د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طلاق او غصه

ډاکټر نجيب زاخېلوال 11.04.2010 12:51

طلاق يوه ډېره سخته او ستونزمنه سکاله ده چې فقهاو او مجتهدينو پرې تر اوسه پورې ډېر زيات کتابونه ليکلي او هر مذهب پکې خپل خپل دليلونه راوړي خو دا چې ما، موده د مخه يوه ليکنه د طلاق په اړه کړې وه چې غواړم د هماغه ليکنې تبصرو ته ځواب ووايم. زه بيا هم ياودنه کوم چې زه کوم مفتي نه یم بلکې زه یوازې د طب ډاکټر يم خو داچې لږ ډېر مې اسلامي علم هم کړې نو زه به د امکان تر حده کوشش وکړم چې پوښتنو ته د شرعيت مطابق ځوابونه وړاندې کړم.

طلاق يو داسې لاره ده چې په اړه يې رسول الله ص فرمايي چې د الله ج په نزد حلال دی خو خدای ج ورته په بده سترګه ګوري. ( ابو داود او ابن ماجه )

دا ځکه چې نکاح يا واده کول د الفت او مينې يو تړون دی، چې د طلاق په پايله کې دغه تړون ماتيږي او نفرت زيږوي چې نفرت د خدای ج بدې راځي، يانې د طلاق نه وروسته ښځه او مېړه چې يو وخت د يو بل ارام وو اوس د يو بل دښمانان دي او همداراز د کورنيو اړيکې هم ورسره ترينګلې کيږي.
طلاق په درې ډوله دی: رجعي، باين او مغلظ ( درې کاڼي طلاق )
طلاق يو داسې عمل دي چې حضرت ابو هريرة څخه روايت دی چې حضرت محمد ص فرمايي چې درې شيان دي چې د هغه ټوکه هم ريشتيا ده او ريشتيا يې هم ريشتيا ده: نکاح ، طلاق او رجوع ( رواه ابوداود، ترمذي و ابن ماجه )
د طلاق الفاظ په دوه ډوله دي: څرګند او کنايه.
څرګند هغه الفاظ دي چې د هغوۍ په ويلو سره پرته له شکه طلاق واقع کيږي که د مېړه خوښه وي او کنه لکه ته په ما طلاقه يي، ته مې طلاقه کړې ، ځه ته طلاقه يې او یا ددې په څېر چې د طلاق لفظ پکې ذکر وي.
کنايه الفاظ هغه دي چې د هغه الفاظو څخه هم د طلاق او هم بل مفهوم اخيستل کيږي لکه د کوره چې ووتې بېرته رانشې، ته زما په کټ بنده يې........
دلته طلاق د مېړه د نيت پورې منحصر دی چې مېړه دغه الفاظ په کومه موخه استعمال کړي دي که موخه يې طلاقه وو او حالت د طلاق وو نو بيا طلاق واقع کيږي او که موخه يې طلاق نه وي یوازې د خپلې ښځې وېرول او يا د يو څه، څخه منع کول يې موخه وي، نو بيا طلاق نه واقع کيږي.
که چېرته لفط واضح وي چې ته طلاقه يي نو د جمهورو په نزد باندې طلاق واقع کېږي چې دليل يې د رسول ص هغه حديث راوړي چې مخکې مو ذکر کړ.
هغه الفاظ چې د حالت پورې منحصر وي او د طلاق لفظ پکې واضح وي او يا جمله داسې وي چې پکې قاطعيت نه وي طلاق نه واقع کيږي لکه که د کور نه ووتې بيا دې طلاقوم، بيا به دې طلاقه کړم، طلاقه به دې کړم که دې دا کار وکړ. دلته که ښځه هغه کار تر سره کړي بيا هم نه طلاقيږي تر څو مېړه ورته طلاق بيا ونه وايي ځکه په لومړي کې يې ورته ويلې دي چې بيا او به دې دا دوه لفظونه شرط دی. بل ډول هغه شرط دي چې په تر سره کېدويې طلاق واقع کيږي لکه که ته له کوره ووتې ته طلاقه يې، نو که ښځه له کوره ووته طلاقه ده او که ونه وتله نو نه طلاقيږي.
یا داچې: که نن له کوره ووتې طلاقه يې که ښځه نن له کوره ونه وځي او سبا ورځ ووځي نه طلاقيږي او که نن ووتله طلاقيږي.
