې وغځېدې، کله چې له دريځ راښکته شوم وينم چې د پوهاند صيب شينواري سترګې له اوښکو ډکې وی.
غونډه خلاصه شوه او بېرته راروان شود پوهاند صيب او استاذ رحمانزي صيب طبعه خټه وه، خو استاذ رحمانزي چوپتيا ماته کړه او ويې ويل: خدای دې وکړي چې مشران پر دې پوه شوی وي چې اوبه چا خړی کړی او سزا څوک خوري.
ډېر ژر طب پوهنځي خلاص شو، ما ځان کې پوره بدلون راوسته او د تاوتريخوالی پر ځای مو د نه تاوتريخوالي لار غوره کړه.
کله چې فارغ شوم او سند مې د پوهاند صيب مخ ته کېښود نو پوهاند صيب مخکې له دې چې زما پر سند باندې لاسليک وکړي ، استاذ بهسودوال صيب ته مخ کړ: بهسودوال صيب د نجيب زاخېلوال او يارمحمد له لاسه مې دواړه ګردو کار نه کاوه، کله چې يار محمد فارغ شو يوه ګرده مې جوړه شوه او اوس چې نجيب فارغ شو نو دا بله مې هم جوړه شوه، دادی رک روغ شوم.
هو دا زه منم چې پوهاند صيب ستونزې درلودی او هاغه د پوهاندصيب ذاتي کمزوري نه وه بلکې هغه د هېواد په کچه روانه ستونزه وه ما ته ياد شي چې د لوړو زده کړو له وزارت څخه يو هيئت راغلی وو او ده ورڅخه خپل حق په څومره عاجزئ غوښته او ورته يې وويل چې د محصلينو د اوسېدو خونې څومره زړی دی که نوی ليليه جوړه شي. خو دا چې د طب سره د مور مېری سلوک کېده نو طب ته د چا پام نه و. زموږ غوښتنې هم پر ځای وې، او په زياتره مهال به موږ په وړو خبرو د درسونو څخه پرېکون کاوه او یا به مولاريون ته ملاوتړله.
د پوهاند صيب ارمان ډېر پورته وو زړه يې ډېر څه غوښتل چې د طب لپاره يې وکړي د حکومتي چارواکو د نااهلۍ او نه پاملرنې له لامله يې زياتره ارمانونه د خاورو سره خاورې شول.
زه دوه خبرې د لوستونکو سره شرېکوم: پوهاند صيب چې کله د طب ريس شو نو د ننګرهار طب لومړی ځای وو چې انجونو ليليه پکې پیل شوه او تر دا مهال د ليليې حرمت، عزت او عفت خوندی دی. د هېواد په نورو برخو کې هم د انجونو ليليې هم وروسته پيل شوې چې زياتره ريسانو پخپل د انجونو د ليليو بې حرمتي وکړه چې ښه بېلګه يې د هرات، مزار او په اخر کې د پکتيا د پوهنتون د ريسانو کيسې دي.
د پوهاند صيب تر ټولو ستر ارمان د طب پوهنځي لپاره نوې ودانۍ جوړول وو چې دا ارمان يې پدې اخرو کې پوره شوه او د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال او د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد د نوي طب پوهنځي د ودانې بنسټ ډبره کېښوده، چې د ماليې وزارت مرسته او ملاتړ هم د مننې وړ دی.



په اخر کې د دواړو پوهاند صيبانو کورنيو، دوستانو او ملګرو ته د لوي الله ج څخه د زړه صبر او زغم غواړم او هغوۍ ته د جنت فردوس غوښتونکی يم

د ۲۰۰۵ز کال د لاريون په اړه نور جزيات دلته لوستلی شئ
Foreign Elements” Blamed for Riots
http://iwpr.net/report-news/foreign-elements%E2%80%9D-blamed-riots
Karzai Blames Outsiders for Afghan Strife
http://articles.latimes.com/2005/may/15/world/fg-afghan15/2
Afghanistan: "Foreign elements" blamed for riots
http://reliefweb.int/node/174368