د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

برما که کنړ يا ...؟

ډاکټر نجيب زاخېلوال 11.08.2012 00:30

راته ښه ياد شي ۱۹۹۳ ز کال وو او زه په سيدجمال الدين ليسه کې زده کونکی وم. يو ورځ موږ ټول د ښوونځيو څخه راوويستل شو او راته وويل چې سبا ته به ټول ليسې ته راځو  چې د بابري جومات په اړه لاريون دی، که څوک رانشي نو نه دا چې سزا به ورکړل شي، بلکې د لېسې څخه به وويستل شي.

زه چې کور ته لاړم نو ناروغ شوم نو سبايي سره له دې چې ناروغ وم، د ناروغۍ په حال کې مې کوښښ کاوه چې بايد لېسې ته لاړ شم.
پلار مې راته وويل مه ځه ناروغ يې.
ما ورته ټوله کيسه وکړه او ورته مې وويل که لاړ نشم نو له ليسې څخه مې خارجوي.
پلار مې سخت خفه شو او کړل يې: دوی زرګونه ميله لرې بابري جومات ويني. زرګونه کيلومتره لرې فلسطين ويني. خو د پولې پورې غاړه ننګرهار نه ويني .
په هغه ورځو کې په جلال اباد کې ډيرسخت جنګ روان وو او د ورځې په زرګونه خلک شهېدان کېدل او کورونه او جوماتونه سوځېدل.
اوس هماغه دېگ او هماغه ټېپر دي. زموږ خلک برما ګوري خو د هسکې مينې ولسوالۍ يې ونه ليده، په امريکا کې د قران بې حرمتي ګوري خو په نورستان کې يې بيا نه ګوري. په غزني کې يې ونه ليډل چې وسلوالو په يو کور کې قران کريمونه وسوځول، په هلمند کې ونه ليدل چې مخالفينو قران شريف وسوځاوه. د امريکا پادري ويني، خو خپل بې سوره او ځناور پادريان نه وينې چې په خلکو يې څويم اسمان راکوز کړی دی.
د فلسطين مسلمانان ويني، خو خوست ، کنړ ، کندهار کې مسلمانان نه وينې چې شپه او ورځ دواړه يې ناقراره دي او وينه يې لکه د څارويو مباح ده.
راځې د پرديو ډول ته له ګډېدو تېر شو.
پخوا مو د پاکستان په سترګو په هند کې بابري جومات ليده، د ای ايس اي په سترګو مو کشمير ليده. نن د امريکا او د هغه د مخالفينو (اي ايس ای) په سترګو بيا هم کشمير او برما وينو او داسې يې په خبرو کې يادوو لکه د ټولې نړۍ غمخواره چې موږ يو. داسې لاريونونه کوو چې پکې د خپل ځان څخه نيولې خپل کور هم پروا نه ساتو.
راځئ په خپلو سترګو کنړ ووينو، يو ځل غزني ته لاړ شو، يو ځل کندهار ووينو، خوست هم له سترګو تېر کړو.
هو! دا د خدای حکم دی چې کله حضرت محمد ص پېغمبر شو نو ورته وويل چې خپله کورنۍ دې په لومړي سر کې ده.
د صدقي او خيرات په هکله هم په قران کې وايي چې خيرات او صدقه به لومړي د خپلې کورنۍ اړو ته ورکوي او دا ښه خيرات دی.
نو چې خبره داسې ده او دا د اسلام اصل دي نو بيا ولې خپل ځان نه وينو؟ خپل درد نه وينو؟ خپلې وينې نه وينو؟ او د خپل درد درملنه نه کوو؟
پدې له موږ څخه الله ج نه خفه کيږي چې ولې برما نه يادوو!!!
پدې له موږ څخه خدای نه خفه کيږي چې کشمير نه وينو!!!
پدې موږ څخه ستر څښتن نه خفه کيږي چې ولې د پادري پر وړاندې لاريون نه کوو!!!
ولې پدې راڅخه خفه کيږي چې ولې موږ کنړ، خوست، غزني، نورستان، کندهار او هلمند نه وينو!!!
ولې موږ د خپلو پادريانو پر وړاندې چوپ يو چې زموږ وينې، مال ، سر او غزت يې مباح کړی دی او لاريون نه کووو د حق چېغه نه پورته کوو!!!