او که ورته ووايي که هر ځل د کور څخه ووتې طلاقه يې. دلته ښځه د کور څخه په هر ځل وتو طلاقه ده که درې ځل ووتله نو په درې تېږو ( مغلظه ) طلاقه شوه. ( بهشت زيور ، باب الطلاق، کسی شرط پر طلاق دينی کا بیان ۹۸ مخ اشرف علی تهانوی )
هاغه خلکو ته چې د خپلو ښځو د وېرولو او ګواښولو لپاره وخت نا وخت د طلاق لفظ استعمالوي حضرت محمد ص وايي کوم خلک چې قسم اخلي نو هغه دې قسم د الله په ذات واخلي او کنه چوپ دي پاتي شي. ( رواه بخاري )
د حضرت محمد ص څخه پوښتنه وشوه چې د هغه سړي په اړه څه حکم دی چې د طلاق يې په ژبه عادت ګرځېدلی وي ، وفرمايل: دا خلک په الله او د هغه په کتاب ملنډې وهي، يو اصحابي پورته شو او ويې پوښتل چې ايا دده وژل رواه نه دي! ( رواه سنن نسايي )
همداراز ځينې مېړونه خپلو ښځو ته وايي چې ستا بستر پر ما حرام دی. چې د فقهاوو او مجتهدينو په وينا دا لفظ ظهار دی، او ددې احتمال شته چې د مېړه مراد طلاق وي او هم دا احتمال دي چې مراد يې قسم کول وي. خدای ج ددغه ډول قسم په اړه وايي. کوم خلک چې خپلو ښځو ته ظهار وکړي او بيا وروسته له ظهار څخه غواړي خپلې ښځې ته رجوع وکړي دوۍ باندې حرام دي چي يو بل ته لاس وروړي تر څو يو غلام ازاد نکړي، الله تاسې ته لارښونه کوي او ستاسې په زړونو باندي خبر دی. او که څوک دا کار نشي کولی نو دوه مياشتې به مسلسل روژې نيسي او که دا يې هم له وسه پوره نه وي نو ۶۰ مسکينانو ته به خواراک او څښاک ورکوي او هغوۍ به پټوي. د الله او د هغه د رسول حکمونه ومنئ دا د الله حدونه دي او خداي کافرانو ته سخت عذاب ورکوي. (سورت مجادله ايات ۳ او ۴ )
که څوک دغه پورته حدونه په ځای نکړي خپلې ښځې ته ورنزدې کېدل ورته حرام دي. او که د دغه خبرې نه يې موخه طلاق وو نو طلاق واقع شو. مېړه ته پکار دي چې د عدت د پوره کېدو نه د مخه ښځې ته رجوع وکړي. او که د داسې الفاظو تکرار دريم ځل وو نو بيا طلاق باين دې نو ښځه او مېړه به د نکاح نويوالی کوي. او که دريم ځل وو نو مغلظ دی.
که يو کس خپلې ښځې ته ووايي چې زه به هيڅکله هم تاته رجوع ونکړم، ته پر ما طلاقه يې. دا الفاظ صريح دي او ښځه طلاقه ده. که الفاظ کنايه وي لکه ښځه ستا يه څېر وي نو دلته بيا طلاق د مېړه د نيت پورې منحصر دی. او که الفاظ واضح او ښکاره وي نو طلاق واقع کيږي ولو که د مېړه نيت هم نه وي. ( الانصاف ۸ جلد ۴۶۸ مخ، کشف القناع ۵ جلد ۲۵۰ مخ، تخفه المحتاج ۶۱۸ مخ، تبين الحقايق ۲ جلد ۲۱۸ مخ )
بايد له ونه وځي که د مېړه نيت طلاق وي او وروسته په دروغو ووايي چې زما نيت طلاق نه وو: د الله لعنت دي په هغه کسانو چې دروغ وايي (آل عمران ۶۱ ايات ) ځکه: الله ج هغه کسان پېژنې چې ريشتيا وايي او درواغجن هم پېژني. (سورت عنکبوت ۳ ايات )
که څوک خپلې ښځې ته ووايي چې له ما سره راځه او که رانشې په ما طلاقه يې او ښځه ورسره روانه شوه طلاق نه واقع کېږي او که ښځه ورسره لاړه نشوه يو طلاق واقع کيږي. ( فتاوی الجنته الدايمه ۲۰ جلد ۸۶ مخ )
که يو کس له چا نه پوښتنه وکړه چې واده دې کړې او کنه؟ او هغه ورته په ځواب کې وويل چې ما ښځه طلاقه کړې. که دلته د هغه نيت يوازې دروغ ويل وي ښځه پرې طلاقه شوه ولو که د هغه نيت وي او که نه، ځکه د طلاق لفظ واضح دي. او که چا ورنه پوښتنه وکړه چې ښځه لرې؟ او ده ورته وويل چې نه! او هدف يې دروغ وو څه باک نشته او که يې وويل چې ما طلاقه کړې ده يانې دروغ يې وويل، ښځه پرې طلاقه شوه. ( المغني ۷ جلد ۳۰۶ مخ )
ځينې خلک پخپلو خبرو کې وايي که تا دا وکړل طلاق، که داسې وشول طلاق که دا دې ونکړل طلاق، که زه دا وکړم په ما ښځه طلاق او یا دېته ته ورته الفاظ استعمالوي دا ټول د الله او د هغه د رسول ص خلاف دي او د هغه سپکاوی دي. ( فتاوی المرآهَ المسلمه ۲ جلد ۷۵۳ مخ )
د غصې په وخت کې د طلاق د لفظ استعمالول په کلکو ټکو منع شوی دی. خو مخکې له دي چې پرې وغږيږو د فقهې د علماوو په نزد په غصه کې طلاق درې حالته لري.
اول: د غصې هغه حالت چې په هغه شعور او احساس له مينځه تللی وي او سړي په خپلو کړو وړو هيڅ نه پوهيږي او د ليوني اطلاق پرې کيږي ټول مجتهدين پدې حالت کې وايي چې طلاق نه واقع کيږي.
دویم: هغه حالت دی چې يو څوک پکې ډېر غصه وي خو پدې پوهيږي چې څه وايي او څه کوي. بدې کې فقها په دوه ډوله دي يوه ډله وايي چې طلاق نه واقع کيږي او بله ډله وايي چې طلاق واقع کېږي. لومړي ډله وايي که سړې وروسته له جنګ سم له واره رجوع وکړه سمه ده او که عدت پرې تېر شو طلاق واقع کيږي او دويمه ډله وايي چې طلاق واقع دی.
دريم: زيات غصه وي خو د دويمې درجې په پرتله يې غصه کمه وي او پدې پوهيږي چې څه وايي طلاق واقع کيږي. ( فتاوی الطلاق راغونډونه او ترتيب ډاکټر عبدالله طيار او محمد الموسی مخ ۲۱ ــ ۱۹ )
اشرف علي تهانوي په طلاق کې د غصې د درجې په اړه هيڅ هم نه وايي په خپل کتاب کې ليکي : که چا د نشي او يا د شرابو په حال کې خپلې ښځې ته طلاق ورکړ او کله چې په هوش راغې او پښېمانه وو. طلاق واقع دي او همدراز په غصه کې هم طلاق واقع کيږي. ( بهشت زيور ، باب الطلاق، طلاق کا بیان ۹۶ مخ ، ۴ امه مسله)
که چېرته په څرګند ډول وويل شي چې ما تا ته طلاق درکړی، طلاق واقع شو که د طلاق نيت وي او کنه. ( بهشت زيور ، باب الطلاق، طلاق دينے کا بیان ۹۵ مخ ، ۶ امه مسله)
که چېرته يو سړی د قهر په وخت کې خپلې ښځې ته ووايي چې دا زما او ستا تر مينځ جدايي ده لاړه شه! د دغه الفاظو څخه طلاق په واضح ډول معلوميږي او دا الفاظ د طلاق لپاره په ښکاره ډول استعماليږي، ښځه پرې طلاقه ده که د سړي خوښه وي او کنه. ( الموسوغة الفقهيه ۲۶ مخ )
شيخ ابن عيثيمين غوره ګڼلې که الفاظ کنايه وي نو طلاق نه واقع کيږي که په جنګ، جګړه کې وي او که همداسې، او که الفاظ واضح او صريح وي لکه ته طلاقه يې او يا مې ته طلاقه کړې نو طلاق واقع کيږي. ( شرح الممتع ۵ جلد ۴۷۳ ــ ۴۷۲ مخ )
د هند د ديوبند مدرسې دارالافتا یو نفر ته چې خپلې ښځې ته يې په غصه کې درې طلاقه ورکړي دي هغه ته په فتوا کې داسې وايي: طلاق ورکول خو تل د غصې په وخت کې وي او غصه هيڅکله هم داسې نه وي چې د لېونتوب تر حده ورسيږي او هر څوک په خپله غصه کې پدې پوهيږي چې څه وايي او هم د طلاق د اغېزو نه خبر وي نو د غصې په وخت کې طلاق واقع کيږي نو د طلاق د نه واقع کېدلو فتوا چا ته ورکول درسته نه ده. طلاق واقع کيږي او د ښځې ساتل په خپل کور کې حرام دي د داسې طلاق ورکولو وروسته ښځه په مېړه حراميږي او د بېرته ورګرځېدلو او د تجديد د نکاح حق نشته يوازې د حلالې نه وروسته. او ښځه ازاده ده او ورته حق دی چې د عدت د تېرولو وروسته چېرته يې چې خوښه وي عقد ثاني ( بل چا سره نکاح ) دې وکړي . حواله يې په بخاري شريف دويم جلد ۵۰۱ حديث او فتاوی الهنديه اول جلد ۵۰۱ مخ باندې ورکړې ده .
( http://darulifta-deoband.org/urdu/viewfatwa_u.jsp?ID=20120 )
همداراز يو بل تن چې وايي : زه د خپلې ښځې څخه په تنګ شوم او ما هغې ته درې طلاق ورکړل پدې پوه نشوم چې په ما څه چل شوي وو، زه په جنابت کې هم ووم څنګه دا طلاق وشو؟ داسې ليکې: که چېرته تا خپلې ښځې ته درې طلاق ورکړي وي نو هغه مغلظه بايينه طلاقه شوه او په تا حرامه ده پرته د حلالې څخه د هغې سره نکاح کول حرام دي......
http://darulifta-deoband.org/urdu/viewfatwa_u.jsp?ID=17537
که چېرته چا په يو ځل خپلې ښځې ته درې طلاق ورکړل نو هغه ښځه په مېړه باندې په مطلقه ډول حرامه ده تر څو د بل چا سره نکاح ونکړي او ددې ښځې اوسېدل هم پدې کور کې حرام دي. (( بهشت زيور ، باب الطلاق، تين طلاق ديني کا بيان ۹۷ مخ ، ۱ امه مسله)
چې په دار مختار کې هم داسې ويل شوي دي که يو مېړه خپلې ښځې ته طلاق، طلاق، طلاق ووايي نو دا د دغه لفظ په تکرار دلالت کوي او مغلظ طلاق واقع کېږي. (ولو کرر لفظ الطلاق وقع الکل ) نو بیا دغه ښځې ته پکار دي چې عدت تېر کړي او که ميندواره وي هغه وزيږوي او له هغې وروسته ازاده ده چې د بل چا سره واده وکړي او لومړي کس سره د اوسېدلو حق يې پاتې ندی او نه ورسره د نکاح تجديد کولی شي پرته له حلالې څخه. (بخاري شريف دويم جلد ۷۹۱ حديث او فتاوی الهنديه اول جلد ۵۰۱ مخ )
که څوک خپلې ښځې ته په يو ځل درې طلاقه ورکړي ولو که په نيت کې يې وي او کنه درې واړه پخپل حال پاتي کيږي او دا درې کاڼې طلاق دي ځکه حضرت عويمر عجلاني رض خپلې ښځې ته په يو ځل درې طلاقه ورکړل رسول الله ص درېواړه په يو ځل ومنل. ( ابو داوود )
ما په مخکنۍ ليکنه کې دا خبره په څرګند ډول ليکلې وه چې که د ښځې او مېړه تر مينځ ستونزه وي او د هغوۍ د اصلاح لپاره دې کوشش وشي او که د هغوۍ اصلاح نه کيدونکې وه او د الله ج حدود پکې ماتېدل او ژوند کول سخت وو او د ښځې او مېړه د يو له بله يې نفرت وو نو د قران د ايات مطابق طلاق ورکول او خلع جایز ده. (لسنة إذا وقع بین الزوجین اختلاف أن یجتمع أهلهما لیصلحوا بینهما فإن لم یصلحا جاز الطلاق والخلع، وهذا هو الحکم المذکور في الآیة. شامي: باب الخلع ۵ جلد ۸۷ مخ )
کله چې درې کاڼې طلاق واچول شو نو په مېړه باندې نه د ښځې نفقه شته او نه ورسره د اوسېدلو حق لري. فاطمه د قيس لور خپل مېړه طلاق کړې وه هغې د حضرت محمد ص څخه د خپلې نفقې او اوسېدو په اړه پوښتنه وکړه هغه ورته وويل: نه ستا لپاره په هغه نفقه شته او نه کالې. ( رواه مسلم )
شيخ الاسلام تميمه رح وايي چې درې طلاق واچول شول نو ددې ښځې حيثت پخوانې مېړه ته داسې دی لکه د یوې پردۍ ښځې د هغه سره اوسېدل ورته جايز نه دي او نه ورسره خبرې کول روا دي ځکه چې د پرديو ښځو سره خبرې کول او ورته کتل حرام دي نو ده ته دا ښځه نوره پردۍ ده او نه پدې ښځه باندې د سړي کوم اختيار يا واک شته. ( الفتاوی الکبری ۳ جلد ۳۴۹ مخ، فتاوی اللجنته الدايمه ۲۰ جلد ۲۲۶ مخ )
په فتاوی عالمګېريه کې راغلي دي که چېرته ښځه پخپلو غوږونو درې ځل طلاق، طلاق، طلاق واوري
نو هغې ته ندې جايز چې خپل مېړه ته د ځان په برخه کې واک او اختيار ورکړي.
د درې طلاقونو وروسته ښځه مغلظه طلاقيږي او د خپل مېړه لپاره په مکمل ډول حرامه ده او د حلالې نه پرته او بېرته د نکاح کې راتلو نه پرته د ښځې او مېړه په ډول سره ژوند نشي کولي: که چېرته تاسې ښځه طلاقه کړه نو تاسې ته نده روا تر هغه چې بل کس يې نکاح نکړې الخ ( سورت بقره ۲۳۰ ايات )
چا چې خپله ښځه طلاقه کړه هغه حق نلري چې هغه يا د شرم په نوم يا د پښتو په نوم را ايساره کړي خدای ج دا کار ډير بد مني او وايي: کله چې تاسې طلاق ورکړئ نو پس پرېږدئ دوۍ په نيکه طريقه ( مه يې را ايساروۍ او بانې ورته مه لټوۍ ) او دوۍ ته هيڅ ضرر مه رسوۍ او که چا دا کار وکړ نو ظلم يې وکړ، خبردار د الله حکم په ټوکو مه اخلۍ. ( سورت بقره ۲۳۱ ايات )
حلاله : کله چې يوه ښځه په دريو تيږو طلاقه شوه نو هغه به د عدت تېرولو وروسته د بل چا سره نکاح کوي او دهغه سره به کوروالی کوي بیا که هغه ورته په درې تېږو طلاق ورکړ بيا ښځه لومړي مېړه ته روا کيږي .
عدت درې حيضه تېرول دي : طلاقې شوې ښځې به تر درې مياشتو پورې خپل نفسونه ساتي. ( سورت بقره ۲۲۸ ايات ) او که څوک له حيض څخه نا اميده وي او يايې حيض نه راځي نو بيا به درې مياشتې تېروي . ( سورت طلاق ۴ ايات ) او که حمل يې په ګېډه وي د هغې زېږول دي
په اخره کې غواړم ووايم چې واده د مينې او محبت يو تړون دی او د انسان د پوره کېدو لار ده بايد په وړو وړو خبرو دغه تړون مات نشي الله ج وايي: ډېر ځله تاسې يو څيز بد ګڼۍ هغه ستاسې لپاره خير وي او ډېر کله تاسې يو څيز خوښ ګڼۍ هغه درته شر وي. ( سورت بقره ۲۱۶ ايات ) هيڅکله هم دوه انسانان پوره نه وي کمې زياتی لري نو ښه خبره داده چې په وړو وړو خبرو او سهوو يو ته بل ته تېر شو او پرېنږدو چې خبره تر جنګه ورسيږي او که خبره تر جنګ هم ورسيږي نو بايد د طلاق د لفظ د ويلو څخه ځان وساتو ځکه دا داسې لفظ دی چې بېرته راګرځېدل او سهوه نه مني. د پاکستان دپېښور اړستون ( زندان ) په دروازه يې لیکلي وو چې: د يو ساعت غيرتې د سلو کالو بېغيرته ستړی مشي.
والله علی ما نقول وکيل